افغانان څه غواړی؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

دوه کاله مخکې جمهوررییس دیوه فرما ن پواسطه دهغو دولتی ادارو،مؤسسو،انجوګانو ، ځایی خلکو اوټولو هغوکسانو څخه چې دپلازمینې کابل لارې اوسړکونه یې بندکړی اوهلته یې دیوالونه جوړ کړې دی وغوښتل چې دالارې اوسړکونه دښاریانواونقلیه وسایلو پرمخ پرانیږی اودا دیوالونه اوموانع لیرې کړی ترڅودکابل ښاریان دموجودو ستونزوڅخه خلاص او ښارعادی بڼه ونیسی ۰ خوتراوسه پورې هیچا اوحتی دولتې ادارودې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړ اوددولت درییس فرمان عملی نشو۰ سربیره پردې دولسې جرګې دشکایتونوکمیسیون څه دپاسه نیم کال پخوا دجمهوررییس فرمان ته ورته پریکړه وکړه،خو دې کمیسیون دا خبره ونکړه چې لومړی باید ولسې جرګه هغه لاره چې ددې جرګې دماڼۍ ترڅنګ تیریږی اوهلته هم دا موانع جوړې شوې دی لیرې اوبیا دنورو څخه وغواړی چې دخپلو ادارو،موسسو اویا هستوګنځایونوشاه اوخوا څخه ډبرین ،سمنټی اوخارداره دیوالونه اوخنډونه لیرې کړی ۰ دلته دا پوښتنه پیدا کیږی چې ولې دیوه دولت دجمهوررییس فرمان ، هغه فرمان چې دهغې عملی کول نه کومه بودجه غواړی ، نه کومې سروې اونه دکوم پلان جوړولو ته ضرورت لری ،نه متخصص ورته په کاردۍ ، اونه بشرې یا پوځی ځواک اوتخنیکی تجهیزاتوته اړتیا لیدل کیږی ، نه عملی کیږی ۰ بلکه دا کار دهغو ادارو ، مؤسسو اوځواکمنو کسانو کاردۍ چۍ دا خنډونه یې جوړ کړې دی ۰
دجمهوررییس ددې فرمان نه عملی کیدل داشکونه زیږوی چې امکان لری چې دا فرمان نیمګړی ،غلط ، بیوخته اوغیرعملی ویا داچې دحکومت په منځ کې نور پټ حکومتونه موجوددی چې منتخب جمهوررییس نه منی اوخپلې تګلارې اوسیاستونه پلې کوی اوپدې توګه وطنوالواونړیوالو ته ښیی چې هغوی څومره ځواکمن دی ۰اوپرهغوی حساب وکړی ۰ ددې حالت پیچلتیا پدې کې ده چې ښاغلی کرزی ظاهرا دنړیوالې ټولنې اوپه تیره دواشنګتن له هراړخیز ملاتړ نه برخمن دۍ او په کراتو کراتو سپینې ماڼۍ دهغې څخه خپل ملاتړ اعلان ، دا هیواد اودهغې ناټویی متحدین د افغانستان په سیاسی اوامنیتی ډګر کې فعال شتون لری اواوسنۍ حکومت ددوی په مټو پردې ولس حکم چلوی ۰دیوه هیوادد ولسمشر څخه دا ډول پراخ ملاتړچې بیلګه یې په نړۍ کې ډیر لږ ترسترګو کیږی ، هغې باید ددې طلایی فرصت اوامکاناتو څخه لازمه ګټه پورته کړې وای خوښاغلی کرزی ددې فرصت څخه هیڅ استفاده ونکړای شوای اوهغه ددې توان نلری چې دخپل دفتر په دوه سوه مترۍ کې خپل فرمان عملی کړی ، دولتی اوغیردولتی ادارې اوموسسې یې فرمان ته ارزښت نه ورکوی دا هغه معما ده چې دافغانستان دجمهوررییس د