داسرشمېرنه به دملي غميزي پيل وی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

داسرشمېرنه به دملي غميزي پيل وی
فغانستان دجگړې داور په لمبو کي سوځی،خو يوشميرکسانو په سرشمېرنه پسی پښې رالوڅی کړی دي .

دسرشمېرنې په وړاندي پرتې ستونزي

دوهمه برخه
درنو هيوادوالو!
راشئ تر هغوچي امنيت اوسوله په ټول هيواد کي نه وي تامين شوې ټول افغانان په يوه ږغ دغۀ ناولې هڅه شنډه اومخه يې ونيسو .
زه ديوافغان په توگه چي دافغانستان سياسي ،ټولنيز اوامنيتی حالات هره ورځ له نږدې څارم اوپدي پوهيږم چې زموږ په هيوادکي دسرشمېرنې لپاره کوم ډول شرايطو ته اړتياشته له همدې امله په افغانستان کي دسر شمېرنې دپروگرام پلي کيدوسره په لاندي عينی دلايلواوفاکټونو مخالف يم اوپايلي ئي دافغان ولس لپاره ديوي بلي غميزي پيل بولم :
امنيت ستونزی :
۱ / کله چې په پارلمان کي دسرشمېرنې قانون تصويب شو اودمشرانورگې ته ولېږل شو، دفبروری په ۲۸ مه دمشرانوجرگې په غونده کې د افغانستان د مشرانو جرگې ځينو غړو هم د امنيتي ستونزو له امله په راتلونکو څومياشتو کې د تر سره کېدونکې سرشمېرنې سره مخالفت وکړ.په مشرانو جرگه کې د سوېلي ولايتونوسناتو رانو په ټينگار سره وويل چې د روانو امنيتي ستونزو له امله د هيواد په نژدې ١۴ ولايتونو کې د سرشمېرنې تر سره کېدل امکان نلري . BBC
تير کال دملگروملتوسازمان پخپله پټه اوکاري نقشه کې دافغانستان ۱۹ ولايتونه دنا اراموسيموپه نامه په نښه کړي وه اوخپلو کارمندانوته ئي دغوسيموته دتگ مشوره نه ورکول اويائې هغوي ته اړتياپه ورت کي دوسيموت دسفر په وخت کښي دزيات احتياط مشوره ورکول . همدا نقشه سږکال هم په ټول قوت پر خپل ځاي پاته اودملگروملتودسازمان ملکی کارمندان بايد هغه مشورې په نظرکي ولري .
کله چې په يو ولايت ،ولسوالی اوکلي کې امنيت نه وي نو هلته به څنگه سرشمېرنه په روښانه ډول تر سره شي، کله چې سرشمېرنه نيمگړې او غلطه شي نو خلک ورباندې باور نه کوي . بله خبره دا خلک پوښتنه کوي چې حکومت ولي په ١٣٨٧ کال کي پر سرشمېرنه باندي دومره ټينگار کوي ؟
ولي داپوژه تر يوه مساعد وخت پوري نه ځنډوي؟
۲ / نړیوال سازمانونه پدې باوردي چې سږکال به دتيرکال په پرتله په افغانستان کې جگړه د خپريدو په حال کې وي، دبېلگې په توگه د سره صليب نړيواله کميټه واېې چې سږ کال به په افغانستان کې دجگړې لمن نوره هم پراخه شي،ډير کسان به له خپلوکورنو څخه تيښتي ته اړ شي .
د سره صليب نړيواله کميټي رئيس جکب کيلينبرگرد يو وويل :داسی ښکاري چې په افغانستان کې بي امنيتي او وسله والو بريدونه زور اخلي او دا تشدد يوازي د افغانستان په سويل پوري نه بلکه اوس د هيواد لويديځ او ختيځ ته هم پراخ شوی دی .د سره صليب سيمه ايزه مشره کارله حداد وايي چې د روان م کال له جنورۍ راپدې خوا((۱۳۰۰۰))افغانان د جنگ جگړو له امله له خپلوکورنوڅخه امن ځايونو ته تښتيدلي دي . ۱۱
که امنيتي حالات همدا ډړول لکه چې اوس دي دوام پيداکړي داطبعی ده چي له خپلو کورونوڅخه به زياتي نوري کورنۍ هم بې ځايه اودنامعلوم لوري په خوا به فرار ته اړيستل شي .
