د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۱) ټايمز آف اينډيا د ټـايـمـز آف اينـډيـا ورځپـاڼـه THE TIMES OF INDIA

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
د هند د مطبوعاتو د پيل تاريخ و کال ۱۷۸۵ ته یعنی ۲۲۵ کاله پخواته را ګرځي . هند په دې عرصه کي زموږ په سيمه کي  ډېر ستر او ډيموکراټيک هيواد بلل کيږي . دهغي  احصائيې له رويه  چي څلور کاله پخوا ښودل سوې وه په ټول هند کي  ۶۲۵۰۰ ورځپاڼي، مجلې

او خپروني سته چي   په ۱۲۳ ژبو خپريږي .   ددې جملې څخه د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په هند کي د مهمو او مطرحه ورځپاڼو څخه شمېرل  کيږي چي په يوه وخت کي د بمبئي، احمدآباد او نوي ډهلي په ګډون د هند په شلو نورو لويو  ښارو کي خپريږي . دغه ورځپاڼه عمدتاً د هند د ملي دولت د نظریاتو ويندويه او په حقیقت کي په ملي، سيمه ائزه او نړۍ واله  کچه د هند د منتخب دولت د پاليسيو او کړنلارو د انعکاس هينداره ده .

د ټاېمز آف اينډيا ورځپاڼه د نيژدې درې نيم  ميليونه  تيراژ  په درلودلو سره نن په هند او نړۍ کي  د  انګليسي ژبي د تر ټولو  ګڼ شمېره ورځپاڼو په جمله کي هم راځي  . همدا رنګه په هند کي د ۱۴۰ نه زيات ټلويوزوني کانالونه سته چي د خپلي خوښي برنامې خپروي ، د دې جملې نه ۱۹ يې دولتي او پاتي يې د شخصي سوداګرو  دي .

د هند مطبوعات  سره ددې چي زياتره يې  د انګليس تر سلطې لاندي دوران کي په خپرونو پيل کړی دئ خو د انګليس د استعمار پرضد يې  د خپل هيواد په وړاندي دمبارزې د مناديانو او مخکښانو  نوم د ځانه سره  ساتلی دئ . دغه بهير د خپل تاريخ په اوږدو کي   ډيري لوړي او ژوري  تجربه کړي دي . د هند د پخوانيو ورځپاڼو څخه چي لا تراوسه خپريږي د «سټېټسمېن »   (The Statesman)، «مومبئي سماچار» (The Bombay Samachar)، «ټاېمز آف اينډيا» (The Times of India)، «پاېونير»، (The Pioneer) «هندو» (The Hindu) او «ټريبيون » (Tribune) نومېدلای سي  چي د هغوی د تاسيس کلونه  د اتلسمي پېړۍ په اوږدو کي يو په بل پسې  تر سره سوي دي  .

د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په کال ۱۸۳۸ کي د هغه انګرېزانو دپاره  چي د هندوستان په لوېديځ کي مېشته وه د هغوی د خبراوۍ په هدف تأسيس سوه . دغه خپرونه په اول سرکي د هفتې دوه واره د بمبئي ټايمز په نامه په کار پيل وکړ،خو کله چي يې  امکاناتو يې پراختيا وکړه او د خلکو غوښتنه و خپل اوج ته ورسېده نو  په ۱۸۵۱ کي د ورځپاڼي په ډول واوښته .

د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه د بينيټ کولیمن  (Bennett, Coleman & Co. Ltd.) لخوا چي  د رسنيو د ډلي يو لوی شرکت  دئ خپريږي . دغه کمپنۍ د يو شمېر نورو کمپنيو سره چي  هغه ته د ټايمز مجتمع  يا(The Times Group) وايي  په هند کي د ایکونومیک ټايمز (The Economic Times)، د ممبئي هينداره يا مېرر( The Mumbai Mirror)، په هندي ژبه د نوي بهارت ټايمز  (The  Naybharat Times) او په مراټي ژبه د مهارا شترا ټايمز  ( The Maharashtra Times) ګڼ شمېره  په هند کي مشهوري ورځپاڼي  خپروي .

