سید اسحق ګیلا نی بیا په ښه بیه خرځ شؤ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرور میړ نی

سيد اسحاق ګيلاني چه فعلا په ولسي جرګه کې د وکيل په توګه دنده تر سره کوې او دننه په افغا نستان کی دنوموړی داصلی استوګنې په باب مکمل معلومات نشته او یو نا څرګنده چهره لری او په افغا نستان کی دټولو خارجی استخباراتی کړ یو اوسازمانونه لپاره د جا سوسی چارو داجراکولو لپاره دتوجه وړ سړی ګڼل شوی دی او د پيرانو له مزدوري اوکرایه شوی کورنۍ څخه دی. نوموړی د نورو پيرانو، حضرتانو، سيدانو او پاچايانو په څیر د ناپوه او بې سواده افغان ولس کې متاسفانه نفوذ او تا ثیر لری او د خپلو پلرونو او نيکونو په څیر دخپل کاذب موقف څخه استفاده کوي اوخلګ دڅان په کټه استعمالوی .
دګیلا نی دکورنی شجره تر اوسه په دقیقه توګه نه ده معلومه چه دا څوک دی ،او څه وخت اوله کومه خار جی ملک دجا سوسی په خاطر دافغا نستان دخلګو په سر نوشت با ندی مسلط شوی دې ،دوی یوازی په روحا نیت با ندی تکیه نه ده کړی او نه یی په چف اوجادو با ندی اکتفا کړی ده بلکی دجاسوسی په خاطر دهیواد په سیا سی چاروکی هم لا سوهنه کوی .
دا لمړی څل نه دی چه ښاغلی سید اسحق ګیلا نی خپل څان دڅولکو دالرو په مقابل کی خر څ وي او داکتر عبداله وکولا شوای نوموړی را نیسی بلکی ګیلا نی صا حب دمزدوری او خرڅلا و ډیره ښه تجربه لری خپل څان هیڅ وخت هم ارزانه او ډیر ژر نه خرڅوی ،نوموړی اول د خرڅولو ټول تور بازار ګوری او دنورو دخر ید او فروش دتجربو څخه په استفاده دخپل څان دخرڅلا و په با ب تصمیم نیسي .لکه چه دا څل یی نوموړی سوداګری په ښه وجه تر سره کړه دا دنوموړی دښی تجر بی نتجه ده .
سید اسحق ګیلا نی وړاندی تر دی څوڅله خپل څان خرڅ کړی دی او داستخباراتو ډیر تود مرکز ګر څیدلی دی او دی همیشه دیو ښه جاسوس په توګه را نیول شوی دی ،تر ټوله ښه استفاده له ده څخه دپاکستان دجاسوسی نظامی اداری کړی د ه او نوموړی ودغه اداری ته دیوه وفادار کس په صفت پا ته شوی دی دا اوسنی معا مله هم د ه د پاکستان د اي ،اس ،ای په مشوره د ډاکتر عبداله سره کړيده
زه غواړم چه دښاغلی اسحق ګیلا نی صا حب په باب یو دوی خاطری وتاسی ته بیان کړم او دا هغه څه دی چه دستر ګو لید لی حال بیا نه وی .
دشهید داکتر نجیب الله دحکومت په وخت کی زما وظیفه دافغا نستان په ولا یا تو کی په یوه ډیر مهم ولا یت کی و له هغه ولا یت څخه در سمی کارو له وجه وکابل ته را غلم او په کابل کی دامنیت دولتی ویوه ریا ست ته ولا ړم او په هغه ریا ست کی می د هغه ریا ست د ریس او یو ه مدیر ته دخپل کار ګذارش ور کړی له ګذارش څخه وروسته دهغه ریا ست دریس په مشوره دهغه ریا ست دمدیر سره یوڅای دوزارت امنیت دولتی یوه میلمستون ته چه دقصر نمبر یک یا( یوه) په نامه مشهور و، ولا ړو هغه مدیر صاحب چه زما سره ملګری و په لا ره کی راته وویل څو چه د ګیلا نی صا حب سره وګورو ما بوښتنه څنی وکړه بیا کوم ګیلا نی صا حب را غلی دی ما فکر وکی چه ممکن حامد ګیلا نی را غلی وی دا څکه چه دهغه سره ما څو ورڅی مخکی کی ملا قات کړی و ،مدیر صا حب را ته وویل نه خوار شی دا اسحق ګیلا نی ده څو دهغه سره خبری کو او تاته یی در معرفی کوم چه د نوموړی څخه استفاده وکی ،خو بالاخره دښا غلی ګیلا نی سره معر فی شوم او تقریبا یو سا عت موخبری سره وکړی تر خبرو وروسته مدیر صا حب ګیلا نی صا حب ته وویل چه دداکتر صا حب نجیب اله سره دملا قات نیټه معلومه شوه او ډیر ژر به ور سره وګوري
