بسم الله الرحمن الرحيم دسنګين ولسوالي دقومي مشرانو اوهغي محلي دولتي ادارې څخه چې دولس په خوښه به جوړيږ ی دهلمند دولايت دمقام غوښتنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

١- دولس په خوښه جوړه شوي دولتې اداره به دقومي مشرانو په ملاتړ دافغانستان داسلامې جمهوريت دملي بيرغ ترسيورې لاندې دخپلو خلکو خدمتګاره اداره وی ٠
٢- نوموړې اداره به دخلکو اوقومې مشرانو په مرسته او ملاتړ دهر ډول بې قانونى اوخپل سرى دمخنيوي هڅه اوهاندکوی اوپخپلو اجرآتو کې به دافغانستان داساسي قانون اونورو نافذ و قوانينو رعايت کوی اودعملې کولو لپاره به يې کوښښ کوی ٠
٣- دخلکو په خوښه جوړه شوې اداره به دولسوالي په ټول قلمرو کې دامنيت ، عامه نظم اوثبات ټينګښت خپل اساسي لومړيتوب ګڼي اودقومي مشرانو اوولس په مرسته به دعامه نظم ، امنيت اوثبات په وړاندې دهرتلاش دشنډولو کوښښ کوی٠
٤- نوموړې اداره به دقومي مشرانو په مرسته دولس په ژوند کې دښه او مثبت بدلون دراوستلو په هيله دبيا جوړونې اونوې جوړونې دپروژو اوپلانونو دتطبيق لپاره دشرايطو په برابرولو کې فعاله ونډه اخلی ٠
٥- نوې اداره به دخلکو څخه ددولتي قوانينو اومقرراتو سره سم دبرق ، ترانسپورت ، دوکانونو اونورو ټکس اومحصول پيسې راټولوي اودولايت دمقام اوولايتې ادارې په موافقه به يې دګټور لګښت په هکله جوړونکې وړانديزونه کوی ٠
٦- نوې اداره به دزده کړې لپاره دخلکو دبچيانو پرمخ دولسوالي دټولو ښوونځيو دروازې پرانيستې ساتی ٠
٧- نوې اداره به دقومې مشرانو او ولس دغوښتنو اوپوښتنو داوريدلو ، دبيا جوړونې اوپراختيايی کارونو دليدنې اودسيمه ايزې حکومتې ادارې دفعاليتونو دارزونې لپاره دولايت اومرکز څخه ددولتي هياتونو اودولتې کارکونکو او دموسسو دمنسوبانو دتګ او راتګ دشرايطو په برابرولو کې فعاله برخه اخلی ٠
٨- دسنګين ولسوالي په ساحه کې ددوراهي - سنګين - کجکي سړک به ددولتي ترافيکو اووسيلو پرمخ پرانيستي وی اونوي حکومتي اداره به دقومې مشرانو اوولس په مرسته دسنګين په مرکز کې دهلمند په رود دجوړشوي پله ساتنه کوی ٠
٩- نوي دولتي اداره اوقومي مشران به ضمانت کوی چې پر ملي اونړيوالو ځواکونو به دخپلو ځايونو دبدلون په وخت کې هيڅ ټک نه کيژی او دهغوي نقل اوانتقال داخلالولو هڅه به نه ترسره کيژی ٠
١٠ - نوې دولتې اداره به دقومې مشرانو او ولس په مرسته هڅه اوکوښښ کوی
کوی ترڅو دسنګين دولسوالي هيڅ برخه اوځاي دهلمند په نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو کې دبې ثباتى او پې امنى راوستلو په مرکز او اډه وانه وړی ٠ ١١ - نوې دولتې اداره به د ولسوالي په مرکز کې ددولتي تشکيلاتو څخه بهر کسانو لخوا دوسلو په ساتلو اوګرزولو دبنديز ضمه واره وی٠
١٢- نوې دولتې ادارې ته ښايی چې خپل کور اوکلي ته دبيځايه شوو دراستنولو اوهغوې ته دبيړنيو مرستو درسولو په ستره اسلامې او انساني چاره کې دفعال ګډون لپاره پوره چمتووالي ولری ٠
١٣ - دقومي مشرانو لخوا پيشنهاد شوي دولتي اداره به دهلمند دوالي ترمنظورى وروسته په کار پيل وکړی ٠
١٤ - دپورتنيو غوښتنو اوهيلو ځينې ټکي دخبرو ، مذاکرو اومشورو په بهير کې تکميليدلاي شی ٠
ومن اله التوفيق
دقومي مشرانو اساسي غوښتني
١- نړيوال اوملي ځواکونه به لږ ترلږه لس کيلو متره دولسوالي له مرکز اوټولو کليو څخه ليرې کيږی ٠
٢- دولسوالي دولتې اداره به دولس اوقومي مشرانو په خوښه جوړيږی ٠
نوټ :
دموسې کلا دموافقو اساسې ټکي هم په لږ توپير پورتني ټکې جوړوی او په سنګين کې دپورتنيو ټکو پر سر دخلکو ترمنځ مشورې اودقومي مشرانو اودولت ترمنځ خبرې دوام لری ٠
په درناوي