سوله که جګړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد آصف خواتی

پوره پنځه کاله کيږی چې زموږ په ګران هيواد کې د(( تروريسم )) سره دمبارزی په نامه پرديو لښکرو لنګر اچولی اوپه پرله پسې توګه يې شمير زياتيږی چې له بده مرغه دهغې سره جوخت دتروريستې فعاليتونو کچه هم مخ په ډيريدو ده ٠ پدې موده کې افغان دولت او (( ترهګرۍ ضد تلوالې )) دمخالفينو سره دسولې خبرې ډيرې کړې خو دعملې ګامونو دپورته کولو کوم څرک يې نه بريښي ، بلکه ټولې هڅې پدې خاطرکيږي چې څرنګه ددولت مخالفين وټکول شي ٠ ددې خبری څرګند مثال دناټو دقوماندان هغه خبره ده چې ناټو به دخپلو ځواکونو شمير دروان ميلادی کال تر پايه ديرشو زرو تنو ته رسوي ( بي بي سي دجولای يوديرشمه )٠ دا ډول څرګندونی ښيي چې په افغانستان کې بهرنۍ پرتی لښکرې دپخوا په شان دسولی ټينګښت په جګړه اودمخالفينو په ځپلو کې لټوي کوم چې کومې مثبتې پايلې يې نلرلې بلکه نتيجه يې په هيوادکی دوضعيت لا خړپړ کيدل دي ٠ موږ وينو چې په روان لمريز کال کې به داسې ورځ نه وي چې دهيوادپدې يا هغې سيمه اوپه تيره جنوبی برخو کې دمرګ اوژوبلې ، چاودنو،پوځې عملياتو، هوايي اوراکټی بمباريوخبرونه خپاره نشي ٠چې دامنيتی وضعيت دخړپړتيا څرګند ثبوت دۍ ٠ لاندې ارقام دپورتنيو څرګندولو ډاډمنې بيلګې دۍ چې وړاندی کيږي : - دپنجوايي اوژيړی په ولسواليو کې دوږی دمياشتې ددوو اونيود پوځې عملياتو په ترڅ کې دپنځوسوو تنو دوژلوځورونکی بيلګه ( بي بي سي دسپتمبر يوويشتمه ) - دواشنګتن پست دورځپاڼې په حواله دروان لمريز کال په پسرلی کې په عراق کې ١٦٠ اوزموږ په وطن کې دهغې دوه برابره زيات ( ٣٤٠ ) هوايي پروازونه ترسره شوی دي ، چې دا پروازونه کوم نمايشی يا دڅارنې پروازونه ، نه بلکه هوايي ګوزارونه دی چې دسترګو وړ قربانيان يې ملکی وګړی دي ٠ ددی هوايي ګوزارونو اوپوځې عملياتو له کبله چې هغې ته دتصفيوی عملياتو نوم ورکول کيږی دمرګ اوژوبلې سربيره په زرګونو کورنې اړشوی چې خپل کور اواور پريږدی اودکډوالۍ ستونزمن ژوند ته غاړه کيږدي ٠ - هغه څه چې زموږ په هيواد کې دجګړې دسختوالی اودانديښنی وړ خبره ده هغه دځانمرګی بريدونو لړی ده چې په تير ميلادی کال کې ددې بريدونو شمير يوولس ښودل شوی دۍ خوله بده مرغه په روان کال کی په دوامداره توګه دهيواد په مختلفو برخو اوحتی پلازميينه کې داځانمرګې بريدونه ترسره کيږي ٠ پورته يادشوی ارقام ښيي چې دامريکايي پوځې مقاماتو هغه ادعاوی چې څه دپاسه دری کاله پخوا يي په افغانستان کې دجګړې درسمی پای اعلان کړې و دهغو تبليغاتو نمونه ده چې دافغانستان په هکله ترسره کيږی چې نړيوالو ته وښيي چې ګواکی ددوی دپوځې شتون له برکته دا هيواد دسولی اوثبات په لور درومی ٠ له بلې خوا افغان چارواکی بيا مخالفين کمزوری انځوروي اوهغه حکومت ته کوم ګواښ نه ګڼي اوداسي بربښی چې هغوی دروان ناورين دپای ته رسيدو په خاطر داړينو ګامونو دپورته کولو په اړوند سوچ نه کوي ٠ آيا افغانی چارواکو ته پکار نده چې دپاکستانی مشرتابه په شان پخپل هيواد کې سولې او امن ته درسيدو په خاطر دمخالفينو سره جوړجاړۍ وکړي ؟
