حزب اسلامي به ډېر ژر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل کانديد اعلان کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور: فضل هادي فضليار

دا په هغه صورت کې چې حزب له نورو سياسي تنظيمونو يا اشخاصو سره په ټاکلو شرايطو کوم ائتلاف ته ونه رسيږي







ښايي له ارغنديوال ، ډاکټر غيرت ، هلال او يا انجينر محمد خان څخه يو تن د حزب د غړو لخوا د رايو په اکثريت سره نوماند شي. مولوي عطاءالله لودين







راپور: فضل هادي فضليار







حزب اسلامي تابيا نيولې چې که د نورو سياسي ګوندونو يا کوم خپلواک کانديد سره ائتلاف ته ونه رسيږي، نو د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به خپل نوماند اعلان کړي.



د نوموړي ګوند يو لوړپوړي غړي او د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون رئيس مولوي عطاءالله لودين له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي چې دوى په هغه غونډه کې چې د وري په ٦مه نېټه يې وربللې وه او د حزب اسلامي د رهبري شورا ٨٠ تنه غړو په کې برخه اخيستې وه، يادې شوې پايلې ته رسېدلي دي.



مولانا لودين ويلي: (( په غونډه کې يو کمېسيون وټاکل شو تر څو له مختلفو سياسي جهتونو سره خبرې وکړي او اوس نوموړى کمېسيون په خپل کار بوخت دى.))



هغه زياته کړې : (( دا کمېسيون د وري تر ٢٧ مې نېټې پورې وخت لري په ٢٨ مه نېټه به يوه لويه جلسه راغوښتل کيږي او د کمېسيون د کار نتيجه به اعلانيږي.))



د لودين په وينا که کمېسيون د کوم سياسي لوري سره ائتلاف ته نه و رسېدلى نو د جلسې غړي به د ټاکنو له لارې د حزب اسلامي يو غړى د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند کړي.



د حزب اسلامي د کانديد لپاره د ګوند د غړو تر منځ د ټاکنو د څرنګوالي په اړه مولوي عطاءالله لودين نړۍ اونيزې ته وويل : (( په دې جلسه کې به د افغانستان د ټولو ولسواليو څخه د حزب اسلامي غړي ګډون کوي، څرګند کانديد به موجود نه وي، د حزب د هر غړي خپله خوښه ده چې د چا نوم غوره کوي، په اخر کې چې د هر چا رايې ډېرې وي هماغه به د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د حزب اسلامي کانديد وي.))



د هغه په وينا ددې احتمال شته چې د حزب غړي د عبدالهادي ارغنديوال، ډاکټر غيرت ، هلال او يا انجينر محمدخان څخه کوم تن د حزب اسلامي د کانديد په توګه وټاکي.



مولوي لودين د نړۍ اونيزې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د نورو سياسي لورو سره د حزب اسلامي د ائتلاف کولو شرطونه کوم دي ، ويلي : ((مونږ هر سياسي ګوند سره د ائتلاف لپاره څلور شرايط لرو چې په هغوى کې ديني ارزښتونو ته درناوى او د هغوى تطبيقول، د مخالفينو سره د مذاکراتو په خبره زور، د خارجي قواو د سرنوشت ټاکل او د يو جهادي تنظيم په توګه د حزب اسلامي د منفعتونو ساتل راځي چې دا کار په هېواد کې د ملي وحدت د تامين لپاره هم مهم دى. ))



د يادونې وړ ده چې د مولوي عطاءالله لودين سره د هېواد د روانو حالاتو په اړه د نړۍ بشپړه مرکه ددې اونيزې په راتلونکې ګڼه کې لوستلى شئ.