د ټايمز د ګروپ اوسنی منجمنټ يا اداري تشکل  د هند په ژورناليستي ليد لوري کي  ځان  د يوه لوی بدلون وسيله ګرځولې ده . لکه د نړۍ په بل هرځای کي، په هند کي هم د ورځپاڼې اډېټر يعني د سر سړی په دوديزه توګه په يوې ورځپاڼه کي   تر ټولو مهم پوسټ دئ ، خو د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼي د ۱۹۹۰ کال راهيسي دغه اصل ته بدلون ورکړ   او  هغه يې د منجمنټ د کړنلاري پر اصولو واړول . د ټايمز آف اينډيا سيالي  ورځپاڼي  د «هندو»  ( The Hindu) او هندوستان ټايمز (Hindustan Times) ورځپاڼي دي چي په دوهمه اودريمه کټګوري کي راځي .

دغه ورځپاڼه مخکي د تجارت د ژورنال په نامه پادېدله او دا  په دې خاطر وه چي په هغه کي زياتره  اقتصادي او تجارتي خبرونه ، د پانګي اچوني چمونه او د هند د بازار د پېژندني مالي ارقام  پکښې خپرېدله .  په ۱۸۶۱ کي وو چي دغه خپرونې خپل نوم په ټايمز آف اينډيا واړاوه . د هند د خپلواکۍ نه وروسته دغي ورځپاڼي خپله رويه بدله  او په نړۍ کي يې  دمستقل هند او د خپلواکه هندي ټولني  د لا زياتي  پېژندني هڅي را شروع کړلې . همدغه تګ لوری ددې باعث وګرځېد چي د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په يوې  نړۍ واله ورځپاڼه باندي واوړ ي او د نړۍ زيات ولسونه د هغه سره علاقه و ښيي . د ورځپاڼي دغه شاني نړۍ وال تحرک او په همدې عرصه کي خپل  شتون ددې باعث وګرځېد چي دغه ورځپاڼه د خپل ځان او د مطالبو  د کيفيت   په لا لوړولو او بډايولو کي لا نور هم تلاښ وکړي  .

ټايمز آف اينډيا لکه دهند نوري ورځپاڼي و نړۍ واله پيښو ته زياته پاملرنه کوي ، خپل د تحريريه هيئت د کادرو مغزنه برخه يې و نړۍ والو مسئلو ته ځانګړي سوې او په دې عرصه کي فعاليت کوي ، خو نور ي موضوعګاني يې هم د پامه نه دي غورځولي . ورزشي، هنري، سينمايي، کتاب، سیاسي، علمي او اقتصادي خبرونه او مقالې پرېمانه پکښې خپريږي . د ورځپاڼي دغه تلاښ تر هغه ځايه مخته تللی دئ چي  نن په هند کي دغې ورځپاڼي ته د روښانفکرانو او تحصيل يافته ګانو دورځپاڼي په نامه يادوي  .

د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه به ښايي په انګليسي ژبي نړۍ کي لکه  د امريکا د وال سټريټ ژورنال، يو ايس ټوډې او يا د انګليستان  د ډېلي مېل ورځپاڼي غوندي مشهوره نه وي، خو کله چي د تيراژ خبره راسي نو دغه ورځپاڼه بيا ټوله  شاته   پرېږدي . د توذيع په چارو کي د اې بي سي مشهوره  د صحيح شمېرلو بېرو چي هغه ته  (the Audit Bureau of Circulation) وايي دا خبره تصديقوي  چي د ټايمز اینډيا ورځپاڼه په انګليسي ژبه  د ټولي نړۍ تر ټولو زياته خرڅېدونکې ورځپاڼه ده چي د ورځي ددرې ميليونه  زياتي نسخې اخبارونه   خر څوي  .


مأخذونه او منابع : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه  :

http://en.wikipedia.org/wiki/Times_of_India
http://timesofindia.indiatimes.com/default1.cms



نوټ :
د کاپي کېدو جواز يې  د ليکوال او منبع د نوم په  ښودلو سره مانع نلري

 

تیره برخه دلته ولولۍ