د افغا نی سا تونکو او د شوریشیا نو ترمینځ اړیکی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمضمون کیکونکی: دیکستر فیکنس(Dexter Fikins). منبع : نیویارک ټایمس. دجون شپږمه (۲۰۱۰)        ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
تیره میاشت دامریکا اود ناتو دافغانستان په جګړه کی ښکیل قوتونو د پا ره داکمالاتی د کاروان غړی له  میدان  ښا رڅخه وتښتید ، تد ا رکی


کاروان اود نظامی وسایلو لیږدول د جګړی  د پا ره   ډیر حیا تی ارزښت لری .
میدان ښا ر افغانستا ن :                        

له میا شتو میا شتو څخه راهیسی داسی راپورونه تر لاسه کیدل چی ډیری اجیرافغانی سربازان اوسا تونکی کوم چی دخپل بلنداژونو څخه دامریکایانو او د نا تو د کا روانونو څخه د  سکورت  او بدرقه  کولو د ند ی د ځا نګړی پروتوکول پراساس ترسره کول  د طالبانو څخه د بډی په اخیستوسره کاروانونه هغوی ته سپارل اولکه چی دتیری میاشتی له جمعی راپورونو څخه یو څه معلومات لاس ته راغی داسی څرګند شو چی دغه اجیر سربازان دشوریشیا نو سره پوره اوهراړخیز بند وبست اویا تبا نی لری .                                   

وروسته دیوخونړی نښتی کوم چی د دو خصوصی امنیتی شرکتونو هریو دوطن رسک او کمپاس  امنیتی شرکت او دعامه ملکی   افغانانو ترمینځ  دقندهار اود کابل په لویه لاره کی پیښه شو پایلی یی دناتو دکاروان  دنه بدرقه کیدو سبب وګرځید ،دغه پیښه دمی (May) دمیا شتی په (۱۴) تاریخ د سهار په لس نیم بجو مینځ ته راغی چی دهغه په نتیجه کی د نا تودکاروان مالونه لری وغورځیدل ، افغا نی موتروان او ساتونکی ژوند دلاسه ورکړ ،لاری چی دحملی په وخت  کی  په بل مخ اغوښتی وه اور واخیست اوددوو هفتو په موده کی دکابل اود قندهار په لویه لاره کی په زرونو لاری  ټپ ودرید اودافغانستان دولت دوطن اود کمپاس خصوصی امنیتی شرکتونو ته دبیا فعالیت اجازه ورکړ .                 

دوطن د خصوصی  امنیتی  شرکت  لوی  ریس رشید (پوپل) په غوڅه توګه انکا ر وکړ ، چی  ځما  د شرکت کارکونکی د هیڅ یو شورشی ډ لی  ټپلی  سره هیڅ بند وبست نه لری او نه هم د شوریشیا نو د حملی دپاره زمینه مساعد ګرځولی .
د کمپاس د   خصوصی  امنیتی  شرکت  مسولین اواجرایوی هییت له هر ډول اظهار نظر او څرګندونی څخه ډډه وکړ .                                                

