فاټا د دهشت ګردهۍ په لومه کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عثمان سنجش

دشلمي پيړۍ په دوران کښې پښتانه په مختلفونمونوسره په جنګ کې ګيرپاتي شوي اودادې اوس يوځل بيا دترويرزم په خلاف جنګ په لومه کې ګيرشوي په دې جنګ کې پښتون قوم د لوي قربانې سره مخامخ شوي اودهرې ورځي په تيريدوسره يوخطرناک موړته داخليږي ، د دې جنګونوپه وجه سره په زرهاوو تعليم يافته پښتانه ووژل کيږي اودپښتنوپه خلاف يوه غټه او سنجول شوې توطيه روانه ده. ددې توطيې اصلي لوبغاړي کوشش کوي ترڅو پښتانه په هرنوم چې وي وزپي .دپاکستان قبايلې سيمه چې دوفاقي حکومت ترلاسه لاندې سيمه ده، دغې سيمې ته فاټا ورته ويل کيږي .دغه سيمه د٧ ايجنسيو او ٥ سرحدې علاقو څځه مشتمله ده او ديو نيمه خپلواکه سيمې په حيث ديوخاص قانون په اساس چې په کال ١٩٠١ کې دقبايلې فوځ دارې قانون ( FCR) نوميږي رهبري کيږي . دسرحدي جرايمو قانون خاص مقصد د استعماري طاقت دخوښتني په ا ساس ددې ستراتيژيکي سيمي غير مستقيم کنترولول وۀ . دغه سيمه انګريزانو ديوسياسي مقاصدوپه خاطر جوړکړي وۀ انگليسان د هغه وخت له شوروی اتحاد نه په هيره کې وه ترڅوشوروي اتحاد د عرب سمندرگی او فارس خليج گرمو اوبو ته لار خلاصه نه کړی د انگليس د دی استراتيژی له مخی که شوروی قوتونه په افغانستان را پريوزی بايد جوړ شوی هيواد پاکستان کی د هغه پر ضد مقاومت ايجاد شی تر څوچې شوروی قوتونه له افغانستانه بير ته په شا وتمبول شی آو سمندر ته د وتلو هيڅ مجال پيدا نه کړی . ددې مقصد ته درسيدوپه خاطر انگليسانو دازادو ايجنسو په علاقوکې پرته د سرکونو، نظامی چوڼيو نه په غير نور هيڅ کار د دی سيمی دمعارف، فرهنگ، اقتصاد آو علومو د ودی د پاره ونه کړ. انګلسيانو کوشش وکړو ترڅو د دی سيمی ژ بی آو فرهنگ ته په داسی مسير کی تغير ور کړی چه د دوی د اصلی هستی افغانستان له فرهنگ آو ژ بی سره توپير ولری او تدريجي شکل سره داخلک له افغانستان سره بير ته يو ځای کيدل ) هيره کړی .په افغانستان کې د شوروي لښکرو د بريد څخه وروسته، غربي نړۍ ته او په خاصه توګه د امريکي لپاره پاکستان په سيمه کې د نوي ستراتيژيک متحد په توګه ډير ارزښت پيدا کړاودهمدې مقصد لپاره دپاکستان په قبايلې سيمه کې د بنسټ پالنې لوی مرکزونه جوړ شول په دې ډول سره د پاکستان تير حکومتونو خپله وظيفه اجرا کړه ، افغانستان کې د ثور د پوځي پا څون نه وروسته ، پاکستان د امريکې د متحده ايالاتو په مرسته د افغانستان سياست ته ورداخل شول او دغه هېواد يي په اوږد مهالې کورنۍ جګړه اخته کړو. د اپريل ١٤ کال ١٩٨٨ په ژينيوکې د افغانستان او پاکستان ترمينځ د ژينيو تړون لاس ليک شو اودشوروي پوځونه دافغانستان څخه ووتل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نيټې د پيښو نه وروسته ددنيا په موقف کې غټ تغير واقع شو او د ( تروريزم ) ترعنوان لاندي يوځل بيا په افغانستان اودپاکستان په سرحدي سميو کې دجنګ لمبې زور واخيست . د پاکستان حکومت د نړيوال تروريزم په ضد مبارزه ور ګډ شو دغه جګړه چې ترننه پورې په سيمه کې روانه ده او دهرې ورځي په تيردو سره خپل خطرناک موړته داخليږي او ممکن سيمه ايزه بڼه غوره کړي . چې په لمړي قدم کې به دپاکستان او افغانستان خلک ددې جنګ قرباني شي او شعلې به يي نورهيوادونوته ورسيږي . داسې