بیوسۍ پټ راز پکې پروت دۍ ۰ زما له نظره ددې معما پټ رازپدې کې دۍ چې داوسنی دولت درې ګونې ( اجراییه ، مقننه ، قضاییه ) قواوې اومشرتابه یې هغه څه چې وایی یا کومې پریکړې چې کوی دوی پخپله پرهغې معتقد نه دی ، دهغې دپلې کیدو اړتیانه وینی۰یا داچې هغوی بالکل بیواکه اوبې صلاحیته دی ۰ ځکه چې کله ولسې جرګه پریکړه کوی چې تړل شوې لارې اوسړکونه باید خلاص او تګ راتګ ته پرانیستل شی خو ددې ارګان مقر ته دا خنډونه اودیوالونه ولاړ دی اوهغه نه لیرې کوی ۰ کله چې ښاریان اویا خصوصی مؤسسې دا کاروینی چې ولسې جرګې دیوه مورچل بڼه نیولې اوورته راغلې لاره تړل شوې ده چې ښاریان یې دستونزو سره مخامخ کړی دی نه لیرې کوی نوڅرنګه اوپه کوم منطق سره دنورو څخه غوښتنه کوی چې لارې اوسړکونه بند نه کړی اوهغه پرانیستلې وساتی چې بیله شکه څوک دا ډول غوښتنې ته ارزښت نه ورکوی ۰دولسې جرګې دشکایتونو دکمیسیون دا پریکړه دیوې کورنۍ دمشر هغه نصیحتونو ته ورته ده چې دکورنۍ غړو اوپه تیره خپلو اولادونواوتنکیوځوانانوته وایی چې ددخانیاتو اومشروباتوداستعمال څخه ډډه وکړی خودکورنۍ مشرهم سګرټ څکوی اوهم چلم ،دشرابو دڅښلو څخه خونداخلی اوپه هرمحفل اومیلمستیا کې هغه څښی ۰ که چیرې ولسې جرګه په سړکونو اولارو کې موانع ،سمنټې اودخارداره سیمونودیوالوشتون معقول کارنه ګڼی دوی ته په کارده چې دې ارګان ته د ورغلې لارې څخه داموانع لیرې اوبیا په دې اړوندنورو ته لارښونه وکړی ، لازم مقررات اولوایح ورته تصویب کړی ۰ ددې لپاره چې دجمهوررییس دفرمان دنه عملی کیدوله موضوع څخه بلې خواته لاړنشو ددولت مشرتابه ته په کاروه چې دهغې د عملې کیدوبهیریې ترڅارنې لاندې نیولا ی وای اودمتخلفینو سره دقانون سم چلند کړی وای خو لیدل کیږی چې ددولت مشرتابه دې کارته زړه نه خوښوی اولیوال نه دی چې هغه ترڅارنې لاندې ونیسی ۰ داوسنی دولت دا ډول دریځ مختلف سوالونه اوډول ډول شکونه راپیدا کوی ۰ دسوالونو څخه مهم سوال دادۍ چې ممکن جمهوررییس ددې فرمان دصادرولو وروسته پوهیدلی وی چې دهغې صدور اونافذول بیوخته اوغیرضروری کارو نودهغې دپلې کیدو څارنه یې اړینه نه ګڼله، خوکله چې ولسې جرګه ددې فرمان دپلې کولو په خاطر مټې را نغاړی وینو چې فرمان بیوخته اوغیرضروری عمل نه بلکه یوضرورت و۰ کله چې دا یوضرورت ګڼل کیده اواوس هم ضرورت ګڼل کیږی نومعلومیږی چې ددولت لخوا دنوموړی فرمان عملی نه کیدل نور عوامل اودلایل لری چې یو له هغو دادۍ چې دافغانستان خوارجمهموررییس دومره بیوسه اوکمزورۍ دۍ چې دهغه فرمان دهغې په دوه سوه مترۍ کې نه دولتې ادارې منی ، نه خصوصی موسسې اونه عام وګړی ۰ اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چې ښاغلی کرزۍ چې دامریکې دمتحده ایالاتو دادنړی یوازنۍ زبرځواک چې هیڅ دولت دهغې سره دمخالفت دڅرګندولوجرآت نشی کولای اوددې هیواد څلویښت زره پوځیان دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه په افغانستان کې موجوددی ولې دومره بیوسه اوکمزورۍ دۍ اودخپل فرمان اوهمداراز ددولت دپریکړو مخالفین که ځواکمن هم وی دې ته نشی اړایستلای چې ددولت قوانین اوفرمانونه ومنی اوعملی یې کړی ۰ ترڅو ولس پوه شی چې هغوی یوځواکمن اوخدمتګار دولت لری چې کولای شی خپلې تګلارې پلې اوټول دې ته اړ باسی چې نافذشوی قوانین بیله استثنی ومنی اوعملی یې کړی ، هغه وخت دی چې خلک پر حکومت راټولیږی ، پر هغې باور کوی اوددولت دمخالفینو تر اغیز لاندې نه راځی ۰ خو کله چې داوسنی دولت نړیوال حامیان اوپه تیره دواشنګتن چارواکی ، کوم چې اوس مهال دوی په افغانستان کې وروستۍ خبره کوی وینی چې ددوی ترحمایې لاندې دولت وس نلری چې خپل قوانین پلې ،سیاستونه عملی کړی ،په هیواد کې دواکمنې انارشۍ اوبې قانونۍ مخه ونیسی چې پایله یې دا کیږی چې عام ولس کوم چې دقانون دنه پلې کیدو اودزوراوزرو دخاوندانو دخپلسریوله کبله ځورول کیږی ، حقونه یې ترپښولاندې کیږی دداسې دولت څخه واټن اوفاصله نیسی اودمخالفینو ښکارکیږی چې له بده مرغه دا مخالفین نن مهال دیوه ګواښ په توګه چې دوسله والې مبارزې له لارې غواړی واک ته ورسیږی موجوداو دافغانستان ددښمنانو لخوا تمویلیږی اوددوی دفعالیت له امله هره ورځ زموږوطنوال دجنګ جګړو له کبله وژل کیږی اودبیساره کړاوونوسره لاس اوګریوان دی ۰ دې ناوړه وضعیت اوداوسنی حکومت کمزورۍ ، بې کفایتۍ اوبیوسۍ ته په کتلو سره ولې دواشنګتن واکمنان هغه اړین ګامونه نه پورته کوی چې دافغانستان اوسنی دولت ددې جوګه شی چې ترڅو خپل وضع کړی قوانین ،فرمانونه او مقررات په دولتی ادارواو موسسو کې تطبیق ، قانونیت اوعدالت ټینګ اوپه دې توګه دخلکو ملاتړ ترلاسه کړی ۰ په دې خبره باید پوه شو چې که چیرې افغان ولس ، هغه ولس چې دجنګ جګړو، تاوتریخوالی ، بې قانونۍ ، اداری فساد ،انارشۍ اوزورواکۍ څخه کړیدلې اوبیزاره دۍ ووینی چې په دولتی ادارو کې فساد نشته،ټول وضع شوی قوانین بیله استثنی پرټولو تطبیقیږی ،دهغوی ستونزو اوغوښتنو ته مثبت ځواب ورکول کیږی ،امنیتی ارګانونه ددوی دژونددخوندی ساتلو جوګه اورښتینی خدمتګاردی یقینا چې ددولت ترشاه دریږی اوملاتړ یې کوی ،دوسله والو مخالفینو څخه واټن نیسی ، دهغوی خلاف دریږی چې نتیجه یې په هیوادکې سوله اوټیکاوواکمنیږی چې په دې توګه دبیارغونې اوجوړونې لپاره مساعداواړین