  لاکن د څیړنیز رسمی هییت د تحقیق  په پروسه کی هم دلته  اوهم په واشنګټن  کی ځنی  اشتباه ګا نی اوبد ګما نی  لاس  ته   راغی ،  او هغه  دا چی  دغه خصوصی امنیتی شرکتونو ته د لسونو میلونو له مالی څخه معاف مالونه ورکول کیږی چی دناتو اودامریکی ټاکلی  نظامی ګدامونوته ویسی کوم چی داعتبار خبره په مینځ کی دی ، سره دهغه د تحقیقات په جریان کی داسی معلومات موترلاسه کړ چی د دغه  خصوصی امنیتی شرکتونو زیا ت شمیر یی ددولت دلوړ پوړی مقاما تو سره ډیر نژدی اړیکی لری اودامریکی پیسی په یو اوبل ټګماری سره طالبانو ته انتقالوی  اویا هغو ته بډی ورکوی ، د څیړنی  دغه رسمی  هییت  یوبله معلوات  هم تر لاسه کړ اوهغه داچی دجوړ جاړی په معاملی سره دلویو لارو امنیت خړ پړکید ل  د همد ی شرکتونو دکا ر کنانو په واسطه  سره صورت  مومی ترڅو چی د طالبانو دحملی دپاره زمینه برابره شی .     بله بد ګمانی چی دنوموړی هیت سره پیدا  شو هغه دادی چی داډول شخړی او عملیا تونه د  هغی  ورځی څخه په دی لار کی پیدا شوی چی دنا تو ا ود امریکی کاروانونه په دی لاره تیریږی کوم چی دغه خصوصی امنیتی شرکتونه  د  نوموړی  کا روا نونو د  سکورت اود بدرقی کولو مسولیت  پر غاړه اخیستی  دی  که نه مخکی ولی دا  ډول  پیښی  په  دی  لویه  لاره  کی نه پیښید له؟ .اوداځکه چی دکاروانونو نه رسیدل کوم چی دغټو ستونزو سره مل  وی اوبی د ضروری لوا زمو د جګړی دوام هم ممکن نه وی نو په دی وجهه عمداْ دغسی پرابلمونه  د کاروا نونو  په مسیر  کی مینځ ته راوړل کیږی ،  د  تحقیق هیت څرګند  کړ  چی  مونږ د جګړی اود پیښو  پردواړوخواوی اشتباه اوبد ګما نی لرو ،او دا ځکه چی  په میلونو  دالر د طا لبان جیبو ته هرورځ ولویږی اود لته په څرګند ډول  نښی اونښا نی موجود دی چی په مینځ کی داد اوګرفت موحود دی .
دلوړپوړی چارواکوسره دشرکتونواړیکی : د نورو موضوعا تو په پرتله په دغه ځانګړی موضوع باندی څیړنه او تحقیق ډیر پیچلی او مغلق دی اودا ځکه چی د دغه  خصوصی  امنیتی  شرکتونو  د زیا تو شمیرو ریسا ن اوخاوندان دجمهورریس حامد کرزی اوددولت دلوړ پوړو چارواکو له خپل اوخپلوانو څخه دی ،دمثال په توګه:ښاغلی رشید (پوپل)دجمهورریس حامد کرزی دکاکا ځوی دی اودبلی خوا څخه دغربی رسمی منابعو دڅرګندونی په حواله دوطن د خصوص امنیتی  شرک زیات سهم  د حامد کرزی د ورور قیوم کرزی دی .          دلته په افغانستان کی د امریکی  هدف او مقصد دادی چی افغانی  نظامیان  وروځی   او د  هغو جنګی مهارتونه زیات کړی ترڅوچی پخپله د شوریشیا نو  په مقابل کی مستقل وجنګیږی ،  نو که  چیری  د افغا نی لوری اود طالبانو ترمینځ ساخت وبافت او جوړجاړی  موجود ووسی ،مونږ داسی  انګیرو  چی  دا ډول  پټ معا ملی او ټګماری د پیسو  اود  دالر  دلاسته  راوړلو دپا ره دی ،حال داچی عامه خلک داسی  انګیری  چی دولت اولوړپوړی چارواکی د طالبانو څخه بیل اویو له بله سره مخا لف دی ، حال داچی دوی د پیسو  دلاسته راوړلو د پاره  سره پټ  معاملی کوی ؟
خصوصی  امنیتی  شرکتونه  چی  بی  له کوم رسمی کتونکی اومشاهده کونکی  څخه  کله ناکله سر په خود عملیا تونه په لاره کی ا چوی چی ځنی وختونه د هغه عملیاتونو له کبله ملکی وګړو ته ستونزی هم پیدا کوی  اودهغو دقهر اود غضب  سبب ګرځی  ټول  هغه  څه دی چی دشورشیا نو سره دهغو پټ معاملی دی ، .    