بله خاطره داده چه کوم وخت دډاکتر نجیب الله رژیم متلا شی شو زه دافغا نستان څخه وپاکستان ته مها جر شوم لمړی څل د کوټی ښار ته او وروسته اسلا م ابا ته ولا ړم او په اسلا م ابا د کی می دهغه مد یر صا حب سره چه زه یی واسحق ګیلا نی ته ور پیژ ندلی وم ولیدل او را ته وویل داده اسحق ګیلا نی صا حب زما د پا سپورت او ویزی کار را خلا ص کړ او په دغه هفته کی وخا رج ته روان یم زه فکرکوم هغه مدیر صا حب اوس په استر لیا کی ژوند کوي او خدا ی دی وکړی چه ژوند ی وي.زه تر ډیره وخته ان دطالبا نوتر را تګ پوری په پا کستان کی پا ته شوم يوه ور څ په پښور کی یو ه بل ملګری وکور ته ولا ړم چه هغه هم دګیلا نی صا حب درا بطه څخه خبر و هغه را ته وویل را څه چه دسید اسحق ګیلا نی ولیدو ته ولا ړ شو دنوموړی وکور ته چه په حیات اباد کی و ولا ړو دکور په در وازه کی دوه پا کستا نی پولس ولا ړ ول او مونږ یی تلا شی کړو او وروسته یی اجازه را کړه چه دا خل شی او هغه و چه دښا غلی ګیلا نی صا حب سر ه می وکتل اول نوموړې ډیر بد را ته وکتل او وویل چیریی او ما ور ته وویل همدلته ، د یو څو دقیقو وروسته ده ته کوم تیلفون را غلی را ته یی وویل زه یو عا جل کار لرم اوس څم بیا به خبر ی سره کوو بالا خره ور څنی رخصت شو ،وروسته می دملګری څخه پو ښتنه وکه دا پولس دلته همیشه وی هغه په جواب کی را ته وویل هو دا د ای، اس ،ای نفر دی جه د ښا غلی ګیلا نی صا حب سا تنه کوی ؟په عین حال کی کوم وخت کی چه کورته داخل شو په داخل دکور بیا دووه نفره نور قند هاران چه دطالبانو دډلی مر بوط خلک ول د کلاه شنکوفونو سره داغا صاحب دکار دکوټی به مخکی نا ست و او داغا صا حب سا تنه یی کوله ،پس دیوڅو ورڅو بیا هم دهم هغه ملګری سره مو دوهم څل داغا صا حب سره وکتل لږ څه مفصلی خبری موسره وکړی نوموړی دخبرو په جریان کی څوڅله احمد شاه مسعود او ددهغه دشورا نظار ډله وغند له او په ډیره خوشحالی سره به یی ویل ډیر ژر به طالبان کرام شیر پنجشیر را چپه کړی او ټول افغا نستان به ونیسی هغه زما ملګری لږ څه ټوکی او ټکالی ور سره در لودی اغا صا حب ته یی وویل که طالبانو پنچشیر ونیوی نو په شیرنی کی بی یوه دترخو اوبو میله راکړې او که نه ؟ اغا صاحب ور ته په خندا شو او وی ویل دترخو اوبو میله به بیا په پنجشیر کی در کوم.نن چه می دا خبر ولوستی چه سید اسحق ګیلا نی د۶ لکو دالرو په مقا بل کی څان په ډاکتر عبدالله با ندی خرڅ کړی نو ډیر په تعجب کی شوم او هغه دتر خو اوبو میله په پنچشیر کی را په یاد شوه چه ممکن داغا صا حب زړه په پنچشیر کی وترخو اوبو ته شوي وی ؟
داغا صاحب دخر څلاو به دا اخری څل هم نه وی که دی ژوندي وی نور به هم په تور بازار کی په ښه بیه خرڅ شی ،څو ورځی مخکي می داغا صا حب یوه مر که په انتر نیټ کی تر ستر ګو شوه چه دیوی روسی ژبی را ډیو سره یی په مسکو کی تر سره کړ ی و دمر کی څخه یی ما دا سی نتجه تر لا سه کړه چه اغا جان اوس بیا غواړی دشنګها ی او روسی په تا وده بازار کی څان دپاره څاي پیدا کړي او یوڅه وخت هلته هم د ای ،اس ،ای په مشوره با ندی وظیفه اجرا کړ ی،یوڅو ورڅی مخکی دازادي را دیو په کا بل کی دپا کستان له سفیر سره مر که در لوده محمد صا دق خان دپا کستان سفیر په افغا نستان کی دیوه پوښتنی په جواب کی وویل :چه دپا کستان ارتبا طات په افغا نستان کی له طالبا نو سر ه سم نه دی شروع شو ي او زیا ته یی کړه چه دافغا نستان په حکومت کی ډیر داسی خلګ شته دی چه په مخفی شکل دپاکستان دحکومت طرفداران دی، دی په دی خا طری په بیا نو او مر کوکی پا کستان غند ی چه څوک دوی تر نیوکو لا ند ی را نه ولی او سیا سی موقف ته یی چه دافغا نستان په اوسنی دولت کی لر ی زیا ن ونه رسیږې ، دافغا نستان خلق څه فکر کوی چه دابه څوک وی؟ ایا دافغا نستان با درده او وطن دوسته خلق دا چهر ی نه پیژنی؟ دا جهر ی دادی ور څ په ور څ دخپلو مخونوڅخه نقا بونه لیر ی کوی او خلګ ددوی چهری ښا پیژ نی،بعضی وخت که چیری تا سی داغا صا حب مر کوته چه اکثره وخت یی دامر یکا ږغ او یا ازادی رادیو ګا نو سر ه تر سره کوی غوږ نیولی وی نوموړی همیشه دنجیب الله دحکومت بد وایی او همیشه نمک حرامی کوي ، اویا په خپلو مرکوکی دجهاد دوخت ګاهی دیونیم میلونو او ګا هی بیا دووه نیم میلونه دشهدانو ناری وهی او خلګو ته په خبرو کی با زی ورکوی ،مګرم ده دهغو شهدانو په سر څو څلی تجارت کړی دي او دهغو پاک جهاد یی په پیسو خرڅ کړ ی دی .وسلام سرور میړ نی .