۳ / د(کریستفوررونبرګ )ورځپاڼې دراپورله مخې دناروي ددفاع وزیرې ګریت ستورم اریچسن وویل ما هیله لرله چې تر دې وخته پورې به موږپه افغانستان کې دسولې اوپرمختګ په برخوکې لویې بریاوې ترلاسه کړې وي .مېرمن اریچسن ومنله چې پرافغانستان دطالبانودرژیم دپرزولولپاره په ۲۰۰۱ کال دامریکا دحملې له وخته ډېرناسم کارونه شوي اوهغه څه نه دي شوي چې باید شوي وای .مثلاً دافغانستان حکومت لا هم کمزوری دی،اداري فسادپکې عام دی ،دنشه يي موادتولید په پراخه بیمانه روان دی ،افغانان لا هم خورا بېوزلي دي اوناامني هم پرې باندې ده . تاند
۴ / دناټو عمومی قوماندان ياپ دی هوپ شيفر همدا اوس تر نږدې اوو کلو وروسته دامنی چې دناټو قواوی به دډير وخت لپاره په افغانستان دثبات راوستلو لپاره پاته وی .داپدي معناچي په افغانستان کي دسولي راوستلولپاره لاداوږدمزل لاره وهل پکار د ي اودمگړی سوله له جدي گواښ سره مخامخ ده .
۵ / دبي بي سي دخبر له مخي دامريکادملي استخباراتود ادارې مشرتورن جنرال مايکل مک کونيل دامريکاد سنا دوسله وال پوځ دچاروجرګه ګۍ ته دويناپه ترڅ کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې ددولت مخالفين په سلو کي اویابرخې ځمکه په لاس کې لري اودولت یواځې په سلوکې په دیرش برخې واک چلوي.
هغه زیاته کړه چې دافغانستان زیاته برخه ددولت دواک له مخالفو قبايلي اوجنګي مشرانو سره ده.طالبان په سلو کې لس برخې اودولت په سلو کې یوازې دیرش خاوره په واک کې لري . داچي داخبره دافغاني چارواکو لپاره دمنلو وړنده بله خبره ده .خوکه سړۍ دافغانستان امنيتي حالاتوته نظر واچوی دانظر حقيقت ته نږدې دی .
۶ / درويتر لخوا په خپاره شوی خبرکي راغلي :د امريکا دوڅيړنيزو ادارو،افغانستان،عراق، سوماليا او د کانګو ډيموکراتيک هېواد د نړۍ تر ټولو کمزوري دولتونه ګڼلي دي .پدغه څيړنه کي چي دفبروري پر ٢٦مه نېټه د امريکا د بروکينګ موسسې او نړيوالې پراختيا مرکز له خوا خپره شوې ده . په دې څيړنه کې د ١٤١ مخ پروده هېوادونو اقتصادي، سياسي ، امنيتي او ټولنيزې هوساينې برخې څيړ ل شوې دي. څيړنه سوماليا، افغانستان او کانګو ((کمزوري اوناکام)) دولتونه ښيي . Reuters درويتر خبري اژانس
داپدي معنا چي تر اوسه لادمرکزي حکومت واگي تر ټول افغانستان پوري ندي غځېدلي اومرکزی حکومت پر ټول هيواد حاکميت نلري .