دقندهار په ګڼه ګوڼو کوڅو کی داسی زیات نظامی او ملکی خلک چی سره سر ګردان ښکته او پورته کیړی ددی توان اواماده ګی   لری  چی د پیسو په بدل کی د نا تو او د امریکی د کاروانون  بدرقه او سا تنه وکړی داهغه څه دی  چی  حنیف اتمر  د افغانستان  د داخلی وزیر(  د یکشنبی په ورځ له  خپل د ندی څخه استعفی وکړ اواستعفی هم ومنل شو ) وویل اوزیاته یی کړ چی ولی افغا نا ن دعامه خلکو دامنیت دسا تلو  خصوصی شرکتونه نه جوړوی ؟ حال داچی ډیرو  زیا تو ټوپک لرونکو ډیرما یل دی چی دامریکی اود ناتو د اکمالاتی کاروانونو بدرقه  وکړی  او داځکه  چی  امریکا یا نو د خپل  اکمالاتی   کاروا نونو  دانتقالاتو د پاره  افغانی ترانسپورتی شرکتونو  سره  چمتو   دی  چی قرار داد  وکړی  اود دی  انتقالاتو دپاره ۲،۲ بیلون دالر بودجه اوتخصیص بیله کړی چی  په  واقیعت کی خورا زیات پیسی  دی . د بلی خوا څخه امریکایی لوری چمتو دی چی هغه ترانسپورتی خصوصی شرکتونو ته کوم چی دهغوی غذای مواد او ځنی نورو ضروری لوازم  په ټاکلی وخت دهغو ټاکلی ګدامونو ته ورسوی انعام  او بخشش هم ورکوی .                                          

د پا یلی په عنوان ،  ترانسپورتی  د حمل او د نقل خصوصی امنیتی  شرکتونه  په معمول  ډول دقرارداد دنیولو دپاره د ګټی د ترلاسه  کولو  په  مارکیټ  کی دهلی ځلی څخه وروسته  کله  چی قرارداد  تر لاسه کړی اودامریکی اود نا تودما لونو دکاروان د سکورت  مسولیت ترلاسه کړی نو په عادی  ډول  سره دهریو لاری  د  سکورټ   کولو  له امله  د(۸۰۰)  څخه  تر (۲۵۰۰) امریکای  دالر  اجوره اخلی نو په دی اساس هرکاروان چی د نا تو اود امریکی مالونه د  لویولارو له لیاری ټاکلی ځایونو ته انتقال ورکول کیږی په هغه کاروان کی په سلونو  لاری یوبل پسی په بارونو ډک قطا رسره  مزل کوی اوتاسی په اصطلاح سره سوچ کولی شی چی د خصوصی امنیتی شرکتونو عاید له دی کاروانونو څخه څومره پیسی دی.
د بل طرفه دیا دونی وړ بل مطلب دادی  چی  اکثر خصوصی  امنیتی  شرکتونه  د امریکا یانو د ګدامونو دساتلو اودهغو دامنیت دنیول په اړین دامریکی مقاماتو سره هم قرار دادونه ترسره کوی او دهغه په پدل کی غټ اجوره ترلاسه کوی .                                

  په واقیعت کی ډیر ښه پیسی دافغانستان دلوړ  پوړو چارواکو او ځواکمنو کورنیو جیبوته ولویږی  اودهغو کورنیو غړی د دولت په لوړو مقامونو کی  دندی  تر سره کوی ، او هم دهغو کورنیو یو زیات شمیر کسانو  د خصوصی امنیتی شرکتونو خاوندان دی ،  د وطن دامنیتی شرکت  څخه  علاوه  کوم  چی  دحامد کرزی دکاکا ځوی په لاس کی دی ، یوه بله خصوصی امنیتی شرکت د  ان- سی – ال (NCL) په نوم فعالیت کوی چی دهغه خاوند اوریس  حامد وردک  د افغانستان  د دفاع دوزیر  درحیم وردک ځوی دی .
د ایلیت (Eliet) په نوم  یوه بله  خصوصی  امنیتی شرکت دی کوم چی دهغه خاوند اوپریزیدنت  صد یق مجد یدی د ثنا دریس د صبغت ا لله مجد یدی ځوی دی  سربیره پرهغه دثنا دمجلس یو ویندوی څرګند کړ چی  داسیا دګروپ یوه بله خصوصی امنیتی شرکت چی تر اوسه پوری  فعالیت کوی هغه د حامد کرزی د کاکا د ځوی تر قیادت لاندی کارکوی .                        

