ننگرهاريانو،غيرتمنوستاسوئې کورودان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

د۲۰۰۷کال سپتمبر ۳۰مه
ديوافغان په توگه ستاسوغيرتمنوهيوادوالونه مابايد ددغې درنې غونډي دجوړيدوپه خاطر په هغه ورځ مننه څرگنده کړې واي کوم چې تاسودهيرشوشهيدانوپه وياړجوړه کړې وه .متاسفانه دکډوالۍ دژوند ستونزي اوکړاونه مي کله کله داسي سرگردانه اومصروف کړي چې هرڅه رانه هير شي اوددې لپاره وخت نه وي چې پر خپل وخت خپله عقيده اونظر له هيوادوالوسره شريک کړم . په هرصورت فکر کوم ترهيڅ نه ويل ،ناوخته ويل هم ښه دي .
يوازي تاسو واست چې دارواښاد حاجي عبدالقدير اومرحوم حاجي عبدالحق جبارخيل دشهادت کليزه په درنومراسموسره ولمانځل . که دحقيقت خبره وي اولمرپه دوو گوتوپټ نشي نودددغودوخداي بخښلودمرگ اواحمد شاه مسعود دمرگ ترمنځ کوم تفاوت شته ؟ درې سره دپردو لخوا وژل شوی دي ،بې انصافي خوداده چې ديوه جادې او نږدې دی ښارونه ،کوڅي اوکلې په نامه کړي ،اودهغه نورودووژونکوپسي نه گرځي ځکه وژونکې ئې تر اوسه ندي معلومه ،سره لدې چې پدې هکله مختلف نظريات شته چې دواړه (حاجي صاحب قدير اوحاجې صاحب عبدالحق )دچالخواپه شهادت ورسېدل . دابايد آمريکا اوانگلسان ومني چې قوماندان عبدالحق ددوي دخام سياست اوپاکستان دتوطئې قرباني شو. هغه وخت چې دطالبانودرژيم دړنگېدوخبره مطرح شول آمريکاټولې غونډي په پاکستان کې جوړولې او دپا کستاني استخباراتوپه مشوره ئي هرڅه کول ،ددوي له دغه خام سياست نه پاکستان دخپلوموخودپلې کېدولپاره گټه اخيسته ،پاکستان په هېڅ صورت حاضر نه وداسي يوحکومت په افغانستان کې جوړ شي چې ددوي ونډه هلته کمه وي . مرحوم حاجي عبدالحق ددوي په مشوره پدې نيت چې په کابل کښي دشمال دائيتلاف دخپل سری مخه ونيسي اوهلته ددفاع دوزير دنده پرغاړه واخلی دکابل په لورحرکت وکړ ،ويل کېږي چې پاکستان لدې پروسې سره مخالف ،خودغو ټکوته په کتوسره داسي فکر هم بايد وشي چې شمالي ټلواله اودهغوي بهرنې پلويان په طبعې شکل ددې کارسره مخالف وه .ځکه دهغه دوژلوخبرې ته دلومړې توب حق ورکړه شو. په حقيقت کښي دښاغلي کرزي قدرت ته درسېدولومړئ قرباني شهيد عبدالحق شو،چې متاسفانه اوس ئې هير دي .
دازماکارندي چې زه ددوي دقاتلين پيداکړم ،دولت له لومړئ ورځي بياتر اوسه پدې مکلف گڼل شوئ چې ددې دوپياوړو شخصيتونوقاتلين پيدااوداعمالوپه سزاورسوي ،حاجي عبدالقديرڅلوركاله وړاندي په كابل كي د فوايد عامې وزارت مخته په رڼا ورځ د۲۰۰۲ کال دجولاي په شپږمه ترورسو،د ښاغلي کرزي له خواد پېښي دڅېړلواود قاتلينودنيولولپاره يوڅوكسيز كمېسيون په كار وګمارل سو،خو بيا هم تراوسه دنوموړي مړېنه د يومعما په څېر پټه پاته ده. متاسفانه اوس داکار دښاغلي کرزي صاحب هير دي چې دهغوي په قاتلينوپسي وگرځی ،مگر دپنجشير دقوماندان دمرگ دتجليل ورځ ئې هيڅ وخت نه هېږې .پدې لارکې دپيسومصرف ورته هېڅ نه ښکارې سره لدې چي دنظار شوراپدې پوهېږي چې شاغلي کرزي داکارديوه نامعقول مصلحت اودافغانانودغوڅ اکثريت دارادې خلاف کوي . ځکه خو هم همدا سږکال دغونډي نه تېښتي ته مجبور شواودغازي لوبغاړي په لوژکې دفهيم حرکات دکرزي په مقابل کښي ټولې نړئ وليدل چې څومره دسپکاوی نه ډک وه اوهم هغه دبېځايه غروښکارندوي وه .