۷ / ناټو په افغانستان کي دنا امنيو څخه سر ټکوي اوځان ناکامه بولي .ښه بېلگه يې دناټو ديو قوماندان جنرال جان کرادک دناټودقواو دکړنودارزونې پر وخت وويل : داچي ناټو په افغانستان کي ماتې نده خولې ،مگر برياليتوب یې هم ډير ليري برېښی . دغه جنرال داخبري پداسي وخت کي وکړې چي څه موده وړاندي دناټو يوبل قوماندان جيمز جونز يكي ټينگار وکړ چي ناټوله ستراتېژيکو ننگونوسره مخامخ ده دتروريزم سره په جگړه کي به ئې پيروزی ستونزمنه وي . اميد وطن ويب پانه
۸/ فرانسوفيلون وايي : تر څوپه افغانستان کي دناټو ماموريت غښتلی نشي دکابل حکومت دطالبانوپلاس سقوط کوي .اودادماتې دهغه چالپاره ده چي دازادی څخه دفاع کوي .هغه په بخارست کي دناټود مشرانو دغونډي دجوړيدوپه درشل کي دفرانسې تاډيوته وويل : اوضاع درکابل واطراف آن بهبود يافته است اما درمناطق ديگر بديترشده است. دويچه ويله : داپريل اوله
۹/ جنرال عظيمي دافغانستان ددفاع وزارت وياند خپله دامنی چي دافغانستان دملي اردو دساتلو اوروزلو مالي اومادي توان نلري ،هغه وايي : حکومت افغانستان درحال حاضر به هيچ صورت امکان تمويل بودجه نظامي خود را ندارد وتمام مصارف اردو ازطرف ايالات متحده امريکا پرداخته مي شود .المان ړغ راډيو
نوکله چي يودولت داردو دساتلو توان ونلري ،څنگه بياکېداي سي دا اردو دپرديوپه پيسو چې هغه هم دوه در سوه ډالره دي په غرو رغوکي وجنگېږي اوخپل ژوند دلاسه ورکړي ؟ په حقيقت کي زموږ اردوتر اوسه يو ايله جاری اردو دی هغوي ته سياسي اوجنگی تربيه نه ورکول کيږي ،هغوي تر اوسه دتنظيمود رهبرانو تر تاثير اواغېزې لاندي دي .ددې خبري دثبوت بهترينه بېلگه دمارچ د مياشتي په ورستيو کي دکورنيوچارو دوزارت هغه ابلاغيه ده چي داردو اوپوليسونه ئي وغوښتل تر څودتنظيمی رهبرانوعکسونه له دولتي موټروڅخه چې ددو په واک کښې دي ليري کړي .
دشپېگل دورځپاڼي سره دناټودقوماندان جنرال ميک نيل داخبره تر يوحده پرځاي بولم چي وايي (( ډيرئ په دې هيڅ نه پوهيږي چي” د مسئلي هر اړخيزه حل“ څه معنا لري. د هر اړخيزه حل د پاره يوه پخه پوځي لار سته، هغه داچي:لومړئ به د مقاومت په وړاندي مبارزه کيږي او تر هغه وروسته به د بيا ودانولو مرستي کيږي . هغسي لکه د متحده ايالاتو پوځونه چي يې په جنوب کي کوي. دوي لومړئ په يوه ناوه کي د خلګو مقاومت ماتوي، سرزوري له مينځه وړي او وروسته پر ارامه يو سړک ورته جوړوي. څوک چي ددې نوي طرحي په هکله ږغيږي، بايد جګړه د نظره ونه باسي.)) زه غواړم دا پر علاوه کړم چي جگړه زموږ په هيوادکي دمسلې دحل اساسي لارنده ،دواړه کارونه بايدداسي پر مخ ولاړسی چې دبين الافغانی تفاهم تله پر درنه وي .
۱۰/ تاسو ټولو وليده جور ج بوش دامريکا دجمهور رييس په گوته مجبور شو چي دبخارست په غونډه کې برخه واخلي تر څودناټو غړي هيوادو مشران وهڅوی چې افغانستان ته زيات شميرسربازان ولېږي ، دا دې معنا لري چي په افغانستان کي امنيت ټکنۍ او له جدي گواښ سره مخامخ دي ،بوش وويل موږ نشوکولاي په افغانستان کي ماتې قبوله کړوکه داکار وکړونوترهگر زموږ دکور دروازې ته راځي . خبر گزاري صداي افغان ۲ اپريل
۱۱/ دروان کال دوری پر ۱۴ مه دامريکاجمهوررييس جور بليو بوش دناټودغړو هيوادوپه سرمشريزه گونډه کي چي د بخارست په ښارکي جوړه شوې وه څرگنده کړه چي افغانستان دناټوپه تاريخ کي ترټولوخطرناکه ماموريت دی . دريانوستی خبري اژانس
۱۲ / له بلې خوا دامریکا داستخباراتي موسسې مشر خبرداری ورکړ چې دپاکستان او افغانستان په سرحدونو کښې دالقاعده دشتون په خاطر په دغه سیمه کښې عملیات ضروري دي .