  غیرعقید تی سلوک اوروشونه :ځنی وختونه ځنی خصوصی امنیتی شرکتونه دخپل بی باوری اود خپل عقیدی په خلاف دی حد ته رسیږی چی طالبانو ته رشوت اوبډی ورکوی چی خپل کاروان په مصونیت سره تیر کړی  اوځنی  نور  بیا دلاری  پرسر پروت  دکلی غیرنظامی خلکو اویا دهغه کلو شورشیانوته کوم چی دکاروان دتیریدو خنډ وګرځی دهغه کلی خلکو ته ډیر سخته جزاورکوی اودهغوسره دانسا نی له کرامته وتلی برخورد کوی ، دمثال په ډول : ددی خصوصی امنیتی شرکتونو دیوشرکت ډیر یوظالم ، خدای ناترس اوبیرحم یوقوماندان  چی  روخ الله  نومیږی  او  لکه دنورواکثرو افغا نا نو  په  څیر  په یونوم  سره یادیږی ،هغه د یو خصوصی  امنیتی  شرکت  چی  د هغه نوم کومند و  امنیتی شرکت دی دغه مستر روح الله  هغه شرکت کنترولوی  یعنی  د دی  تر څارنی لاندی دی ، کوم چی دهغه زیا ت  کاروانونه د قندها ر او هلمند په سړک کی انتقالات تر سره کوی ، هغه دځنی مشکوکو طالبا نو دجنګیالیو سره ساخت اوبافت کوی  او هرکله که  چیری  په عمدی  اویا  غیر عمدی دهغه دانتقالاتو څوک دقندهار اودهلمند  په  سړک  کی  خنډ  پیداکړی ،هغه بی له کوم پوهاوی اودمشکو خنډ اچونکی سړی د  پیزندنی څخه پرته دکلی غیرنظامی خلکوته په ډیره بیرحمی سره جزا ورکوی کوم چی د انسانیت له جادی څخه وتلی وی .
دخصوصی امنیتی شرکتونو زیات شمیر په شمول

دهغه شرکت چی دهغه په سر  کی  روح الله  ناست  دی  داحمد ولی کرزی یعنی دافغانستان د جمهور  ریس حامد کرزی ورور اود قندهار دولایت  د شورا د مشر تر نفوذ اوکنترول لاندی دی.                                            

په امریکا کی زیات افغان پیژوندکی  ماهران  اوحلقی  په دی باور دی چی ولی کرزی دډیرو جاسوسی مقامونو سره اود ډیرو با نفوذو حلقو سره په ډیر نژدی  ارتباط  کی  دی  اودافغانستان دهیروین اودتا ریاکو په قاچاق او تجارت کی بلکل یو دخیل او مقتدر سړی دی ،  مګرهغه تل ددی څخه انکارکوی او په کراتو سره وایی چی زه دتاریاکو په قاچاق کی هیڅ لاس نه لرم .                                             دناتو یورسمی غړی چی دخپل نوم داخیستو څخه ډده وکړ داسی اظهار نظر وکړ : رشید (پوپل) دوطن د خصوصی امنیتی شرکت ریس  دولی کرزی اود   روح الله  سره ګډ همکاری کوی اویودبل سره ډیر ډیر نژدی اړیکی لری .   

مستر پوپل پخپل یو مصاحبه کی وویل : زه دهیچا اوبیا دجمهور ریس حامد کرزی دکورنی سره هیڅ اړیکی نه لرم  حتا تر دی پوری چی زه کله  نا کله دهغو په کړونو نیوکی  هم  کوم ،  چی  دا پخبله یو سیاسی تکتیک دی کوم چی مونږ د پوپل دمصاحبی څخه وپوهیدو.                                                      

