دستونزو اصلی مرکز پا کستان ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دامریکا ولسمشر ښا غلی بارک اوباما له ډیری اوږدی مطالعی ،څیړنو اوسلا مشورو ورسته بالاخره دروان کال د مارچ دمیا شتی په ۲۷ نیټه دافغانستان،پا کستان او سیمی په هکله خپله سترا تیژی په ډاګه (اعلان) کړه په نوی تګ لاره کی دافراطی ډلو او تروریستانو د منڅه وړلو په لارو چارو با ندی ډ یر ټینګار شوی ده

او په دغه سترا تیژی کی دی ټکی ته په ډیر جدیت اشاره شوی ده چه ( دتروریزم سره په مبارزه کی افغانستان او پا کستان دواړه یوه وا حده جبهه ده) نو که د ښا غلی بارک حسین او با ما دغه خبره رښتیا وی نودواړو جبهو ته با یدد دو ستر ګو پر څای به یوه ستر ګه وکتل شی ولی بارک اوبا ما وایی چه که چیری مونږ په با کستان کی کوم نظامی اقدام تر سره کا وه نوبا ید لو مړی دپا کستانی مقا ماتو سره مشوره وکړو ،او به افغا نستان کی بدون دمشوری باید په غیری نظا می اهدا فو باندی باید بم باردمانوته ادامه ورکو ،کشکی دبا رک اوبا ما دپاکستان په باب له دغه نظره څخه هدف دا وی چه دپا کستان حکو مت او فوڅ له القا عدی او طالبانو سره در ګیر کړی .............؟ .
دوهمه خبره داده چه په نوی تګ لا ره کی بیا هم دپاکستان سره دمیلونواو میلونو دالرو په همکاریو با ندی متا سفا نه ټینګار شوی ده دغه دیرش (۳۰) کاله چه کو می مر ستی دغربیانو او عربو له لوری دپا کستان سره شوی دی اول با ید دهغو په نتجه با ندی فکر وشی دهغو مر ستو نتجه با لاخره نن دا شوه چه پا کستان په ګرده نړی کی دافرطیانو او تروریستانو به لوی مر کز تبدیل شوی ده او ټولی نړی ته د خطر ګوا ښ ده،تر څو پوری چه په پاکستان کی دننه دتروریستانو څالی او مر کزونه دنظامی لاری له منڅه ولا ړ نشی په افغا نستان کی هیڅ نوعه نظا می فشار،دمذاکراتو اویا دسترا تیژی تغیر او تبدیل کومه کټه نه لری ،او په دغه باب د امر یکا یوی تحقیقاتی ډلی خپل نطر په دی ورستی ورڅو کی په لاندی تو ګه خپل څر کند کړی ده
- د امریکاد یوې تحقیقاتي ډلې په وینا د افغانستان په اړه دبارک اوباما پالیسي بایدزیاته پرپاکستان متمرکزه وي ،ددغه هیواد ملکي حکومت غښتلی کړي اود بهرنۍ پالیسۍ دیوې حربې په توګه له سخت دریځوډلوڅخه داستفادې مخه یې ونیسي .
ایشیاسوسایټي ( داسیا ټولنه)په نوم دې څېړونکې انستیتیوت ،چې ویل کېږي له بارک اوباما سره نژدې اړیکې لري او دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا اوسنی خاص استازی ریچردهولبروک یې ريیس وو، په افغانستان اوپاکستان کې دثبات د راوستلو لپاره د پخوانیوحکومتي مقاماتواواکاډیمسنانو یوه کاري ډله ګومارلې وه چې ((له ګړنګ څخه ژغورل)) په نوم یوتحقیقي راپور برابر کاندي .
دې ډلې خپل راپور دتېرې پنجشنبې په ورځ یعنې یوه ورځ مخکې تردې چې بارک اوباما دافغانستان اوپاکستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړي ، د ولسمشربارک اوباما حکومت ته وسپاره .