دبې بي سي دخبر له مخي کله چې دکابل ښار په غازي لوبغاړي کې داحمدشاه مسعود شپږم تلين په لمانځل کېده که څه هم دولت کافي امنيتي ترتيبات نيولي ول؛خو غونډه هغه مهال دګډوډۍ ښکار شوه چې په سلګونو تنو دمسعود عکسونه په ډبرو وويشتل .ددولتي چارواکيو په وينا ډبرې دهغو کسانو لخوا ويشتل شوي،چې دپوليسو لخوا دننه نه پرېښودل کېدل؛خو ويل کېږي چې دغو کسانو دمسعود په اړه د دولت دخپل سرو اوبې مسووليتو کړنو اوڅرګندونو په غبرګون کې پر پوليسو او دمسعودپر عکسونو ډبرې ورولي .ولسمشر خبرې پای ته نه وې رسولې چې يوتن ساتونکي يې دګډوډۍ خبرورکړ او له نوموړي يې غوښتنه وکړه،چې له غونډې ووځي، ولسمشر خپلې خبرې نيمګړې پرېښودې اوله غونډې څخه ووت .
يوچاد ن اکس په نامه ليکنه کې دې خبري ته اشاره کړې چې فهيم پر ننگرهاريانوباندي په قهر دی هغه ليکئ ((غونډه په هغه ځاى کې ( غازي لوبغالي ) کې جوړه شوې وه چې د مسعود په لاس ورانې شوې کنډوالې ترې له ورايه ښکارېدې . )) داسي هم ويل کيږي چې په لومړی سره کي مارشال و يو خبريال ته يې وويل : (( د کونړ او جلال اباد خلکو ډبرې وويشتې او ګډوډي يې جوړه کړه . ))
ممکن داخبره ئې کړي وي ځکه داهرچاته معلومه ده چې دوي(شمالي ټلواله) پر ننگرهاريانوباندي پدې په قهر دي چې دوي دنوروشخصيتونوپه يادغونډي جوړوي ،يوه ورځ وړاندي په ننگرهارکې دمرحوم حاجي قدير اومرحوم حاجي عبدالحق ددرناوي په خاطر بې ساري درنه گونډه جوړه شوې وه ،داددوي لپاره دزغم وړنده .
اړينه خوداوه چې ددې ودشهيدانوهم بايدهمداډول يادشوی واي ،خوستاسو ئې کورودان چې په خپل ابتکار موداکار وکړ ،دولت اودهغه په سرکې ښاغلی کرزی صاحب خودمور اوميرې چلند کوي . خير دی که خداي کول داورځی به هم تيري شي .
سږکال دتيرکال په پيمانه په زياته اندازه دشهيدانودورځې دتجليل لپاره تبليغات روان وه .له بهره داسي څرگندېده چې هرې خواهمدا يوه خبره ده اودشهيدانودرناوی کيږي . په حقيقت کي خوداښه خبره دچې دوطن دشهيدانوياد تازه وساتل شي .مگر سوال دادی چې دکوموشهيدانواویرڅه دشهيدانوياد، په دومره خرپ اودرب لمانځل کيږي . زموږ ولس ډوډی نلري ددولت ټول لگښتونه (عادي اوانکشافي)بودجې دبهرنيولخوا تمويلېږې ،مگر ديوه محلي قوماندان ديادپه خاطربيا په ميليونومصرفيږي ،داخويوه ورځ حساب ورکول غواړي . اجمل انتظار دحقيقت وبلاک مسول وايي ((بنظر من، انتخاب اين روز بنام روز شهيد سوال برانگيز و پر منازعه است زيرا احمدشاه مسعود که يکي از قربانيان جنگ هاي سي سال اخير افغانستان است به هيچ وجه رهبر بلا منازعه جامعه افغاني نبوده وطي سالهاي جنگ به صفت رهبر شوراي نظار و قوماندان جبهه پنجشير با همهء گروه ها و حلقات سياسي و نظامي افغانستان جنگيد!!!! در نتيجه جنگهاي که مسعود عليه رقباي خويش هريک گلبدالدين حکمتيار، عبدالرسول سياف، عبدالرشيد دوستم، خليلي و غيره به پيشبرد، شهر زيباي کابل به يک ويرانه مبدل گرديد و هزاران افغان شهيد، هزاران زن بيوه و هزاران طفل يتيم گرديد!!!!!! آيا مسمي ساختن روز درگذشتن احمدشاه مسعود، بنام روز شهيد، ارواح شهداي جنگهاي کابل را نا ارام نمي سازد؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ مردم ما بحق خواستار محاکمه عاملين جنگ هاي سي سال اخير اند!!!!)). داډول نيوکئ دافغانستان غوڅ اکثريت لري ،خوله بدمرغه دکرزی صاحب تر غوږونه رسېږي .
دتليغاتو په ورستيو ورځوکې څرگنده شوه چي په خوله دشهيدانو ورځ يادوی اوپه عمل کښي هره خواداحمد شاه مسعودخبره کېږي . دې تبليغاتو ته ټول حيران پاته شول ،پوښتنه ورسره پيداشوه چې څه پېښه شوئ ده چې داسي په خرپ تبلېغ روان دي ؟ چابه ويل وروره انډيوالا ن ئې قدرت لري بايد داسي وي .نوروبه ويل دنظار شوراغواړئ پدې ډول ځان ښکاره کړي ،يوشميربيا ويل اوس دکرزي اودمسعود دانډيوالانوترمنځ دچوکی اوقدرت پرسر اختلافات اوزورآزموينه زياته شوې ده دوي په زوراودپيسوپه مصرف داکارکوي،غواړي خپل زورښکار کړی ،ځينونوري خبري اونظريات ويل .