ښکاري چې اوس دنړي هيوادونه په دې متفق شوي چې د فاټا سيمه د تروريزم اصلي منبع اودناامينواصلې وجه ده او په افغانستان کې دناراميو په بريدونوکې ډيروالې اوداتحادي عسکروپه وژنه کې زياتوالې ددې باعث ګرځيدلې دى ترڅو فاټا په بين القوامي ډګر کې دتوجو وړ وګرځي افغانستان په بې ساري توگه د نا امنيو شاهد پاتې شوى ددغي ناامنيوپه نتيجه کې دپولېدواړه خواوي ميشت پشتانه دتروريزم ښکار شوي اودبې ګناه کسانودوژلوسبب ګرځيدلې دى . اسوشيټيډ پرس اژانس خبرورکوى چی سږ کال په افغانستان کی د ټولو بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر ۱۸۸ کسه دي چی پدې کی ۱۰۱ امريکايان دي ، حال دا چی په ۲۰۰۷ کی د دې بهرنيو پوځيانو د تلفاتو مجموعی شمېر ۲۲۲ و ، چی په هغه کی ۱۱۱ يی امريکايان وو . اسوشيټيډ پريس زياتوی چی ښايیپه روان کال کی د بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر نور هم ډېر شی چی دا د طالبانو د سريع قوت معنا ورکوي. دغه راز رپوټونه ښيي چې په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو وړاندې په هوايي بمباريو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله نژدې درې برابره شوې ده دغه راپور وروسته له هغه خپرېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د هرات د شينډنډ په ولسوالۍ کې کابو ٩٠ کسان په هوايي بمباريو کې ووژل شول د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز يې په نيويارک کې ده له بهرنيو ځواکونو غوښتي چې هغو تېروتنو ته د پاى ټکى کيږدي، چې د ملکي کسانو په وژنه تمامېږې . د بشري حقونو د څار ډلې دغه نوى راپور ښيي چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنې کچه د ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کلونو وړاندې نژدې درې برابره زياته شوې ده .درپوټونو په اساس داسې ښکاري چې په افغانستان کې جگړه ډېر پېچلي موړ ته ور د ننه شوې او هېڅوک نه شي کولاى دا پيش ګويي وکړي چې دغه جگړه به کله او په څه ډول پاى ومومي، دغه حالت په دې وروستيو مياشتو کې ان د امريکا او ناټو مشران هم انديښمن کړي او دې ته اړ شوي چې نوي ځواکونه او نوې وسلې دغه هېواد ته ولېږي . اودپاکستان په سرحدې سيمو کې دامريکاي قواولخوا نيغ په نيغه حملې ترسره شي کوم چې تراوسه داکار شوي جريان لري .دپنتاګون يو جګ پورې چارواکى ددې خبرې پخلې کوې چې صدر بش دپاکستان په خاوره کې دپاکستان دحکومت داجازت نه په غير دطالبانو او القاعده په ټکانودحملو دکاروايي اجازه ورکړي ده . دبي بي سي درپورټ په اساس بش دغه کارته ځکه لاس اچولې دى کوم چې پاکستان دانتهاپسندانوپه خلاف سخت کاروايي نه کوي تراوسه پورې دپاکستان وزيراعظم او دفوځ مشر ددې کاروايي په خلاف خپل سخت دريځ خپل کړي مګر دهرورځي په تيريدوسره په دې کاروايو کې زياتوالې راځي دبى بى سى درپورټ په اساس په روان کال کې تراوسه پورې ديودرجن نه زيات حملې ترسره شوي دمثال په ډول لمړي حمله دجنورې ٢٩ نيټه په وزيرستان کې دتحصيل مرعلى په علاقه کې ترسره شوه په دې حمله کې ١٢ کسان وژل شوي او ٢ کسان زخمي شوي دفروري په ٢٨ کال ٢٠٠٨ کې د وزيرستان په صدر مقام واڼآ کې ترسره شو په دې کې ٨ کسان ووژل شو .