ټاکنو کې نه ښايي عبدالله دویم مقام ترلاسه کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

عبدالله په ټاکنو کې د نظارشورا او جمعیت نوماند دئ او دا دواړه ډلې له بده مرغه د هېواد په تاجیک میشتو سیمو کې وګړي ؛ ژبني ، قومي او سمتي توپیرونو او دوښمنیو ته لمسوي او د همدې موخو د پلي کولو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي .
دوی پخوا هم د هېواد په کچه ملي تګلار نه درلوده او اوس هم په ټاکنو کې ، یوازې د هېواد په شمال کې د تاجیکي وروڼو په ټیکدارۍ « چې هغوی ورته دا دنده نه ده سپارلې » چنې وهي ، د دوی پر سرسیاسي سوداګري کوي او دا وروڼه د هېواد د نورو سیمو خلکو سره په تربګنۍ او دوښمنۍ ککړوي . په کور کې کورګي جوړوي او د مداریتوب په دې لوبه کې خپل تنظیمي ژوند اوږدوي او هم پریمانه مالي او مادي ګټې ترلاسه کوي .
دوی د افغاني ټولنې د څېړنې زغم او وخت نه لري . د افغانانو د مبرمو اړتیاوو د پوهېدو او دهغو د پوره کولو په قصه کې نه دي . په خرځېل سره ، پخپل ټاکنیز کمپاین کې د افغانانو لپاره د مسعود پر اندیښنو ولاړ نظام غواړی . هغه نظام چې افغانستان کې به لومړئ د فیډریشن او روسته د هېواد له پاشل کېدو پرته بله پایله ونلري .
له دغو موخو پرته عبدالله د روانې جګړې د پای ته رسېدو ، په یوه ټغر د افغانانو د راټولېدو او د هېواد د نورو لسګونو او سلګونو ستونځو د حل لپاره نه کومه تګلار لري او نه هم اندیښنه . عبدالله او ډله يي د هېواد د ملي ګټو پرځای ، د هېواد په شمال کې د یوې برخې وګړو د ګټې خبرې هغه هم په درواغو کوي .
د عبدالله په بریالېتوب به د ایران او روسيي لاسونه نور هم رااوږده شي اوهېواد کې روان ناورین به نوې بڼې او لوري پیدا کړي . پخوانۍ سړه جګړه به بیا راتوده شي . ددې جګړې سنګر او ډګر به افغانستان وي . ولس به قرباني ورکوي ، عبدالله او ډله به يي نندارې او چړچې کوي .
د نظارشورا او جمعیت هرې پاکې او ناپاکې وسیلې ، هرې چلوټې او توطيي ته لاس اچوي ، ترڅو ټاکنې په لومړي پړاو کې وګټي . دوی په لومړي پړاو کې خپل بریالیتوب ته له دې کبله سترګې نېولي چې ګنې پښتانه خپلو کې په زیاتو نوماندانو ویشلې دي او ووټونه يي هم ویشل شوي دي او نه شي کولئ پر یوه نوماند راټول شي .
خو دوی دا هم خپله بریا ګڼی که ټاکنې دویم پړاو ته ووځي او د دوی نوماند په ټاکنو کې د هېواد په کچه دویم مقام ترلاسه کړی .
په دې صورت کې به نظارشورا او جمعیت پر بریتونو ګوتې وهي او وايی به چې اوس دوی په هېواد کې د ټاکنو له لارې دویم ځای ترلاسه کړئ او خپل اپوزیشن به هم سبا په همدغه کچه شمیري .
په دویم مقام به هم ، په دولت کې د فهیم ، محقق ، خلیلي ، دوستم او نورو په شتون کې د دولت د تګلارو د پلي کولو مخه نیسي او سبوتاز به کوي او د بل ځل ټاکنو لپاره به له یوه غښتلي او پیاوړي دریځ څخه برخمن شي .
دوی به بیا هم د فهیم تر چتر لاندې ، خپل جګړه ماران او ډاکوان پالي او دولت ته به يي هره ورځ پرغاړه وراچوي . له دولت څخه به د جهاد په نوم شوکه کوي . بیا به هم د تېرو اتو کلونو لوبې تکراروي او د افغانانو لاسونه به تړلي وي .
ټول په تېره بیا پښتانه روڼ اندې او مشران باید په دې خبره سوچ وکړي او د هغې همدا نن غم وخوري .
که دښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه ****** ** د لیندې په غبرګېدو غشئ تاو اخلي
پښتانه د عبدالله په پرتله خورا غښتلي او پیاوړي نوماندان لري . د دوی د څو وتلو کسانو لاسونه لکه عبدالله د افغان ملت په وینو ککړ نه دي . د پوهې ، تجربې او وړتیا په لحاظ هم عبدالله له دوی ډېر ټيت دي . دا نوماندان ټول په یوه ځل ولسمشران نه شي جوړېدلئ ، ځکه د ولسمشرۍ چوکۍ یوه ده ، له دوی څخه باید یوه غوره شی او ټولټاکنو ته ودریږي .
اوس پکار دا ده چې اشرف غني ، حامد کرزئ ، سرور احمدزئ ، ارسلا او ډېر نور سره ګډ کښېني. اشرف غني او یا حامد کرزئ رامخته کړي او نور ټول پسې ودریږی . ټاکنې په لومړي پړاو کې وګټي او دویم ته يي پرینږدي .
د ډيرو په اند که ټاکنې دویم پړاو ته ووځي بیا به هم اشرف غني او حامد کرزئ د بل نوماند پر وړاندې ، که هغه عبدالله او یا بل څوک وي ګډ ، دریږي .
نو ولې موږ هغه کار چې سبا يي کوو ، نن ونه کړو !
موږ ولې هغه ځواک او زور چې لرو يي له لومړي سره په ګډه ونه کاروو !
ولې زموږ د مشرانو له ځان غوښتنې او بېلتون څخه ، پر افغانانو او په تېره بیا پر پښتنو روان ناورین نور هم اوږد شي !
ولې موږ د هېواد دښمنانو او په کور دننه د هغو ګوډاګیانو ته وخت ورکړو چې په لویلاس زموږ هېواد نور هم وران او افغان ولس بیا هم وځوروي .
هغوی چې ځانته د افغانانو او پښتنو مشران وايي پکار ده ، روانه اونۍ کې همدغسې یوې پریکړې ته ورسیږي .
وخت ډېر کم دئ ، هوښیارتیا باید له لاسه ور نه کړو !

مرادزئ