دومره تبيلغات ورته وشوه , تابه ويل بل دوي څوک نلري ،دسړې هغه دقتل الرجال مسله ورپيادېده .پدوي پوري تړلي ،ياپه افغانانوکې مشهوردافغانستانيانوهرسايټ چې بدې را اړاوه همدايوه خبروه چې دنجات فرشته دشمالي ټلوالي قوماندان دی .نظر دي نشي دبيات تلويزيونی کمپنۍ (دآريانا افغانستان تلويزيون )) خودبهرنيانونه دافغانانوسره دمرستي په نامه راټولوشويوپيسوبانددومره دزړه له اخلاصه دشمالي ټلوالي اوهغودمشرانوپه هکله تبلېغات وکړه چې ټول ورته حيران پاته وه ،هيڅوک نه پوهېده چي انجنير بيات څومره مهربان شوئ دی ،ددې تلويزيوني کمپنۍپه پروگراموکښي دا لومړئ ځل وچي په دومره تاب او ناب ئې دشمالي ټلواي ديومشر په هکله تبليغات کول ،داسې څرگندېده چې څومياشتي ئي ددې پروگرام دجوړيدو لپاره زحمت ايستۍ دی .ددوي خپرونې تل اورېدل کېدې خوکله چې دوي په ډير افراطی بڼۀ بې ځايه چاپلوس مأبانه اوله واقعيت نه لري تبليغات پيل کړه ډيرليدونکی دتلويزيون له دغه تبليغاتونه خسته شول . خوددې تلوېزيوني کمپنۍ وياندو(نطاقانو)په ډيره حق په جانبه چهره نيولوسره اواوازدپنجشيرددرې دقوماندان حيرانونکی توصيف کاوه . دانجنيربيات چي څه په وسه پوره وه دمسعود دتبليغ لپاره ئې تر سره کړه ،پداسي حال کې چې دمسعود په مقابل کې دټولوافغانانوحساسيت دته کاملأ معلوم دی . . . . . دافغانستان په تاريخ کې دتلويزيون له لاري دومره تبليغ اوله پخوانه جوړ شوي ټوله ورځ پروگرام چا نه و اورېدلې .ډيروخپل تلويزيونونه خاموشه کړه .ځکه ټول ورځ هم دا يوه ننداره وه . داپداسي حال کې چي تر دې ورځي دمخه دهمدې تلوېزيون دلاري دسپتمبر ۹ دشهيداونودورځي په نامه اعلانېده ،خوپدې ورځ داتلوېزيون يوازي داحمد شاه مسعوداودهغه دچاپيريال دتبلېغ په چوپړ کې وو ، او . . . .
ښه خو داوه که دې خبرې ته چې دشهيدانوديادتازه کېدوته اړتياليدل شوی واي چې دخپلواکئ دلاري دشهيدانوقدرداني ديوې ځانگړې ورځي په لمانځلو شوې واي اوهلته بېله کوم توپيرنه دهيوادپه لارکې دټولوراوروسته قربانيانونومونه اخستل شوی واي ،ترڅوځوان نسل پوه شوئ واي چې ددوي هيوادچادپردوله يوغ اواستعماري سلطې نه ازادکړاوچادهيواد دساتلوپه لارکې قرباني ورکړه. اوس چې کله کرزی صاحب اويا داحمدشاه مسعود پلويان وايي يوازي همدا يوقهرمان اودميدان پهلوان دی نواورېدونکی ورباندي خاندي اوپوښتنه کوي :هغه کله اوڅه وخت دشوروي په مقابل کې ددوي په اصطلاح جهادوکړ؟ هغه خودشوروي د څار گری له اداري سره دمرستي اوهمکاری پروتوکولونه په ۱۹۸۲، کال کې لاسليک کړی ،جنرال گروموف پخپل ليکل شوی کتاب ((سرې لښکري په افغانستان کې )) په ۲۶۶مخ کي ليکې: ((دمحدودوقطعوقوماندانی سخته علاقه درلودهچې مسعود دهمکاری لپاره ځان ته رامات اوپدې توگه په پنجشيراودافغانستان دشمال ختيځ په نوروولاياتوکي دخونژيوجگړودپېښېدومخه بنده کړی .دڅلوښتم لښکرداستخباراتی مرکزهڅوپه پاي کي ټاکلي نتيجې ورکړئ.په ۱۹۸۲کال کي موږخپل لوي مقصدته ور سېدو:له احمدشاه سره موداسي ټينگی اړيکي پيداکړې چي ان له افغانستان څخه دشوروي پوځونو دو تلو تروخته په خپل حال پاتي شوی په افغانستان کي زموږدپوځی حضورپه ټولوکلونوکي له مسعود سره زموږ اړيکو وده وموندله ،. . . په ۱۹۸۲کال کي دڅلويښتم لښکرداستازواوشخصأدمسعودله خوايوتړون لاس ليک شوچي دهغه له مخې مسعود ژمنه وکړه چې په جنوبي سالنگ کي به چي دده دبې رقيبه بادارۍ سيمه وه پر شوروي پوځيی قطارونويرغل ته اجازه نه ورکوي.)) . افغانان دومره ډير دلايل اواسناد يادوي چې اوس ئې يوازي دنومونوراوړلونه کتاب جوړېږي .هغوي نه يوازي دشوروي يااوسنۍ روسيې دڅارله ادارې سره دهغه پر اړېکوږغېږې بلکه دې ته حيران پاته دی چې څنگه هغه وکولاي سوه دنړی دزيات شمير لکه دبېلگې په توگه دفرانسي ،بلجيم ،پاکستان ،امريکا،جرمني اوعربی نړې دڅارگريواداروسره اړيکي ولري اوداڅارگری ادارې خوښی وساتي ؟ دوي د پاکستان د کورنیو چارو پخوانئ وزیر نصرالله بابراودپاکستان دڅارگری له ادارې سره د۱۹۷۳ کال نه راپدې خوادپټواړيکواودهغه لخوادپوځی ترينينگ خبرې کوي ،دپخلی لپاره یې دپاکستان دکورنيوچاروپخوانی وزيراوپه پاکستان کي دحميدگل سره جوړه دتنظيموسمبالوونکی اومددگار نصراله بابرصاحب خپله يومرکه کي چي دپيام وطن په ويب پاڼه کې پرته ده وايي : ((دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل اوحکمتیار د ارتباط کارونه کول)) .
