د سیمې په روان ناورین کې د پښتنو ښکېلتون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

هره ورځ په ملي او نړیوالو رسنیو کې افغانستان ، پښتونخوا او سیمې ته ؛ د تروریستانو ، ډاکوانو او مذهبي سخت دریځود نویو ډلو راتګ ، چې په هغو کې عربان ، پنجابیان ، ازبکان ، چیچنایان ، اروپایان او نور ګډون لري ، پراخ انعکاس پيداکوي .
دا نابللی او اشر شوي تروریستان په تېره بیا د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو ، یانې د پښتنو په سیمه نازلیږي او د پښتنو پر غاړه وراچول کیږي .
سیمې ته ددغه اشر شویو تروریستانو د راتګ په لوبه کې پښتانه خپله هیڅ لاس نه لري . دوی نه ددغه تروریستي لوبې په پیلتون کې لاس لري ، نه د هغې ځواکونو په موخو چې دا تروریستان يي دلته اشر کړې خبر دي او نه د دې لويي لوبې په پایلو او انجام !
پښتانه خپله داسې ملي ګټې ، موخې او ستراتیژي نه لري چې د هغو د پلي کولو لپاره د نړۍ له هره کونجه دا ډول بدماشان او ډاکوان راټول کړي او د هغو پر مټ د ځان لپاره څه وغواړي .
د تېرو څو لسیزو تاریخ ښۍ ، دا امریکا او پنجاب و چې په نړیواله او سیمه یزه سیالۍ کې يي د بري په موخه ، د پښتنو سیمې ته دا نړیوال ډاکوان اشرکړل .
د لرې پښتونخوا د پښتنو د مشر اسفندیار ولي خان په وینا چې هغه د امریکا د سنا د نړیوالو چارو جرګه ګۍ ته کړې وه « امریکا او لویديځ ، له افغاني مهاجرینو څخه چې په خپل کاله یانې برې پښتونخوا کې سره مرور شوي وو ، او خپل بل کور یانې لرې پښتونخوا ته راکډه شول ، د دوه نیم میلیونو پښتنو د وژلو او شهادت په بیه مجاهدین جوړ کړل اوس امریکا اړه ده چې دوه نیم میلیونه نور پښتانه ووژني ترڅو د امریکا پلاس د جوړ شویو مجاهدیونو څخه بېرته ولسي عادي وګړي جوړ کړي »
له بلخوا د پنجاب او امریکا سره د انډول په موخه روسیي او ایران هم شمالي ټلواله ښه وپړسوله . د دغو ځواکونو په جوړ شوي شرغوبل کې پښتانه او د هغو هېواد راښکېل شو.
اوس هم پښتانه په همدغه دوه محوریز غوبل کې دل کیږي . او ددغو دواړو دښمنو ځواکونو په لویه لوبه کې بند پاتې دي .
پنجاب په سیمه کې د پښتنو د ځواکمن دولت له جوړېدو څخه ډارلري ، همدارنګه روسیه هم چې د پښتنو په لاس د پخواني شوروي د ماتې په غچ کې ده ، نه غواړي چې افغانستان دې پیاوړئ ملي دولت ولري او ایران هم په تاریخي لاملونو د پښتنو ملي دولت ته زړه نه ښه کوي .
وینو چې بېلابېل لاملونه د تاریخ په دې شیبه او تاوکښ کې د پښتنو پر وړاندې خنډ کیږی چې دوی پر یوه ملي مرکز راغونډ شي او یا تر ټولو ړومبئ په هېواد کې سوله او امنیت چې د نورو ملي موخو د پلي کولو لپاره د ملاتېر جوړوي تر لاسه شي .
د همدغې لويي لوبې په جګړه غالي کې چې افغانستان او پښتونخوا ده ، د دښمن ځواکونه ښکر په ښکر دي او پښتانه د څو لورو څخه په نښه شوي دي .
د پېښو روان بهېر ښۍ چې د پښتنو په سیمه کې د نړيوالو تروریستانو دېره کېدل ، اوس هم د پخوا پشان له یوه اړخه نه دي او په دې کې د لویدیځ او پنجاب تر څنګ ایران ، روسیه او عربي هېوادونه برخه لري .
په روان ناورین کې مرکزي کړۍ دا ده چې اصلي تروریستي فعالیتونه د القاعده او نړیوالو تروریستانو له خوا ترسره کیږي خوپه رسنیو کې سیمې او نړیوالو ته پښتانه په ګوته کیږي . له نړیوالو تروریستانو څخه په پنجاب ، امریکا ، لویدیځ ، ایران ، روسیي او نورو هېوادو کې ملاتړ کیږي خو دغه هېوادونه د خپل ملاتړ ګنا هم پر پښتنو وراچوي .
افغاني طالبان هم د کابل په حکومت کې د شمالي ټلوالې د بېساري او بې بریده واک ، د کرزي د حکومت د بې ځایه مصلحتونو ، بې کفایتۍ او فساد ، او په دولتي واک کې د پښتنو د څنګ توب او ګوښه توب ، د دولت سره د دښمنۍ د ښودلو او په درواغو سره ځان د پښتنو د استازو په توګه د مطرح کولو له کبله ، په دې خاطر چې ځان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او پیاوړي وښۍ د القاعده او نورو نړیوالو تروریستانو هر ډول تروریستي فعالیت ، په خپلو اوږو اخلي .