دامریکا داستخباراتي موسسې مشر مایکل هایډن خبرداری ورکړی هغو ترهګرو چې له القاعده سره ارتباط درلود له تیرو اتلسو میاشتو راهسې دپاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کښې دځان لپاره امن مرکزونه جوړکړي دي چې دغه چاره دلویدیځ لپاره له خطرې ډکه ده. BBC
دامریکا دخارجه وزارت مرستیال ریچارډ باوچر اوجان نیګرو پونټې په شان لوړرتبه مسولانو په ډاګه ويلي دي چې داسې ډلې او کسان شته چې باید له هغو سره خبرې ونشي بلکې یوازنۍ لاره پوځي لاره ده او هغه داچې ددغوکسانو پرضد عملیات ترسره شي . بې بي سي
جالبه خبره ده دافغانستان په جنوبي سيمو کي CIA دعملياتو غوښتنه کوي،اوددي لپاره همدا اوس تيارۍ نيول کيږي مگر دافغانستان داحصائیې رييس اويوشمير دولتي چارواکي بيادسرشميرنې ليوال دی اودهغې پر سرته رسېدو ټينگار کوي .
۱۳/ همدا سږکال په همدې شپو او ورځوکي په هلمند، روزگان ، زابل ،کنړ،کندهار،فراه اوبادغيس کي پر پوليسواونورو دولتي ادارو وسله والي حملې وشوې داډول حملې،دخرپ اوترپ جگړه په خپل ټول قوت روا نه ده . دکابل کندهار لويه لار چې گويا وبهرنيانو اوافغاني پوځيانو لخوا ساتل کيږي دمگړۍ يوه نا امنه لار ده.
۱۴/ دنړيوالو سازمانودڅېړنو اومعلوماتو ل مخی همدا اوس په افغانستان کي ((۱۸۰۰)) وسله والی ډلي فعاليت لري . دکوم ضمانت له مخې کيداي شي داومنوچي داډلي به دسرشمېرنې مامورينوته گواښ نه وي اودوي ته به پدې کارکي خنډونه پيدانکړي ؟
زه داسوال لا نه کوم چي ايا دسرشمېرنې لوي رییس صاحب پدې سرشمېرنه کي داددولت مخالفين او وسله والي ډلي اوهغه چي سمدلاسه ددولت سره په جگړه کې قرار لري هغوي په شمېرنه کي راگډوی اوکه هغوي په افغانانوکي نه شمېري ؟اوکه احيانأ غواړی هغوي په سرشمېرنه کښي راشي دغوي دشمېرني لپاره له کوم ډول ميتود څخه چې پايلې ئې دقبول وړ وی کاراخيستل کيږي ؟ دهغوي شمېرنه به کوم مامورين کوی ؟ که يوه لحظه دا ومنوچې ددولت دمخالفينو دهيواد ((۱۰)) په سلوکي خاوره پلاس کي ده چي تر دې ډيره ده ،پدغو سيموکي چي ددولت دمخالفينوتر ولکې لاندي ده څوک اوپه څه ډول سرشمېرنه کيږي ؟اوکه هغوي هم لکه کوچيان ،اوپه بهرکي افغان کډوال له نظره غورځول کيږي ؟پدې صورت کي دسرشمېرنې اداره دچاشمېرنه کوي ؟ اودکومي شمېرنې پايلي اعلانوي ؟
داچي هره ورځ دافغانستان په مختلفو ولاياتوکي پر دولتي اودنړيوالوسازمانوپرکارمندانووسله وال بريدونه کيږي اوپه لسهاو انسانان وژل کيږي اوياهره ورځ له بادغيس نه تر کنړه په (( ۱۹)) ولاياتوکي دبهرنيانوله خوا په خرپ پوځی عمليات روان دي ،دوي یې امنيت بولی او وايي دسرشمېرنې لپاره شرايط برابر دي .که داکار ملي دسيسه نده نوڅه ده ؟؟؟
ټولنيزي ستونزي :
افغانستان داسي يوهيواد دی چي تر اوسه لا دود اودستورکله کله تر مذهبي هدايت وړاندي وي ،يعنې هغه څه ته چې په اسلام کي اجازه ورکړه شوې وي ،که له دود اودستور سره برابر نه وي اجرا ئې جرم بلل کيږي .