ځيني خلک داخبره هم کوي وايي کله چې په ۱۹۷۷ احمدشاه مسعودفرانسې ته ولاړ هلته یې له هغوي سره هم پټې اړېکې جوړي کړې .اوله روسانوسره پداسي حال کې چې شوروي پلوه حاکميت پر قدرت وداحمدشاه مسعود دپخوانيوپټواړيکودتازه کېدو اوراڅرگندېدوخبره کوي ،چې دادوستی داده تر اوسه پايداره پاته او ميراث خواره ئي همدا اوس هم دروسيې دجمهوررئيس پوتين په خبره ددي هيوادله بې ساري ملاتړنه برخمن دي . دروان کال دسپتمبرپه ۲۱ نيټه دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دافغانستان دحالاتوپه هکله خپله نگراني اوتشويش څرگند کړوئې ويل : په افغانستان کې دټيکاوراوستوپروسه ديره اهسته روانه ده، او دمخدره موادوتهديددهري ورځی په تيرېدوسره زياتيږې . هغه حرگنده کړه ،زموږلپاره دافغانستان اوپاکستان پر پولوبې ثباته وضعه دتشويش وړده .هغه په افغانستان کي دټيکاودراوستوپه خاطر دخپلو مرستو درسولو لپاره تياري وښودله اواعلان ئي وکژچې موردجمهوررئيس کرزي دحاکميت دټينگېدوغوښتنه کوو. دروسيې ولسمشرپوتين دخپلوخبرپه جريان کې دطالبانوسره په مبارزې په وخت کي دروسیې لخواددشمالي ټلوالي سره دمرستواوهمکاری نه ددفاع اوملاتړاودمتحدي جبهي چي مشري ئې داحمدشاه مسعودپرغاړه وه دنقش اوارزښتدپه گوته کولوپه خاطر داهم څرگنده کړه چې :(( هنگامیکه ائتلاف شمال در مرز های افغانستان و تاجکستان مشغول مبارزه علیه طالبان بود، اگر در آنزمان شکست ‏می خورد ، قوای ائتلاف غربی امروز دیگر آن پایه را نمی داشتند که با اتکاء بر آن در اواخر ۲۰۰۱عملیات جنگی در ‏افغانستان را به پیش ببرند. پوتین افزود:"ولی ما به هیچوجه دیگر نمی خواهیم به آن وضع برگردیم، وضعی که ما مجبور ‏شویم با چنین وسایلی بر حوادث جاری در افغانستان اثر بگذاریم )) افغانستان .رو
پدې ورځوکې دراواپه ويب پانه کې دوه نوی اسنادخپاره شوي دي چې يوئي له هغونه دالاندي سند دي چې د
وزارت خارجه امریکا افشا میکندتر نامه لاندي خپورشوی دی پدې سندکښي هم تاسودشمالي ټلوالي دبهرنيواړيکوپه هکله يوسلسله حقايق ترلاسه کولاي شي .
وزارت خارجه امریکا افشا میکند:
(( مسعود به مراتب بیشتر از طالبان کمک خارجی دریافت میکرد))
با تذکر به این حقیقت آشکار و غیر قابل انکار که حرکت طالبان توسط پاکستان، چند کشور معلوم عربی و امریکا به میان آمد و طالبان به کمک مستقیم پاکستان و کشور های نامبرده در مدت کوتاهی تقریباً ۹۰ فیصد خاک افغانستان را تصرف کردند. درک معمول موجود چنین است که طالبان بیش از مخالفان ائتلاف شمال به رهبری احمد شاه مسعود کمک خارجی دریافت میکردند و مسعود و یارانش «قهرمانانه» و فقیرانه تنها با تاراج لاجورد و زمرد، از مناطق دست داشته شان دفاع میکردند. اما سندی که در بانک اطلاعاتی آرشیف امنیت ملی امریکا وجود دارد، نشان میدهد که کمک هایی را که مسعود از ایران، روسیه، اوزبکستان، تاجیکستان و غیره کشور ها دریافت میکرده است به مراتب زیادتر از کمک های دریافتی طالبان از پاکستان و سایر منابع بوده است .
