زهر ــ لنډه کیسه/ لیکوال :طالب منګل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په ټول زور سره یې خپل سر د کوټې له سیمټین دیوال سره وواهه
وینې یې پر تندي راماتې شوې او یو ځل بیا یې خپل لاسونه په تورو زلفو ور دننه کړل اود سرو شونډو له شپلۍ یې د چیغې اواز دکلي په کوڅو کې خلک پښه نیولي په څنګ ودرول.

سپن ږیري پلار یې په زاړو ګوتو د هغې غوښین لاسونه کلک ونیول ، مخامخ ورته کښېناست،په ورخطایۍ سره یې خپلې ښځې ته ورنارې کړې،هله زرشه ،بیړه وکړه ،لږ وخت پاتې
هغې یو ځل بیا د دوهمې چیغې له پاره خوله خلاصه کړه او سپنې پستې ګوتې یې له زلفو راویستې ،دقمیس لمنه یې له تورو اوږدو ویښتانو ډکه کړه.
مور یې په تښتیدلي رنګ د کوټې په کونجونو کې په ټیټه ملا اخته وه او په هغه تغویذ پسې یې کونځې سترګې یو او بلې خواته اړولې کوم چې یې په ماشومتوب کې ډېر په غاړه زنګیدلی و.
دهغې په سپین مخ کې د ورستۍ سا رنګ په زیاتیدو و،د سرو شونډو رنګ یې دزیړه زنې په سر د سپينو لیاړو سره یو ځای د غاړه تر ورستۍ برخې راتویده
دسپينو غاښونو ځلا به یې هله نوره هم زیاته شوه چې په خپلو غاښونو به یې غټو شونډو ته زور ورکړ او کلکې به یې ونیولې او د وینو څاڅکي به یې د خولې په دواړو واښیو را مات شول.
کشر ورور یې د کوټې د دروازې شاته په نویو جامو کې ولاړ و،خپله لمن یې سترګو ته نیولي وه،په سترګو کې یې د اوښکو وړه څاڅکي له لرې ځلیدل اوپه ژړغوني نظر یې د خپلې خور خواته کتل.
پېغلې څانګې د ژوند ورستۍ سا لټوله او په ځیر ،ځیر یې څو،څو وارې د مشر ورو خواته وکتل.
د مشر ورور په څیره کې یې د غصې کرښې شیبه په شیبه زیاتې دې او له ډار څخه ډک نظر یې د څانګې په خوا په داسې انداز پرېښودی و چې په لاس کې ورسره د وچ لرګي کوتک و او خپلې غښتلې غټې ګوتې یې پرې کلکې رتاوې کړي وې.
غرب شو ........ دوهم ورور یې د کوټې دروازه په لغت ووهله، ټوپک یې په خپلو لاسونو کې تکیه کړاو مخامخ څانګې ته ودریده او پرې چیغه یې کړه.
ته ولې له خپلې خبرې نه اوړې؟
له همدې خبرې سره یې یو ځل بیا خپل ټوپک کلک کړ او د څانګې په سر یې ونیو.
ماما یې چې دکوټې په کړکۍ کې حیران ولاړ و راټوپ یې کړل او د هغه له لاس څخه د ټوپک په نیولو شو.
وایې ویل:
صبر کوه دا خلک به څه وایي؟
یوه بله خبره یې هم کوله خو خوله یې اخ ونیوه او ټوپک یې له ګونډو سره ولکیده او دهغه له لاس څخه یې راکش کړ..
دا شیبه د څانګې په زړه کې هیڅ ډار نه و او غټې تورې سترکې یې د شیندلو تورو زلفو په منځ کې د بې ګناه هوسۍ په شان غړولې.
کشره خور یې په ژړا شوه او یو څو چیغې یې له خولې راویستې،مشر ورور پرې ورمنډه کړه او هغه یې یو ځو لغتې کش کړه او ورته یې وویل:
چوپ چې نوره دې ژړا ونورم،همدا ته وې چې په کوڅه کې به دې دغې ډمې ته د هغه مونفق لیکونه راوړه او دا ټول ستا له لاسه په غم واوښتوو.
د کشرې خور په بدن کې یې سا ګنډه شوه او خپل پښتورګۍ (تشې) یې په لاس ونیوو.
د کور په دهلیز کې سره ښځې یوې او بلې ته په پټو خبرې شوې او ځینو د ټوپک د ډزو له پاره غوږ نه څک نیولی وو او الله،الله یې یادول.
د کور څخه د باندې په کوڅه کې د موټرو شور شو او په یوه شیبه کې د موټرو اوازونه پسې لرې شول او په کلي خاموشي خپره شوه.
د کلي ځوانان سره دوه،دوه شول او یو اوبل ته به یې غلي،غلي ویل:
ګمان نه کوم چې ژوندۍ به یې پریږدي .
هغه دي د واده خلک هم لاړل ،اوس یواځې د ټوپک ډزو ته غوږ شئ.
د واده دیګونه په اور باندې وو، نرۍ وریجې په ګرمو اوبوکې اوښتې ، ماشومان د انګړ،په دروازه کې سره یواو بل ته موسکي،موسکي کیدل
د کوټې په منځ کې شور شو ، څانګه د مور په غیږ کې ورړنګه شوه او له خولې یې سپین اوبه راغلې.
په جیب کې یې د زهرو شیشه یي بوتل هغه وخت وکړنګیده چې د څانګې دمشر ورور پښه یې ورسره ولږیده
.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

طالب منګل/کابل


دوشنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي ١٠