د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۰) فايننشيل ټايمز ورځپاڼه د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

فایننشیل ټايمز Financial Times (FT) يا مالي ټايمز د انګلستان په اقتصادي حوزه کي يوه تر ټولو مهمه او  مشهوره  نړۍ واله ورځپاڼه ده ، دغې ورځپاڼي د  خپل   فعاليت د يوې  پېړۍ نه زياتو کلو  کي نن   د تجارت او مالي چارو په برخه کي  د

انګلستان او نړۍ  د مطرحو او نامتو ورځپاڼو په کتار کي راځي  .

فایننشیل ټايمز   د لندن د مالي لارښود (London Financial Guide) ‏تر عنوان لاندي د ۱۸۸۸ د جنورۍ په نهمه د جمز شرايډن  James Sheridan او د هغه د ورور لخوا تأسيس  او د هماغه کال د فرورۍ په ۱۳ مه  د فایننشیل ټايمز   په نامه ونومول سوه ، په لومړي سر  کي دغه  ورځپاڼه  په څلورو مخونو کي خپرېدله . فایننشیل ټايمز     په ۱۸۹۳ کال کي  ددې لپاره چي ديوې بلي ورځپاڼي څخه چي د فایننشیل نيوز په نامه يادېدله  Financial News) )     او د ۱۸۸۴  راهيسي خپرېدله، څه  توپير ولري نو په چاپ کي يې د کاهي رنګه   کاغذ څخه  کار واخيست او په هغه باندي يې ځان  متمايزه کړ .

 

فایننشیل ټايمز   چي کلونه يې په مالي او اقتصادي حوزه کي د انګلستان د نورو څلور ورځپاڼو سره رقابت او سيالي  درلوده بلاخره  لکه د سرمايه دارۍ نظام  نور اړخونه  چي په خپلو کي يو او بل  ته نغم کيني  ،دا هم په دې و توانېدله چي په ۱۹۴۵ کي خپله وروستۍ سياله د فایننشیل نيوز ورځپاڼه د ميدانه څخه و باسي  .

 

دغه سهارنۍ  ورځپاڼه چي په لندن کي خپريږي  د انګلستان د دولت په اقتصادي سياستو کي تر ټولو مهم او تاثير ګذاره ورځپاڼه ده . فايننشيل ټايمز ورځپاڼه په اقتصادي او مالي چارو کي  د نړۍ د ددو لويو او مشهوره ورځپاڼو څخه يوه ده چي د نړۍ عمده اقتصادي او تجارتي فعاليتونه   منعکسوي  .  هغه بله ورځپاڼه د وال سټريت ژورنال  ورځپاڼه ده چي فاېننشيل ټايمز يې د ځان اصلي  سياله بولي . نوموړې ورځپاڼه  هم د نړۍ دنړۍ د لويو ميليارډرانو د مالي تبلیغاتو او ورته چارو اورګان دئ چي په نيويارک سيټي کي خپريږي .  فاېننشيل ټايمز ورځپاڼه  د انګلستان د تجارت او اقتصاداو همدارنګه د انګلستان د بازار و بورس (۱) د چارو څخه  چي  مرکز يې په لندن کي دئ  مفصل او مغزن ګزارشونه خپروي . ورځپاڼه  يوه ډيره  چټکه او ډېره غني انټرنيټي شبکه هم لري چي اقتصادي او مالي خبرونه او ګزارشونه پکښې په  ليکه کيږي .

 

فایننشیل ټایمز د تير کال (۲۰۰۹) د ډسامبر په مياشت کي د سن ګېج   Cengage د خپرندويه مؤسسې  سره يوځای په اقتصادي او سياسي برخو کي خپل د ۱۲۰ کالو د مطالبو او مقالو آرشيف و خپلو مينه والو ته په خپله ويبپاڼه کي  په ليکه کړ .  سن ګېج   Cengage ، ددې ورځپاڼي د تأسيس څخه يعني د ۱۸۸۸ کال څخه بيا د ۲۰۰۶ کال تر آخره پوري د ۷۹۰ زره صفحو په حدودو کي د ورځپاڼي  آرشیف  ډيجټالي  کړی دئ . دغه آرشیف  د سږ کال د جنورۍ د نيمايي  څخه د ګډون کولو او يا رانيولو په صورت کي  دعامه او دولتي کتابخانو په واک کي ايښودل کيږي  .په دې توګه په دغه پاڼه کي  د ورځپاڼي ټولي مقالې د هغوی د بشپړه محتوياتو   سره په جلا جلا  توګه لکه څرنګه چي چاپ سوي وې  لټېدلای سي، او د بازار د اعلاناتو او فهرست  سره يو ځای ښکاره کيږي .

