انجنیر زلمی نصرت 

(سیاسي فلسفه٬ سیاست د سیالانو لوبه) یو سیاسي٬ تاریخي٬ ټولنیز او یو ژور فلسفي تحقیقاتي اثر دی٬ چې داکتر سید شیر آقا حرکت هغه په ۳۶۸ موخو کې قابل د فهم په خورا لوړه سطحه ایجاد او لیکلي دي. 

 دغه مهم سیاسي فلسفي اثر د خدای بخښلي داکتر سید شیر آقا حرکت د زوی ښاغلي سید اباسین حرکت له خوا ما ته را ورسید. 

 د هر څه د مخه د هغه څخه مننه کوم٬ چې داسي یو نایابه او گران بها اثر یې راته ډالۍ کړ. 

پوهیږم چې ددغه علمي٬ سیاسي٬ فلسفي اثر په اړوند نظر ورکول او د هغه نقد کول د مسلکي کسانو دنده ده٬ چې ژورحقوقي٬ سیاسي او ټولنیز پوهه ولري٬ ټولنه ـ ځان او جهان وپیژني. 

شاید د نهضتونو د پرلپسي د ناکامیو یو دلیل هم دا داوي٬ چې افغان سیاسیون له حد او اندازې څخه زیات په پردیو تکیه او باور کوي نظر خپلو ته٬ چې پایله یې د ترکاڼ او د بیزو مامله شي. 

داکتر سید شیرآقا حرکت د لوی فلسفي شاعر رحمان بابا د لاندې بیت په اړه٬ چې متقابل مسولیتونه روښانه کوي٬ هم ژور تحلیل لري: 

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه

رحمان بابا 

  په دغه اثر کې د ټولنې سیاسي او حقوقي مناسباتو پر فلسفي اړخونه جدي بحث او څیړنې شوي او دغه مساله یې هم څیړلې ده٬ چې مونږ یو تعداد ولې دومره بې وسه او بې ننگه شوې یو٬ چې پردي گټې پر خپلو گټو بره گڼو او پردي زموږ په ملک کې دخپلو ناروا اعمالو د پلې کولو جرآت کوي.؟ 

په یاد اثر کې د ملي گټو په نظر کې نیولو سره د سولې  او د گفتمان د فرهنگ ترویج او نهادینه کولولاري٬ چاري او لارښوونې او وړاندیزونه په لومړي قدم کې د افغانانو تر منځ په نښه شوي٬ چې سیاست وال٬ دولتونه٬ ولسونه٬ گوندونه او منفرد کسان دې څنگه خپل ذات البیني ستونزي سره حل او د سیالیو په ډگر کې د سالم رقابت پر اصولو ودریږي او پرې عمل وکړي.کنه ټولنیز نظام شلیږي٬ د ټولنې توازون له منځه ځي٬ د سیالې ټولنې جوړیدل ناممکنه او سیاستوال هم  ناکامه٬ بدنامه٬ رسوا او ذلیل کیږي.همدارنگه ملي او موضيعي ارزشونه که د بین المللي معیارونو سیال او ور سره برابر نه وي٬ د ارزش وړ نه دي. که څوک د داسې معیارونو سره د لوبې میدان ته ورځي٬ حتمن به یې بایلي. لکه چپیان٬ جهادیان او لیبرال دیموکراتان.د تیرو حکومتونو مثبت او منفي درسونه او معیارونه اوس طالبانو پورې ارتباط نیسي٬ چې د جهان سره څنگه تعامل او سیالي کوي؟. 

داکتر سید شیر آقا حرکت په کال ۱۳۵۷ کې د کابل ښاروال په توگه وگمارل شو.لومړی کار یې د کابل ښار ماستر پلان تکمیلول او قانوني کول و.هغه به ویل: 

د کابل ښار بې مفهومه پراختیا باید د ۲۱ پیړۍ په ایکالوجیکي فاجعه بدله نشي!!! 

په خواشینی سره٬ چې د جهادیانو او د غربیانو په موجودیت د جمهوریت په شل کلنه خود سره او بې قانونه دوره کې کابل ښار د ۲۱ پیړۍ په فاجعه بدل شو، چې معیاری کول یې غټ لگښت او بودجه غواړي. 

داکتر سید شیر آقا حرکت د شاهی نظام په جمهوري نظام د بدلیدو په سیاسي بدلون کې فعاله ونډه لرله. 

په دې اثر کې د هغه د سترگو لیدلي حالات٬ لید لوري او خاطرې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړوند آن د هغه تر مړینې ( کال ۲۰۲۳)  پورې هم لوستلای شو. 

هغه ( ۲۰۰۴ ام میلادې کال) کې د افغانستان په باب د علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او فلسفي مسایلو د رسولو په موخه د خپلو افکارو٬ مرامونو د خپرولو په غرض یې د ٫٫ حرکت٬٬  په نوم دوه میاشتنی اخبار تاسیس او د جرمني له ایسن ښار څخه یې خپور کړ. 

هغه په دې هلکه داسې وایې: 

(...  په دې ورستیو وختو کې په افغانستان او د هغه د باندې ډیرې خپرونې خپریږي. هغه څوک چې په ایمانداری سره دغه کار سر ته رسوي٬ مونږ یې هر کلی کوو. ددغه خپرونو په سرخطو کې معمولآ لیکل کیږي: بې طرفه٬ آزاده٬ مستقله٬ ملي٬ اسلامي او داسي نور.

موږ ټولې دغه پدیدې نسبي گڼو٬ ځکه د لومړي ورځې څخه وایو چې موږ هیڅکله بې طرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف٬ طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هر څه د مخه زموږ گران هیواد افغانستان دی٬ افغان اولس٬ د هغوی ملي گټې٬ منلي رسوم٬  عنعنات٬ عقاید او مقدسات او وروسته له هغه بین المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي٬ چې په پوره ایمانداری سره د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړ باسو..) 

٫٫ حرکت٬٬ د اشغال مخالف او د هغه ضد و٬ په دې مورد کې هم  د روسانو٬ ناټو او امریکایانو د يرغل په اړه د واقعیتونو پر بنیاد جدې تحلیلي مسایل او فاکتونه لوستلای شو.

نیکلای استراوسکې چې د ( پولاد څنگه کلک شو ) ناول سره شهرت پیدا کړ٬ داسي وایې: 

 انسانان د خپل ژوند په ورستیو شیبو کې٬ خپلو تیرو ته ځغلنده نظر اچوي٬ چې څه یې کړي او له هغه نه کوم څه پاتې دي او کنه!. 

 کال ۲۰۲۴ میلادې د فبروری د میاشتی  په ۱۵ نیټه ښاغلي جنرال ذبیح الله زیارمل چې یو مدت تر یو چتر لاندې د داکتر سید شیر آقا حرکت سره کاري معرفت درلود٬ د هغه په مورد کې راته  داسې وویل: 

داکتر سید شیر آقا حرکت صاحب د قلم٬ صاحب د مطالعې با سواده٬ با سویه علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او یو فعال اکادمیک پلټونکی او څیړونکی شخص و.

پاک لاس او نفس یې درلود او د نیکو او ښو اخلاقاقو خاوند و. 

د داکتر سید شیر آقا حرکت د ژوند او نورو اثارو په باره کې ( د تللو د یادونو)  د مقالو په ټولگه کې اړین معلومات خپاره شوي دي. 

 زه باور لرم٬ که دغه اثر زموږ د هیواد نور پوهان او مسلکي کسان تر لاسه او ولولي٬ هغوي هڅوي٬ چې په خپلو تخصصي٬ مسلکي او علمي ساحو کې ورته اثار ایجاد او هیوادوالو ته وړاندي کړي.او باور لرم٬ چې  دا شان اثار د ځوان او ملي مبارزو د لارې مشعل گرځیدلای شي.

پای

 


نویسنده Nidal Taibi برگردان شيرين روشار  
هنگامی که زمانه اضطراب آور و آینده غم انگیز به نظر می آید، زدودن گرد و غبار از برخی جستارها مفرح ذات است. جستارهای هانری برگسون، فیلسوف فرانسوی، (۱۹۴۱-۱۸۵۹) از این دسته اند.

نسل های پس از او، وی را در کلمات قصاری چون «خیزش حیاتی» یا «نیروی معنوی» و غیره، مومیائی کردند، در حالیکه او نویسنده آثاری بسیار متنوع است که در آنها به موضوعات گوناگونی چون طول زمان، حافظه، شهود، آزادی و مذهب می پردازد. با این حال، همگی از خط مشترکی پیروی می کنند و آن زیست گرائی است. برگسون در آثارش از «جستاری بر داده های آنی ذهن» گرفته تا «دو سرچشمه اخلاق و مذهب»، «خنده» و «تحول خلاق»، به خاطر خشکی برداشت های ماشین گرا و غایت گرا از زندگی که تصور می کنند همه چیز از پیش در جهان وجود داشته و هیچ چیز دیگری خلق نخواهد شد، کوشیده است تا از نگرشی به زندگی دفاع کند که با قدرت خلاقیت فی نفسه خود، در ذات هر انسان نهفته است. برگسون که به اندازه استعدادهایش دشمن داشت (کتاب «سگ های نگهبان» پُل نیزان هنوز در خاطره هاست)، در دوران حیات از هاله ای بهره مند بود که امروز به دشواری می توان تصورش را کرد. کلاس هایش در «کولِژ دوفرانس» نه تنها هنرمندان، دانشمندان، دانشجویان و اقتصاددانان را جذب می کرد بلکه خارجی ها و زنان جوان را نیر... شارل پِگی و سندیکالیست انقلابی، ژُرژ سورل، درس های او را شنیده و کتاب هایش را خوانده اند. یکی از دلایل این شیفتگی، سبک برگسون است که الهام و شهود را به مفهموم پردازی ترجیح می داد.

