د فساد او ناامنۍ اصلي منبع پېژندل پکار دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالحليم اثر، کابل

د فرانسوي فېلسفوف والټېر يوه خبره ډېره مشهوره ده چې ويلي يې دي ((تر څو چې د نړۍ د اخري پادري (زمونږ په سيمه کې ملا) د کُولمو نه د اخري بادشاه مرۍ ته زندۍ نه وي جوړه شوې په نړۍ کې امن نشي راتللاى)).
والټېر چې په کومه زمانه (١٦٩٤ نه تر ١٧٧٨ ميلادي) کې په فرانسه کې ژوند کاوه هغه وخت په فرانسوي ټولنه کې پاچاهي نظام و او د عيسوي مذهب پادريانو د مذهبي واک د درلودلو له امله همدا کانې کولې لکه نن سبا چې يې زمونږ په ټولنه کې ملايان او طالبان کوي.
پادريانو د دين نه د فساد او ناپوهۍ لويه واسطه جوړه کړې وه؛ په معمولي معمولي خبرو خلک وژل کېدل؛ د بيان او فکر د ازادۍ هيڅ لاره نه وه؛ او دين د تروريزم يو صورت گرځېدلى و. او فرانسه په حقيقي معنو کې د پادريانو د لاسه يو داسې دوزخ جوړ شوى و لکه نن چې د ملايانو او په دې وروستيو کې د طالبانو او القاعده د لاسه زمونږ خوږ وطن دى.
والټېر او د هغه د زمانې روښانفکره ليکوالو او فېلسوفانو د دې فساد پر ضد يوه ستره او نه ستړې کېدونکې مبارزه په لاره واچوله؛ خلکو ته يې د علم او بېدارۍ شعور ورکړ؛ او بالاخر د فرانسې د تاريخي انقلاب لپاره لاره هواره شوه.
د فرانسې انقلاب چې بنسټ يې د والټېر او يو بل فرانسوي فېلسوف روسو په فکر و فلسفه و او د والټېر د مرگ څخه يواځې يوولس کاله وروسته (په ١٧٨٩ ميلادي کې) راغى ريښتيا هم د پادريانو د کُولمو نه د ظالمو واکمنو د غاړو لپاره زندۍ جوړې کړې او په گرده اروپا يې اغېز وکړ.
د ملايانو او طالبانو په برکت زمونږ د بدبختې ټولنې حالت هم د انقلاب څخه د وړاندې فرانسې نه بل ډول نه دى. دلته هم ملا او طالب د جهالت او وحشت يو سمبول گرځېدلى دى چې ټولنې ته يې بې له فساد او ناامنۍ هيڅ ندي راوړي او هغه هم د مذهب او دين په نامه. دې کار زمونږ ټولنه يو مخ د سياسي، اخلاقي، اقتصادي او ټولنيزې تباهۍ په لور روانه کړې ده.
يواځې دا يو ټکى که چا وپېژانده چې ملا او طالب زمونږ د ټولنې د جهالت، نا امنۍ، وحشت او فساد يواځينۍ منبع ده او د دې منبع له منځه وړل کېدو وروسته چې د فرانسې په څېر يو انقلاب ته اړتيا لري به هر څه سم شي نو کېداى شي چې مونږ د نورې تباهۍ څخه بچ پاتې شو.
ډېر ناپوهه خلک نن نارې وهي چې که امريکايان او ناټو د افغانستانه وځي او يا پاکستان په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي او يا دا او يا دا نو امنيت به راشي خو دا ټولې پوچې خبرې دي. ايا امريکايان له ٢٠٠١ وړاندې په افغانستان کې وو؟ نه وو، نو بيا امن ولې نه و؟ ايا د حکمتيار او سياف او رباني مجاهدينو د لېونو سپو په څېر افغانان نه وو خوړلي؟ ايا طالبانو د افغانستان نه هديره نه وه جوړه کړې؟ ايا په باجوړ او سوات کې امريکايي پوځونه شته چې هلته هم په لکونو خلک مهاجر او په زرگونو مړه شول؟ ايا په کورمه او خېبر ايجنسيو کې ناټو پرته ده چې هره ورځ شاوخوا سل تنه مړه کېږي؟
ځواب يې دا دى چې نه. د فساد اصلي منبع ملا او طالب دى. همدې ملايانو او جهاديانو په يو پړاو کې د روسانو په پېسو او وسلو په دې سيمه کې د انگرېزانو پر ضد جهاد وکړ خو بيا يې خپل وطن او خلک د امريکا د سياسي گټو لپاره د روسانو پر ضد قرباني کړل او هغې ته يې هم د جهاد نوم ورکړ او همدا خلک چې نن امريکايانو ته اشغالگر وايي پرون يې داسې اياتونه او حديثونه لټول چې امريکايان او مسلمانان اصلي او ازلي ورونه ثابت کړي. ايا همدې طالبانو پخپله د يو عربي لعنت د سر نه ټول افغانستان قربان نه کړ او په لوى لاس يې امريکا ته دا جواز په لاس ورنکړ چې زمونږ وطن اشغال کړي. امريکا زمونږ يو نسل د روسانو پر ضد جگړه کې ايره کړ او بل نسل يې دا دى د طالبانو سره په جگړه کې د اور خوراک کېږي. او طالبان چې نور نومونه يې جهاديان، ملايان، اي ايس اي... دي کله د يو ځواک او کله د بل ځواک د سياسي اهدافو لپاره زمونږ وطن او خلک د وچو خشاکو په څېر په اور پسې ږدي.
راځئ دا يو حقيقت وپېژنو او په رڼو سترگو يې ومنو چې ملايان او طالبان د فساد اصلي جرړه او منبع ده. د والټېر خبره به په لږ بدلون سره وکړو چې ((تر څو پورې د اخري ملا او طالب د کولمو نه د اخري قوماندان او ټوپکسالار غاړې ته زندۍ نه وي جوړه شوې نه زمونږ په ټولنه کې امن راتلاى شي، نه د امريکا او پاکستان نه ازادي گټلاى شو او نه ښه ورځ ليدلاى شو)).
که مونږ په دې وتوانېدو چې د خپل کور نه د فساد او شر دا منبع (ملا او طالب) ختم کړو نو هيڅ بهرنى يرغلگر او اشغالگر به دا جواز پېدا نکړي چې زمونږ خلک ووژني او وطن مو راوران کړي. او که مونږ د دې حقيقت نه سترگې پټې کړې نو ټولنيزه تباهي زمونږ په خپل لاس ټاکل شوى تقدير دى.