سلام محترم بسمل صاحب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غوٍث الدین غوث
ستا لیکنه می کومه چی دسولی ملی مشورتی جرګی په باب دی په لیکه کړي ده ولوسته،ستا لا معلوماتو په خاطر غواړم یوی ډیری مهمی خبری په باب معلومات در کړم،هغه ځه چی تاسی دخپلی لیکنی په اخري برخه کی راوړي دی (چی د کرزي حکومت به په شپږ میاشتو کی سقوط وکړي) ایا ته خبر یی چی دا خبر دچا له لوری
ورسنیو ته دنامه له ښودلو پرته ویل شوي ده؟ زه یقین لرم چی ته خبر نه یی،داستا کمي ده چی اول باید په خبره سر خلاص کړي پس له هغه ډهل ته اتڼ واچوي.
زما ګرانه ورورکه:دغه خبر کوم وخت چی ښاغلی داکتر عبداله له امریکی ځخه بیرته افغانستان ته راغلی وخپلو ملګرو او رسنیو ته یی په کابل کی په غوږکی وکړه،وروسته تاسی په شانی ځینو احسا ساتی ،دکرکی او تعصب ځخه ډګو افغانانو چی همیشه خپلی ریښی په خپل لاس دپردیو په تبر ریبي ډیر لوی اوعمده خبر ځینی جوړ کړي،په حقیت کی دا دومره مهم معلومات نه دی کوم چی تاسی ورته خوشحاله یاست یوازی تبلغاتی جنبه لري اوبس ،هیله لرم چی هغه متل همیشه په نظر کی ولري چی وایی:اول یی وګوره بیا یی امضا کړه،دازمونږ مشکل دي چی بی خبره په اتڼ کی ور ګډ یږو،همدغه علت دی چی دهالنډ په ور ځپاڼو کی
مونږ باندی ناوړه تبصری او ټاپي لګیږي،که ما او تا ژوندي وو په همدغه کرزی صاحب پسی به سبا ورځ ارمان کوو،هیله لرم زما ځخه خفه نه شی زه دیوه افغان په صفت درته وایم راشی چی افغان شموله روحیه په ځان کی وروزو نه دیوی منطقی اویوه قوم روحیه،تا بیا هم په خپله لیکنه کی دکرزی په شخصی حیثیت باندی تعرض کړي دی،بیا هم هغه متل دی چی وایی پښتون مړ کړه ولی لمر ته ی مه اچوه،په یوه پشتون افغان اومسلمان باندی دیابو نوم ایښودل کوم عقل او منطق دي؟ ایا دیوه پښتون سره دغه لقب مناسب دي؟،یوه خبره بله هم در ته کوم که چیری کرزي صاحب تاسی دپکتیا والی په صفت غوره کړی وایی په هغه
صور ت کی به دی هم دغسی دانسانی کرامت ځخه لیری خبري پسی کولي اوکه نه؟ ښه خبر یم چی تاسی ځوځله په مستقیم او غیری مستقیمه تو ګه دچوکی په خاطر دکزی صاحب سره تماس نیولی دي. دولسی جرګی دغړی ښاغلی ځمکنی صاحب پر شهادت مونږ هم خفه یو ولی په هغه ور ځ له نوموړی سره دوه نفره نور افغانان هم ځای پر ځای شهیدان شول هغوی هم افغانان وو نه بل ځوک.په درناوی