کرزئ د شمالي ټلوالې او جنګسالارانو سره په یوه جبهه کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

درنو لوستونکو ته به یاد وي ، تېر کال د سیپتمبر په نهمه ، کومه یادغونډه چې د ګوډاګي مسعود د پلویانو له خوا په کابل غازي لوبغالي کې په پام کې نېول شوې وه ، د یو شمیر ویښو هېوادوالو له خوا تس نس شوه . لومړئ کرزئ تېښتې ته اړ شو او ور پسې سقاویان او جنګسالاران یو بل پسې له لوبغالي وتېښتېدل . د ځغاستې په دغه سیالۍ کې غازي لوبغالئ په څو شیبو کې تش شو .

څو تلویزینونو د ځغاستې ددغه سیالۍ ننداره خلکو ته وښوده .

په څو شیبو کې د لوبغالي تشېدل او د دروغجن اتل د یادغونډې ټوټه کېدل په ګوته کوي ، د دولت له خوا په درواغو ، چل او فریب سره د پردیو له بړیڅي څخه اتل جوړول ناشونئ کار دئ او د خلکو په سترګو کې د خاورې پاشلو پرته بله مانا نه لري !

دولت باید د تېر کال د خپلې شرمېدلې یادغونډې څخه د پوهاوي هڅه کړې وای !

کومه یادغونډه چې د ملت په زړه نه وي او په زورسره پر ملت وتپل شي ، هغه هیڅ وخت ښه پایله نه شي درلودلای !

مسعود په خورا ښه حالت کې هم یوازې د نظارشورا مشر کېدلئ شي ، هغه شورا چئ منګولې يي د ملت په وینو ککړې دي . د همدې ګوډاګۍ شورا له خوا د فغان ملت د وروڼو قومونو په منځ کې د بېلتون چاړه راکښ شوه . ددې شورا په چلوټیو او درغلیو تاجک له هزاره ، هزاره له پښتون او اوزبک له ټولو سره وجنګېدل . په کابل ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه ، زاړه میکرویان له نویو میکرویانو سره ، خیرخانه له شا شهید سره ، ده افغانان له کوه اسمايي سره په ړندو راکټونو وویشتل شول او کور په کور د سرو وینو لښتي وبیول شول . نو که د مسعود د جنایتونو لمانځنه کیږي ، پریږده چې همدغه مزدوره شورا يي ولمانځي !

افغانان او په تېره بیا کابلیان دومره ساده خلک نه دي چې د خپلو ۷۰ زرو شهیدانو د قاتلینو په یاد ، د هغوی یادغونډې جوړې کړي . هغه کسان چې دا ډول دروغجني غونډې جوړوي ، او هڅه کوي چې جنګي مجرمینو ته د اتل لقب ورکړي او یا بر حال جنګي مجرمین د ولسي محکمي څخه وژغوري ، د پیل په غوږ کې ویده دي او د ملت سره د حساب لپاره دې چمتو اوسي !

کرزئ د نظارشورا په وټونو جمهورریس شوئ نه دي ، او هغه ته د یوه جمهورریس په توګه نه ښايي

چې د تنظیمونو په خپلمنځي چارو کې ځان ورګډ کړي ، تنظیمونه پوه شه او خپلمنځي چارې يي . کرزئ باید د ملت په کچه چلن ولري .

خو له بده مرغه کرزي سږکال بیا هم ، د مسعود په یادغونډه کې ګډون کوي ، او ټولې هغه سپکې سپورې چې پروسږکال په همدې ورځ ورته ، فهیم د سقاویانو د ډلې بل جنګسالار ، د ټولو په مخکې کړې وي او هغه دا چې باید په واک کې د فهیم پشان مجاهدینو ته زیاته ونډه ورکړي له یاده باسي او دا ځل دئ ( کرزئ ) پخپله وايي چې ، جنګ سالار جنګ سالار نشته او موږ ټول مجاهدین یو او د همدغه روانې فاسدې واکمنۍ د دوام لپاره باید سره نور هم متحد شو .

کرزئ اوس جنګسالار او جنګي مجرمین نه پېژني ، او د لويي جرګې له خیمې څخه په اوچت اواز ، د ولسې جرګې هغه تش په نوم پخوانۍ پریکړه چې په هغې کې جنګي مجرمین یو بل ته بښل شوي وو ، دئ ( کرزئ ) هم په رسمیت پېژني ، او د جنګسالارانو او جنګي مجرمینو سره یو ځای خپل اواز غبرګوي او له هغوی نه د ملاتړ په سنګر کې دریږي .

له بلخوا سږکال د مسعود تش په نوم یادغنډه نه یوازې په خیمه کې ترسره کیږي ، بلکې دولت په لویه کچه د نظارشورا تر یرغمل لاندې دا ورځ په نورو ځایونو کې هم پالي .

