عبدالله درېیمې سقاوۍ ته نوماند

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د افغانستان نږدې تاریخ ددې خبرې څرګندوی دئ کله چې د افغانانو هلوځلو او هڅو د یوه پیاوړي مرکزي حکومت د جوړېدو لپاره زوراخیستئ ، د ځينو لیریو او ګاونډیو هېوادو په مرسته او نیغ ملاتړ ، په کور دننه مالوم الحاله کړیو ددې هڅو مخه ډب کړې او یايي په اوبو لاهو کړي دي .
یوازې په تېرو شپيته کلونو کې دوه ځلې د افغانانو داسې هڅې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د ښکار مړۍ شوي دي .
۱۹۲۹ کال کې ، هغه څه چې د امیرعبدالرحمان خان ، حبیب الله خان او په تېره بیا د غازي امان الله خان د پنځوسو کلونو په پیر کې د افغانانو په مټ جوړ شوي وو ، هغه ټول یوازې په ۹ میاشتو کې د لومړي سقاو ، حبیب الله کلکاني او د هغه د ډاکوانو په لاس د اور خوراک شول . همدارنګه د تورتم په دې نهه میاشتو کې د خپلواکۍ تر ګټلو روسته د افغانانو د لسو کالو په زیار او کړاو جوړ شوي بنسټونه له یوې مخې ړنګ شول . ښوونځي اوروزنځي وتړل شول . ښځې او نجونه له زده کړې او کار محروم او بېرته په کورونو کېنول شوې . د پنځوس کالو چمتو شوې اردو له منځه یووړل شوه . دولتي او اداري سیستم چې په تېره بیا د غازي امان الله خان او علامه محمود طرزي په هلوځلو رامنځ ته شوئ و او هغه مهال يي په سیمه کې سارئ نه درلود د نیستۍ ګړنګ ته وغورځول شو .
دلته د اماني نظام له رانسکورېدو او د کابل پر تخت د کیناستو په وخت ، د لومړي سقاو له فرمان څخه چې په ۱۹ مادو کې یې جاري کړئ و ، لاندې څو مادي د بېلګې پتوګه رااخلم :
۴ ــ د ستر پریښودل چې ( اماني دولت ) جاري کړئ و ، هغه مې رد کړ
۵ ــ د ولي له اجازې پرته د ښځو او نجونو له کوره بهر وتل مې منع او د نجونو ښوونځي مې لغوه کړل
۶ ــ د ګیرې خرييل او د بریتونو پریښودل مې منع کړل
۷ ــ انګریزي ، فرانسوي او جرمني ښوونځي مې وتړل
۸ ــ نجونې چې بهر ته يي د زده کړې لپاره لېږلې ، لازمې مې ونه ګڼلې ، هغوی مې بېرته راوغوښتې او د هغو بیا استول مې بیخي منع کړل
۱۲ ــ حساب ، هندسه او انګریزي يي چې دود کړي وه ، هغه مې منع کړل
۱۳ ــ قمري سنه چې په شمسي يي اړولې وه ، هغه مې لغوه کړه
۱۷ ــ حضرت مجددي چې د مسلمانانو لارښود او بندې کړئ يي و ، له بنده مې خلاص کړ چې دیني تبلیغ وکړي
۱۹ ــ د جنوبي سمت ارواښاد ملا عبدالرحمان خان ( چې د ګوډ ملا په نوم مشهور و : د کتاب مولف ډاکټر کاظم ) چې د دین په لاره کې يي د سرښندنې له کبله وژلې و ، امر مې وکړ چې قبر يي جوړ او اباد کړي
د پورته موادو سربېره ، د رعیت پاملرنه لاندې موادو ته هم رااړوم :
۱ ــ د ټولو تېرو کلونو او د ۱۳۰۷ کال تر پایه باقیات مې وبخښل
سقاو چې د انګریز په مټ پر کابل واکمن شوئ و ، د پورته فرمان په پلي کولو سره يي د اماني غورځنګ او له هغه مخکې د افغانانو ټولې لاس ته راوړنې یو په بل پسې پوپنا کړې او د انګریزانو غچ يي له غازي امان الله خان څخه واخیست ځکه ، امان الله خان انګریزان له افغانستان څخه شړلي وو او هېواد يي خپلواک کړئ و .
په دویمه سقاوۍ کې چې د احمدشا مسعود په مشرۍ په ۹۰ ومو کلونو کې پر هېواد واکمنه شوه ، افغانان تقریبآ له ورته سناریو سره مخ شول . دا ځل د سقاو پرځای چې انګریزد کابل پر تخت کېنولې و ، مسعود او ډله يي د انګریز د ګوډاګي پاکستان او روسيي په ملاتړ د هېواد په یوې برخې واکمن شول . په دې پير کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتو او د هغه مهال د دولت چې مشري يي ارواښاد دوکټر نجیب الله کوله د سولې تګلار شنډه شوه او پرځای هېواد د جهادي تنظیمو کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شو . دلته هم د مسعود په مشرۍ نظارشورا او جمعیت چې ځان يي د افغانستان د شمال برخې ټیکداران ګڼل د لومړي سقاو پشان يي ، دولتي سیستم او اردو چې د سقاو له وخته روسته په شپيتو کلونو کې رامنځ ته شوې او روزل شوې وه تس نس کړه. هغه څه چې د لومړي سقاو د ویجاړیو او ورانیو پرځای په تېرو شپیتو کلونو کې بیا ودان او رغول شوي وو ، له بیخه ونړول او هېواد يي په کنډواله بدل کړ . د افغانانو تر منځ يي بېلا بېلو توپيرونو ته لمن ووهله. مسعود تاجیک له هزاره ګانو ، ازبکانو او پښتنو سره وجنګول . یوازې يي د ۱۳۷۳ کال د دلوې په ۱۰ مه د کابل په افشارو کې ۴۰۰۰ تنه هزاره ګان د مسعود په امر چې عبدالله هم ورسره و ، د توپونو خولې ته وتړل او ټول يي قتل کړل . او له دې سربېره يي ۷۰ زره بېوزله کابلیان له تېغه تېرکړل .
