يوېشتمه پېړۍ اوپه امريکا کې لويه سياسي زلزله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
د ۲۰۰۶کال د نوامبر لسمه


د امريکا د قدرت ګدۍ لړزانده سوه!

دنړۍ سوله دوسته خلک او سیاسی تحلیلګران، د نوامبر دمياشتي د تيري سه شنبې د امریکا د کنګرې په مينځ مهاله ټاکنو کې دډيموکراټانو په وړاندي د بوش د جمهوري غوښتونکو د تاريخي ماتي او ددې هيواد د ماجراجويه او جګړه ماره دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ د استعفا تود هرکلی او پراخ ملاتړ وکړ . نړۍ والو دغه پېښه د بوش پر مخ باندي د امريکا د خلګو يوه کارنده څپېړه او د هغه د جمهوري رياست د شپږ کلني ياغيتوب ودورې ته يو د پای ټکی وګاڼه . د امريکا دکنګرې په دواړه مجلسو کې د ډيموکراټانو بری اوس جورج بوش و دې ته اړ کړی دی چې په خپلو کړو کې نوې کتنه وکړي او د ډيموکراټانو ملاتړ تر لاسه کې . د ډيموکراټانو ګوندي مشرانو لا دپخوا څخه ويلي وه چې هغوی په ډاګه د امريکا په سياست کې او خاصتاً د عراق په اړه د شفافو بدلونو غوښتونکی دي . بوش چې د خپل جګړه غوښتونکی سیاستونو ددوام په خاطر د کنګرې وملاتړ او دهغو لايحو وتصويب ته اړتیا لري اوس دا تلاښ کوي چې دډيموکراټانو سره و خبرو ته کښېنيیی او هغه ته غوږ سي . خو دا خبره په دې معنی هم ده چې اوس اوس د امريکا د قدرت په ګدۍ کې نور دواک هغه پخوانۍ د يکه تازۍحالت له مينځه تللی دی .
که څه هم په امريکا کې دداسي ټاکنو پروسه تر داوسه پوري يوازي ددوو ګوندونو ترمينځ د يوې تکراري سناريو ننداره وه کوم چې د عامه خلکو په وړاندي به ترسره کېدله . يو ګوند به دخلکو درايو په زور د قدرت پرګدۍ کښېناستي، ځان به يې هومره په فساد او رسوایی کې غرق کړ څو د هېواد دنجات دپاره به د ټولو سترګي و دا بل ګوند ته راواوښتلې . بس همدغه لوبه وه چې کلونه کلونه يې دوام و مونده او و را تلونکي ته يې لاره هواروله . په واقعيت کې د « امريکایي د موكراسۍ» بازار همداسي چلېدی . خو عام ولس د کلونو په اوږدو کې ددې ټولو لوبو څخه خپل الهام اخيستۍ او خپلي تجربې يې لا نوري هم پياوړي کولې . دغه ننداره څه ناڅه دا دوسوه کاله کيږي په عملي توګه يو په بل پسې تکراريږي ، يعني درست دهغه وخت نه يوکال باد چې د امريکا اساسي قانون په کال ۱۷۸۷ کې تصويب سو . په دغه قانون کې ددې سيسټم سکښت داسي راغلی دی چې هر دوه کاله باد يو ځل په ګانګرس کې د استازو مجلس د ۴۳۵ چوکيو دپاره او يوه دريمه د سنا دپاره ټاکل کيږي .
خو زموږ د پېړۍ ياني ديوېشتمي پېړۍ غوښتنه بيا نن سبا بل شاني رقم خوړلی دی . ددې پيړۍ په شروع کې امريکا، د خپل حريف شوروي اتحاد په ړنګېدو سره ځان د يواځني پوځي او اقتصادي ځبر ځواک په توګه د نړۍ و صحنې ته را وايست . نړۍ والو هم دا توقع لرله چې دامريکا هغه د ځبر ځواکي ارزښتونه چې ددې هيواد چارواکو به تل پر هغه باندي فضل فروشي کوله د هغه عملي پايلې او ګټي به د خپل ژوند په ورځني عرصو کې په خپلو سترګو وويني او د ثمراتونه به يې استفاده وکړي . عادلانه ټولنه به جوړه سي، ډيموکراسي به اعاده سي، د ولسونو او هيوادونو وملي حاکميت ، آزادی او روا غوښتونو ته به درناوی وسي . هغوی به په دې وتوانيږي چې د خپلو ملي شتمنيو څخه ګټه واخلي او د ترقۍ او تعالۍ و لوري ته به د ټولني د ولسونو د ښېرازې په خاطر ګام پورته کړي .