متن کامل این سند: سند فوق مکتوب رسمی سفارت امریکا در اسلام آباد است که از طرف سفیر وقت امریکا در اسلام آباد ویلیام میلام در ماه فبروری ۱۹۹۹ به وزارت خارجه امریکا و چندین نمایندگی سیاسی امریکا ارسال شده است . در سند آمده است که مشکلات دوامدار اقتصادی در داخل پاکستان و مشکل طالبان با عربستان سعودی درمورد مسئله اسامه بن لادن دولت طالبان درافغانستان را سخت در بحران مالی قرار داده است، درحالی که مخالفان طالبان به رهبری احمد شاه مسعود کمک های نقدی بزرگی را از ایران دریافت میکنند . در سند ذکر شده است که هرچند دولت پاکستان وعده سپرده است که در هر ماه یک یا چند میلیون دالر به طالبان بپردازد، اما این مبلغ در مقابل کمک هایی که مخالفان طالبان دریافت میکنند بسیار ناچیز است. در سند آمده است که جمعیت اسلامی مخالف عمده طالبان که احمد شاه مسعود مربوط آن میباشد، بر علاوه دریافت کمک نقدی از روسیه،اوزبکستان و تاجکستان، بزرگترین کمک ها را از ایران دریافت میکند. کمک های ایران به یک پایگاه نظامی در کولاب تاجکستان منتقل شده و از آنجا به پنجشیر ارسال میگردد. درسند هم چنان آمده است که تیم هایی از سازمان استخبارات وسپاه پاسداران ایران در نقطه مهم خنج در پنجشیر وجود دارند که در تقسیم پول و دیگر کمک های ایران به مسعود و دیگر قومندانان کمک میکنند. در اخیر ویلیام میلام نتیجه گرفته است «که بنابر اینکه فیصدی بلند ثروت مسعود از کشور های خارجی تامین میشود، این خود مسعود را در نزد حامیانش مشکوک نشان میدهد، که خود بزرگترین مشکل مسعود به شمار میرود .» دانگلسي متن دلوستلولپاره دراوا پاڼې ته مرجعه وکړی
له روسې سره داحمدشاه مسعود ددوستانه اړيکوپه هکله دروسیې دپوځئ جنرالانو،کارپوهانواوسياسي څېړونکو دليکل شويو اثاروشميره تر سلو اوړي .دوي تل دهغه ددوستي اوله شوروي سره دصداقت په هکله له هغه نه خوښ دي ،دادوې هفتي وړاندي کله چې داحمدشاه مسعود دژول کېدوشپږمه کاليزه په مسکوکښي لمانځل کېده ميلمنوته ديو روسې جنرال الکساندر ليخوفسکي اويوبل ژورناليست ويچسلاونيکراسف لخواپه گډه ليکل شوی کتاب د((تبعه،سياستمدار،رزمنده ،ياد احمدشاه مسعود))په نامه چاپ شوی کتاب ډالی شو،سره لدې چې ددې کتاب خبر ليکونکی دنظرمحمدپه نامه په افغان رو کې دکتاب له ټولي محتواڅخه خوش ندی ،ولې بيا هم ديوه محلي قوماندان په هکله چي دهيوادپه غوڅ اکثريت وگړو کې هيڅ ډول محبوبيت ونلري دداسي کتاب ليکل هم ډيره خبره ده. ددې کتاب په اړوند جنرافهيم بياچوپه خوله پاته دی ،که پدې کتاب کې کومه خبره رښتياهم ليکل شوی وي اوددوي نه وي خوښه ،بېچاره گان څه نشي ويلاي ځکه روسيه جاپان اوهالنډندي چې فهيم صاحب ورته غاښونه چيچې اوله افغانستان څخه مخکې تر دې چې دمسعودپه هکله کتاب چاپ شي گوت څنډنه کوي وايي ((یک دوره ای که شما دیدید دیده بان حقوق بشر علیه مجاهدین (افغانستان) یک سلسله تبلیغات زهرآهگین را براه انداخت و امروز هم به کمک کشورهای معینی مانند جاپان (ژاپن) و هالند کتابی در حال نوشتن است که می خواهد همه ای مجاهدین را به عنوان جنایات کاران معرفی کند.)) جنرال صاحب پدې نه پوهيږي چې پدې څرگندونوئې له خپلې کمبلې پښې ډيري اوږدي وغځولې . داافغانستان ندی چې مطبوعات له يوه سره ستاسوپه چوپړ کې دي اوياله ډاره چوپړکوي .داآزده نړی ده په جاپان اوهالنډکې دکيلوالو پرخولومهرنشي لگول کېداي هلته قانون پلی کېږې اوله قانون څخه سرکښي دقانون له مخې ماتيږي .هغه چې دافغانانو دغوڅ اکثريت دغوښتني اوارادي خلاف يوازي ستاسودډلي په صفت کې درواغ اورښتيا خپروی هغه په کورنيو چارو لاس وهنه نه بولی ،داليکوال ممکن حقايق ليکې چې شمالي ټلواله ئې دکتاب ترچاپ وړاندي وارخطاکړېده .