پُراحساس و شوریده حال، برگسون اندیشه اش را به ضرب ایجاز و استعاره پیش می بُرد. اگر چه این سبک غنائی او را به بالاترین افتخار ادبی یعنی دریافت جایزه ادبی نوبل در ۱۹۲۷ رساند، اما همان نیز سایه ای از شک و تردید بر ماهیت فلسفی جستارهایش افکند. برای آشکار کردن مسائلی که این سوء تفاهم دربر دارد است که برونو کلِمان، استاد ادبیات فرانسه، به نوشتن کتابش همت می گمارد (۱). او می گوید که به دور از ادا و اطوارهای هنرمندانه، این سبک به طور کامل در راستای یک اندیشه فلسفی است که می کوشد مشکل به کارگیری واژگان غیرتخصصی را دور بزند. برونو کلمان حتی پا را فراتر گذاشته و ما را به خواندن برگسون به عنوان یک نویسنده، هنرمندی تمام عیار دعوت می کند و اعلام می کند که ارزش یک متن فلسفی تنها در تزی که از آن دفاع می کند نیست بلکه در غنا و پُرمایگی و زیبائی و لذتی که فراهم می آورد نیز هست.کلاً و به طور خلاصه، قالب از محتوا جدائی ناپذیر است.

شایعه پیگیر و قوی دیگری نیز مدعی بود که فیلسوف خود را درگیر مسائل بزرگ زمانه خود نمی کرد. به گفته وکیل میشل لاوال (۲)، تصویر یک برگسون بی بخار و گوشه نشین در کرسی کولژ دوفرانس تصوری خیالی است. اگرچه او در ماجرای دریفوس ساکت ماند، اما رفتارش را می توان با جهان گرائی افراطی اش توضیح داد. او موضع هموطنان یهودی خود را دنبال کرد که «نمی خواستند دیگران فکر کنند که آنها از دریفوس دفاع می کردند چون دریفوس یهودی بود. نمی خواستند که دیگران بتوانند رفتارشان را به نوعی تمایز یا همبستگی نژادی نسبت دهند». هنگام جنگ اول جهانی، او با افکار اکثریت موافق بود - «مبارزه علیه آلمان همان مبارزه تمدن علیه بربریت و وحشیگری است.» در مقابل، از همان سال ۱۹۳۴، می نویسد : «باشد که صدای یهودیان در تمامی دنیا طنین انداز شود. نه تنها برای رهائی و رستگاری یهودیان، بلکه برای اجتناب از اینکه ننگ قطعی وحشیگری ضدیهود مایۀ رسوائی تمدن در تمامیت آن شود.» ژیل دولوز چنان همدلی پایداری با اندیشه برگسون نشان می داد که حتی جستاری را به او اختصاص داد (۳).

پی نوشت ها :

۱- Bruno Clément, Henri Bergson, Prix Nobel de littérature, Verdier, coll. « Philosophie », Paris, 2021, 320 pages, 19,50 euros

۲- Michel Laval, Il est cinq heures, le cours est terminé. Bergson, itinéraire, Les Belles Lettres, Paris, 2023, 192 pages, 15 euros

۳- Gilles Deleuze, Le Bergsonisme, Presses universitaires de France, Paris, 1966

نویسنده Christopher BAYLY برگردان ميترا شعباني  23 اوت 2023 

در آغاز قرن هجدهم،بخش اعظم توليدات صنعتي (مانوفاکتوري) در آسيا متمرکز بوده و سطح بازدهي کشاورزي در چين و يا هند به مراتب بالاتر از اروپا بود. پس چگونه در طول تنها يک قرن، تناسب قوا واژگون شده و قاره کهن به مرکز جهان بدل گشت؟ 
عوامل چندي در پيدايش زمينه هاي شکوفايي اقتصادي اروپا که اين قاره را به راهي سوق داد که کم کم مدرنيته خوانده مي شد، سهيم بودند. در وهله نخست، به روايت کنت پومرانز(١)، اروپا در مقايسه با هند و يا چين، در درون خاک خود و يا در آمريکا، معادن طبيعي عظيمي در اختيار داشت که هنوز کم و بيش دست نخورده باقي مانده بودند. علاوه بر آن، توسعه نظام برده دارانه در کشت وزرع که بر مصادره نيروي کار و منابع ثروت استواربود، به اين قاره امکان داد تا سرزمين هاي زراعي وسيعي را تصاحب نمايد. در طول قرن هجدهم، حجم عظيمي از چوب لازم در ساخت ناو دريايي در اروپاي غربي، در شمال سيبري، در آمريکاي شمالي، و سپس در حاشيه سواحل غربي هند و برمه، و نيز در طول سواحل شمالي استراليا توليد ميشد. از سوي ديگر اروپا، از همان قرن هجدهم، به تدريج جمعيت مازاد خويش رابه قاره آمريکا صادر کرده و بدينسان بر مشکلات ناشي از تراکم زياده از حد جمعيت غلبه نمود، در حاليکه در طول قرن نوزدهم، برخي از مناطق آسيايي، در ابعادي فزاينده با اين گونه مشکلات دست به گريبان بودند.

بنظر مي رسد که در قرن هفدهم، سطح بازدهي کشاورزي در چين و هند، به مراتب بالاتر از اروپا بود. اما روش هاي جديد کشت و زرع و اشکال توليد انبوه، در قرن هجدهم، زمينه هاي جهشي واقعي را براي برخي از مناطق اروپا، برغم عدم توازن ميان عرضه و تقاضا، فراهم آوردند. عامل مهم ديگر، واردات مواد غذايي از جزائر کارائيب، اقيانوس اطلس و يا قاره آمريکا، مانند شکر، يا ماهي غني از نظر پروتئين بود، که به اروپاي شمالي و غربي امکان داد تا مايحتاج غذايي يک جمعيت شهري رو به رشد را تأمين نمايد. جمعيتي که در طول اين قرن رشدي به مراتب سريعتر از چين، هند و يا خاور ميانه داشت. ظاهرآ بغير از ژاپن و برخي از مناطق ساحلي چين، واردات مواد غذايي از راه دريا درساير کشور هاي آسيا و يا شمال آفريقا بسيار محدود بود. در شرايطي که سرمايه گذاري در بخش حمل ونقل بسرعت در اروپا رو به گسترش بود، حمل و نقل و تجارت داخلي در چين ديگر به « سطح بالايي از توازن کاذب» (٢) رسيده بود. امکانات ترابري آنان تنها جوابگوی سطح نازلي از تقاضا بوده و در تأمين شرايط رشد آن ناتوان بود.

بازهم چنانچه کنت پومرانز نشان داده است، اروپاي شمالي و غربي بسرعت توانست از ذغال سنگ خود به نحو احسن بهره برداري کند. اين محصول از سرزمينهاي دور وارد شده بود تا انرژي لازمي را که انقلابات فني در چهارچوب زندگي روزمره و سپس در زمينه توليدات صنعتي طلب مي کرد ،فراهم سازد.

در مقايسه، ترديدي نيست که بهره برداري از منابع سوخت معدني چين، مدفون در مناطق دور افتاده شمال و منچوري، بسيار محدود بود. ذغال سنگ در پيدايش يک سلسله از اختراعات در بريتانياي کبير سهم مهمي داشته است. استخراج معادن بدليل عمق زيادشان نيازمند به پمپ بود. نو آوري هاي تکنولوژيک در زمينه پمپاژ، تکامل صنعت ذوب آهن و شناخت بهتري از خلأ جوي را با خودبه همراه آوردند و تأثير اين تحولات در زمينه سازي يک جهش کيفي بسيار تعيين کننده بود. اگرچه هنوزبه اختراعاتي چون La jenny (٣) و يا ماشين بخار نياز بود تا نرخ رشد اقتصادي، که شاخص عمده تحليل هاي برخي از متخصصين تاريخ اقتصادي است، بهبود يابد، اما مجموعه اين ابتکارات از همان سالهاي ١٨٢٠-١٨٣٠ برتري بارز اروپايي ها در زمينه تکنولوژي نظامي را تضمين نمودند.

اروپاي شمالي و غربي و مستعمرات آمريکايي آن به لطف سه برگ برنده ديگر نيز به امتيازات روز افزوني دست يافتند. اين برگ هاي برنده اگرچه بيشتر سياسي و يا اجتماعي بودند تا اقتصادي، خلق هاي اين کشور ها را تشويق به صدور قدرت خويش در عرصه بين المللي نمودند و اهميت آنان کمتر از عوامل اقتصادي مطرح شده توسط پامرانز نيست. عامل نخست، ثبات نسبي نهادهاي قانوني در اين کشور ها بود که تضمين مي کردند که تلاش در جهت ترقي اقتصادي بي پاداش نخواهد ماند. توسعه مفاهيم حقوقي مربوط به مالکيت فکري، در خارج از بريتانياي کبير، بسيار به کندي صورت مي گرفت، در حاليکه در قانون بريتانياي کبير و قوانين رايج در ساير کشور هاي قاره اروپا ضمانت هاي محکمي در زمينه رعايت حقوق خانوادگي و بطور کلي فردي وجود داشت.