ناټويي واکداران چې په عراق باندې ديرغل په مسئله سره وويشل شول خو زموږ دوطن په هکله يوموټی پاتی شول نتيجه يې داشوه ترڅو دعراق وضعيت په نړيوالو ډله ئيزو رسنيو کې په نسبی توګه درست انځور شي خودافغانستان په رښتينی حالت پرده وغوړول شي ٠ موږ ددې پردې دغوړولو ښه نمونه پدې کې ليدلای شو چې دلبنان اواسراييلو په وروستنۍ دری ديرش ورځنۍ جګړه کې ( ١٠٧٠ ) لبنانيان اويوازی دپنجوايي اوژيړی په څوارلس ورځنيو عملياتو کې پنځه سوه تنه وطنوال ووژل شول ٠ نړيوالو رسنيو د لبنان خونړی پيښی په پراخه توګه خپری کړی او نړيوالو دلبنانيانو ددې انسانې غميزی ته دپای دټکې دکيښودلوغږ پورته کړ، دملګرو ملتو دامنيت شورا پدې اړوند پريکړه ليک صادر کړ اولا داچی دنړيوالی مؤسسې مشر خواشينی څرګنده کړه چې دې مؤسسې ونشوای کړای په لنډه موده کې دجګړی دپای ته رسيدو په موخه لازمه پريکړه وکړي٠ خو په افغانستان کې دوروستيو پنځو کلونو دپرله پسې جګړو اودافغانانو دبيساره مرګ اوژوبلې اوبدمرغيو په هکله ټول چوپه خوله پاتې دي اوداسي ښيي چې په دې هيواد کې دنړيوالې ټولنې دشتون له برکته خير اوخيرت دۍ اوداهيواد دسولې اوثبات په لور اوچت ګامونه پورته کوي ٠ خوزموږ دټولنې واقعيت بيا بل شي بيانوی هغه داچی ددې ټولنې اوسيدونکې دجنګ ، زورزياتۍ اوبيعدالتی يرغمل دی ، حالات دخړپړکيدو په لور درومی اوددې ولس بدمرغۍ اوکړاوونه لا زياتيږي چې علت يې دهغو غلطوپاليسيو منطقی نتيجه ده چې پدې پنځو کلونو کې افغان دولت اودهغې نړيوالو حاميانو پلې کړی چې ويې نشوای کړای خلکوته سوله او آزادی راوړی ، هغوی ته کار ورکړي اوپدې توګه دهغوی باور ترلاسه اوهغوی دمخالفينو په پرتله ځان ته را جلب کړی بلکه له ځانه ليری اوحتی په مخالفت کې ودريږي٠ ددې ترخه واقعيت په پام کې نيولو سره افغانی چارواکو اودهغې نړيوالو ملاتړ کونکو ته پکارده چې پخپلو پاليسيواوچلندونو کې بنسټيز بدلون راوړي ٠ پدې معنی چې جګړه دافغانی ټولنې دغميزې دحل لاره نه ده دجګړی له لارې نه يوازی سوله ټينګه نشوه بلکه دې ته يې زمينه برابره کړه چې مخالفين لا پياوړی شي ٠ پدې هکله دلندن دسندې ټايمز جريده دائتلافی ځواکونود (( غره دضربتی )) عملياتو په پلمه ليکې : کله چې عسکر کابل ته راستنيږی ترشاه يو شمير مړی ، څووران کلی ، طالبانو ته نوی جلبيان او زيات شمير نا راضی اوقهرجن افغانان پريږدی ٠ زموږ په هيواد کې دتلوالې دې پوځې عملياتو څخه دا ډول واقعبينانه نتيجه ګيری ددې داقعيت څرګندوی ده چې دې ډول چلند ناوړه پايلې لرلی او بايد پرهغې مسئولانه فکر وشي ٠ په يوويشتمه پيړی کی ژوند يو ځل بيا وښودله دا ممکنه نه ده چې پر افغانانوباندی دزور زياتۍ ،ډارولو اوځپلو له لارې حکومت وکړل شي دهغوی سره بايد دمدارا ، خبرو اترو، مرکو اوجرګو له لاری چلند وشي ٠ که دولت او دهغې نړيوال ملاتړ کونکی په افغانستان کې دتلپاتی سولې او امن دراوستلو ليوال دی پکارده چې دمخالفينو سره چې په هر نوم يې يادوی رښتينې اوعملې خبرې پيل کړي اوموخه يي يوازې او يوازې دتلپاتی سولی ټينګښت وی اودهر څه دمخه بايد چې په لاندې اقداماتو لاس پورې کړي :
الف – دټولو مخالفينو سره بيله استثنی اوقيد اوشرطه دخبرو اترو دپيل لپاره هڅی پيل شي ،
ب – دهيواد څخه دناټو دلښکرو دوتلو مهال ويش ترتيب اودهغې پرځای دهغو اسلامې دولتونو دپوځيانو دځای پر ځای کولو لپاره هلې ځلې وشي چې دافغانستان په کړکيچ کې ښکيل نه وی او مشری يې دملګروملتو په غاړه وي ،
پ– سولې ته درسيدو په موخه بيړنۍ لويه جرګه راوبلل شي چې ددې جرګې درابللو او دکار په بهير کې اوسنی دولت اغيز ونلری بلکه پريښودل شي چې خلک پخپله خپل استازې هغې ته رواستوی اودا جرګه دناټو دپوځې اوسياسي مشرتابه سره چې ملګری ملتونه په هغی کې تنظيمونکی رول ولری خپل کارته دوام ورکړي ،
ج – په رښتينی توګه دوسله والو ډلواوقومی مليشو دټغر دټولولواودافغان ملی پوځ ( ځمکنی ، هوايي ، سرحدی ) اونورو امنيتی ځواکونو دپرپښودرولو کار ګړندی او هغې ته عملی جامه ور واغوستل شي ٠
د – په هغو سيمو کې چی امنيت نشته او يا وضعيت کړکيچن دۍهڅه وشي دجرګواومرکو له لاری او دقومی مشرانو په مټ داسی پريکړی وشي چې پخپله خوښه خلک هلته امنيت ټينګ ، ددولت پراختيايي پروژواوبيا رغونې کارونو ته شرايط برابر کړي ٠
پورتنی اقدامات چې ديوبل سره نه شليدونکې تړاو لری او دجګړې دختم لپاره اړين بريښی کولای شي چې په دولت باندې دخلکو باور پياوړې اودمخالفينو دمثبت غبرګون سره مخامخ شي اودسولې دټينګښت لپاره لومړنۍ هڅې اودکار پيل وګڼل شي ٠
هغوی ته چې دهرڅه دمخه انسان او انسانی ارزښتونه اهميت لری او دافغان ولس دغميزی پای غواړی هرومرو به دسولې په خاطر دی ډول هڅو ته ښه راغلاست ووايي اوپدې ملی – وطنی لاره کې به دهيڅ ډول هڅو نه ډډه ونکړي اوبرعکس هغه کسان اوډلې چې په اوسنی واکمن حالت کې خپلې ګټې ويني دسولې په خاطردې ډول غږ او هڅوسره په مختلفو پلمواودمخالفينو په پته به دروا اونارواتومتونو اوتورونو په لګولو سره مخالفت وکړي اودهغوی سره به خبری او مفاهمه رد کړي٠ پدې اړوند بايد دهغوی پام دې ته راوګرزول شي چې پدې وروستيو دری