افغانی اوامریکایی ماهران په  دی  باور دی چی احمد ولی کرزی به په ډیره بیړه سره  ددولت په همکاری (۲۳) غیر راجستر شوی شرکتونه به قندهار ته راولی او ترخپل  کنترول  لاندی  به  ونیسی ، اود روح ا لله سره به په ګډه د امبریلا (چتری) یو  شرکت جوړکړی اوپرهغه باندی د قندهار دامنیتی ځواک  نوم کیږدی  او  په دی  ډول  سره د نورو زیا تو  انفرادی شرکتونومخه ونیسی اوهغوی دنیستی سره مخه کړی . نو په دی بنیاد سره دناتو هغه لوړ پوړی مقام زیاته کړ چی مونږ غواړو ټول تیر قراردادونه فسخ کړو         .  
دوطن دخصوصی امنیتی شرکت د ایسکورت کارکونکی
طالبانو ته د بډی ورکولو  پرموضوع کم  ترکمه  دوه  ټاکل شوی څیړونکی کمیټی  په کابل  کی  په  څیړلو بخت دی چی یوه یی دامریکا د ثنا ملی  امنیتی کمیټه دی چی دهغه په سرکی جان - اف – تیرنی  دموکرات دمسچوس له ایالته اوبله کمیته یی دنا تواموراتو دپاره په کار اوڅیړلو بخت دی .                                     

له بلی خوا څخه دیادونی وړ مطلب چی باید پری مکث وشی هغه دادی چی دلته په افغانستان کی ددشمن پیرودل اورانیول ډیر حیرانونکی په نظر  رسی ، حال داچی دا ډول کړنه اومعاملی چندان غیر معمول او بی سابقه نه دی ، زیاتر افغانان  حتا کوم چی دهغوی خپل اوخپلوان په دولت کی دی حتا دهغو وروڼه او زامن په طا لبا نو کی هم  دی .                                     

  غربی رسمی سرچینو  ا وس په دی  باور دی  چی دولتی اوحکومتی رسمی چا رواکی  طا لبا نو ته  بډی اورشوت ورکوی  د  مثال  په ډول : طا لبانو درشوت اودبډی اخیستلوپه بدل د تیلیفون پردستګاه اواستیشنونو باندی حمله نه کوی اود تیلفون  مزی نه پریکوی  اویا دهغه پا یی نه راچپه کوی ،ډیرو ډیرو افغا نا نو پوره با ور لری  چی اکثر  خصوصی امنیتی اوغیر امنیتی شرکتونه د خپل مصونیت د سا تلو په بد له طا لبانوته  رشوت او بډی ورکوی .                                 

نوموړی سرچینی د شواهد و په نظر کی  نیولو سره داسی  وایی  ، چی  ځنی   زیا ت  خصوصی  امنیتی شرکتونه ځنی وختونه کله چی پوه شی چی پر طالبانو باندی لاس بری لری نوپرهغو  باندی  حمله کوی اما کله  چی طا لبا نو  پر دوی   با ندی لاس بری  ولری نودهغو سره معامله کوی اوهمدغه چلن دهغو په مینځ کی بیخی معمول شوی دی .د وطن دخصوصی امنیتی شرکت ریس ( پوپل) وای چی مونږ تل د طالبانو سره جنګیږو  او په جنګ کی  زمونږ  ډیر امنیتی  ملګری مړ کیږی ، مثلاُ  پروسږکال مونږ تقریباً ( ۲۵۰) خپل امنیتی ملګری دطالبانو سره په جګړه کی دلاسه ورکړ نوموړی منبع  زیاته کړ  چی ستوزمن په نظر راځی کوم چی باید دتلفا تواودضایعا تو دقیق راپورونه تر لاسه کړو اوداځکه  چی احصایه  یواځی د کوربه هیواد دلاری یا دټرک لرونکی شرکتونورا نیول کیږی نه د نورو لاریو اووسا یطو څخه .  دامریکی یورسمی منبع  داسی  یا دونه  وکړ  چی  د (۲۰۰۹)  د  اپریل دمیاشتی  څخه تر دمی ( ۲۰۱۰) میاشتی پوری کم تر کمه (۲۷) امنیتی قراردادیان خپل ژوند دلاس ورکړی او نور (۳۸) لوی اویا وړه زخمونه اخیستی دی .            ا