براي مخترعين و ساير پيشگامان هشيار، راه ثروت اندوختن بازبود. دراروپاي غربي، چه در شهر و چه در روستا، دارايي هاي مردم در مجموع از هر گونه خطر مصادره دولتي، و يا هر شکلي از تصرف ارضي از جانب خانسالاران در امان بود. زمامداران اين کشورها نيز، نسل اندر نسل، بدليل ثبات جغرافيايي شان، منافع خويش را در حمايت از حفظ وبهبود اين قوانين مي ديدند. دولت ها و نخبگان اروپا، در پي جنگهاي ايدئو لوژيک قرن هفدهم، بطور ضمني توافق کرده بودند که حقوق مالکيت چندان آسيب نبيند. طي جنگ ها و انقلابات در فرانسه و در سراسر اروپا، تنها کليسا و اقليت کوچکي از خانواده هاي اشرافي بکلي از زمين ها و امتيازات خود محروم گشتند. و البته برخي از اين خانواده ها پس از ١٨١٥ موفق شدند تا اموالشان راباز پس بگيرند.

مفهوم مالکيت در جوامع اروپاي شرقي، در آسيا و در آفريقا، ظاهرآ درمقياس به مراتب وسيع تري تابع ناملايمات ناشي از دخالت دولت بوده است. البته نبايد مانند برخي از تئوريسين هاي استبداد شرقي مانند فرانسوا برنيه، نويسنده قرن هفدهم، در اهميت اين امرمبالغه نمود، اما در اين زمينه تفاوت آشکاري ميان اروپاي غربي و رقبايش به چشم مي خورد. خاندان هاي سلطنتي حاکم در آسيا و در آفريقا، غالبآ از هر گونه رشد ثروت نزد افرادي که خارج از حلقه خويشان و نزديکشان بودند ممانعت بعمل مي آوردند. بطور مثال نزد آشانتي ها در آفريقاي غربي عملآ دولت همه راههاي پيشرفت را براي بردگان ومردم عادي مسدود کرده بود، و ثروتمندان نيز با پيش برداشت هاي هنگفت پس از مرگ تنبيه مي شدند. سلطان هاي عثماني، خانواده هاي بزرگ بازرگان خويش را با تحميل قراردادهاي دولتي که برايشان بسيار گران تمام ميشد تحت فشار قرار مي دادند. چنين رويکرد هايي ظاهرآ آنقدر ها در چين، که در آن معمولآ دگرگوني هاي سياسي تعليق حقوق اين و آن خاندان را در پي نداشت، رايج نبود(...)

امتياز رقابتي دوم، که اروپايي هاي شمالي و غربي و نيز آمريکايي ها در ميان مدت از آن بهره بردند را بايد در عرصه فضاي تجاري جستجو نمود. آنان از همان زمان نهاد هاي مالي مستقل، چه در برابر اموال شخصي تجار بزرگ و چه در برابر خود سري هاي دولتي، را بسط و گسترش داده بودند. هلندي ها نقشي پيشگام در تآسيس شرکت هاي سهامي، دقيقآ به منظور مقابله با خطرات اجتناب ناپذيري که محموله هاي تجاري دور برد را تهديد مي کردند، داشتند. کمپاني هلندي هند شرقي نخستين شرکتي بود که امر مسئوليت مشترک در مخاطرات را به مرحله اجرا در آورده و تفکيک اکيد ميان مدير و مالک، که نقشي عمده در تکوين سرمايه داري مدرن ايفا خواهد کرد، را تدوين نمود. واقعيت آنست که ظاهرآ از زمان دولتشهر هاي ايتاليايي در آغاز عصر مدرن، اروپاي غربي به ابتکاراتي پي در پي در زمينه تجاري دست زده است. بر عکس، حتي پو يا ترين و پر رونق ترين شرکت هاي چيني تلاش مي کردند تا منابع ثروت را با حفظ مديريت آن در چهارچوب محدود کانون خانوادگي کنترل نمايند. در بريتانياي کبير، بانک انگلستان نظارتي مستقل بر اوضاع و احوال اقتصادي اعمال مي کرد. مفهوم قرض ملي، مورد حمايت طبقه تجار و مالکين، به خزانه داري ملي چنان شفافيتي داد که در کشور هاي ديگر حتي قابل تصور نبود. قرض ملي در عمل به نوعي نماد ملي بدل شده و مردم آنرا مظهر جو اعتماد کامل ميان نخبگان و دولت مي دانستند. پيدايش اسکناس و ازدياد سريع بانکهاي محلي در بريتانياي کبير و آمريکاي شمالي موجبات تسهيل قرض و وام را فراهم آوردند. امري که به دول اروپايي و نهاد هاي مالي امکان مي داد تا نه تنها از انقلابات فنی خودي، بلکه از انقلابات فنی ساير قاره ها نيز بهره ور شوند. چيني و چاي چين، ادويه ژاوا و منسوجات هند ميان آرواره هاي نيرومند آنان تکه و پاره شدند.

اخيرآ برخي از تاريخ نگاران بر مهارت و کارداني انکار ناپذير تجار بزرگ آسيا و خاور ميانه انگشت گذاشته اند. تا پايان قرن هجدهم، تجار چين، هند و خاور ميانه، بي ترديد از ثروتمند ترين تجار جهان بودند. آنان در زمينه حسا بداری و مديريت، قطعآ چيزي از همتا هاي اروپايي خود کم نداشتند. بااين وجود، چهارچوب قانوني و نيز اشکال سازماندهي شرکتهاي بزرگ در اروپا که فعاليت شرکتهاي بزرگ تجاري رانيز در بر مي گرفت، عامل عمده پيشروي ارو پاي غربي و بي شک ژاپن گشت. بطور پارادوکسال، سرانجام ضمانت هاي قانوني و نوعي ثبات حقوق مالکيت، از سوي دولت هاي استعماري، که البته چندان هم در بند ترقي اقتصادي آفريقا و آسيا نبودند،براي تجار و سرمايه گذاران محلي به ارمغان آورده شد.

سومين امتياز ي که برخي از مناطق اروپا از آن سود جستند، به مناسبات ميان جنگ و امور مالي بر مي گردد. بي پرده بايد گفت که اروپايي ها در کشت و کشتار رقيب ندارند. پيوند ميان جنگ، سرمايه گذاري و نو آوري هاي تجاري که زائيده جنگ هاي ايدئو لوژيک خونين قرن هفدهم بود، همچنان به رشد روز افزون خود ادامه داده و قاره اروپا را در طول منازعات قرن هجدهم در جهان از قدرتي بلا منازع برخوردارساخت. فنون جنگي اروپايي، بدليل لزوم « زميني – دريايي» بودن آن، بسيار پيچيده و پر هزينه بودند. دولت هاي اروپايي مي بايست در عين حال به پيشبرد نيرو هاي خود چه از راه زميني و چه دريايي نائل آيند.

ارزش محصولات کشاورزي بردگان در کارائيب چنان بود که در حوالي سال ١٧٥٠ مبالغ هنگفتي به سرمايه گذاري در زمينه تأسيس سيستم هاي سوخت رساني براي ناوهاي امنيتي اين جزائر تخصيص داده شد. هدف بريتانيا يي ها عمدتآ صف آرايي يک ناوگان عظيم در طول سواحل غربي آنان به منظور پيشگيري از هرگونه خطر تهاجم بود.

اين امر مستلزم استقرار يک سيستم پيچيده سوخت رساني و کنترل بود، و در عين حال با خود تشکل يک ناوگان دائمي قادر به اعزام به اقيانوس هاي دور دست، بسوي شرق و يا جزاير آنتيل را به همراه داشت. لزوم برابري نظامي با انگليسي ها، در گستره قلمرو آنان، ساير دريا نوردان اروپايي را نيز ناچار ساخت تا خودرا به شرايط نوين تطبيق دهند. نمونه بارز در اين رابطه، پطر کبير است که در آغاز قرن هجدهم به نوسازي ارتش و نيروي دريايي خود پرداخت، روندي که يک قرن و نيم پس از آن در ژاپن آغاز شد. اما همگام با فاصله گرفتن از قاره اروپا، تلاش در جهت نوسازي نيز کم و کمتر شد. دول آسيايي و يا دولت عثماني بي ترديد قادر به بسيج ناوگان هاي عظيمي بودند، اما در فنوني که تردد طويل المدت اين ناوگان ها در دريا را امکان پذير مي ساختند، چندان تبحر نداشتند. تکنولوژي دريايي آنان نيز در مقايسه با اروپا پس از سال ١٧٠٠ رفته رفته رو به زوال نهاد (...)

