سوله همدا اوس په افغانستان کښي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
{jcomments on}ګرانو ورونو او خویندو درنو لوستونکو!
دلوی عزوجل په مرسته موږ په ګران هیواد افغانستان کی دسولی دعیادې لپاره خپل ږغ راپورته کړی دی دغه لاندنی لیکنه چی ستاسو حضورته وړاندی کیږی دهغه انګلیسی اوفرانسوی متنونو په پښتو بڼه چه تاسو یی لاندی وایاست دناټو
هیوادنو ومشرانو دایـــران اسلامی حکومت ، دپـاکستـــــــــان اسلامی حکومت ، اســټرالیا ، نویــزیلنډ ، جــاپان ، جنوبی کــوریا ، دچیــن ولسی جمهوریت ، دروس فــډرالی حکومت اوسعودی عـربستان حکومت او همدارنګه دشمالی امریکا، اروپا، اواسیا وټولو مهمو رسنــیو ته لیږو . ستاسو درنو وطـــــنوالو څخه که افـــراد یا ست اویا ټولنـــی په درناوی غوښتنه کوو چه په خپلو ښــارونوکی دټولو افغانــــانو نومـــونه موږته زموږ پرلاندنـــی ایــمل ادرس راولیــــږی چــی موږ یی ددولتوومشرانو او رسنیو ته د خپل غوښتن لیک سره ضمیمه کړو .

په درناوی

عبدالرحیم امین یار
۰۰۴۹/۱۵۱۲۶۹۵۲۰۰۷
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
Skype : yatimak