خو خبره دنورو په ترټلو او دځان په غټولو کې را وپېچېدله . دغه کار د جورج بوش په کړو کې ډېر ښه ترها انعکاس پيدا کړ . هغه په عملي توګه و نړۍ والو ته وښودله چې امريکايی ډيموکراسي يعني څه؟ . هغه دا وښودله چې کوم هيوادونه چې نفت لري په څه ډول به ددې ډيموکراسۍ نه بهره منده کيږي او چې نه يې لري څه شاني چلندبه ورسره کيږي؟
په امريکا کې د سږ کال د نوامبر د اوومي نېټې د ټاکنو په کمپاين کې چې د عراق جګړه او پخپله په کنګره کې دفساد ريښې محوري مسئله ګرځېدلې وه، د ټاکنو پايلې دډيموکراټانو په بري سره پای ته ورسېدلې . دا په واقعيت کې دبوش و جمهوري رياست او د جمهوري غوښتونکو و ګوند ته، د عراق د لانجې په وجه چې دهغوی د ماجراجویی په سبب يې لويه فاجعه را مينځته کړه، يوه ستره ناکامي وبلل سوه . همدارنګه په دغه مسئله کې دډيموکراټانو بری، د بوش سياست او پخپله دهغه د متکبرانه چلند پايله هم په ډاګه کړه چې نوموړي خپل هر روا او ناروا کړو ته حق وايه او هغه يې بيا دخپلي ظاهري عقيدې پر اساس دخدای امر باله ! . خو هغه ستونزي چې بوش د خپل نابخردانه سياست په نتيجه کې هم و امريکا او هم و ټولي نړۍ ته را وزېږولې هغه نه يوازي په عراق کې دبحران او فاجعې ابعاد نور هم ژور کړه بلکه په ټوله نړۍ کې يې دامن او امان داعيه و يوې واقعي ګډوډۍ ته ټېل وهله . د انسانانو په زړو کې يې د امريکا په وړاندي کرکه او نفرت زيات کړ . نن ليدل کيږي چې په عراق کې د امريکایی پوځيانو دجنازو شمېره هر ورځ د جګېدو په حال کې دي، ملکي بې شماره خلک په ناحقه وژل کيږي . په عراق کې رسمي تازه ارقام د يو نيم لکو بېګناه انسانانو د وژلو خبر ور کوي او غير رسمي ارقام بیا د تلفاتو شمېره شپږ نيم لکه نفر ښيئ . خو ددې اورلمبې لا نور هم سر اخلي، او اوس هم په سيمه کې د عراق و ګاونډي هيوادو ته ځان غزوي .
آخر دا ټول ولي او د څه دپاره ؟
دامريکا د مينځ مهاله ټاکنو مخکي، کله چې به چا دعراق په اړه دامريکا و رسمي تبليغاتو ته کتل نو ډېرو به ښايی داسي ګمان کاوه چې په عراق کې بس خير وخيريت او هر څه ګل و ګلذار دي . په دې هيواد کې داسي هڅي رواني دي چې د يوه ډيموکراټيک عراق دپاره د سولی او ثبات شرايط رامينځته کيږي، د امريکا د داهيانه ! سياست له برکته يوه با ثباته د لويی مينځنی ختيځ طرحه عملي کيږي او د ټروريزم سره د مبارزې سياست په بري سره پر مخ روان او ډېر نور مثبت اړخونه لا پر لاري دي ! اسرائیل د خپل بشر دوستانه حملو په خاطر ګويا دسولی د نوبل وجايزې ته ځان کانديد ه وی ! ، دفلسطین داعيه هم د بوش د بشری او مسؤلانه سیاست په نتيجه کې ګني خپل وروستي پړاونه وهي او هلته دانسانانو بې رحمانه ډله ايزه وژنه اصلاً نور ختمه سوې ده!