دغه يو شمير دوديزمسايل دي چي هغه ددې لامل گرځی تر څوپه پښتنو ميشتو سيمو کي کره سرشمېرنه دښځوپه مينځ کي ترسره نشي .
دافغانستان دجنوبي سيمو پښتانه نامحرم ته اجازه نه ورکوي چي له ښځی نه پوښتني وکړی اويادهغې مخ وگوري . نوڅنگه کيداي شي دکورد مشر خبره پداسي مسله کي چي پايلي ئې دهيواد لپاره حياتی اوملي ارزښت لري ومنل شي . که هغه درواغ وويل ؟ اوياهمدغه ښځينه پسله څوساعته يوبل کورته ولاړل اوهلته بيادهغه کور مشر وويل چې هغه دې گورې ئې مثلأ پنځه ښځينه دي اونومونه ئي هم له ځانه وويل دسرشمېرني مامور بايد هغه ومني او وئې ليکي .مگر په حقيقت کي خو دلته درغلي وشوه ،همدا کار دافغانستان په نورو قومونو کي هم تر سره کېداي شي ،ځکه له نېکه مرغه زموږ کلتوري برخې تر ډيره برېده يودبل سره ورته دي په نورو قومونوکي هم هغه چې نالسوتي دي اوپه دوديزه بڼه خپل ژوندته دوام ورکوي چاته اجازه نه ورکوی چې له ښځوسره ئې خبري وکړي . داسي به پېښه وي چي په يوه کلي کې به((۲۰۰۰ ))نفر اوسی مگر دسرشمېرنې مامورينوبه هغوي ((۲۵۰۰)) او ياتر هغه ډير ليکلې وي . په يوه خبره دټول افغانستان اوسېدونکی نږدې ((۷۰)) په سلوکې لاتراوسه پدې نه پوهېږي چې سرشمېرنه څه گټه لري ،دهمدغوپورته يادشوو فاکټو نوپر بنياد حاضر ندي دسرشمېرنې له مامورينوسره مرسته وکړي اويادې هغو ي ته رښتيا ووايي . له بدمرغه دا درې لسيزي کورني ناورين ، دزبر ځواکوتر منځ سړې جگړې اود پردومختلفی لاسوهنې اوبې مورده تبلېغات ددې لامل شوه چې اوس افغانان دټولي نړۍ تر مسلمانانوبنسټپال اوهر مذهبی سياسي سوداگر ددوي له پاکو احساساتوڅخه ناوړه استفاده کولاي شي . داپدې معنا چې کېداي شي پدې پروسه کې هم هغه چې دافغانستان دولت سره مخالفت لري اويا غواړي دا دولت له ستونزو سره مخامخ وي کولاي شي دمذهبي تبليغاتو څخه په استفادې سره خلک وهڅوي چې دسرشمېرنې پروسه له مشکلاتواونيمگړتيا سره مخامخ کړي .
له دې بدبختۍ څخه دخلاصېدولپاره زيات زيار اوهراړخيزه تبليغاتي اوتوضحی کاروته اړتياشته تر څوزموږ دسپېڅلي ولس مغذونه اوفکر دې ته اماده شي چي هرڅه دعلمي منطقوپر بنياد قبول کړي اوپدې پوه شی چې دهيوادجوړونه اوله نړيوال پرمختيايي کاروان سره تگ اوملگري کېدل ،موږ دبهرنيوله غلامی څخه خلا صوي اودبسټپالۍ څخه ځان گوښه ساتل داسلام سره دمخالفت معنانلري .خداي تعلا(ج) عقل ددې لپاره راکړی چي دښواوبدو تفاوت وکړو.نورخپل هيوادونه جوړوي مگرمتاسفانه موږ دځان وژنې اوهيوادورانونې قهرمانان يو.
پدې ډول نوري ستونزي هم شته چې دټولو ليکل دليکنې تر توان وزی اوکتاب ځيني جوړېږي .