 

فايننشيل ټايمز  د ايکونوميسټ او ټايمز د خبري ورځپاڼو  څخه  وروسته دريمه ورځپاڼه ده چي خپل آرشيف يې د کتابخانو د پاره ډيجيټالي کړی دئ .

 

دغه ورځپاڼه معمولاً  د خپلو خبرونو لپاره دوې برخي لري، لومړۍ برخه يې ملي او نړۍ واله خبرونه دي چي  تر خپل پوښښ لاندي يې  راولي او دوهمه برخه يې د لويو شرکتو، بانکو او مالي خبرو ته وقف کړېده . د فايننشيل ټايمز  ورځپاڼه که څه هم  د اقتصادي  خبرو، تحليلو او ګزارشو   پله يې درنه ده، خو داسي نده چي  په همدې اختصاصي حوزه کي  منحصره  پاتي سي، بلکه دغي ورځپاڼي  داسي لاره  غوره کړېده چي د خپل اقتصادي ليد لوري  پر بنا  د ورځي و ټولو ورځني مسائلو ته ننوزي او ټولنيز او فرهنګي موضوعات هم پکښې ځای کړي  .

 

د اقتصادي او د نړۍ د تجارتي خبرونو نه علاوه، د فایننشیل ټایمز  د جاذبې يو بل اساسي  دليل ددې ورځپاڼي په غوره او ژورو تحليلو کي هم څوک لټولای سي . دغه ورځپاڼه د خپل څه کم ۵۰۰ خبريالان لري چي ددې جملې  څخه يې  ۱۱۰ تنه  د نړۍ په زياتره مهموتجارتي ښارو کي فعاليت کوي .  ورځپاڼه د ورځي پر مهمو مسائیلو باندي د ورزيده کارپوهانو او تحليلګرانو  لخوا ژوري  تحليلي ليکني لري  ، ددې  ورځپاڼي سياسي تحليلونه   په ټوله نړۍ کي و زیاتو مينه والو ته   دخاصي پاملرني وړ دي  ، ان لا ويل کيږي چي د نظام په ساتلو کي  پخپله  د انګلستان   دولت  هم په خپلو زياتو پريکړو کي د هغه نه الهام اخلي!  .

 

د  ۱۹۷۰ په  لسيزه  کي تجارت او سرمايې خپل سرحدونه مات کړل اود ټولي نړۍ د لاندي کولو د پاره  يې ځانونه و غزول، د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي هم په همدې لسیزه کي  خپله نشراتي ساحه  د پرمختللي ټکنالوجۍ په کارولو سره پراخه  اود کال  ۱۹۷۹ د جنورۍ په لومړۍ نېټه، دغه ورځپاڼه په فرانکفورټ کي خپره او ددې نه را ورسته يې  د يوې نړۍ والي انګليسي  ژبي ورځپاڼي په حيث وپېژندل سوه چي انګريزي ته يې  د تجارت او بزنس د ژبي خطاب   وکړ ، او  د اروپا، امريکا، اسیا او مينځني ختيځ  په ۲۵ ساحو کي يې ځانته د خپرېدو امکانات برابر کړل  . نن  دغه ورځپاڼه په څه کم ۵ لکه  نسخو کي چاپيږي ، فایننشل ټایمز ډات کام ان لاين ويب پاڼه هم ۱۳ لکه راجسټر سوي  ليدونکي  لري چي د تجارتي اړخه د نړۍ تر ټولو د معلوماتو ډک  سايټ دئ .

 

په ۱۹۹۷ کي د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي د خپل  امريکايي  ايډېشن چاپ   په نيويارک، شیکاګو، لاس انجلس، سان فرانسسکو، ډالاس، اتلانټا، اورلانډو او واشنګټن ډي سي کي  شروع کړ . که څه هم په ۱۹۸۵ کي ورځپاڼه د لوموړي ځل دپاره د نيویارک د باندي خپره سوې وه .   په ۲۰۰۹ کي ددې ورځپاڼي امريکايي تيراژ څه کم يو نيم لک نسخو ته رسېدلی وو . د ۱۹۹۸ په سپټمبر کي فايننشیل ټايمز  لومړنۍ انګليسي ورځپاڼه وه چي  پخپله  تر  انګلستان  دننه يې د هغې  زیاتي  ګڼې   د نړۍ  په نورو هيوادو کي خرڅي سوي وې . ددې ورځپاڼي نړۍ وال د توزیع رقم نيژدې  څلور نيم لکه نسخو ته رسيږي  ، حال داچي پخپله انګلستان کي يې فروش  نيژدې ۸۵۰۰۰ نسخې دئ  .

 

دغه ورځپاڼه نور زيات ضمايم هم لري  لکه د نړۍ بورسونه ، د لويو شرکتو او د اسعارو په اړه  پراخي څېړني  . او داسي نور چي دغه ټوله بيا د اوونۍ په پای  یعني د شنبې په ورځو کي د يوې پر حجمه  ورځپاڼي او مجلې په توګه خپريږي  چي  د فايننشيل ټايمز  ويک اينډ  (F.T Weekend)   په نامه  ياديږي . ددغه ضميمې  په متن کي مالي، تجارتي، اقتصادي، او  اجتماعي  ګزارشونه پرېمانه ليدل کيږي  چي تيراژ يې  کله تر عادي ورځو لا  مخته ولاړ سي .

 

د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه   د جرمني په هامبورګ کي په جرمني ژبه هم  خپلي خپروني  د  فايننشل ټايمز ډويچ لنډ   (Financial Times Deutschland)  په نامه شروع کړې  . ددې  خپروني تيراژ هم څه کم يو لک نسخو ته رسیږي .

 

که څه هم  د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه د ټايمز نوم د ځانه سره لري خو د لندن د ټايمز د ورځپاڼي سره هيڅ کومه اړيکه نلري، هغه ورځپاڼه  خپل ځانته  آرګاو بارګا  لري او مستقلانه خپروني کوي .

 

په اوسني وخت کي ددې ورځپاڼي اصلي مالکيت ، د پي ايل سي پيير سن (Pearson PLC)  شرکت  په لاس کي دئ چي د رسنيو د چاپ او خپرېدو په عرصه کي يو لوی شرکت دئ  او مرکزي  دفتر يې  په لندن کي  موقعيت لري . دغه  شرکت   د انګلستان، هند، اسټراليا، نيوزيلنډ د ورځپاڼواو کتاب چاپولو  تر ټولو لوی شرکت دئ  خو په امريکا او کاناډا کي بيا دوهم لوی مقام لري  .نوموړی  شرکت د همدې نشراتو او په ميډيا پوري  د تړلو برخو دلاري کله په يوه کال کي ۷ ميليارډه او ۲۴۶ ملیونه ډالره فروش هم درلود ،  يوازي  په  تېرکال يعني  ۲۰۰۹ کي  يې  څه کم ۵۰۰ ميليون ډالره خالصه ګټه کړې وه .!

 

 

 

يا دداښت :-

(۱)  د لندن دبورس  بازار چي په انګرېزي کي   د London Stock Exchange ورته  وايي مخفف يې LSE دئ  . دغه   د بيع لرونکو اسهامو د خرڅولو او رانيولو  بازار  په لندن کي د انګلستان او نړۍ تر ټولو فعاله د لويو تجارانو، شرکتو او ورته ډلو لخوا   پرمخ بېول  کيږي  .

 

 

مأخذونه :-

http://www.ft.com/home/uk

http://en.wikipedia.org/wiki/Financial_Times

http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Financial_Times

http://en.wikipedia.org/wiki/Pearson_PLC

 

 تېره برخه دلته ولولۍ