منازعات ميان کشورهاي ميانه حال در اروپا، به نوبه خود نو آوري در زمينه تکنولوژي نظامي را رونق بخشيده و به ابداع سلاح هاي مرگبار تر و نيز تأمين سرمايه هاي لازم براي حفظ ارتشي رو به رشد متشکل از سربازان حرفه اي انجاميد. و اين روند، امتيازات روز افزوني براي تجارت اروپا و تجارت بين المللي تحت کنترل ارو پائيان، در مقايسه با ساير کشور ها، به همراه داشت. بخش اعظم ارزش اضافي حاصل از توسعه تجارت جهاني در قرن هجدهم، نصيب کشتي ها و شرکت هاي تجاري متعلق به اروپا گشته ، و آفريقايي ها و آسيايي ها که برده، ادويه، چلوار و يا چيني جات را توليد مي کردند، از آن بي بهره ماندند. دليل اين امر آنست که اروپايي ها کنترل حمل و نقل و فروش اين کالا ها را در بزرگترين بازار هاي جهان در اختيار داشتند. به همین ترتیب امر فروش حمايت و کمک نظامي به برخي از کشور هاي خارجي، در واقع اروپا را از موازنه بازرگاني با ساير کشور هاي جهان برخوردار ساخت. اين امر حتي قبل از انقلاب صنعتي نيز صادق بود، زمانيکه کالا هاي اروپايي در بازار بين المللي گران تر و کم ارزش تر از محصولات آسيايي و آفريقايي بودند. اروپا شبکه روابط و فتو حات خودرا گسترش داد و سرانجام ثمرات حاصل از انقلابات فنی ديگر خلق هارا نيز از آن خود ساخت. (...)

گرايش غالب در بين تئوريسين ها و تاريخ نگاران در تعريف ناسيوناليسم در تاريخ، عمومآ ارائه آن بعنوان يک پديده تمام عيار ارو پايي صادره به سراسر جهان در قرن نوزدهم بوده است. منازعات ميان اروپايي ها، آفريقايي ها و آسيايي ها، بذر ناسيوناليسم را در سراسر جهان کاشت. بدين ترتيب ناسيوناليسم فرهنگي در ابتدا به اشکال گوناگون در سواحل ژاپن و سپس در هند و مصر در حوالي سال ١٨٨٠ ، در چين در سالهاي ١٩٠٠، و در امپراطوري عثماني و آفريقاي شمالي پس از جنگ اول جهاني پديدار شد. اين پديده اما تنها پس از جنگ دوم جهاني به آفريقاي سياه رسيد، يعني زماني که ديگر براي کاربرد غير انحرافي آن بسيار دير شده بود. اين نگرش نزد نظريه پردازان عصر ويکتوريا و سپس امپراطوري بريتانیا بسيار متداول بوده است که ناسيوناليسم را ارمغان اروپا و آمريکاي شمالي براي کشور هاي شرق و جنوب، از طريق دولتهاي وابسته و شيوه آموزش و پرورش غربي، دانسته و از اين امر گاه به وجد آمده و گاه افسوس ميخوردند. اين تئوري در اين اواخر هم بار ديگر از جانب برخي از روشنفکران آسيا و آفريقا از پستو ها بيرون کشيده شده و به نرخ روز در آمده است. آنان با انزجار از خالقين خويش يعني سرمايه داري جهاني، تاريخشان را بعنوان تاريخي ارائه مي دهند که در آن سرانجام اشکال هويت روستايي پويا، غير متمرکز و اصيل، ناچار جاي خودرا به مظاهر ناسيوناليستي و قوميتي تحميلي توسط سرمايه داري و خدمه آن دادند.

در اين واقعيت ترديدي نيست که کشور هندوستان، بعنوان قلمرو ملي مشخص، محصول سلطه انگليس بوده است، اين امر عينآ در مورد الجزاير و ويتنام در رابطه با فرانسه، اندونزي در رابطه با هلند، و يا فيليپين در رابطه با اسپانیا و سپس آمريکا، صدق مي کند. يسوعي ها چين را کشور « فرهنگ کنفوسيوسي» مي خوانند و مبلغين مذهبي در آفريقا حدود قلمرو هر « قبيله» را تعيين نموده و حتي زبان « آنان» را باز نويسي مي کردند. مرز، گذرنامه، پول ملي و نهاد ندامتخانه هاي دولتي همگي از رهاورد هاي حاصل از سلطه اروپا هستند. در پي منازعات جهاني قرن نوزدهم بود که زمامداران اين سرزمين ها به تدريج به مرز هاي «خود» و مردمان « خويش» واقف شدند. با اين وجود بايد گفت که در آفريقا و آسيا نيز، درست مانند اروپا، ميهن ها و احساسات هويتي مشخص، قبل از توسعه طلبي ارو پا و حتي در بدو پيدايش آن، حول ارزش هايي که از صرف وفاداري به يک خاندان سلطنتي فرا تر ميرفت رخ نمودند، سپس از ميان رفتند و سرانجام دوباره از نو پديدار شدند. همين اشکال سازماندهي اجتماعي و همين روند ها در تقويت انواع گو ناگون ناسيوناليسم در قرون نوزدهم و بيستم بسيار مؤثر بودند. مسأله تنها « سنت هاي سرهم بندي شده » و يا يک آگاهي کاذب مورد حمايت نخبگان فکري غرب گرا و فرصت طلب نبود. و برعکس آنچه در قرون هفدهم و هجدهم در اروپا رخ داد، اين اشکال ناسيوناليسم در جذب اشکال خلقي ناسيوناليسم که بعدها گسترش خواهند يافت، موفق نبودند. گرايشات وطن خواهانه اي که در قرن هجدهم ميان مارات هاي هند غربي ريشه گرفت، چنان منحصر و خاص کاست هاي بالا دست بود که نتوانست جايگاه خويش را در بسيج مردمي قرون نوزدهم و بيستم بيابد.

دولت،بازار و وعاظ مذهبي توأمآ نقش مهمي در پيدايش اشکال گوناگون هويت وطن خواهانه در بسياري از سرزمين هاي خارج از اروپا، حتي قبل از تهاجم استعماري قرن نوزدهم، داشته اند. اين روند در مستعمرات اروپا در دنياي نو و در آفريقاي جنوبي کاملآ آشکار است ، چرا که در آن کرئول ها، آمريکايي ها و « آفريقايي هاي» بومي، به مراتب قبل از ١٧٧٦بطور جدي به مخالفت با فرمانداران اعزامي از مراکز قدرت استعماري و منافع تجاري آنان برخاستند. اين امر در مورد برخي از ممالک عظيم آسيا نيز، که در آنها مفاهيم مليت و قوميت به احتمال قوي در ميان حکام نيز طرفداراني داشت، صادق است. امپراطور کيان لونگ از رشادت سربازان قوم هان در دفاع از خاندان منچوريايي خويش بسيار خشنود بود، اما ظاهرآ وي در عين حال يک احساس هويتي چيني را نيز نزد قوم هان تقويت نمود، امري که با همبستگي دروني منچوريايي ها مغايرت داشت . اين احساس هويتي از خانواده اي به خانواده ديگر منتقل مي شد و در متون کنفوسيوس به ثبت رسيده بود، و بويژه در شيوه هاي تحميلي لباس پوشيدن و آرايش گيسوان، به چيني ها ، توسط قوانين منچوريايي کاملآ به چشم ميخورد.

اين احساس هويتي غالبآ در کشور هاي کوچکتر حاشيه اي که در اثردور افتادگي و يا تقارب با دشمن آسيب پذيرترتر بودند، بسيار شديدبود. اشراف و سران سيلان، از ديرباز از يک احساس غرور ملي در مقابل تمول هاي هند جنوبي و زياده روي هاي پرتغالي ها برخوردار بودند. مدتها قبل از قرن نوزدهم، در برمه، کره و ويتنام (لا اقل ويتنام شمالي) نيز يک احساس هويتي ملهم از آئين هاي مذهبي خاص اين کشورها، زبان مشترک و جنگ هاي طولاني شان عليه همسايگان مهاجم، چشمگير بود. به موازات رشد احساس هويت وابسته به ميهن، براي اين فرهنگ ها و اين کشور ها، کشور چين به نوعي الگو، که البته در عين حال بايد از آن فاصله گرفت، بدل گشت. نزد ژاپني ها نيز از مدتها پيش يک احساس فراگير وطن خواهي ريشه دوانده بود، و تمايل داشت تا خودرا از اشکال وطن پرستانه « وحشي» خارجي و نيز « وحشي هاي» داخلي، مانند قوم آينوس، متمايز سازد. اين قوم، از قرن پانزدهم تاهجدهم، در روند عظيم « انقياد طبيعت » ژاپن، به تدريج بسوي دور ترين و متروک ترين مناطق جزيره هوکايدو،رانده شدند. (...)

درنتيجه، ويژگي اروپا لزومآ تنها در وجود دولت های نيرومند و اراده باور، يا حتي احساسات هويتي ناشي از دلبستگي به ميهن که ميراث گذشتگان وهنوز کمابيش مبهم بود خلاصه نمي شد. آنچه مايه شگفتي است، هماهنگي اين اشکال سياسي با پو يايي اقتصادي، توليد کاملآ جا افتاده سلاح هاي جنگي و رقابت بي امان ميان کشور هاي کوچک در اروپا ست. ريشه هاي اين «تمايزگرايي» موقتي و نسبي اروپا نبايد تنها در يک عامل، بلکه در تجمع تصادفي ويژگي هائي جستجو شود که در ساير نقاط جهان نيز بطور جداگانه وجود داشتند.در اين رابطه، قلب آسياي جنوب شرقي مثال بارزيست، چراکه که در آن احساس هويتي ماقبل استعماري بسيار قوي بوده و منازعات ميان کشور هاي ميانه حال تاريخي طولاني داشت. و در واقع، تمايزگرايي اروپا امتيازي پر دردسر بود. از همان سالهاي ١٨٧٠، ژاپن کم و بيش در راهي که به اين کشور امکان نيل به نوعي از مدرنيته را ميداد، قدم نهاده بود. اگر صرفآ بر مسائلي چون احتمالات اقتصادي، احساسات هويتي ميهني و قدرت دولت تأکيد کنيم، از يک عنصر اساسي غافل شده ايم. وآن همانا تکامل سریع بافت اجتماعي در ارو پا و آمريکا در قرن هجدهم است، که به شهروندان امکان داد تا از طريق گرد همايي و بحث و تبادل نظر، نهاد ها را متحول سازند و سپس در ادامه اين روند، مسلح به ابزار هايي مؤثر، به توليد و تجمع ثروت، قدرت و دانش بپردازند.