فکرکوم داحمدشاه مسعود په هکله به سږکال هغه دافغانستان دتاريخ پوهانوشپږمه پرېکړه چې دروان م کال دسپتمبرپر ۹ نېټه اعلان شوېده کفايت کوي ،ډيروخبروته هيڅ ډول اړتياځکه نشته چې هرڅه لمرغندي روښانه اوڅرگند دی ،پدې هکله زيات بحث دوخت ضايع ده . افغانان وايي هغه هيڅ وخت جهاد ندی کړئ ،هغه تل دپر دوپه حمايه اولمسون دقدرت دترلاسه کېدواودپردودموخوسرته رسېدوپه خاطردټولوتنظيموسره په مخالفت کې قرار درلود. هغه داستاد رباني ددفاع وزير اويوقوماندان و خواوس داستاد رباني بېچاره څوک نوم هم نه اخلې چې هغه هم يوڅه کړي اوکنه ؟ دوي وايي که داحمدشاه مسعود دپلويانودجهاداومقاومت څخه دطالبانو دحاکميت پر ضدجگړه وې اوهغې ته جهادواي دابله خبره ده؛خوهغه وخت بايد داورسره علاوه شي چې دروسې په مادي اومالي ملاتړ دطالبانوپر خلاف جنگېدل ترڅودلاسه تللی قدرت بيرته خپل کړي ،مگر دټولو پيسو اووسلوسره دخواجه غاردولسوالی له غاره ئي دراوتلوجرات ترهغو پيدانکړ ،ترڅو چې دامريکادڅارگرئ دادرې کارمند دروسیې سره په تفاهم کښي له دوي سره وليدل ،اودوي سره ئې دطالبانوپر خلاف دخپل پلان دپلې کېدوپه هکله خري ورکړ ې . دهمدې دواړو استخباراتي سازمانود گډه کار اوگډې مشورې له مخې و چې دوي ته دروسيې لخوا شين څراغ روښانه شواو ورته دنده وسپارل شوه له امريکايانوسره گډکار پيل کړی ،دوي ته وويل شوه پسله هغه چې ب۵۲ هوايي بم اورئ شروع کوي دوي به دامريکادڅارگری اويوشميرنورو روزل شوو کسانوتر رهنمايي لاندي دطالبانوپر خلاف حرکت کوي ،دوي دخيرخانې تر کوتله ،هغه ځايه چې آمريکايانوورته په نښه کړې و داکاروکړ. اودآمريکايانوترقوماندې اوحمايي لاندي ئې دطالبانو په نامه په زرهاوبيگنا افغانانوتر وژلو وروسته ځان دخيرخانې کوتل ته راورساوه . دوي دتل پشان اوپخوانی عادت سره سم له آمريکايانوسره هم درغلی پيل کړه دخپلواصلي بهرنيوملاتړو اوحمايه کونکوسره په مشوره ئې بيله دېنه چې دآمريکايانوسره مشوره وکړي دکابل ښارته پرخپل سرداخل اوترارگ پوري ئې ځانونه ورسول .سمدلاسه استادرباني برحال جمهوررئېس ،فهيم ،قانوني ،عبدالله دميدان پهلوانان اعلان شول .
دلته دغه ټکي ته په تکراربايد اشاره وشي چې دوي ته معلومه وه چې آمريکا دهغواړيکوپر بنيادچې دوي ئې له روسيې سره لرې علاقه نه درلوده چي يوځل بياپه دولت کې مطرح وي . آمريکاغوښتل له دوي نه استفاده وکړي اوددې کارلپاره ئي دوي ته ښه ډبلي پيسې هم ورکړې وي . مگر کله چې دوي پر خپل سر دکابل ښارته پدې پلمه چې گويادولتي خلاډکوي داخل شوه،آمريکاډير ژرپوه شوه چې له دوي سره ئې غلطی وکړه،په اصطلاح اوسپنه لاسړه شوې نه وه چې آمريکاله دوې څخه دجمهوري رياست مقام واخيست اودبن دکنفرانس دپريکړو په نامه ئې واک کرزې صاحب ته وسپاره . تر اوسه دا مسله روښانه نده چې څنگه اوپه څه ډول حالاتوداسي تغير وخوړ اوشرايط ددوي په گټه شول چې بهرنيانو په ځانگړې توگه امريکايانوداومنل ترڅوپه انتقالي او عبوري دوره کې دوي ته په دولت کې غوښن ځاي ورکړی .