خونړۍ والو او پخپله د امريکا عادي سوله دوسته او بشردوسته خلکو د سر په سترګو وليدل چې واقعيت داسي نه وو او نه دی . دامريکا عام ولس د خپل وجدان په حکم اونړۍ والي ټولني د خپل مسؤليت په احساس و ليدله چې څه لوبه روانه ده . هغوی دا غوښتنه را پورته کړه چې په امريکا کې دبوش اداره بايد په خپل سياست کې چې په عراق او ډېرو نورو سيمو کې سم دم و دېواله ته درېدلی دی او يوه لويه انساني فاجعه يې را مینځته کړېده بايد نوې کتنه وکړي . په خپله سټراټيژي کې و انسانيت ته ددرناوی او د متمدني نړۍ د اصولو او پرنسيپو پر مبنا بايد بدلون راولي . داځکه چې په عراق کې د هري ورڅي په تېرېدو سره حالت تر بد بدتره کيږي ددې هيواد و کورنيو لانجو ته په لوی لاس لمن وهل کيږی او د سولي او ثبات د ټينګېدو دپاره هيڅ يو مثبت لير ليد نه ليدل کيږي . ددې ټولو ناخوالو په سپړلو سره اوس په ډاګه دغه واقعيت ته بايد غاړه کښېښودله سي ، او دا بايد و منل سي چې پر عراق باندي د امريکا پوځي يرغل د هماغه اوله سره څخه يوه تاريخي تيروتنه او لويه اشتباه وه .
اوس ډېر په دې باور دي چې په کنګره کې به دډيموکراټانو په موجوديت کې، د عراق په اړه د امريکا سټراټيژي جدي بدلون ومومی او بوش به ودې ته اړ ایستل سي چې د نړۍ په بحراني او لانجمنو سيمو کې نور د تکبر او فرمان روایی د حالت سره مخه ښه وکړي اود نرمۍ ، سازش او معقوليت لاره غوره کړي! ډيموکراټان اوس داسي انګېري چې و جمهور رئیس بوش ته چې زياتره و هغه ته د يوه مشهوره کاوبای په سترګه کتل کيږي، لږ شاني د انسانيت سبق هم ور زده کړي .د ډيموکراټانو بری او د کنګرې پر دواړو مجلسو باندي دهغوی حاکميت بې له شکه به د امريکا اجرایی او قانوني نهادونه به يو دبل په مقابل کې ودروي . بوش هغه څه چې په عراق کې کرلي وه اوس يې دادی د امريکا په دننه کې ريبي . اوس اوس کنګره او دبوش دولت دواړه په دو سختو مخالفو جبهو کې به يو دبل په مقابل کې ځانونه ويني . د بوش په دوه پاتي کلونو کې به ښايې ډيموکراټان هغسي چې دخپلو اهدافو ورسېدوته غواړي عملي بڼه ور کړي، و نه رسيږي او بوش به هم و نه وکولای سي د ډېرو مسئلو په اړه خپل سياستونه د پخوا په شاني پر مخ بوزي . يعني هغه څه چې بوش غواړي هغه به کنګره تصويب نکړي او هغه څه چې بيا کنګره تصويبوي هغه به د بوش لخوا «ويټو» کيږي . خو يو څه چې د امريکا او دنړۍ خلک د ډيموکراټانو څخه خوښ او راضي ساتي هغه به د بوش د ياغيتوب مخنينوی وی چې نور به په داسي تکبر سره د نړۍ په وړاندي بې مسؤليته عمل و نکړي .
ددې ټولوبدلونونو سره سره به بيا هم امريکا په سيمه او نړۍ کې د خپلو ګټو دتأمين دپاره تلاښ کوي ، دغه ګټي که دهر لاسپوڅي په ځپلو سره او يا د هر بل لاسپوڅي په راپورته کولو تماميږي، و امريکا ته به ديوې خاشې اهميت و نلري . اوس دسيمي هيوادونو او د هغوی و مخکښانو ته په کار ده چې هغوی دخپلو ملي ګټو د ساتلو اوپه سيمه کې دسولي او ثبات خيال اوروحيه وساتي اود خپلو هيوادو و ملي ګټو ته درناوی وکړي . چاته دا اجازه ورنکړي چې دهغوی په ناپايه لاسوهنوسره خپله رېښه پخپله د نورو په مرسته وباسي او هغوی بياد خپل ځان په وسيله يوځل بيا ددې سيمو پر سرنوشت باندي ځان حاکمه کړې . بايد اجازه ورنکړل سي چې دغه عناصر وهري خواته ځانونه وغزوي ، د ولسونو پر سرنوشت باندي لوبي وکړي او د هغوی د هر مثبت پرمختګ په وړاندي خنډونه جوړ کړې .