پا ورقي ها:

١) کنت پومرانز، the Modern World Economy The Great Divergence :China, Europe, and the Making of Princeton University Press .2002,

٢) مارک الوين، The Pattern of the Chinese Past, , Stanford University Press , 1973.

٣) ماشين نخ ريسي.

 

داچې اړتیا څه ته وايې او څرنګه منځ ته راځي په لومړۍ نظر کې ډيره ساده او ټولو ته د پوهيدو وړ ده. موږ هره ورځ په خپل ورځني ژوند کې د اړتیا کلمه  په کاروو، د بېلګې په توګه وايو: نویو جامو ته اړتيا لرم، پیسو ته اړتیا لرم، خوړو ته اړتيا لرم، درملنې ته اړتیا لرم، خوب ته اړتيا لرم، لږې دمې او استراحت ته اړتیا لرم او داسې نور.

دغه بېلګې ښیی چې اړتیا د کارولو یا استعمال پراخ ډګرونه لري.

موږ کولی شو اړتیا د هغې د ځانګړنو له مخې يو له بله توپیر کړو . اړتیا کېدی شي فزيکي یا بدني وي او یا کېدی شي روحي يا رواني وي. همدارنګه اړتیا کېدی شي ډیره مهمه وي او يادومره مهمه نه وي.

د یادولو وړ ده څو وویل شي چې اړتيا په حقیقت کې يوه بیولوژيکي او حيواني  څرګندیدنه يا پديده ده. بیولوژیکي ځکه چې دا په ژونديو يا ژويو کې منځ ته راځي او حيواني ځکه چې حيوانات خپلې اړتیاوې د غبرګونونو له لارې څرګندوي او دهغې د له منځه وړلو یا پوره کولو هڅه کوي.

اړتیا د بیولوژیکي بهیرونو د ترسره کولو په ترڅ کې د ځنيو اساسي عناصرو د نشتوالې له امله رامنځ ته او د هغه عناصرو په تر لاسه کولو سره له منځه ځي، چې  ورته اړتيا ده.

که ژوندي موجودات هغه اساسي عناصر چې د ژوندانه  دبهیرونو د ترسره کولو دپاره مهم دي تر لاسه نه کړي نو له سختو ستونزو سره مخامخ کيږي. یانی دغه اړتیا ژوند ته ګواښ رامنځ ته کوي او د ژوندي موجود د کمزورتیا سبب کيږي. نو ځکه اړتیا داسې يو حالت دی چې ژوندی موجود باید دهغې د له منځه وړلو وس او توان ولري او له منځه يې يوسي او که نه نو داړتیا نه پوره کيدل به هغه په خپله له منځه يوسي.

د بېلګې په توګه که ژوندی موجود تږی شي نو دا ددې مانا لري چې دغه موجود اوبو ته اړتیا لري او باید اوبه تر لاسه کړي او که  اوبه تر لاسه  نه کړي نو جل یې وهي او جل وهنه په پای کې د مړینې سبب کيږي. که بوټي او ونې اوبه تر لاسه نه کړي نو په لومړي غبرګون کې یې پاڼې مړاوې او که دغه حالت دوام وکړي نو ورو ورو يې پاڼې رژیږي او بیایې څانګې په وچيدو پیل کوي او ورو ورو هغه بوټې یا ونه په بشپړه توګه وچیږي او له منځه ځي. ددې خبرې علت په دې کې دی چې ټول بيولوژيکې او کیمیاوي بهیرونه په اوبو کې او د اوبو په مرسته ترسره کيږي او چې اوبه نه وي نو دغه بهيرونه په ټپه دريږي چې د مړينې مانا ورکوي . د اړتیا په وخت کې حيوانات نه يوازې غبرګون ښيي بلکې  د اوبو د تر لاسه کولو دپاره  خپلواکه هڅه هم کوي. همداسې کله چې موږ ته خواړه نه رسيږي نو زموږ بدن  دوخت په تیریدو سره کمزوری کيږي. دغه کمزورتیا د نورو نیمګړتیاو سبب هم کیږي لکه د انرژې د نشتوالی د بدن  د دفاعي سیستم د کمزورۍ او په ناروغيو د اخته کيدو او داسې نورو.

 

موږ په اوړي کې سړې هوا ته او په ژمي کې تودې هوا ته اړتیا لرو، ځنې خلک وايې: و ګورۍ انسان څومره کمزوری موجود دی ! نه د زياتې يخنۍ د زغملو وس لري او نه د زياتې ګرمۍ. دا خبره بيخي سمه ده خو پوښتنه پیداکيږي چې ولې موږ داسې يو چې نه ډیره توده هوا زغملی شو او نه ډيره سړه ؟

اوسنیو علمي او تکنالوژيکې پرمختياو ددې پوښتنې علت او دليل څرګند کړی دی.  ددې کار علت دا دی چې زموږ په بدن کې ټول بیولوژیکي او کیماوي بهیرونه چې د ژوند بنسټیز بهیرونه دي  د تودوخې په يوه ټاکلي درجه کې ترسره کیږي،  که تودوخه له ټاکلې درجې ښکته او يا لوړه شي نو دغه بهیرونه ګډوډيږي او نه ترسره کيږي. څرګنده ده چې د چاپیريال توخه د ژونديو موجوداتو په کنترول کې نه ده  نو ځکه ژوندي موجودات د خپل بدن د تودوخې د ثابت ساتلو دپاره  نورلازم ميکانیزمونه په کار اچوي، لکه په زياته تودوخه کې موږ خوله کوو او د بدن اوبه مو د پوستکي د سوریو له لارې بهر ته را وځي چې موږ يې خوله بولو، دا کار ځکه ترسره کیږي څو د بدن تودوخه را ټيټه کړی شي، کله چې موږ تبه کوو او د بدن تودوخه مو له نورمال حالت څخه لوړیږي نو زموږ په بدن کې  سخته نا آرامي او بې تابي رامنڅ ته کیږي چې موږ يې د تبې په نامه يادوو چې دا په حقیقت کې زموږ د بدن غبرګون دی او خطر ته زموږ پام را اړوي. نو ځکه موږ ددرملو دلارې د تبې د غورځولو یاټيټولو هڅه کوو خو که تبه له ټاکلي بریده پورته لاړه شي نو ژوند ته خطر رامنځ ته کیږي ځکه د بدن ټول بيالوژیکي او کیمیاوي بهیرونه ګډوډیږي. د ستړیا په وخت کې موږ دمی او استراحت ته اړتيا لرو . د قهر او غصې په وخت کې د عصابو آرامتیا ته اړتيا لرو.

 

هرڅه چې د اړتيا په توګه منځ ته راځي باید له منځه لاړ شي او که نه ژوند له ستونزو او خطرونو سره مخامخ کيږي. ژوندي موجودات د اړتیاو اغیز په مختلفو درجو کې احساسوي لکه د ځورېدنې، دردونو او سخت عذاب ، ناخوښې، خپګان ، پريشانۍ، دپريشن او داسې نورو ...په بڼه.

د اړتیاو له منځه تګ هم خپله اغیزه لري په تيره بیا په انسانانو کې دغه اغیزه ښه او په څرګنده توګه ليدلی شو. دا اغیزه د خوښۍ، رضایت، خوند او خوشحالۍ په بڼه راڅرګنديږي.

 خو کله چې اړتيا له منځه نه ځي او یا د له منځه تللو امکان يې نه وي نو په ژوندي موجود په تیره بیا په انسان کې د له منځه تللو خطر او ډار رامنځ ته کوي.

اړتیا د خپل حيواني ځانګړنې او د رامنځ ته کيدو د دليلونو پر بنسټ په انسان کې په څو پړاونو کې په پام کې نیسو:

 

ټول خلک په لومړي ګام کې د ژوند دپاره اوبو، هوا او خوړو ته اړتیا لري. همدارنګه انسان او نور ژوندي موجودات د پورته درې ګونو  موادو  د تر لاسه کولو تر څنګ له خپل بدن څخه ددغه موادو څخه د رامنځ ته شویو فضولاتو د ایستلو بهیر ته هم اړتیا لري لکه د کاربن دوه اکساید اونورو په بڼه چې له بدنه ایستل کيږي.

 

همدارنګه انسان د نورو خلکو سره معاشرې او راشه درشه  ته هم اړتيا لري. دا یوه ډیره غوره او مهمه ټولنیزه اړتيا ده. په انسان کې لکه د نورو حيواناتو په څير د ځوانۍ ددورې دمعاشرت اړتيا هم منځ ته راځي. په انسان کې دغه اړتيا د نورو حيواناتو په پرتله توپير لري. يو ډير مهم توپير يې دا دی چې انسان يوازی د ځوانۍ ددورې د معاشرت د اړتيا احساس نه کوي بلکې دهغې تر څنګ د يولړ پرنسیپونو او قواعدود پام کې نيولو د اړتیا احساس هم کوي. لکه پيژندګلوي، مينه، اخلاق ،ښکلا، معقوليت، ريښتينولي ،عدالت او داسې نور.