داټولې نړۍ ته معلومه ده چې دنظارشورادناوړواعمالو اوکړنوپايله وه چې ولس مجبور شودهغه وخت طالبانوته پناه يوسی . دقدرت پر سرجگړوپه پايله کې د کابل ښار وران شو اوتر (( ۶۰)) زره زيات دکابل ښاریانوخپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . ملي موزیم ،ملی ارشیف ،دولتي شتمنۍ اودفترونه لوټ شول ،دکابل ښکلی ښارپه داسي کنډوالواوخرابوبدل شوچې تر اوسه ئي روښانه اوڅرگندي بېلگې (دکابل دښار کنډوالې )ددوي د خپل مينځی وحشيانه جگړوشاهدي ورکوي .،په حقيقت کې دا دنظارشورادغير معقولوکړنوپايلې وې چې تر ۳۷ زيات هيوادونه مجبور شول افغانستان ته دخپلو پوځيا نو سره يوځاي راشی ،چې اوس ئې پايلې ټول گوري ،ښه دي اوکه بدي دابله مسله ده .
د ادوارد ژيرارديت پخپله ليکنه کښي (( پنجشريان،او دجرګې پر فضا ددوى واکمني)) تر نامه لاندي ليکنه کښي ليکی : ((په داسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره وروسته له کلونو دولس استازې د جنګ سالارانو ځاى نيسي دوى هڅه کوي چې پر لويه جرګه درشوت په ورکولو،دزوراو رعب په استعمال او په ويرولو او ډارولو منګولې ښخې کړي .بنسټيزه موضوع داده چې پنجشيريان په دې کې پاتې راغلي او نه غواړي چې له نورو سره واک وويشي دوى دهيواد مشري دځان حق ګڼي،ددوى په اند روسانو او طالبانو ته يې ماتې ورکړېده .ددفاع وزير اوتر مسعود وروسته دشمال ټلوالې مشر محمد قسيم فهيم په داوروستيو ورځو کې په ډاګه کړه ، دکابل کنټرول بايد له پنجشيريانو سره وي ځکه چې داسې بل څوک نه ښکاري چې دکليدي وزارتونو دچلند توان ورسره وي .فهيم زياته کړه،هرهغه حکومت چې جر ګه وټاکي دى به يې ملاتړ وکړي، خودا يې وويل،تر هغو به له قدرته لاس وانه خلي چې بشپړ امنيت او ډاډمن حالت هيواد ته نه وي راستون شوى،او که نه مسووليت به دده په غاړه وي .)) جالبه خبره فهيم بېله دېنه چې دافغانانوارادې ته مراجعه وکړي پر خپل سرځانته د امسوليت ټاکلی دی اوځان دافغانانويوازنۍ مدافع بولي . داليکوال ليکې .بله ستونزه داده چې دمسعود له وژل کيدا وروسته په پنجشير يانو کې هيڅ داسې څوک پيدا نشو چې په دوى کې دکومې ډلې دلارښود په څير څرګند شي ،او په دوى کې هر مشر که قانوني دى که فهيم ټينګار يې پر دې دى چې بيا واک ورسره وي . له تيرنومبر څخه راپه دې خواچې کابل بيا ونيول شوپنجشيريانوهڅې پيل کړې چې څومره ژر کيداى شي هغومره ډيرې واګې لاس ته راوړي. د((پنجشيري مافيا)) په رنځ اخته ومهم وزارتونه په ولکه کې راوستل،او اوس يې له پښتنو سره سيالۍ ته رادانګلي او په شته وزارتونو يې هم شمه ماته نه ښکاري .دوى ديوې داسې کتلې په راڅرګنديدو چې ددرست افغانستان استازيتوب وکړي،له مسعود څخه يې اسطوره جوړه کړې ده ،دهغه عکس کابو په هر دوکان کې ښکاري که جومات دى که چايخانه دده له عکسه خالي نه دى،له همدې پوسترونو دپوليسو او پوڅيانو ځايونه هم خالي نه دي. په داسې حال کې دا کار کيږي چې پښتانه مسعود ته د اتل په ستر ګه نه ګوري.
دملګرو ملتونو يوه لوړ رتبه مامور ښاغلي( سنډرفنج چې له کلونو راهيسې يې دافغانستان په هکله تجربې تر لاسه کړې دي وويل ،که پنجشيريان له زړه ديووالي غوښتونکي وي نو دوى ته ښايي چې قوماندان عبدالحق ته هم داتل په سترګه وکسي))ديونيماله نشراتونه
داحمدشاه مسعود دمرگ دشپږم کال په خاطرپدې ټولوصيفتونوکې چې هغه په هکله کېدل داسي ښکاري چې په دوي کې همدايوسړی واوروسانوته سره لدې چې گويادهغوي پر خلاف جنگېده ډير گران اودپنجشير دشيرلقب ئې ورکړ .ولي دا معلومه نشوه چې دجميعت دتنظيم دمشر استادرباني رول اوموقف پدې شخړو،لوټماريو،ځغاستو،ورانيواحاکميت ترلاسه کېدوپه خاطردخواجه غارپه سمڅوکې شپې سباکولو کښي څه و؟کله چې به دنظار شوراقدرت ته رسېدل ولې ئي هغه دجمهور رئيس په توگه ټاکئ ؟ جالبه ده چې دکومو موخو له امله ئي دتنظيم دمشر چوکۍ ورخوشي کړې ده . ځيني پدې باوردی چې دنظارشوراله هغه نه دمذهبي څېرې په توگه استفاده کوي خلکوته داښکاره کوي چې ددوي مشر استاد رباني دی خوپه عمل کې کله چې مسعود ژوندی ودهرڅه په اړه هغه پرېکړه کول ،صلاحيت او دقوما ندې واک له هغه سره و،استادرباني پدې خوشحاله وچې کله ناکله به ورباندي دجمهوررئيس نوم کښېښودل شي.دبې وسئ دی کورخراب شي هغه بېچاره نورڅه کولاي شي؟ که هغوټولوفلمونوته چې دمسعوددتبليغ لپاره جوړ شوی اونندارې ته وړاندي شول نظر واچول شی ،هلته هم احمدشاه مسعود له استادرباني څخه يادونه نده کړې . په دغوشپو او ورځوکې چې له قانوني ،ډاکتر عبداله ،احمدضيا مسعود،ولي مسعوداوفهيم سره مرکې وشوې اويائې ويناوي وکړې هلته هم هريوه پسله مسعودڅخه ځان دمسعود دلاري وارث اودمجاهدينوسرلښکر باله .