شرایط برابریږی ۰په افغانستان کې سوله اوټیکاو نه یوازې دافغانانو په ګټه دۍ بلکه دهغو هیوادونو له پاره کوم چې پوځیان یې په افغانستان کې دمخالفینو سره په جګړه لګیا دی هم دۍ ، که چیرې زموږپه هیوادکې دا لعنتې جګړه چې اصلی قربانیان یې افغانان دی پای ته رسیږی بهرنی پوځیان به هم نه وژل کیږی ، نه معیوبیږی اوپه روانی ناروغیو به نه اخته کیږی ،دا هیوادونه به بیساره لګښتونه نه کوی چې دنوموړو هیوادونو په اقتصاد اوپه تیره دعامه وګړوپه ژوند به ناوړه اغیزنه اچوی اوپه دې توګه به هغوی بیرته خپلو ملکونوته ستنیږی اوپایله به یې داوی چې په افغانستان اوسیمه کې به موجود تشنج ته هم دپای دټکې ایښودلو له پاره شرایط برابرشی اوکوم ځانګړې هیواد ته به په دې نامه چې په افغانستان کې پراته بهرنی پوځیان ددوې امنیت ته ګواښ دۍ دافغانستان په چارو کې دمداخلې پلمه پاتې نشی۰ له دې امله افغانان کوم چې داوسنۍ روانې لعنتی جګړې دروند بار یې پراوږو پروت دۍ هره ورځ قربانی ورکوی ، دلوږې اوفقرسره لاس اوګریوان دی ، کورونه اوجایدادونه یې ورانیږی ، دتعلیم څخه بې برخې کیږی اوحتی دمختلفووسلوداستعمال له امله په ډول ډول ناروغیوکومې چې هیڅکله زموږپه هیوادکې هغه چا نه پیږندلې اونه وې لیدلې اخته شوې، په تیره دهغې ناوړه تاثیرات په نویو زیږیدلو ماشومانوکې لیدل کیږی۰ افغانان هغه مظلوم خلک چې په وروستیو دریو لسیزو کې دسترو اوشتمنو دولتونودسیالۍ قربانیان دی دواشنګتن دچارواکو څخه دا غواړی اوتمه لری که په رښتیا سره دوی په افغانستان کې دسولې ،ټیکاواوولسواکۍ دټینګښت اوددې وران شوې هیواد دبیارغونې په خاطر راغلی دې نه دخپلو اوږد مهاله ګټوله پاره،داوسنی حکومت سره که ښه دۍ يا بد، دا مرسته وکړی چې ترڅو ددې جوګه شی چې دهیواداساسی قانون اونوروضع شوی قوانین اومقررات تطبیق ،شایسته سالاری اوعدالت پلی ، وسله والې ډلې خلع اودمخالفینو سره دسولې اوتفاهم له پاره اړین ګامونه پورته کړی اودهغو وسلو داستعمال څخه ډډه وکړی کومې چې چاپیریال ککړوی ،په ژوندی ارګانیزم اونباتاتو منفې اغیز اچوی اودمختلفوناروغیولامل کیږی ترڅو هم افغانان د جګړې اوتاوتریخوالې اوهم ددوی پوځیان دمرګ ژوبلې ، بیساره لګښتونو څخه خلاص شی اوهغه بیځایه لګښتونه چې دوی په جګړه کې لګوی هغه میلیونونو افغانانو ته چې دخوراکې توکو دنه موجودیت له امله یې مرګ تهدیدوی او مړه کیږی اوهمدارازدنړی هغو بیوزله هیوادونو ته چې نن مهال دخوراکی توکو دبیساره لوړیدوله امله دلوږې اومرګ سره مخامخ دی ولګوی دا به وی دبشردحقوقو درناوی اودابه وی دانسان مقام اوژوند ته پاملرنه۰
پای

۴ / ۶ / ۲۰۰۸