د اشرف غني ، کرزي او بشر دوست د مناظرې په اړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

نن د اګست په ۱۶ مه ، دريو سيالو كانديدانو اشرف غني ، کرزي او رمضان بشردوست تر منځ ټاكنيزه مناظره پاي ته ورسيده . مناظره په پنځه بجي پيل او د ماښام تر اوونيمو بجو يي دوام وکړ . دوي دريو واړو دې مناظرې کې چې دملي تلويزيون او ازادۍ راډيو له لاري د ازادۍ راډیو د مشر اکبر ایازي په مشرۍ پر مخ بیول کېده ، دهيواد پر روانو چارو ، امنيت ، اقتصاد ، بهرني سیاست او نورو برخو رڼا واچوله . مناظرې کې اشرف غني او کرزئ دواړه ارام خو بشر دوست یو څه جدي ښکاریده . که څه هم عبدالله دې مناظرې ته بلل شوئ و، خو هغه د کوم څرګند دلیل له وړاندې کولو پرته ، مناظرې ته نه وراغلئ .
په دې مناظره کې ، ښاغلئ اشرف غني ښه او څرګند وځلید . هغه د پوښتنو په اړه پخپلو ځوابونو باندې ډېر ډاډمن او واکمن و . د هرې پوښتنې په اړه يي ټاکلي او غوڅ ځوابونه درلودل. په پوښتنه غږیده او وخت يي هغه خوادیخوا په نورو بې ربطه خبرو له لاسه نه ورکاوه . له وخته يي ګټه اخیسته او په استادۍ او مهارت سره يي زیات مطالب په محدود او تنګ وخت کې ځایول . د ستونځو په تشریح او بیان يي وخت نه ضایع کاوه ، بلکې د ستونځو لپاره يي د حل لارې او پلان وړاندې کاوه . یوځل يي په څرګندډول وویل چې د ستونځو په اړه زموږ خلک له موږ ډېر پوهیږی او زموږ خلک دي چې ستونځې ګالي . خبره دا نه ده چې دلته موږ د خلکو ستونځې بیان کړو ، بلکې خبره دا ده چې موږ دلته باید د خلکو د ستونځو د حل په لارو او پخپلو هغه پلانونو وغږیږو چې د خلکو د ستونځو په حل کې مرسته کوي .
د مناظرې داسې مخ ته بیول چې اشرف غني له ځانه وښوده ، بېساري بلل کېدای شي . دخبرو داسې دیالیکتیک او اوډون یوازې د ګوتشمیره استادانو لکه اشرف غني له وسې پوره دئ .
ښاغلئ بشردوست چې دخلکو په اړه ېې په زړه سواندۍ کې څه شک نشته ، له همدې اړخه يي غوښتل ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي . پوښتنو ته د ځواب په وخت ، د پلان او حل لارو پرځای هغه خپله زړه سواندي او احساسات وړاندې کول . خپل ډير وخت يي ، د مسایلو په تشریح او د ستونځو په بیان تېراوه . د ټاکلو پوښتنو په اړه کم غږیده ، وخت يي د نورو مسایلو په اړه له لاسه ورکاوه . خبرو له پیله تر پایه يي اوډون نه لېدل کېده . اورېدونکي د هغه په خبرو کې د ستونځو د حل په اړوند څه نه شول ترلاسه کولئ . یوازې یوې پوښتنې ته يي غوڅ او ښه ځواب ورکړ او هغه دا چې د هېواد په سویل کې پښتانه د کړکیچ او جګړې لامل نه ، بلکې پښتانه خپله د کړکیچ او جګړې قرباني دي .
کرزئ که څه هم مناظره کې ډېر بد ونه ځلید او يوې ټوکې نیمې يي خلک وخندول ، خو په ټوله کې يي د افغان ملت لپاره په دې مناظره کې څه نوي نه درلودل . هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې بیا هم د پښیمانۍ او اشتبا پرځای پخپلو بېځایه او زیانمنو مصلحتونو باندې ټینګار او له هغه يي ملاتړ وکړ .
بلخوا کرزي د خپل تېر حکومت پشان ، دا ځل بیا هم د هېواد پر وړاندې د پرتو ستونځو په اړه د حل په لارو او په پلان ونه غږید ، بلکې له ستونځو يي یادونه کوله . د ستونځو بیان او له ستونځو شکایت او ستونځو ته ژړل ، د کرزي د حکومت مشخصه جوړوي . کرزي بیا هم د خپل تېر حکومت له ناکامیو څه نه دي زده کړي او د راتلونکي لپاره کوم پلان او تګلار نه لري . د کرزي په خبرو کې د راتلونکي په اړه افغانانو ته د ډاډ وړ نوئ شي ، نه تر سترګو کېده . همغه زوړ ملا او زړې تراویح!
زه بیا هم پخپل پخواني دریځ ټینګار کوم چې کرزئ او یا بل نوماند له روان ناورین څخه د افغانستان په وتون کې ډېر څه نه شي کولئ ، افغانان باید د روانو ټاکنو تاریخي چانس له لاسه ور نه کړي . د خپل ووټ قدر وکړي او خپل ووټ په نوماندانو کې وړ تن لکه اشرف غني ته ورکړي .
مرادزئ



نن خواره په زړه پورې مناظره وه . خو عبدالله مناظرې ته سره له دې چې بلل شوئ و ، نه وراغلئ .دا چې ولې نه و راغلئ خپله یوه پوښتنه ده؟
اشرف غني پوښتنو ته رون ځواب وایه او د هرې پوښتنې په اړه يي خپله پلانیزه تګلاره بیانوله .د ټولنې د هرې برخې په اړه يي ټاکلې او غوڅې موخې د ځان په وړاندې ایښودلې .د هرې پوښتنې په اړه يي مشخص ځوابونه ویل.
خو کرزئ او بشر دوست بیا د موضوع او پوښتنو په اړه مشخص نه غږېدل او له موضوع هوري دوري تلل .هغوی ستونځوته د حل لار نه بیانوله او د ستونځو د حل لپاره يي په پلان خبرې نه کولې ، بلکې په ستونځو غږیدل.
اشرف غني د ستونځو په حل او لار غږیده ، خو هغه نور دواړه بیا په ستونځو غږیدل.