افغانستان ته دبریتانیا د مهمو وزیرانو دسفر اهداف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
د بریتانیا د نوي ايتلافي حکومت درې مهم وزیران دروان عیسوی کال دمی دمیاشتی په ۲۲ نیټه د یوه نااعلان شوي سفر په طرز کی افغانستان ته سفر کړی دي څوپه دې هیواد کې حالات له نژدې وویني

د بریتانیا د بهرنیوچارو،نړیوالې پراختیا او دفاع وزیرانو له ولسمشرکرزي او نورو افغان چارواکو سره ولیدل او له افغانستان سره یې د بریتانیا د مرستوپر دوام یې ټینګار وکړ.
له ښاغلي هيګ سره د بريتانيا د دفاع وزير لايم فاکس او د بريتانيا په کابينه کې د نړېوالو پرمختيايي چارو وزير اندرو ميچل هم ملګري ول، داسفر په داسی حال کی صورت نیسی چی ځوورځی مخکی دهلمند په ولایت کی دموسی کلا ولسوال دبرتانیی دپوځونو په کړونو باندی جدی نیوکی کړي وي.
د موسى کلا ولسوال ملا عبدالسلام د چهار شنبې په ورځ دمی دمیاشتی په ۱۹ نیټه په لښکر ګاه کې يوې خبري غونډې ته وويل: (( که زه خبر واى چې بهرنيان د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځاى د خپلو خاصو موخو لپاره افغانستان ته راغلي، نو هيڅ کله به هم له دولت سره نه واى يو ځى شوى.)) ملا سلام په هلمند کې په برېټانوي ځواکونو تور ولګاوه، چې د تېرو دوه نيمو کلونو په اوږدو کې يې په موسى کلا کې امنيت د پراخوالى پرځاى محدود ساتلى او سيمې يې په لوى لاس مخالفينو ته په لاس ورکړې وې.
نوموړي زياته کړه: (( زه نن دا خبره په ډاګه کوم چې انګريزان له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او د دولتي کسانو په ځپلو کې ښکېل دي.)) ملا سلام وايي که دى خبر واى چې نړيوال ورسره دا ډول چلند کوي، نو هيڅ کله په هم له دولت سره نه واى يو ځاى شوى او نه به هم نور طالبان په دې توګه له دولت سره يو ځاى کېدو ته زړه ښه کړي.
ملا سلام د خبري ناستې پر مهال دا هم وويل چې، د ملا عمر په ګډون د وسله والو طالبانو ټول مشران د پاکستان او بهرنيو له خوا د بنديانو په توګه ساتل کيږي او د هغوى په کنټرول کې دي او که د طالبانو هر مشر د بهرنيانو او پاکستانيانو له خوښې پرته په کوم کار لاس پورې کړي، نو برخليک به يې د ملا برادر په شان وي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو کړنو ته په کتو سره په دوى شکونه زيات شوي چې ددوى اصلي موخه له ترهګرۍ سره جګړه نه ده، خو د برېټانوي ځواکونو په اړه اوس کابو ټول افغانان په دې باور دى چې له ددولت له وسله والو مخالفينو سره جګړه نه کوي، له دوى سره مرسته کوي او د افغان دولت په کمزوري کولو کې لاس لري او ددې لپاره پوره شواهد هم په لاس کې شته. په دوه زره اتم کال کې د ملګرو ملتو دوو لوړو پوړو کارکوونکو مايلکل سيمپل او ميروين پېټرسن چې يو يې د برېټانيا تبعه و، په هلمند کې دوه زره وسله وال طالبانو روزل او دوى ته يې پيسې ورکولې او ورسته ښکاره شوه چې تر شا يې برېټاينا لاس لري. په هغه وخت کې افغان دولت هم مجبور شو چې دوى له افغانستان څخه وشړي. په همدې ډول کله چې په مارجه کې عمليات پيلېدل، کڼ داسې خبرونه خپاره شول چې برېټانوي ځواکونو له جګړې وړاندې وسله وال له مارجې ايستلي دي. او په همدې ډول اوس په افغانانو کې دا خبره مشهوره ده : هرې سيمې ته چې برېټانويان ځي نا امني، طالبان او د قومي مشرانو وژنه يې ملتيا کوی.
ملا سلام په خپلو خبرو کې ويلي: (( له ماسره چې د نړيوالو له خوا څه ډول چلند شوى، فکر نه کوم چې نور وسله وال دې له دولت سره يو ځاى کیدوته ته زړه ښه کړي.)) له شک پرته چې هغه وسله وال چې له دولت سره يو ځاى شوي ورسره بد چلند شوى او د نړيوالو ځواکونو له خوا ځورول شوي دي چې د سولې پر روان بهير يې هم اغيز کړى. له بده مرغه موږ په تیرو څو کلونو کې د مجديدي صاحب په مشرۍ يو ناکامه کيمسيون درلود چې له دولت سره د وسله والو مخالفينو د يو ځاى کیدو او له هغه وروسته دوى ته د اسانتياوو د برابرولو دنده يې پر غاړه وه. دغه کميسيون نه يوازې دا چې ونه شو کړلاى چې د سولې پروسه لکه څه ډول چې په کار ده هسې پر مخ بوځي، بلکې له دولت سره يو ځاى کيدنکو وسله والو ته يې هم اسانتياوې برابرې نه کړې.
بريتانيا په افغانستان کې شا و خوا لس زره عسکر لري، چې اکثره يې په هلمند کې ماموريت لري، په افغانستان کې تر ٢٨٥ زيات بريتانوي عسکر وژل شوي.
د جمعې په ورځ يو بريتانوى عسکر د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د پياده ګزمې پر وخت په چاودنه کې ووژل شو، چې په دې توګه د دغو ځواکونو تلفات له ٢٠٠١م کال راهيسې ٢٨٦ تنو ته زيات شو.
هلمند د افغانستان په کچه له ناامنو ولايتونو څخه دى، ټاکل شوې په هلمند کې اته زره بريتانوي پوځيان خپل ماموريت د يوه امريکايي جنرال په مشرۍ پرمخ بوځي.
د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي په دې ولايت کې به د ناټو ځواکونو مشري د امريکا د سمندري ځواکونو يوه عالي رتبه جنرال، تورن جنرال ريچارډ ميلز ته وسپارل شي.
دغه بدلونونه د ناټو د هغه تصميم يوه برخه ده، چې غواړي د افغانستان د جنوبي ولايتونو مشري پر دوو برخو ووېشي، په دغو ولايتونو کې به د پنځوسو زرو امريکايي، بريتانوي، کاناډايي او ځينو نورو هېوادونو د پوځيانو مشري پر دوو جلا قوماندانيو ووېشل شي.
د تیری شنبې په ورځ د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون او د افغانستان ولسمشرحامدکرزي په خپله لومړنۍ کتنه کې موافقه وکړه چې کابل او لندن به په خپل منځ کې اړیکې لا پیاوړې او زیاتې کړي،پای رحمت اله روان