ودبلی خوا څخه هغوی وای چی مونږ ته سخت بریښی چی پوه شو کوم چی څه مقدار ډالر به طالبانو ته رسیدلی وی اودا ځکه چی خصوصی  امنیتی اویا  نور شرکتونه دخپل معاملی په هکله چپه خوله وی او څه نه وایی . دانتقالاتو قراردا د یا ن   یا  پیما نکاران  امنیتی خصوص شرکتونو ته  پیسی ورکوی چی ځنی وختونه فرعی  مقاطعه کارانو  نوموړی  شرکتونو  ته جایزی  اوپه  همدی ډول  یواوبل  سره پخپل مینځ کی معاملی کوی ، چی د دی معاملو  په هکله یو امریکایی  رسمی سرچینی چی دخپل نوم داخیسلو څخه ډډه وکړ داسی وویل :   زه د فرعی ، فرعی او بیا هم د فرعی مقاطعه کارانو اود خصوصی شرکتونو دترمینځ اړیکو په باره کی څه نشم ویلی .                                       

د نتا یجو په نظر کی نیولو سره د طا لبا نو اود امنیتی شرکتونو  ترمینځ  اړیکی  ا و منا سبا ت، پټ پیچلی او ډیر مرموز بڼه لری ، دناتو اودافغان درسمی منابعو په قول سره دلته دطالبانو اود شرکتونو تر مینخ ټوکی اوټکا لی موجود دی اوهغه داچی « تاسی خپل معا ملی جاری وساتی اومونږ دستاسی دانتقالاتو خنډ نه کیږو» یعنی بیسنیس وکړی  چی انتقالات صورت ونیسی . همدارنګه ځنی وختونه  نوموړی  شرکتونه  بی له دی چی پر طالبانو باندی ګذارونه وکړی هغو ته پیسی ورکوی او کله هم په رقابتی اود سیالی له نطره یو څه کم اوزیات  شخړی سره  ممکن وکړی .  لکه هغسی چی په میدان شهر کی تیره میاشت په بدګمانی اود شک  کولو په نتیجه کی پیښه مینځ ته راغی .     

دافغانستان په جنوب کی دناتودقوتونومسول قوماندان مجور – جنرال .نیک کارتر(Maj Gen Nick carter) وویل :زه په دی انتطاریم چی خلک پخپله خپل خواستی ولری چی دغه لاره دترافیک په  مخ کی بی  له  کوم باج اخیستلو تل خلاص وسیی .                              رسمی سرچینی داسی انګیری  چی مونږ په یقـنی بڼی سره پوه نشو چی تیر میاشتی په میدان  شهر  کی څه واقع  شوی  او دهغه  اصلی  عامل څه وه ،  مګر یوشمیر خلک چی دواقعی  په لری اونژدی ساحه  کی وه اود خپل د سترګو  لیدلی حا ل بیانوی   ،وایی  چی دشرکتونو اود شورشینا نو ترمینځ پیښه یو پخپله جوړ کړل  شوی   ډرامه   او یا  ساخت اوبافت اوڅه جنایی مطلب وه .                                               

  محمد حلیم فدایی دوردک دولایت والی سره دیو رسمی منبع  کوم چی دوطن اود کمپاس  د خصوصی  امنیتی شرکتونو د تحریم  دلری کولو مرام او مقصد درلودل هغوی وویل چی مونږ باور نه لروچی د لته څه پيښي واقع شوی وسیی . لاکن دومره ویلای شو چی دوطن پرشرکت باندی نظرنوروټولوشرکتونوڅخه دشورشیانو له خوا حملی ډیری کید له.شاید  چی  ددوی د برلاسی د امله چی پرطالیانو لری دغه حملی دطالبانو له  ډار وی چی  پر شرکت باندی زیات ډزی کوی .                          

یواقغانی لوړ پوړی چارواکی چی دخپل نوم داخيستلوڅخه ډډه وکړ داسی څرګند کړ : دافغانستان په دولتی حلقو کی داسی قوی ګمان اوشک پیداشوی یا موجو ددی چی د وطن امنیتی  خصوصی شرکت طالبانو ته پیسی ورکوی اودا ځکه چی د وطن دشرکت کارکونکی پخپلو برخوردونو کی ډیر بی رحم ، خشن آو تل د تهد ید سره مل وی  اود همدی شرکت کارکونکی کله ناکله پخپله صحنه سازی یا په  درواغو سره مربوطه منابعو ته تشویش رامینځ ته  کوی.
پای