طالبان باید له القاعده او نړیوالو تروریستانوڅخه ځان جلاکړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

افغاني طالبان د خپل جوړښت ، انګیزو ، اړیکو ، اندونو اوخپلې مخې ته د وړاندې کړیو موخو او دندو له مخې ، د القاعده او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره په ښکاره او روښانه توپير لري .
همدغه توپير دئ چې طالبان باید له دغو تروریستي ډلو څخه ځان رابېل او د هغو پر ځای ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت په دننه او افغاني ټولنه کې د هغو ځواکونو سره ځان ورګډ کړي چې د افغانانو د ملي ګټو او موخوسره اړخ لګوي .
طالبان به په دې توګه ، هم خپل هېواد افغانستان د نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای له شر څخه وژغوري او هم به د کابل د ناکاره او ناوړه دولت څخه دا پلمه واخلي چې د طالبانو په وړاندې د ناټو په ځواکونو ګورګورې څنډي .
افغاني طالبان زموږ د ټولنې یو ژوندې واقعیت دئ . د بن په کنفرانس کې د طالبانو او د افغاني ټولنې د نورو سیاسي وطندوستو ډلو له ګډون څخه په لویلاس تېرېدنه ، هغه لویه او خونړۍ تېروتنه وه ، چې د بن د کنفرانس د ګډون کوونکو او جوړونکو له خوا ترسره شوه . په ټوله کې د روان ناورین د بنسټ ډبره په همدغه کنفرانس کې ایښودل شوې ده .
تر څو چې د تېروتنې او ختا اصلي سرچینه او ځای په ګوته نه شي او تېروتنه له کومه ځایه چې شوې په همغه بنسټ بېرته سمه او اصلاح نه شي ، کوږ بار به هيڅوخت منزل ته ونه رسیږي او د روان کړکیچ او جګړې لمبې به تل بلې وي !
څنګه چې له نومه ښکاري افغاني طالبان ، په خټه افغانان دي . دوی سره د بن له کنفرانسه نېولې چې په دولتي واک کې له ګډون څخه بې برخې شول ، تر ننه پورې د افغانستان د کړکیچ په حل کې د میري مور چلن کیږي .
بلخوا د دوی لیکي هغه وخت نورې هم پیاوړي شوې چې د کابل دولت یوازې د شمالي ټلوالې ( نه د شمال د ولسونو ) په لاس کې ورکړئ شو . دې وطن پلورې ټلوالې چې د هېواد په ورانۍ او ولسوژنه کې يي له ۱۹۹۲ کال څخه لاس درلود ، په دولت کې يي په برلاسۍ سره پښتانه له دولتي واکه ګوښه او څنګ ته کړل . او په دې شیطاني هڅې سره ، پښتنو ته بې له دې چې د طالبانو لیکي ورډکې کړي بله لار پاتې نه شوه . همدارنګه د شمالي ټلوالې د زیات واک او سبوتاژ سره د کرزي د حکومت چور او فساد هم ملګرې شو ، ولسونو ته د کار ، زیار او ژوند ټولې لارې بندې شوې او دې ټولو کړاوونو او بدبختیو ولسونه په تېره بیا پښتانه ( له بدې ورځې ) لکه اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړې .
طالبانو هم ، له دولت څخه د ولسونو له مخ اړولو څخه پوره ګټه واخیسته او نن طالبان د همدغه ناراضي ولسونو په برکت ، د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو مطرح ځواک دئ .
د افغاني طالبانو موخه چې دهغې په لیکو کې افغانان او په تېره بیا پښتانه غوښن دي ، باید دا وي چې د بن د کنفرانس د نیمګړتیاو په پام کې نېولو سره ، د کرزي د دولت سره په جوړ جاړي کې دې پایلې ته ورسیږي چې د دولتي واک هغه دمخنۍ منځتشه ډکه کړي او د یو ملي مرکزي پیاوړي دولت په رامنځ ته کېدو کې مرستندوی واقع شي . تر څو د داسې دولت په مټ د هېواد روان ناورین ته د پای ټکئ کېښودل شي .
افغاني طالبانو موخه باید د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په برید کې وي . طالبانو باید د خپلې لومړۍ واکمنۍ له تېروتنو او خطاوو څخه ډېر څه زده کړې وي . هغه دولت چې په هغې کې طالبان هم غوړه او وړه برخه ولري باید هېواد او سیمې ته سوله ، امن او اقتصادي غوړیدا راولي .
خو القاعده او نړیوالې نورې تروریستي ډلې بیا ، ځانته بېل جوړښت ، اړیکې ، اندونه او موخې لري.