د افغانستان نړیوال حیثیت چې د خپلواکۍ په ګټلو سره اوچت شوئ او روسته د سقاو په لاس پر ځمکه لوېدلې و ، د مسعود د واک په مهال نور هم تر پښو لاندې شو .
لنډه دا چې له ۱۸۸۰ ــ ۱۹۲۹ پورې یو څه وداني چې د هېواد او کومه سوکالي چې د هېوادوالو په برخه شوې وه ، د لومړۍ سقاو حبیب الله په لاس او راوروسته له ۱۹۳۰ ــ ۱۹۹۲ پورې څه چې د افغانانو په زیار تر ګوتو شوي وو، د دویم سقاو مسعود په لاس د نیستۍ ګړنګ ته وغورځول شول .
د بن له کنفرانسه روسته چې افغانانو ته بیا یوه شېبه ترلاسه شوه څو د نړیولو په مرسته ، د سقاویانو د دواړو پيرو پر ورانیو د جوړښت او ودانۍ ډبره کیږدي او افغان ولس د ملي مرکزي حکومت په مټ د پرمختګ او د نړۍ سیال کړي ، بیا همغه خبیثه اروا دا ځل د عبدالله په تن کې د افغانانو له دغو هڅو سره لاس وګریوان ده .
د سقاوي اندیښنو او موخو پلویان چې نن پرعبدالله راټول شوي ، په تېرو اتو کلونو کې يي د یو غښتلي مرکزي دولت د جوړېدو مخې ته هر ډول خنډونه واچول . د کرزي دولت چې هسې هم کمزوي و ، نور يي هم کمزورې کړ . خپله يي هر ډول سبوتاژ وکړ خو د ګنا ټول پيټئ يي پر کرزي ورواچوه . یوخوا له نیمايي زیات دولتي واک له دوی سره و خو بلخوا يي ځان د دولت اپوزیسیون باله.
که د کرزي په دولت کې نورو چارواکو د لاس ته راغلو ښو امکاناتو څخه ګټه پورته نکړه او د هېواد په ودانۍ کې يي زیاتې شونتیاوې له لاسه ورکړې ، خو د نظارشورا او جمعیت بیا په لویلاس له شتو امکاناتو او زیرمو څخه د دولت په سبوتاژ او پاتې توب کې کار واخیست .
اوس چې هېواد میلمنه نوې ډیموکراسۍ بیا ازمايي ، تر څو یو مهال افغانان هم د دیموکراسي کوربه شي او د دیموکراټیکو هېوادو سره ځان سیال وبولي ، نظارشورا او جمعیت غواړي دا هر څه د ګدوډۍ او بغاوت په اور کې وسوځوي .
که چیري پوه شي چې روانې ټاکنې يي په ګټه دي او نظارشورا او جمعیت دولتي واک ټول او بشپړ خپل لاس کې اخلي ، دیموکراسي پلې شوي بولي او که نه چمتو دي چې ریښتیني دیموکراتیکې ټاکنې هم په کلاشینکوف سره په وینو کې ولمبوی . دوی که څه هم په رسنیو کې د غښتلي ګوزار روسته له خپلې کړې دعوې څخه په ښکاره ترشا شول ، خو د خپلې خټې له مخې لکه ګونګټ چې په مردارۍ کې ژوندئ وي ، تل به د هېواد ټولنیزه فضا خړه او تیاره ساتې او که د نور څه جوګه نه شول ، بل څوک به هم د هېواد ودانۍ لپاره ارامه پرینږدي.
که په ټاکنو کې پاتې راشي چې خامخا راځي ، هم ګډوډې جوړوي او که خدای مکړه ټاکنې وګټې ، هم ګډوډې جوړوي . ترڅو چې هېواد ته راغلي موجوده امکانات يي د افغانانو له لاسه نه وي ایستلي ، ارام به کښېنني .
دوی د خپلو خوبونو د ریښتیاینې لپاره چې هغه د یوه ملي مرکزي حکومت د جوړېدو مخنېوئ ، لومړئ په فیډریشن د هېواد ویشل او بیا په لوی ایران کې د افغانستان ورډوبول دي ، دا ځل عبدالله رادمخه کړئ دئ . او عبدالله به هم د لاسبري په صورت کې هغه څه وکړي چې لومړئ او دویم سقاو به ورته ګوته په غاښ شي !
نو دا د افغانانو دنده ده چې هوښیار او بیدار واوسي او پرینږدي چې د عبدالله په څېره کې سقاوي ګډوډي بیا سر راپورته کړي .
اخځونه :
د ښځو غورځنګ ........ د ډاکټر کاظم لیکنه ، ۱۸۹ او ۱۹۰ مخونو څخه
افغان ــ جرمن انلاین ... د کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سیستاني له لیکنې څخه

مردازئ