په لنډه توگه ويلاي شم ددې لپاره چې رښتيانۍ سرشمېرنه شوې وي اوهغه له هره پلوه کره وي اړينه برېښي چې داوس لپاره دولت دسرشمېرني دپروگرام له پلي کېدونه تير شي اودا((۶۰)) ميليونه ډالره په بله گټوره برخه کي ولگوي .هر وخت چې په خير په هيوا کي سوله تامين شول مرکزی حکومت دخلکو لپاره دمنلو وړ وگرځېد په هغه وخت کي به دکره سرشمېرنې لپاره تر هر څه وړاندي بيا هم ددينی عالمانو،ښونکو،دډله ايزو رسنيو ، غونډو اودسيمي دروڼ اندو لخوا ددي لپاره چي زموږ هيوادوال دسشمېرني په اړتيا اوگټو پوه شي ددوي په ژبه اوددوي ددود اوستور سره سم تبليغاتي کمپاين پيل شي . کله چي زموږ گران هيواد وال حاضر شول چي دسرشمېرنې له مامورنو سره مرسته وکړي دداسي يوميکانيزم په سنجولواوپلي کولوسره چي دسرشمېرني پايلي دټولولپاره دقبول وړ وي سر شمېرنه پيل شي . ددې کارلپاره په سوله ايز حالت کي لر تر لږه درو ،څلوروکلونوکي تبليغاتي کارته اړتياشته .
دسرشمېرنې درييس دلايل دخلکو دسوالونو اوتشويشونوپه مقابل کي دقبول وړندي ،متاسفانه همدغو بې بنياده دلايلو دهغه اطوريته دخلکومنځ کې راټيټه کړه اودده په هکله هم دخلکوسره يوشميرسوالونه را پيداشول ،پداس حال کي چې داکار بايد نه واي شوی .
شف شف نه شفتالو له بده مرغه بهرنيانو دخپلو لاس پوڅوپوسيله هره ورځ دليکنو،ويناواوډله ايزورسنيو پوسېله دقومونو اومختلفوژبو ويونکوتر منځ واټن پراخوی .لومړي بايد دولت اوټول رښتيانی روڼ اندي ددې ناوړه بهير پر خلاف راولاړ سی ،دهري هغې خبري اومفکورې سره بربنډ اوبې پرې مخالفت څرگند کړي کوم چي زموږ په هيوادوالو کښي دتفرقې اواختلاف تخم شيندي .دهمدې ناباوری پر بنيادسياسي څېړونکی تشويش لري چي دسرشمرنې پايلي به دپلان شوي لاس وهنې په نتېجه کي دخلکو لپاره دمنلو وړنه وي . دبېلگې په توگه زموږ دولس غوڅ اکثريت نالوستۍ دی ،طبعي ده چې دهغه فورمه به دسرشمېرنې مامور خانپوري کوي ، دغه سړی اونور څارونکی څنگه باور وکړی چې مامور صاحب هغه څه ليکلې کوم چې د ورته ويلې دي ؟ په نږدې تيرو کلونوکي دداډول غلطواوضدملي لاسوهنوشواهداوبېلگې ډيري دي .
تر ټولو ستره تيروتنه اوغلطي خو داده چي دسرشمرنې رييس صاحب په جوړشوي گردي ميزکي په خپلو خبرو کښي وويل چې کوچيان ،په بهرکي افغان کډوال پدې سرشمېرنه کښي ارزښت نلري . تاسو قضاوت وکړي ولي اودکوم صلاحيت اومنطق له مخې هغوي کوچيانوته ارزښت نه ورکوی ؟ ايا هغه افغانان ندي اوکه په سرشمېرنه کي تاثير نلري ،اوياددوي لپاره په راتلو نکې کښي دولت هيڅ ډول اقتصادي ،ټولنيز ،سياسي اوفرهنگي پلان په نظر کي نلري ؟
په بهرکي اوسېدونکي افغانان چي شمېر ئي تر پنځنيم ميليونوپوري رسېږي هغوي ځانونه افغانا ن اود افغانستان په سرنوشت اوراتلونکې پوري تړلي بولي،دکوم نړيوال اصل اوقانون له مخې دسرشمېرنې له شمير نه غورځول کيږي . دبېلگې په توگه که تر سرشمرنې څه موده وروسته په افغانستان کي امنيتي حالات ښه شي په ايران اوپاکستان کي افغان کډوال چي شمير ئي څلورنيم ميليونوته رسېږي وطن ته راستانېږي ،نو ولي هغوي له سرشمېرنې څخه پاته شی ؟اوکه دهغوي لپاره بيا جلاسرشمېرنه کيږي ؟ اړينه خبره خوداده چي دهغوي کره شميره معلومه وي تر څودبياراستنېدوپه وخت کې دولت له کومو ستنزو سره مخ نشي .متاسفانه دولتي اړونده چارواکي دافکټ دناوړوموخوپه خاطر له نظره غورځوي ،که داسي نده نو ليونۍ هم پدې پوهېږي چې ټول افغانان بايد په سرشمېرنه کي داخل شی .ښاغلي رييس وايي موږ امکانات نلرو،نوښاغلي دننه په افغانستان کي کوم امکانات لرې؟هغه دچاخبره چي پر ليونی آس مو سپورکړم که موسي قلعه ،ياچهار چينو يادزابل ولايت يوې ولسوالی ته به سرورښکاره نکړی .هروخت چې دافغانستان حکومت اړين امکانات پيداکړه هغه وخت دي بيا سرشميرنه وکړی ،اوس داشميرنه ملي خيانت دي اوبس .