د دې کاري یا ضربتي ډلې مشربارنټ روبین وویل چې امریکا له ډېره وخته پرافغانستان تمرکز کړی او پاکستان یې، چې کمزوری ملکي حکومت یې پرقبایلي سیمولږکنټرول لري، پرې ایښی چې ستونزې پکې وده وکړي اواوس دا سیمې د القاعده شبکې په خوندي پناهځایونو بدلې شوې دي .
بارنټ روبین وايي په سیمه کې د ستونزو اصلي مرکز افغانستان نه دی اود دوی راپور ښيي چې په افغانستان کې نور دالقاعدې اډې اومرکزونه نشته بلکې په پاکستان کې دي چې له ډېرو وختونو راهیسي د دغه هیواد د پوځ او استخباراتوله لوري راز راز سخت دریځې ډلې روزل شوي اوپالل شوې دي ځکه چې پاکستان ځان له هند سره مخامخ ویني اوهند ته د دښمن په سترګه ګوري...
بارنټ روبین وویل د دوی د راپورپه دوام کې ویل شوي : پاکستان رسماً له جهادي ډلو څخه دخپلې بهرنۍ پالیسۍ دیوې وسیلې په توګه کاراخلي.دهغه په وینا زموږ دسیمه ییزې دیپلوماسۍ یوهدف باید دا وي چې له دې حربې څخه دپاکستان د راګرځولولپاره له ټولوامکاناتوکار واخلو. د روبین او دهغه دملګروپه وینا دې هدف ته درسېدو لپاره ضروري ده چې دپاکستان مشروع امنیتي اندېښنوته ځواب وویل شي.
د راپورپه دوام کې راغلي : په پاکستان کې اقتصادي بحران د دغه هیواد حکومت دکمزورتیا له لا ډېرخطرسره مخامخ کړی .راپور وايي چې ترټولوزیات لومړیتوب باید دې ته ورکړای شي چې پاکستان له اقتصادي نظره له سقوطه وژغورل شي.
د راپورله مخې اقتصادي بحران دپاکستان د دولت واکمني له خطرسره مخامخوي او ښايي په راتلونکو څومیاشتو کې حتی مهمې ښاري سیمې هم د دغه هیواد د حکومت له کنټروله ووځي همدغه راز یو بل امریکایی سیا ست وال په عین تو ګه داسی وایی ،.
- دغه سیاست پوه وایی پاکستان مخکې تردې چې له امریکا څخه وسله اوپیسه ترلاسه کړي ، باید ثابته کړي چې په خپله خاوره کې وسله وال سخت دریځي نه پرېږدي.
دامریکادمشرانوجرګې د وسله والوخدماتودکمېټې ريیس سناتورکارل لیوین وویل چې دی باور نه لري چې دامریکامتحدایالتونه په پاکستان کې ثبات په بیه اخیستلی شي اودی به یوازې هغه وخت پاکستان ته دوسلو اوپیسودورکولو ملاتړ وکړي چې دپاکستان حکومت پوي شي چې له خپلوسخت دریځو سره مبارزه یې په خپله ګټه ده خوتردې دمه دی په دې قانع نه دی چې پاکستان دې نتیجې ته رسېدلی وي.
دغه دیموکرات سناتورپه واشنګټن کې خبریالانوته وویل که مې باورراتلای چې ثبات په پیسو اخیستل کېدای شي نومابه دا کارکړی وو.د ده اشاره دامنیت دراوستلو اودسخت دریځو دځپلو په بدل کې پاکستان ته د ولسمشربارک اوباما له لوري دکال یونیم زرملیون ډالره مرستې ته وه چې په مقابل کې یې پاکستان باید په خپله خاوره کې سخت دریځي وځپي.
هغه داوباما له لوري پاکستان ته دکال دیونیم زرملیون ډالرو ورکړه له ستونزه ډکه وبلله ،ددغو ټو لو څرګنده ونو اوتجربو په اساس پا کستان هیڅ وهت په خبلو ژمنو با ندی نه ده دریدلی . پای رحمت اله روان.