په دې اړه د انټرنیټ په یوه بریښناپاڼه ( ټول افغان ) کې داسې راغلي دي :

« نن د سپتمبر پر اوومه د واکمن حکومت د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر لخوا د کابل ښار په اماني لېسه کې د پخوانۍ نظار شورا د آمر احمد شاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم د ختم په اړه پرانيستونکې وينا واوروله. .

همداراز يې لارښوونه کړې چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې دې د آمر احمدشاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم ختمونه وشي. »

که د مسعود د مرګ د ورځې په اړه ، د کرزي او د هغه د دولت د وزارتخانو چلن ، د ځینو پردي پالو تلویزینونو خپرونې او نور په پام کې ونیسو ، څرګندیږي چې د نظارشورا ، د کرزي دولت یرغمل نېولئ او دا وطن پلورې شورا د دولت پر څټ سپره ده او دولت يي نور هم د ملي سیاستونو پر ضد د سپکاوۍ ، ویجاړۍ او ورانۍ په لور روان کړئ دئ .

نور نو دا دولت د سمون ، اصلاح او رغونې جوګه نه دئ او افغانانو ته په هیڅ شان د زغم وړ نه دئ !

دغه په ټولیزه توګه یو ملي ضد ، افغاني ضد او وطني ضد دولت ګڼلئ شو .

د کرزي سیب د خیمې په یادغونډه کې ، د جنګسالارانو یو بل زوړ او خونړئ جنګسالار ، چې پر عربو باندې د پښتنې نجونو په خرڅلاو کې نړیوال شهرت لري ، بیا هم د کرزي په دولت کې د مجاهدینو د شمېر په کمښت نېوکه کوي او د کرزي د خوړین او بوین دولت د ناکامیو لامل دا بولي چې دده پشان کارکشته مجاهدین د کرزي په دولت کې لږ دي !

د یادغونډې ګډونوال جنګسالاران ، دده په خبرو باور کوي او چکې ورته کوي !

د خیمې یادغونډه ، سړي ته د ۱۳۷۱ کال د پېښو بهیر وریادوي . په هغه وخت کې دکارمل ډلګۍ ، د مسعود او رباني په مشرۍ د نطار شورا او اسلامي جمعیت ، د ګلیم جم دوستم ډلې او د محقق او مزاري ډلو په یوه نا مقدس اتلاف کې د شمالي ټلوالې په نوم ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې پروګرام شنډ کړ او په خپلې دې هڅې سره يي د افغانستان د روستیو ویجاړیو بنسټ کېښود . د کرزي نوئ سیاسي ټوپ او په شمالي ټلواله کې چې اوس د ملي جبهي په نوم ځان نوموي ورغورځېدل ، ښۍ چې دا بیا د تېر په څېر یو نامقدس اتلاف دئ خو دا ځل د کرزي او شمالي ټلوالې تر منځ . دا نوې اتلاف به په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه ملي حکومت د جوړښت هڅې په شا وتمبوي . د هيواد په بیا رغاونه کې به د نړیوالو مرستې لا چور او تالان کړي . قومي ، ژبني ، سمتي او نورو توپېرونو ته به لمن ووهي ، د هېواد ملي ګټې ، ویاړنې او ملي دریځونه به تر پښو لاندې کړي او د هېواد روانه غمیزه به نوره هم اوږده اوکړکيچنه کړي !

دغه اتلاف چې د کرزي په جدبېدو سره لا نور هم غوښن کیږي نږدې اوه کاله په یوه یا بله بڼه پر افغانستان واکمن دئ ، له خپلو اوه کلنو ناکامو هڅو څخه هیڅ زده کړه نه کوي او په دروغو سره د خپلې هرې ناکامۍ روسته بیاهم ملت ته ، دنور او زیات خدمت ټټر ووهي !

تر څو افغان ملت ؛ د نظارشورا ، د جنګسالارانو او د کرزي د ملي ضد سیاستونو د قربانۍ ګډورئ وي ، په افغانستان کې به سوله او امنیت څوک په سترګو هم ونه ویني ، او د افغانانو ورځ به تربلې بده وي !

پاتې شوه د اتلولۍ خبره ، دا د نظارشورا ده چې دولت له خوږې ګوتې نیسي او په دولت فشار راوړي چې یا مسعود اتل جوړ کړۍ او که نه د هېواد د نورې ویجاړۍ په کار کې به دوی له هیڅ ډوله سبوتاژه لاس وانه خلي .

خو دا ولسونه دي چې خپل اتلان زیږوي او هغه پالي ، نه د پردیو ګوډاګي رژیمونه او دولتونه!

په پای کې غواړم په هېوادوالو یو غږ وکړم او هغه دا چې ، په راتلونکو ټولټاکنو کې باید هوښیار او ویښ اوسو او بیا داسې چا ته وټ ورنه کړو چې سبا پخپل وټ د نن په شان پښيمانه اوسو !

ډاکټر مرادزئ