بل اساسي لامل دخلکو اودلتي اداروتر منځ هغه واټن ته پاملرنه ده چې په ددولتي اداروکې دفساد پر بنياد راپيدا شوی دی . دابايد ومنل شي چې ددولت دمخالفينو ليکي په دولتي اداروکښي دلوړی کچي فساد او ددولتي اوامنيتي ارگانو کارمندانوناوړه کړنوغښتلي کړې اوداپروسه همدا نن هم روانه ده . کله چې دولس اودولت تر منځ دمخالفت او خوابدی پر بنيادواټن موجودوی په کوم منطق اودليل له هغوي نه دهمکاريو اوملاتړ غوښتنه اوتوقع کيږي .
دڅوکالوپه تيرېدوسره همدا اوس هم دافغانستان اقتصاد ويجاړ اووخلکو اقتصادي حالت زورونکی دی
دالجزيري دانگلسی پروگرام خبريال وايي نږدې پنځوس په سلو کي دژوندپه ډيرو ناوړه شرايطوکي ژوندکوي
متاسفانه دافغانانوورځنۍ ژونددهري ورځی په تيرېدوسره خرابېږي ،ډير بزگر دخپلو ځمکودکرلو توان له لاسه ورکړی،نوروکاروته ئې مخه کړېده ،په دولتي او امنيتی اداروکې فساد لوړی کچي ته رسېدلي دی .
دترسره شووڅېړنوڅخه داسي ښکاري چي دافغانستان پلازمېنه اونوروښاروکې بايد مغازداران اودست فروشان پوليسوته بډي ورکړي . دصنعتي پروژو اوفابريکو نشتوالی دوزگارتوب کچه لوړه کړېده . ريا نووستی
له همدې امله په نړی کي داسي هيوادنشته چي هلته افغان استوگن نه وي ،همدا اوس په عربی هيوادو،
هندوستان اوپخواني شوروي اتحادجمهوريتونو اوروسيه کي تر پنځه سوه زره زيات افغانان په غريبۍ اخته دي ،چي څوغيرانه پيداکړي سمدلاسه وطن ته راستنېږي ،اونور بيا هاخواته روان د ي ددغو خلکوپه هکله درييس صاحب نظر داساسي قانون د۲۲مادې پرخلاف دی،ځکه داساسي قانون د دوه وېشتمي مادې سره سم دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دي . د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق اووجايب لري . داچي دولسمشری اوپارلمان په تيروپه ټاکنوکي يوزيات شمير په بهرکي افغان اوسېدونکی له دغه ملي اوقانوني حق نه پر خپل سرمحروم شول داهم يوغيرقانوني کړنه وه چې دټولو دنفرت وړوگرځېده دادی اوس يوځل بياپه هيواد کي دسرشمېرنې څخه محرومېږی .
که چيري ښاغلي غفوري صاحب اودسرشمېرنې دملي کمېټې رييس په بهرکي افغانان په سرشمېرنه کښي حساب نکړي او دسرشمېرنې په پايله کې اعلان وکړی چې دافغانستان اتباع دومره کسان دي ،په هغو کښي دومره پدې ياهغه قوم پوري اړلري او دومره پدي ياهغه ژبه خبري کوي اوداسي نور . . . .