سوله همدا اوس په افغانستان کښي!
د افغانستان څخه وینی بهیږی او موږ بیریږو چی دا خونریزي یې مړ نکړی . موږ ، یعنی د دې نړیوالي غوښتني مبتکرین د خپل هېواد وضعی ناامیده کړي یو . موږ اوس دا خپله دنده بولو چی عوام متوجه کړو او خبردارﺉ ورکړو چی که نړیوال ځواکونه په افغانستان کی خپل چلند یو دم بدل نه کړي ، نو د هېواد ریښې به باالاخره له بیخه ووځی .
حتی نرم دریځه او غیر سیاسی افغانان ، یعنی هغه خلک چی د ځانو د ساتنی او د خپلو کورنیو لپاره د معیشت او سوله ییز ژوندانه څخه پرته بل څه نه غواړی ، هم نن د طالبانو غیږ ته ورټیل وهل سوي دي .
په هلمند کی د « مشترک عملیاتو » په جریان کی لکه چي څو څو ځله یې ادعا سوې ، نه یوازی د تروریزم سره جنګ وسو ، بلکی قصدأ بی شمیره ځایی او سیمه ییز قومی مشران هم وژل سوي دي . له دې نه ښکاری لکه مقصد چی یې د ټولو مشرانو له منځه وړل وی . د دې کړنو معنا  هغه دیموکراسي نه ده چی غواړي په افغانستان کی یې پلې کړي .
دغسی اعمال په نورو ولایتونو کی هم تر سره سوي چی نړیوال تر ډیره حده ورباندی خبر نه دي . یوازی په کندهار ولایت کی د ۲۰۰۱ راهیسی څه نا څه ۲۵۰۰ مخور او مشران وژل سوي چی موږ یې ۴۰۱د نومونو لیست لیکلی هم دی . آیا هغوی ټول تروریسټان  او یا هم د طالبانو غړي وو ؟ که د یوې ټولنی سر دغسی له تنه پرې کیږی ، نو هغه به حتی که سوله هم حاصله کړي ، بیا به هم چندانی باثباته نه وی .  
د دې عریضې مبتکرین افغانان دي چی په افغانستان کی اوسیږی ، خو هغه افغانان هم پکښی شامل دي چی د جلا وطنۍ په حال کی په ډیرو هېوادو کی تیت او پرک دي .موږ افراطیان نه یو . موږ د تشدد پلویان نه یو ، او د تروریزم ټول ډولونه غندو . موږ منظم کارونه کوو او محترم اتباع یو . د افغانستان د پیښو په هکله زموږ اندیښنې دومره لویی او ژوري دي چی نور نو پټه خوله نسو پاتېدای . موږ په دې ټینګار کوو چی په بېلابیلو توکمونو پوری اړه لرو . موږ د کومی یوې ډلی د تسلط دفاع نه کوو . موږ ټول په دې باور یو چی د افغانستان راتلونکې د توکمیزو ډلو په یو نوی ګډ ژوندانه کی هغسی نغښتې ده لکه پخوا چی په همدې هېواد کی موجوده وه . زموږ هدف په افغانستان کی د هغو منلو او محترمو اشخاصو ملاتړ دی چی کولای سي د سولی په حاصلولو او د هېواد په بیا ودانولو کی ارزښتناکی مرستي وکړي .
موږ پوهیږو چی قدرت نه لرو ، مګر غواړو چی خپل ږغ پورته کړو ، په امریکا او هم اروپا ، پاکستان ، ایران ، سعودی عربستان او افغانستان کی د متصدی ځواکونو شعور راوپاڅوو .
د ویتنام قضیه ښیًی چی ملی اراده د هر استعماری تسلط دښمن و ، او هم به وی . نړیواله جامعه به په افغانستان کی کامیابه نسی که هغوی پر ملي افغانانو ، که مذهبی یا  دنیوي وی ، تیرﺉ وکړی یا یې پایمال کړی .
ویتنام دا عبرت راکړ چی یو استعماری طاقت د هغو خلکو پر ضد خورا لږ لاسته راوړني لری چی داسی څه نه لری چی له لاسه یې ورکړی . افغانستان به هم د یو هېواد په توګه ښایی ډیر عیبونه ولری ، خو افغان عوام د عزم او ارادې له مخی لکه د مادي منابعو ناانډول توب چی یې غواړي ، خورا لږ زیان او ضرر کوی . یو نا متواضع سلوک به نه یواې بی ځایه او نامناسبه وی ، بلکی هغه به خښم هم تولید کړی . افغانان پوهیږی چی هغوی لږ تر لږه د دوو سترو ځواکونو یعنی برتانیې او روسیې پر ضد په بري سره جنګېدلي دي . نو دا د منلووړ نه ده چي هغه دي دا ځل داسي نه وي .
زموږ مقصد دا نه دی چی « کفار » دې یو دم وشړل سی . موږ د امریکا څخه ، حتی که د هغه هېواد تګلاره دغسی احساسات هم راپاروی ، بیا هم کرکه نه لرو .
خو موږ د دې سره سره بیا هم عمیقأ په دې معتقد یو چی د افغانستان د روانی شخړی حل د دې هېواد د ملی واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او خود ارادېت حق ته د احترام پر اساس ممکن دی . دا نسی زغمل کېدای چی د هېواد انتخابی حکومت دې د ابتدایی فیصلو په هکله د څه ویلو اجازه و نه لري او زموږ هر څه دې بهرني ځواکونه راته وټاکی . افغانان به څنګه د خپلو ټاکلو استاځو احترام وکړای سی  حال دا چی همدا خلک تقریبأ هره ورځ د بهرنیو ځواکونو لخوا د بی اعتمادۍ او ملنډو وړ ګرځی ؟ هغه حکومت به څنګه د فساد پر ضد په جنګ کی بریمن سی چی داسی راښودل کیږی چی هره ورځ په خپل کور کی څه نسی ویلی .
موږ په عین حال کی د پاکستان ، ایران او سعودی عربستان یاني د خپلو په اصطلاح اسلامي وروڼو لاس وهني نه قبلوو او نه  یې  منو . د کلونو کلونو راهیسی د لومړي ځل لپاره په افغانستان کی اړونده ډلي د جدی سولي لپاره مهم کوښښ مخته بیایی . دا کار د افغانستان لپاره یو ستر فرصت دی چی ښایی د راتلونکو ډیرو کلونو لپاره یوازینی چانس وی . خو دا خبري اتري به څنګه بریالیتوب ته ورسیږی چی مقابل لورﺉ د ولسمشر د استاځو سره تر لیدو کتو وروسته نیول کیږی ؟ د سولی په خبرو اتروکي مقاطعه راځي او له یو مخی محوه کیږی . دا څوک دي چی دغسی اعمال خوښوی او د هغه عاملین څه هدف ورڅه لری ؟ دغسی هڅی د افغانستان ثبات په بشپړ توګه ناشونی کوی .
موږ د تروریزم هیڅ دفاع نه کوو . خو هر هغه څوک چی غواړي سوله راوړي باید د طالبانو سره خبري اتري وکړي . دا په دې معنا هم ده چی د طالبانو هغه مشران چی بندیان دي ، باید ژر تر ژره خوشی سی .  

افغانستان د څه باندی دیرش کلنو جګړو څخه وروسته خورا ډیري وینی بهېدل زغملي دي . افغانستان سوله غواړي ! همدا اوس !

دا نړیواله غوښتنه د لاندنیو لاسلیک کونکو د ملاتړ څخه برخمنه ده :
ددې طرحي د ملاتړ او نظر د پاره اړيکي                                                         دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
Skype : yatimak