دمارچ په ١٧ تاريخ په جنوبې وزيرستان شاه ګاوه سيمه کې حمله وشو په دې کې ١٨ کسان ووژل شو او٧ کسان زخميان شول . دمئ په ١٤ تاريخ په باجوړکې ډمه ډوله کې حمله وشوه او ٧ کسان ووژل شول . ١١ جون کې په ممند ايجنسيو کې دپاکستان په فوځي چوڼي بله حمله وشو کوم چې ٢٩ کسان ووژل شول . دجولاي په اخرکې دوزيرستان په اعظم ورسک کې حمله وشوه ٧ کسان ووژل شول . ٢٣ جولاي کې افغانستان ته ٣٠ کلومتره نزدي ياغره کې حمله وشوه ١٢ کسانونه زيات ووژل شول . داګست په ٢٠ په جنوبې وزيرستان داغې کې بله حمله وشو او٦ کسان ووژل شول ،داګست مياشت په اخر کې د شمالې وزيرستان په صدرمقام ميرانشاه کې حمله وشو ٦ کسان مړه او ٢ زخميان شول .دستمبر ٣٠ کې په جنوبې وزيرستان کې دموسې نيکه په علاقه کې حمله وشو ٢٠ کسان ووژل شول ، دستمبر په ٤ بله حمله په شمالې وزيرستان کې ترسره شوه او ٥ کسان ووژل شول ، دستمبر ٨ کې په شمالې وزيرستان بآندې بله حمله وشو او دجلاالدين حقاني مدرسي نښه شو کوم چې ٢٠ کسان ووژل شول کوم چې ددې حملو سلسله روانه ده امريکي اخبار نيويارک ټايمز په خپل رپورټ کې ويلې دي چې دامريکي احکام ددې خبري پخلې کوي چې بش په خفيه ډول سره دامريکي خصوصي فوځيانوته دپاکستان په داخل کې دکاروائيو منظوري ورکړي په عين وخت کې د امريکا ولسمشر بوش د سې شنبې په ورځ ( د سپتمبر ٩ د وږي ١٩ ) اعلان وکړ، چې له عراق څخه به ٨٠٠٠ ځواکونه را ستانه او افغانستان ته به يې واستوي. بوش دا هم ويلي چې د نوي ميلادي کال په سر کې به يو بل کنډک هم له عراق څخه راوغواړي چې په دې سره به افغانستان ته د نويو استول شويو لښکرو شمېر زياتوالې راشي پورتني تبديلې څخه معلوميږي چې دفاټا په هکله دغربې نړي په سياستونو کې تغيرات رامينځ کيږي داچې دغه تغيرات به څومره مثبت نتايج ترلاسه کړي لاتراوسه پورې معلومه نه ده مګر په موجوده وخت کې دپولې دواړه خواکې هغه بې ګناه پښتانه ددې جنګ ښکار کيږي چې ټول عمريې په غربت اومعاشي مشکلاتوسره تيرکړي .د پاکستان نوي ټاکل شوي ولسشمر اصف علي زرادري د پاکستان د دولسم ولسمشر په توگه ددسمبر په ٩ کال ٢٠٠٨ کې لوړه وکړه. دغې لوړې ته په ميلمنو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم ورغلى و کوم چې دافغانستا ن دخلکود ښه نيت ثبوت هم کيداي شي ترڅو په راتلونکي کې دغه دواړه هيوادونه په خپلو کې دښه تعلقاتو دساتلو لپاره سره ګډ کار وکړي افغان ولسمشر حامد کرزي د لوړې له اخيستو وروسته اصف علي زرداري ته مبارکي ورکړه. ګرچې زرداري داژمنه کړې ده چې د هيواد د اسلام پالو په وړاندې به اغيزناکه تگلاره خپلوي او د پاکستان په سرحدي سيمو کې د اورپکو ځايونه مخامخ په نخښه کوي . داچې دى ځان ته د پيپل ګونډ داهدافو پرمخ وړونکي وايي نوډير زربه وليدل شي چې دافغانستان سره په شريکه پوله کې داورپکو په خلاف څنګه عمل کوي سياسي څيړونکو په نظر دغه جنګ چې اوس دپولې دواړه خواوي پښتانه په کې راګير شوي که چيرې ددې جنګ مخ نيوي ونه شي نو دغه جنګ به سيمه ايزه بڼه خپل کړي همدااوس چې کومه وضع دپاکستان په قبائلې علاقوګې روانه ده دسياسي مبصرينوله نظره که چيرې دغي حالت ته توجو ونه شي فاټا بۀ بل اخره له کنتروله ووځي اوپه سيمه کې به يو لوى بحران رامينځ ته شي ددې بحران انجام هيڅوک نشي معلومولې ددې خبري پخلې دپاکستان دنشنل ګوند صوبايي مشر افراسياب خټګ په خپل هغه ليکنه کې کړي چې دروان کال په ٢٨ جولائ کې دډان په ورځپاڼه کې نشرشوي ده داسي اشاره کوى (( دا يوه يقيني خبره ده چې نۀ صرف د پاکستان او افغانستان بلکې د ټولې دنيا د ملکونو د تحفظ او امن انحصار دا وخت په فاټا کښې کېدونکي پېش رفت باندې ولاړ دے. د دغې پېش رفت په حواله فوجي او سياسي ماهرين د مختلفو حالاتو او واقعاتو نشاندهۍ کوي. القاعده او نورې انتها پسندې ډلې د بيا منظم کېدو نه پس دا صلاحيت لري چې په امريکه يا نورو يورپي ملکونو د 9/11 په رنګ حملې وکړي . د پاکستان او امريکې ترمنځه په اوچته سطح د تبادلو ختمېدو حوالې سره چې کوم رپورټ راغلے دے هغه دا ثابتوي چې امريکه به د پاکستان خلاف هم هغه رنګ انتقامي کارروائي کوي کومه چې هغې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت خلاف کړې وه. هم دغه شان د دې حقيقت نه هم انکار نۀ شي کېدے چې عسکريت پسند په ډېره لويه پېمانه د پاکستان زمکه د پولې نه د هغه خوا جنګ دپاره استعمالوي. په حقيقت کښې ټولې قبائلي اېجنسۍ چې د افغانستان سره لګېدلي دي د دغې جنګ دپاره استعمالېږي.د پاکستان وفاقي حکومت دې د شدت پسندو خلاف په دې جنګ کښې خپل شکست قبول کړي او يا دې په سياسي توګه دا مسئله حل کړي افراسياب ليکي کۀ مونږ غواړو چې په قبائلي علاقو کښې د عسکريت پسندو ځايونه ختم کړو او د ملک د نورو برخو سره ئې يو کړو نو د دې دپاره حکومت له short term او long term اقدامات کول پکار دي. د دې مسئلې د حل کولو دپاره ضروري ده چې په عوامو کښې قامي سوچ پېدا کړو )) د فاټا تازه صورتحال په بين القوامي ډګر کې دپاکستان رول مخ په کميدو کړي اوس اروپايي مشران مستقيم ان کابل ته خپل سفرونه کوي کوم چې پخوا بۀ ددې هيواد په نيت لمړي پاکستان ته راتلل دمثال په ډول دبارک اوباما سره افغانستان ته راغي مګر دده په سفرکې دپاکستان نه ليدنه په پروګرام کي شامل نشو ، په پاکستان باندې فشارنورهم زياتيږي ترڅو په خپلو فعاليتونوکې دعسکريت پسندوپه مقابل کې نورهم زياتوالې راولي اوس چې نړيوالی ټولنې په افغانستان کې د سولې د تامين او ټينګښت او پدی توګه د دموکراسی د راوستلو نيت لري نو بايد تر هر څه د مخه پاکستان دی ته اړ باسي ترڅوپه دفاټا په سيمه کې په خپلو پاليسي کې تغير راولې ترڅو علاقه دبحران نه خلاص شي .د پاکستان حکومت بايد په دې جنګ کښې خپل شکست قبول کړي اوبايد ډير زرددې مسلې دهوارې لپاره کلګ ګامونه واخيستل شي .پښتانه چې دا مهال د ترهګرۍ ضد جګړې د ښامار په خوله كې دي او د جګړې تر ټولو زيات زيان زغمي نو ورته په كار ده چې له ستونزو او پېښو سره په خورا احتياط او هوښيارۍ چلند وكړي، داسې نه شي چې د دوى له پاكو احساساتو څخه د دوى دښمنان او مغرضه كسان ګټه پورته كړي او په روانه جګړه كې د دوى د لا ځپلو له پاره ترې كار واخلي په دې وجه سره پښتانه د خپلې بقا له پاره اړ ديچې د ژوند په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تكنالوژيكي برخو كې د سيالۍ بار پرغاړه واخلي او په ټول فكري او مادي ځواك سره د مبارزې ډګر ته ودانګي ترڅو دموجوده سياسي بحران مخه ونيسي . په دې هيله چې دپاکستان حکومت بايد په فاټا کې دروان صورتحال له رڼا کې دنوي عصر دغوښتني سره سم داسې قدمونه اوچت کړي ترڅو دپولې دواړه خواوي پښتانه ددې عذاب نه خلاص شي اوپه دې سيمه کې صلح اوارامي تامين شي .