په دې ډلو کې د عربانو ، چیچنیانو ، ازبکانو ، پنجابیانو ، ایرانیانو او نورو هېوادونو وګړي ګډون لري . دا ډلې په زیاته توګه ، د نورو هېودونو له جاسوسي کړیو سره تړلي دي ، په دغو جاسوسي کړیو کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای هم راځي .
له دغو ډلو څخه ځیني د پاکستان د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ غواړي چې په افغانستان ، پښتونخوا اوسیمه کې د يوې ستراتېژیکي موخې پتوګه اسلامي خلافت اباد کړي . د دوی په دغه خیالي اسلامي خلافت کې به واک د پنجاب او عربانو سره وي او پښتانه به ورته د وړیا عسکرو پتوګه جنګیږي . کشمیر ، د افغانستان ځیني شمالي ګاونډي هېوادونه به د دوی د اسلامي خلافت راتلونکې فتحې وي .
همدارنګه د پاکستان ای ــ اس ــ ای له دغو ډلو څخه د افغانستان په کړکیچ کې په اور د تیلو د پاشلو کار هم اخلي . ای ــ اس ــ ای په افغانستان او پښتونخوا کې پر دغو ډلو قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران او نور ملي کادرونه وژني . په دې ډول یوخوا افغانستان له ملي کادرونو څخه محروموي او بلخوا په خپلو دغو وژنو سره افغاني طالبان بدناموي .
په ټولو هغه ورانیو ، ویجاړیو ، مرګ اوژوبله کې چې په افغانستان او پښتونخوا کې کیږي ، د ای ــ اس ــ ای او نورو جاسوسي کړیو لاس دئ ، خو دا ټولې پر افغاني طالبانو وراچول کیږي . او افغاني طالبان هم ددې لپاره چې ځان د افغانستان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او غښتلي وښۍ او د کابل بې بنسټه دولت چې هغه هم د ډاکوانو او داړه مارانو یو بل پنډغالئ دئ وډاروي او راويي لړزوي ، ددغو نړیوالو تروریستانو او ډانګیانو پلاس شوې ګنا او جرم پخپله غاړه اخلي .
چې تیږې اخلې ، ځان پرې ولې ملامت څوک دئ ؟
همدارنګه نړیوال تروریستان چې پاکستان يي دېره ځای دئ ، د لویدیځ ، عربو او د سیمې د ځینو نورو هېوادو د ګټو او موخو لپاره هم دلته اشر شوي دي . دا داړه ماران په سیمه کې د لویدیځ د پاتې کېدو لپاره د یوه پله دنده ترسره کوي .
پنجاب لکه څنګه چې دمخه وویل شول ، دا تروریستان د افغانستان او هند سره د خپل انډول ساتلو لپاره کاروي .
روسیه او ملګري يي د پخوانې شوروي له ماتې څخه د غچ اخیستلو په موخه ، د امریکا او لویدیځ په وړاندې ، سیمه کې ددې تروریستانو شتون اړین بولي . او ایران په افغانستان او سیمه کې د امریکا او لویدیځ بوختیا ، د ځان لپاره یو فرصت ګڼي چې یو څه وخت ځان د دوی له شره لري وساتي او خپله اتومي وسله بشپړه کړي .
په دې توګه ګورو چې پاکستان او سیمې ته ددغو تروریستانو اشر او دېره کېدل ، د بېلا بېلو هېوادو د ګټو او موخو سره اړخ لګوي . خو افغانستان چې اوږدې مودې جګړې ځپلئ ، په هيڅ ډول ددغو توریستانو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا نه ویني .
افغاني طالبانو ته هم پکار ده چې ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت سره په حساب کتاب کې ، ددې پر ځای چې ددغو نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای ملاتړ ته سترګې ونیسي ، په دولت کې له هغه اړخ سره چې د ملي ګټو په اړوند پایلې ته ورسره رسېدلئ شي او په ټولنه کې له نورو وطندوسته ډلو سره ، یولاس شي او په افغانستان کې د دولتي واک منځتشه ډکه کړي .
په دولت کې طالبان پخپل ګډون سره ، نه یوازې د واک اوسنئ بحران له منځه وړي ، سوله او امنیت خپل هېواد ته راوړي او دهېواد بیارغونه ګړندۍ کوي بلکې ، په افغانستان او سیمه کې د ناورین نړیوالو او سیمه یزو لاملونو ته د حل یوه دایمي لار پیداکوي .
طالبان له القاعدې او نړیوالو تروریستانو څخه په راجلاوالي ، د دولتي واک په بشپړتیا او په هېواد کې د سولې په بسیا سره ، په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو اړتیا له منځه وړي .
دولت هم باید څونه چې ژر کېدونکئ ده له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخې ته یوسي.
او ددې دوه وستوې ( دوه طرفه واټ ) په پرانیستلو سره هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغانان د سولې او ورورۍ پر چرګۍ سره راټول شو .
ډاکټر مرادزئ