لسيزو کې چې زموږ په هيواد کې دپوځې کودتاګانو ، بغاوتونو ، پاڅونونو،دواک انحصار،دبشری حقوقو نه دسرغړونو ، وژنو، خونړيو جګړو،ورانولواوسوزولو ، دپرديو دڅرګندو اوپټو لاسوهنو ، تيريواوتجاوزاتو اوهمداراز دخاينانه معاملو اودماګوجيکو تبليغاتو بازار خورا تود وو اوټولو ځواکمنو ډلوخپلو سياسي اهدافو ته درسيدو په خاطر يوازی اويوازې دتشدد اوزورزياتی له دريځه خبره اوعمل کړی دۍ داسې ډله به پيدا نشي چې پر هغې به هغه تورونه ونه لګول شي کوم چې نن داوسنی دولت دمخالفينو په پته لګول کيږي ٠ هغه څه چې نن يې ددولت وسلوال مخالفين تر سره کوي دهغه کړووړو ادامه ده چې پدې وروستيو دريو لسيزو کې زموږ په هيواد کې دوخت دواکمنو ډلو اوحکومتونو دراپرزولو په خاطر دهغې دمخالفينو لخوا ترسره شوي اويوازينۍ شی چې پکې نوی پديده ګڼل کيږی ځانمرګی بريدونه دی ، نور هماغه پخوانی کارنامې دی چې تکراريږي٠ دمخالفينو سره دجګړې پلويانو ته بايد وويل شي چې پدې پنځو کلونو کې ستاسو دنظروړ تګلاره ( جګړه ) نه داچې بريالۍ نه وه بلکه څرګنده ناکامه تګلاره وه داځکه چې دهری مياشتی اوهرکال په تيريدو سره حالات خړپړکيږی دمخالفينو لخوا بريدو نه اودافغانانومرګ ژوبله زياتيږی چې ددې تګلاری ناکامی څرګندوې دمثال په توګه دتيرکال په پرتله په روان کال کې دمخالفينو دبريدونو کچه پنځه ځله اود٢٠٠٢ کال په پرتله اوه ځله زياته شوی ده ، همدا راز دتير کال په پرتله دمخالفينو او بيګناه ملکې وګړو تلفات څلور ځله زيات شوی دي ٠ آيا دا ارقام نه ښيي چې دجګړې دپلويانوتګلاره ناکامه تګلاره ده ؟ دجګړې دپلويانو څخه که دا پوښتنې وشي چې که دا تګلاره په همدی شان پلې کيږی پای به يې څه وي ؟ موږ وينو چې په جګړه کې وسله وال مخالفين چې غوڅ اکثريت يې افغانان دی مری خو زيات شميرقربانيان يې بيګناه ملکی وګړی دی آيا هغوی دترحم وړ نه دی ؟ که همداراز جګړه ادامه مومی دخلکو ځان اومال دګواښ سره مخامخ وی ،پردی زموږ په سرنوشت واکمن وي خپلو خلکو ته همدا شان ژوند غواړۍ اوپدی خاطرمو جهاد اومبارزه کړی ده ؟
که داسې نه ده نو آيا لازمه نه ده چې ددولت دمخالفينو سره دتفاهم اوسولې پاليسۍ ته مخه شي ؟
دسولې اوجګړی مسئله چې زموږ نن اوراتلونکې په هغې پورې تړلې ده يو دهغو حياتی مسئلو څخه ده چې بايد پرهغې مسئولانه فکر او بحث وشي اوددرنو ليکوالو څخه هيله ده چې خپلې ليکنې دې حياتې مسئلې چې د( سولې اوجګړی ) مسئله ده اودافغان ولس ژوند اومرګ ، نيګمرغی اوبدمرغی ، خپلواکی اوغلامی اودهيواد آبادی اوورانی پرهغی پورې تړلې ده وقف اوپه جګړه ځپلې افغانستان کې تلپاتی سولې ته درسيدو لارې چاری په ګوته اوپدې هکله يو جوړونکی تبليغاتی کمپاين پيل کړي ٠
د٢٠٠٦ ميلادی کال دنوامبر شپاړلسمه نيټه