 

پيژندګلوي، معقولیت، عدالت، ښکلا، مېنه د انسانانو د ژوندانه مهم هدف دی. خو دا مساله نیغ په نیغه د انسان له بدني اړتیاو سره اړيکه نه لري. پر انسان باندې نه يوازې  د انسان اړتیاوې اغیز لري بلکې د انسان علاقه مندي هم ډیره اغیزه لري.

نو ځکه د شهواني اړتیا تر څنګ اخلاقي او روحي اړتیاوي، د مشغولتیا ، ساعتېرۍ، دسيل اوصفا اود نويو چاپیریالونو اړتیا هم رامنځ ته کیږي. دا په دې مانا ده چې زموږ بدني اړتیاوې د اخلاقي او رواني اړتیاو په وسیله بشپړ او کنترولیږي.

ددې خبرې مانا داده چې انسان د نورو حيواناتو پرخلاف یو ساده شهواني موجود نه دی.  انسانان يوازې د شهوت د عنصر پر بنسټ په خپلو کې اړيکې نه ټينګوي ، بلکې انسان په دغه برخه کې د مينې عامل ته برتیا ورکوي. یانې انسان غواړي له نورو سره مينه وکړي او غواړي له ده سره هم مينه وشي. مينه او مينه کول انسانی شهواني اړتيا له حيواني شهواني اړتیا څخه جلا او بېلوي. نو ځکه دهمدغه اصل پر بنسټ انسانان کورنۍ رامنځ ته کوي او په کورنۍ کې يو له بل سره مينه، الفت، شفقت او مهرباني کوي او ددوې تر منځ د دوه اړخیز درناوي اړیکې ټينګيږي. په انسانانو کې دوه اړخیزه مينه د کورنيو اساس او  بنسټ غښتلی کوي. خو په تاسف سره باید ووایو چې زموږ په ټولنه کې کله نا کله ناوړه ټولنيز دودونه او رواجونه او د کورنۍ ژوند په هکله لږ مالومات ددې سبب کيږي څو ډيرې کورنۍ د خپلو اولادونو ژوند له ستونز او پريشانيو سره مخامخ کړي. د بېلګې په توګه هغه ودونه چې د دوه ځوانانو د متقابلې مينې پر بنسټ نه وي رامنځ شوي ددې سبب کيږي چې دواړه اړخونه د خپلو اړيکو نه هيڅکله هم لازم رضایت  تر لاسه نه کړي او دواړه خواوې  د ژوندانه اوږده کالونه د ګوزارې په بڼه او يا د زور د عنصر پر بنسټ سره یوځای تیروي او د ژوندانه په يو پړاو کې کله چې ددغه غیر طبعيي پيوند د له منځه تللو حالات برابر شي نو دغه پيوند له منځه ځي. زموږ په هیواد کې داسې پيښې ډيرې دي چې پلارونه د اقتصادي ستونزو اويا شخصي علاقه منديو پر بنسټ خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې پلوري . يا ځنې کسان چې عمر یې له ۷۰ یا ۸۰ کلونو زیات دی خو د زياتې شتمنۍ له برکته د کوچنيوانجونو سره واده کوي چې د عمر له پلوه سره هيڅ تناسب نه لري چې داسې ودونه يوازی د هوس او  غریزې پر بنسټ ترسره کيږي او په حقیقت کې د سوداګرۍ يوه مامله ده چې بنسټ يې پانګه او زور دی، نه مينه اونه محبت.  داسې کورنۍ ټينګښت او پايښت نه لري او هيڅکله هم په داسې کورنيو کې خوښي نه ليدل کيږي .

په انساني ټولنه کې اخلاق تر خوړو دمخه راځي. مادي څیزونه او بدني اړتياوې په ګډه د ټولنیزو غوښتنو او فعالیتونو په بهیر کې پوره کيږي. موږ په عادي ژوند کې په داسې حالت کې ځان نه وينو چې وکولی شو لومړی خپلې بدني غوښتنې يا اړتیاوې پوره او تر هغې وروسته ټولنیز نورمونه کوم چې زموږ ټولنه يې تل په ياد کې ساتي او ورته ارزښت ورکوي، په پام کې ونیسو. په انسانانو کې د اړتیاو پوره کيدل په خپله د ټولنیزو نورمونو او ارزښتونو په وسیله کنترولیږي.

په استثنايي حالاتو کې کله چې د خوړو د موادو اویا د مادیاتو اود اخلاقو ترمنځ د غوراوي پوښتنه رامنځ ته کیږي ـ په داسې حالت کې له نورو انسانانو سره د  انسان اړیکي د حيواني ارزښتونو پر بنسټ ارزول کيږي ـ پايلې يې لا له وړاندې څرګندې دي. ځنې خلک ځانته د زیاتو شتمنیو او مادیاتو د تر لاسه کولو هدف ټاکي او دغه څيزونه په هره وسیله چې وي تر لاسه کوي او په دغه لاره کې هر ډول خنډونه په بې رحمۍ سره له منځه وړي که څه هم داکار د نورو خلکو په زیان او ضرر تمام شي او یا د نورو د له منځه تللو سبب شي.  هر څوک د خپلو اړتياو د له منځه وړلو غوراوی په خپله کولی شي. يو څوک غوره بولي څو خپلې اړټیاوې په هر بڼه چې وي یانې که په ډیرو ناولو وسیلو هم وي، پوره کړي. خو ځنې نور خلک غواړي د ټاکلو انساني ارزښتونو په اډانه کې خپلې هيلې پوره کړي او په غیر انساني لارو د بدني اړتیاو د پوره کيدو څخه ډډه کوي او ان مړينه له يو ناوړه ژوند څخه غوره بولي ځکه هغوي ته حيواني ژوند ښه نه بريښي او غواړي انساني ژوند وکړي چيرې چې انساني ارزښتونه په پام کې نیول شوي وي. خو که ټولنه پر انساني اصولو سمباله نه وي نو د فرد دپاره به ډیره ګرانه وي څو په حيواني چاپیريال کې انساني ژوند غوره کړي نو دلته دی چې د ټولنې د انساني کولو اړتيا منځ ته راځي ځکه ټولنه يو سیستم دی او که دغه سیستم پر انساني اصولو او قوانینو سمبال شي او د انسانانو د اړتیاو د له منځه وړلو دپاره انساني لارې چارې برابرې شي نو ټولنه به د حيوان صفته انسانانو د حيواني چلند له خطره وژغورل شي.

دلته دی چې دانساني ټولنې د اړتیا مفهوم منځ ته راځي. انساني ټولنه خپل اصول او نورمونه لري او دغه اصول او نورمونه يو ټولنیز سیستم منځ ته راوړي او دغه ټولنیز سیستم کله کله له فردي اړتيا سره په ټکر کې راځي ځکه په دغه سیستم کې د انسانانو حقوق په يو شان په پام کې نیول شوي وي. د ټولنیزې اړتيا په سیستم کې د فرد اړتياوې د يو ټولنیز سيستم په اډانه کې په پام کې نيول کيږي.

 

ټولنیزې اړتياوې څه دي؟ اوڅه ته موږ ټولنیزې اړتياوې  وايو یا په بل عبارت ټولنه څه ته اړتيالري؟ هماغسې چې فرد فردي اړتياوې لري ټولنه هم  چې د انسانانو د راټوليدو یو سیستم دی خپلې ټولنیزې یا ګډې اړتیاوې لري یانې د  ټولو انسانانو ګډې اړتياوې. بشري ټولنه په عمومي ډول ګډې اړتياوې لري چې کولی شو د عدالت ،سولې، ثبات ، قانونیت ، پرمختیا، هوساینې او نورو څخه یادونه وکړو. خو ټولنیزې اړتياوې په ټولو ټولنو کې يوشان هم نه دي اویولړ توپیرونه هم لري دا توپیر د ټولنې د پرمختيا او تکامل په کچې پورې اړه لري. دلته به یوازې څو مهمې ټولنیزې اړتیاوې له نظره تير کړو.

 

سوله: دا يوه ډیره مهمه ټولنيزه اړتيا ده. که سوله نه وي پرمختيا نشته، که سوله نه وي، مصونيت نشته، که سوله نه وي ټولنيز عدالت نه شته، که سوله نه وي ټولنيزه هوساينه منځ ته نه راځي، دموکراسې منځ ته نه راځي او  آزادي منځ ته نه راځي او داسې نور.

 

دلته د پرمختيا، مصونیت، عدالت، هوساینې، دموکراسۍ او آزادۍ څخه يادونه وشوه چې دا ډیرې مهمې ټولنیزې اړتیاوې دي. دغه اړتیاوې يو له بل سره دوه اړخیزه او څو اړخيزه پیوندونه لري که يو نه وي بل هم له خطر سره مخامخ کيږي . ددغه اړتیاو له پام کې نيولو پرته ټولنیز سیستم خپل ارزښت د لاسه ورکوي. يانې دغه اړتياوې يو د بل سره ټينګې اړيکې لري او یو پر بل اغیزه لري او که يو له دغو په پام کې ونه نيول شي نو ټولنیز سيستم سست او لړزانده کيږي او د سیستم د له منځه تللو سبب کيږي. که عدالت نه وي نو خلک د عدالت د رامنځ ته کولو په خاطر له ځانه غبرګون ښکاره کوي او که د عدالت د پاره د خلکو غوښتنه په پام کې ونه نیول شي نو خلک د حالت د بدلون دپاره په اقدامونو لاس پورې کوي چې په پايله کې ټولنیز ې کشالې رامنځ ته کيږي چې همدغه کشالې سوله او ټولنيزامنیت له ګواښ سره مخامخوي.