بلخوا له بده مرغه پښتانه ددغه نړیوالې توطیي په وړاندې دومره بېوسې شوي چې د ځان د سپيناوي لپاره هیڅ نه شي کولئ . هرې څانګې او ریښې ته چې لاس اچوي پرې نړیږي او له هر چانه چې د مرستې غوښتنه کوي له بلې او نوې توطیي سره مخامخیږي .
د لغمان د بېګنا کسانو ټولوژنه ، د ملي مشرانو تښتونه ، د ملي سوداګرو وژنه او د ښوونځیو او د ولسي ښېګڼو د نورو بنسټونو ویجاړي او نورې ډول ډول ورانۍ او ویجاړۍ ، دا ټولې د همدغه نړیوالو تروریستانو د موخو یوه برخه جوړوي .
دا تروریستان چې تر شا يي پورته یاد شویو نړیوالو او سیمه یزو ځواکونو ځای نېولئ دئ ، نه یوازي د افغانستان د بیا ودانۍ مخه نیسي ، د سولې او امن بهېر ویجاړوي بلکې نړیوالو ته د خپلو همدغو ورانیو لامل پښتانه په ګوته کوي . دا تروریستان هم د پښتنو هېواد ویجاړوي او هم ددې ویجاړي لامل د ځان پر ځای پښتانه معرفي کوي .
او دا هغه لوی او ښکرور درواغ دي چې ښای په تاریخ کې د بل ملت په اړه تر اوسه نه وي ویل شوي .
امریکایان هم په هسکه مېنه ، نورستان ، لغمان ، هرات او همدارنګه څو وارې په پکتیا کې بې ګنا ولسي وګړې بمباروي او په دې توګه د پښتنو په وژنه او سپکاوۍ کې تر نورو روسته نه پاتې کیږي .
شمالي ټلواله یوخوا نه پریږدي چې مرکزي دولت پر پښو ودریږي او بلخوا د امریکایانو ، روسانو او ایرانیانو په ملاتړ د پښتنو په سپکولو ، کمزوري کولو او له منځه وړلو کې د پښتنو له نورو دښمنانو څخه نه تر شا کیږي .
په ټوله کې افغانستان او سیمې ته د نړیوالو تروریستانو په رابللو سره پنجاب ، لویدیځ ، شمالي ټلواله ، ایران او روسیه لومړئ پښتانه تروریستان معرفي کوي او روسته د تروریست معرفي کولو څخه د پښتنو د ټکولو او له منځه وړلو پلان پلي کیږي .
له بده مرغه دا ډېره پېچلې او څو اړخیزه توطیه ده چې ساده پښتنو ته په اسانۍ د پوهېدلو وړ نه ده .
په دې توګه دا د پښتنو د روڼ اندو او سیاستوالو افغاني او وجداني دنده ده چې له دغه چلوټې څخه د ژغورون په موخه د پښتنو د ویښتون او پاڅون لپاره ، ټولې شونې لارې او وسیلې پکارواچوي .
په ځانګړې توګه :
ــ افغانان به دې باور لري چې سیمې ته راغلي یوازې نړیوال تروریستان ، د پنجاب ، د سیمې د نورو هېوادونو او په پای کې د شمالي ټلوالې په ګټه کار کوي ، نه افغاني او په هېواد مین طالبان .
ــ موږ د افغاني طالبانو ، څخه غوښتنه کوو چې ، څونه ژر کېدونکې ده خپلې لیکې ، له نړیوالو تروریستانو څخه جلاکړي .
هغه وحشیانه مرګونه چې بهرني تروریستان يي کوي هغه په خپل افغاني دریځ سره رسوا او افشا کړي او په رسنیو کې هغه وغندي . په تېره بیا د لغمان د بېګنا کسانو شهادت .
ــ د کرزي دولت چې په تېرو اوو کالو کې يي د پښتنو له بې عزتۍ او سپکاوۍ پرته پښتنو ته بل هيڅ نه دې کړي ، د پیل په غوږ کې له درانه خوبه راویښ شي . منځلارو ، معتدلو په هېوادمینو افغاني طالبانو سره دې د خبرو بهیر ګړندئ کړي . د دولت هغه پستونه چې تر اوسه پورې يي د مصلحتونو له لارې نااهلو ، بدکارو ، غلو او ډاکوانو ته ورکړي دي ، په وطن مینو طالبانو ته وسپاري .
ــ دواړه خواوې دې خبرې بېله دمخنې شرطونو څخه ، ژر پيل کړي او د هغې په پایلو دې ولس خبر کړي .
البته په پریکړو او هوکړو کې ، موږ له دواړو خواو څخه د بشر دحقوقو ، د بیان د ازادۍ او د ښځو د حقوقو د بسیاینې ډاډ غواړو .
ډاکټر مرادزئ