که په ټولوويناو اومرکوکښي دمارشال فهيم خبروته لنډه پاملرنه وشي دابه راته څرگنده شي چې له د ادوارد ژيرارديت نه نيولې بياتر ټولوسياسي څېړونکواودنظر خاوندانودې پايلې ته رسېږو چې په رښتياسره داډله يوازي دقدرت تږې ده ،سره لدې چې دوه ځله امتحان شوې بياهم ترهرچاځانونه ددوي په اصطلاح دافغانانو مدافعين بولي ،دپه اصطلاح کليمه مې ځکه استعمال کړه چې دوي دافغان له کليمې نه نيمگړی تعبير کوي ،دوي پښتانه افغانان اوځانونه افغانستانيان بولي ،تر افغانستان له نوروهيوادوسره زياته مينه لري .
درنولوستونکوماغوښتل يوازي دښکلي ننگرهاردغيرتي خلکونه ديوافغان په توگه مننه وکړم چې دوي ددوشهيدانو حاجي صاحب قدير اوحاجي صاحب عبدالحق په ياددرنه غونډه جوړه کړې وه ،اوله دوي سره پدې وړانديزکې ځان شريک کړم چې ددې دوشهيدانووژنکی بايد پيداشي .کرزی صاحب دامسوليت نلري چې ديوه قوماندان يادپه خرپ ولمانځی اوددغونورودوشهيدانود قاتلان پر پيداکېدوبايدخاشه واچوی .
کله چي مي په ليکنه پيل وکړ پوه شوم چې په يوازي مننه ئي سرنه سره ورځی ،زموږ هيوادوال اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته بايد حقايق اوداچي رښتياڅه تيرشوي دی په لنده توگه څرگند شي . که څه هم دوياړځاي دی پدې شپو او ورځوکې زموږ پشتوژبوزلموقلم ډير په درب وچلاوه ،گوتی ئې ستړئ نشوئ اودقلم رنگ یې خلاص نشو،وياژپه دوي اودوي دي راته ژوندی وي ،داسي ښکاري چي له ټولوبدمرغيواوناخوالوسره چې زمورپر هيوادوالومسلت دی اوځوانان موورسره لاس په گريوان دی بياهم دوي پل رسالت چي هغه پوه ترلاسه کول ،لوستل اوليکل دی متوجه شوی دی .اوس دلشکر کښيو وخت تيردی دخپل حق ،تاريخ اووطن څخه په علم اوپوهی باندي سمبال مغذوپه زورپه مټ په بری سره دفاع کېداي شي . ددې متل له تعبيرنه بايد هرومروځان خلاص کړو چې وايي ((افغانان ئي په توره گټی اوسياست کښي ئې بايلی)) دازموږملي ايماني اووجداني دنده ده چي په سياست کښې هم تر رقيب شاته پاتي رانشو.
اړينه مي وبلل دافغانستان داوسنی حالت په اړه دشمالي ټلوالي دمشرانود دغو ورستيو خبرواو ويناپر ځينوټکوباندي تر تم کېدووروسته دهغوي په اژه خپل نظر له تاسو سره شريک کړم .ددي لپاره چې ليکنه دلوستونکوتر حوصلې ونه وزي پردې ځاي به ئي داوس لپاره بس کړم .يازنده وصحبت باقی . نوربيا
دلکنې لپاره له دغومنابعونه استفاده شوېده :
۱/ بې بې سي دجولاي شپږمه
۲ / بې بې سي دسنبلې نهمه
۳/ دن اکس ليکنه
۴ / داجمل انتظار دحقيقت ويب پاڼي دمسؤل ليکنه
۵ / گروموف روسي دروسيې دڅلوېښتم لښکر قوماندان ((سرې لښکري په افغانستان کي)) .۲۶۶مخ
۶ / دنصراله بابر سره مرکه دپيام وطن ويب پانه
۶/ افغانستان .رو
۷ / دراواويب پانه ((وزارت خارجه آمريکاافشاميکند.))
۸ / دادواردزيرايت ليکنه ديوناما ويب پانه
۹ / حبيب اله غمخور، دامن که دډيورنډ جرګه ؟