دلته به دغه مساله د بيلګې په توګه د یوازې د افغانستان د وروستيو کلونو په بدلونو کې په پام کې ونیسو ځکه د افغانستان د ټولو بدلونونو څيړنه زیات وخت ته اړتیا لري.

 نړيوالې ټولنې وپتيله څو په افغانستان کې د يوسياسي، ټولنیز او اقتصادي نظام بنسټ کيږدي، دوې افغانانو ته د سولې، مصونیت، عدالت، پرمختیا، دموکراسۍ او هوساينې ژمنه او وعده ورکړه. افغانان د نړيوال ملاتړ او ژمنو په اډانه کې دې ته هيله مند ول څو هيواد ته یې سوکاله، پرمختیا، دموکراسي، مصونیت  او قانونیت راشي. خو داسې ونه شول نن وروسته له اته کلونو دغه هيواد يوځل بیا د خونړیو جګړو په اور کې سوځي او وریتیږي او افغانستان د نړۍ د ډیرو بې ثباته  او وروسته پاتې ملکونو څخه ګڼل کيږي. ولې سوله، ثبات ، پرمختیا او غوړیدنه منځ ته رانغله؟ ددې پوښتنې ځواب ساده او څرګند دی. تر هر څه لومړی عدالت تر پښو لاندي شو، ځکه کومه اداره چې جوړه شوه هغه د آزمايل شویو چپاولګرانو او لوټمارانو له ترکيبه یوه اداره وه، دا کار ددې سبب شو څو مصونیت منځ ته رانه شی ، د پرمختیا ژمنې يوازې ژمنو په توګه پاتې شي، ريښتنې دموکراسي منځ ته رانه شي، قانونیت، مصونیت ، امنیت منځ را نه شی او چوراوچپاول او تیری د ژوند پرقانون بدل شي، نه کوچنی ماشوم  ځان په امن کې احساس کړي اونه سل کلن سپین ږیری.

لومړی تیر وتنه د لومړۍ ورځی له پوځي عملياتو پيل شوه. نړيوالې ټولنې د هغه نظام چې بايد ړنګ شوی وای د ړنګولو سم وسایل نه ول برابر کړي. نه يوازې سم وسایل په پام کې نه ول نيول شوي بلکې غلط وسايل وکارول شول. نړيوالې ټولنې د خپلو هدفونو د ترسره کولو دپاره هغه ځواکونه و کارول چې په افغانستان کې يې بې شمیره جنايتونه او خيانتونه  ترسره کړی ول چې اوس هم کله چې خلک هغه کیسې رایادوي نو له ویرې پر بدن يې لړزه راګډه شي او په ډار کې لویږي. په دې مانا چې د نوي او عادلانه نظام د جوړولو کار د وحشي جنایتکارانو په لاس ورکړی شو. یا په بل عبارت هغه ځواکونه چې دوی ته دانساني چلند پرځای تل حيواني چلند غوراوی او لومړی توب درلود، واک ته ورسول شول. په دې ډول د عدالت اصل هیر او تر پښو لاندې شو او خلک د یو ناوړه بې عدالتۍ په منګولو کې وسپارل شول. پايله يې د تکراري جنايتونو ترسره کيدل ول چې عام قتلونه او چور او چپاول يې څرګنده ځانګړنه ده.

 

د بن کنفرانس د يوې ډلې یا د پورته نومول شوې ډلې تر بشپړ کنترول او دهغوې په ګټه تر سره شو. او د رټل شويو تنظيمونو فاسد نظام يې د افغانستان پر خلکو وتپلو. نویو غاصبانو بې له ډار دعامه شتمنیو په چور او تالان لاس پورې کړ او د ټولو خلکو ژوند او مال یې خپل شخصي غنیمت وګاڼه.

تیر اته کالونه دبې عدالتۍ او د عدالت  د تر پښو لاندې کولو تر ټولو بد کالونه ول، نن چې نن دی آن نن هم د عامو خلکو ژوند او مال او عزت هيڅ تضمین او مصونیت نه لري دغه نظام يوازې د جنايت کارانو امنيت او مصونيت تامين کړ، جنایتکارانو د ځان د بښلو منشور جوړ او پراولس يې تحميل کړ.

د ايتلاف ځواکونوهم افغانستان ته د يو ملي خپلواکۍ لرونکي هيواد په سترګه و نه کتل او هغه يې یو وړیا غنیمت وګاڼه او په بشپړه بې پروايې سره يې په  هرځای او هر چا چې  زړه غوښتل بمونه وغورځول او بې له قانوني اجازې د خلکو پر کورونو ننوتل او د خلکو دود او عنعنو ته يې په سپکه  سترګه وکتل. لنډه داچې خلک له څو لوريو تر برید لاند ې راغلل له يوې خوا واکمنو فاسدو دولتي کړيو له وخت نه په ګټې اخیستلو سره پر خلکو له هيڅ ډول ظلم څخه ډه ډه ونه کړه او بهرنيو ځواکونو د بري تر غرور لاندې هر کار ځانته روا او مجاز و ګاڼه او افغانستان یې د خپلو پوځي او سیاسي تجربو پر لابراتوار بدل کړ. ددې حالاتو نه په ګټې اخيستلو سره شړل شویو طالبانو هم بیا سر را پورته کړ او په داسې عملياتو يې لاس پورې کړ چې  اساسي ښکار یې عادي او بې ګناه خلک او د عامه ګټو موسسې لکه ښووځي او روغتونونه او نور دعامه ګټو مرکزونه وګرزيدل چې ددې ټولو کړنو په پايله کې د مصونيت بحران رامنځ ته شو او په زرګونه خلک له دربدرۍ او بدمرغۍ سره مخامخ شول.

نړيوالې ټولنې د اته کالونو په تیريدو سره د خپلو کړنو دقیقه ارزونه ونه کړه، په ټوله دغه موده کې هغوې پر نظامي بري ډه ډه ولګوله دوې د بیا جوړونې، عدالت ، مصونیت او قانونیت مساله په بې رحمۍ سره تر پښو لاندې کړه نو ځکه د افغانستان د خلکو کړاونه او ستونزي وروسته له اته کالونو نه یوازې  کمې نه بلکې زياتې هم شولۍ.

خلک چې په پيل کې يو څه هيله مند شوي ول و رو ورو له  تش په نامه دولت چې په حقیقت کې د جنګي ډلو ټپلو او جنایت کارانو او د مخدره موادو د مافیا دولت دی څخه واټن واخیست او پر بهرنيانو يې خپل  بشپړباور د لاسه ورکړ. دغو اقدامونو ډیرې بدې پايلې افغاني ټولنې ته رامنځ ته کړل چې اوږده کالونه به افغانان له هغې څخه ځوریږي ، يو له دغه پايلو څخه بنسټ پالنه او تند لاري ده.

لکه څنګه چې پورته وويل شو د حالاتو سمون غوښتنه کوي چې د ټولنې اصلي او بنسټيزو اړتياو ته ژوره کتنه  او پاملرنه وشي او ددې اړتياو د ډله ایز حل لارې چارې ولټول شي. که د ټولو اړتياو د له منځه وړلو دپاره کمپلکسي اقدام ونه شي د يوې او دوه ستونزو په حل سره به دا بحران حل او له منځه لاړ نه شي. او دغه کړکيچ به لا ژور، اوږد او بې علاجه شي.

 

په دې لاره کې لومړی ګام دادی چې یوه سالمه اداره،  چې عدالت، مصونیت، قانونیت او پرمختیا رامنځ ته کولی وشي او دغه اصولو ته ژمن او وفاداره و اوسي، رامنځ ته شي. ټول جنايتکاره ډلې ټپلې بايد د قانون تر واکمنۍ لاندې راوستل شي اود عدالت د تطبیق دپاره بايد کوټلي ګامونه پورته شي. د خلکو د ژوندانه د حالاتو د سمون دپاره باید ټاکلي اقتصادي او ټولنیز پروګرامونه ترسره شي. د جګړې د درولو دپاره واقعي سياسي اقدامونو ترسره شي. د سیاسي حل د رامنځ ته کولو دپاره بايد لازم سیاسي حالات رامنځ ته کړی شي چې ټولو ته د قناعت وړ وي. پر کليو او ښارونو دې پوځي عملياتو ودرول شي او د عامو خلکو د وژلو مخنیوی دی وشي. د بيګناه خلکو وژونکي که بهرني وي که کورني باید د قانون سره سم په سزا ورسول شي. ددې سره سم د جنګ ځپلو سيمو د قتصادي پرمختيا او بیا رغوني دپاره ژر او بنسټيز پلانو نه تر کار لاندې ونيول شي او خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړی شي. او د ترور پر خلاف جګړه بايد د ترور پرمرکزونو متمرکزه شي.

البته دا يو جلا بحث دی. چې دلته د اړتيا د ټولنیز مفهوم د روښانه کولو په لړ کې ورته په لنډ ډول اشاره وشوه.

 

اړتیا کېدی شي ریښتنې (حقیقي) اویا  مصنوعي واوسي. حقیقي اړتيا هغه اړتیا ده چې د ژوندي موجود له غوښتنې او ارادې پرته منځ ته راځي او د ژوندي موجود ژوند او دوام په هغې پورې اړه لري. لکه اوبه، خواړه، هوا او داسې نور. که د اوبو په نشتوالي کې يوڅوک له منځه ځي نو د سولې، ثبات او عدالت په نشتوالي کې د يوې ټولنې شتون له خطر سره مخامخ کيږي نو ځکه ويلی شو چې سوله، ثبات او عدالت او قانونیت د ټولنې ريښنتې اړتيا ده لکه څنګه چې خواړه اوبه او هوا د انسان د ژوند اصلي اړتیا ده. د مصنوعي اړتیا توپير په دې کې دی چې دغه اړتيا د حالاتو تر اغیز لاندې منځ ته راځي او قانونمند بهیر نه لري.

 

د مصنوعي اړتیا  د منځ ته راتللو عوامل زیات دی چې دلته به يو څو مهمو عواملو ته  لنډه اشاره وکړو.

بازار او سوداګري په ټولنه کې د مصنوعي اړتيا د رامنځ ته کیدو سبب کيږي . په دې تړاو ويلی شو چې که سوداګري او بازار د لګښت یا مصرف غوښتنه  وکړي دا کارپه ټولنه کې دخلکو ترمنځ  مصنوعي اړتيا منځ ته راوړي. داسې غوښتنې کېدی شي ددې سبب شي څو بازار هڅه وکړي په ټولنیزو سیستمونو کې لګښت وهڅوي، چې داکار د اکثریت له ګټو سره سمون نه لري. په دی تړاو موږ کولی شو د لګښتیزم يا مصرفیسم مفهوم وکاروو چې ځانګړنه يې داده چې لګښت ته د اړتیا له مخې نه بلکې یوازې د لګښت په خاطر د ښکلا او سېنګار او یا شوق له مخې علاقه ښودل کيږي.

انسان د خپل اړتيا د له منځه وړلو په کار کې له نورو ژويو ځخه توپیر لري.

موږ پټاټې یا کچالو لومړی پخوو او بیایې خورو، شيدې لومړی اېشوو او غوړ ترې باسو او بیا يې څکو همدارنګه د خوړو په مهال یو لړ ټولنیز اداب هم لرو چې په پام کی یې نیسو. موږ د کار د ټولنیز سیستم يوه برخه یو ، چې په منطقي ډول دغه خبره  ترې را څرګنديږي چې موږ هر هغه څه چې تر لاسه کوو سم د لاسه ترې کار نه اخلو. همدارنګه موږ خپل څیزونه له نورو سره بدلوو یا خرڅوو څو د هغو د بدلولو یا خرڅولو د لارې ځان ته نوي څیزونه راو نیسو. ددې مانا داده چې د انسان ټو لنیز او اقتصادي فعالیتونه د ټولنیزو او اقتصادي قوانینو په وسیله تنظیمیږي.

کله چې موږ بازار ته ځو نو موږ ته راز راز څیزونه را تر سترګو شي لکه په سل ګونو ډوله تلویزيونه، موبیل تلفونونه، موټرې او داسې نور. هر کال موږ ددې شاهد  يو چې د څیزونو نوي مودلونه او ډولونه جوړ او بازار ته وړاندې کيږي، دا کومه عادي خبره نه ده دغه څیزونه پر موږ لکه د جادو اغیز کوي او موږ ځان ته رابولي که څه هم موږ په کور کې کمپیوتر لرو خو نوی مودل له نویو ځانګړتياو سره په موږ کې دا حس را پاروي چې دا نوی مودل را ونیسو يانې موږ د اړتیا له مخې نه بلکې د شوق له مخې داکارکوو. د نوي کمپيوتر نوی نسل د زاړه په پرتله نوي او په زړه پورې ځانګړتیاوي لري چې زموږ کار په لږ وخت کې اوپه ښه کیفیت تر سره کوي. خو موږ دې ته پام نه کوو چې دغه موجزه هسې په خپل سر نه رامنځ ته کیږي. ددې څیزونو په جوړولو کې ټولن پيژاندونکي، اروا پیژاندونکي، اقتصاد پوهان، علمي څيړونکي، انجینران او کارګران برخه اخلي او د څیزونو په جوړولوکې ټولنیز، علمي، میخانیکي او د وخت  ټولې لاس ته راوړنې ، ځانګړنې او نوښتونه په   پام کې نیسي. نو ځکه دغه څيزونه د یو پيچلي بهیر له تیرولو وروسته جوړ او بازار ته وړاندې کیږي چې پر هر لېدونکي چټکه اغیزه کوي او د هغې د خپلولو تلوسه ورته پيداکیږي. نوي وړاندې شوي څیزونه تر پخوانیو څیزونو ښه، مودرنه ،ښکلي، د ښه کیفیت لرونکي او د بیی یا نرخ له پلوه هم مناسب وي او د رانيونکو اقتصادي وس او توان ته په کې پاملرنه شوې وي. دې ته د سوداګرۍ هنر او فن ویل کيږي. د سوداګرۍ فن او هنر په دې کې دې څو  هغه اصول او نورمونه مات کړي چې د هغو له مخې انسان له حيوان څخه توپیریږي یانې د عقل پر ځای غریزي انګیزې په انسان کې هڅوي. سوداګریزې موسسې، تل ددې غوښتنه کوي چې په ټولنه کې دلګښتونو اندازه لوړه شي او زموږ احساس د بازار د مالونو په وسيله ولمسول شي او د بازار تر اغیز لاندې پاتې شي. بازار نوي څیزونه زړوي او دهغو پرځای نور نوي څیزونه وړاندې کوي، موږ هم نوي څیزونه زړوو او بیا نوي څيزونه رانیسو. دا د لګښت یا مصرف سیستم دی.

بازارهڅه کوي لګښت ته وده ورکړي او غښتلی يې کړي او زموږ احساس تر خپل کنترول لاندې راولي. په دې ډول بازار په خلکو کې مصنوعي اړتیا منځ ته راوړي.

 

مصنوعی اړتیا په دقیقه توګه د نارکوتیک یا نشه ای موادو په وسیله هم منځ ته راځي. په الکولي او په مخدره  موادو د اخته کسانو یا معتادو کسانو په منځ کې دغه اړتیا په پراخه توګه تر سترګو کیږي. د اخته کسانو بدن یا ارګانیزم ددې د پاره چې سم کار و کولی وشي باید دغه مواد تر لاسه کړي. ددې کسانو د پاره  له دغه دخانیاتو څخه یو  چټک مخنیوی به ددغه کسانو روغتیا او ژوند له خطر سره مخامخ کړي ځکه ددوې ارګانیزم ددغه موادو له ترلاسه کولو پرته سم کار نه کوي. دغه مصنوعي اړتیا، د قاعدې له مخې ، د ارګانیزم دفزیولوژيکي اړتیا د پوره کيدو مخه نیسي  او د بدن عضوي اړتیاوې په منظمه توګه پوره کولی  او کنترولی نه شي.

په ورځني ژوند کې سړی کولی شي  د اړتیا د بیلابیلو درجو او ډولونو په هکله خبرې وکړي، لکه د بريښنا د اړتيا ، کډوالو ته د کور د اړتيا او داسې نورو په هکله. له تیوریتیکي پلوه دا مهمه ده چې سړی اړتیا څنګه مانا کوي او څه مفهوم ترې اخلي. 

 

 

 

 

 

 

 

عزیزی غزنوی

ترجمه از وبسایت ساینس بریتانیا.
https://www.britannica.com/science/science

مورچه (اِ مصغر) مصغر مور یعنی مورخرد و کوچک است، هم چنانکه باغچه مصغر باغ باشد، مور یا مورچه، عربی نمل، انگلیسی(Ant ) حشرۀ اجتماعی از راستۀ نازک بالان است که تیرۀ خاصی را به نام مورچگان در این راسته به وجود میآورد، مورچگان با نظام اجتماعی پیچیده و شگفت انگیزی جانوران عجیبی هستند، آنها با جسد های کوچک و ذره بینی شان از نظرهوش وغریزه کامل و همه دارای زندگی و قوانین اجتماعی کامل اند

دودیال

این نوشته نیز شاید مانند نوشته ی قبلی ام یک خوشبری برای اهل دانش و مراکز علمی باشد. در چند نوشته ی قبلی؛ خوشخبری نشر آثار علمی، مانند:  کتاب بیولوژی ، زونهای اقلیم...، گیاهان (نباتات) طبی... خدمت هموطنان ګرامی نشر نموده بودم. من که در هر نوع شرایط و حالات درجستجوی کتاب ام، عادتم است  بعد از سه- چهار روز  خبری از کتاب فروشیها می ګیرم.

نویسندگان :
 )Susilo Wibisono(سوسیلوویبیسونو*
*وینیفرید ار.لویس)Louis.R Winnifred )
*جولندا جیتن)Jetten Jolanda )
منابع وتاریخ نشر:
- مدرسه روانشناسی پوهنتون کوینزلند برزین استرالیا
- گروه روان شناسان از پوهنتون اسالمی اندنیزیا »Yogyakarta »
 .)18-11-2019( -
برگردان : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل« .
 



بقیه در ضمیمه

زیاتې مقالې …