دابه ددي معنا ونلري چي په ميليونو افغانان دافغانيت له حق نه محروم شول ؟ داشميره به څنگه ومنل شي ؟ ځکه په بهرکي هرڅوک ادعاکولاي شي چي تاسو دکوم صلاحيت له مخې زه په شمېرنه کښي نه يم راوستلی ؟ اوداسي نورو حقوقی سوالوته به بياڅوک جواب وايي ؟ همدا ځاي به وي چي له يوي خوابه له بهرنه ملي لانجه راپيل کيږي اوله بلي خوابه په طبعي شکل که نوري غلطۍ هم نه وي شوی دهمدغوافغانانو دحق څخه ددفاع په خاطردسرشمېرنې پايلي دافغانانولپاره دمنلو وړنه وی . نوبيابه هم هغه آش اوهغه کاسه وي .
ښاغلوچارواکو!
بېله دينه موهم دادی سږکال دجنوري پر ۲۰ دوزيرانوشورا په فوق العاده غونډه کي چي د حامدکرزي په مشري جوړه شوې وه له ۱۳۷۸ کال نه تر ۱۳۹۱ کال پوري دپنځوراتلوونکوکلونو (١٣٨٧_١٣٩١)لپاره دافغانستان دملي پرمختيايي ستراتيژي تر نامه لاندي په اصطلاح د پنځه کلن پلان وړاندي شوې طرحه منلې ده. دافغانستان دملي پرمختيا دستراتيژي له مخي دپنځوراتلوونکوکلونولپاره بودجه موپر دغو اتو سکتو رونوويشل شوې ده :
١/ دامنيت په سکتورکي په پنځو راتلوونکو کلونو کي له ملي بودجي ځخه په سلو کي درويشت اعشاريه اووه . دامنيت سکتور دحکومت اونړيوالي ټولني يومهم لومړيتوب دي .دهريو وزارت اوپه دغه سکتورکي دشاملو ادارو بودجه دپخوانيوکلونو په نسبت په راتلوونکو پنځوکلونو کي زياتوالي مومي.
۲ / دپو هنى سكتور پو هنه يو مهم سكتور دى چى زيا ت لو مړيتو ب لرى چى له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۱ كلو نو پور ى د ملى بودجى له ديوو لسو اعشار يه دوو څخه په سلو كى له دولسو اعشايه تر دريو پورى د پو هنى دسكتور لپاره په پا م كى نيول شوى ده .
۳ / دفزيكى بنسټ او طبيعى زير مو سكتور . سړ ك جوړول ، اوبولګول او بريښنا هغه برخى دى چى د بىوزلى په له منځه وړلو او ملى پرمختيا كى مستقيم او مهم رول لو بوى او په دغو برخو كى زيا ته بود جه لګيږى په ۱۳۸۷ كال ددغه بنسټ په سكتور كى ټوله ملى بود جه په سلو كى نهه ويشت اعشاريه شپږ ده چى په ۱۳۹۱ كال كى په سلو كى دوه ديرش اعشاريه پنځو ته رسيږي .
۴ / كر نه او كليو پرمختيا : په دغه سكتور كى په ۱۳۸۷ كال كى له ديارلس اعشار يه څلورو څخه پيل او تر ۱۳۹۱ كالو پورى نهه اعشاريه يو ته رسيږى چى په را تلونكى يو نيم كال كى د كليو د بيا جوړولو او پرا ختيا په وزارت كى د ملى پيو ستون پرو ګرا م بشپړيږى اود كليو د تشبثا تو پرو ګرا م به په دغه وزار ت كى پيل شى . ۵/ د حكومت كولو او قا نون د وا كمنى په سكتور كى :له ۱۳٨۷څخه تر ۱۳۹۱ كلو نو پور ى په دغه سكتور كى ملى بود جه په سلو كى له شپږو څخه په سلو كى اتو اعشاريه يو ته لوړه شى چى دغه كار به په افغا نستان كى د سالمو حكومتى مركزو نو په جوړ ولو كى د حكومت كولو او قا نون د وا كمنى په ښه والى كى مهم رول ولو بوى
۶ / درو غتيا سكتور :در و غتيا يى اساسى خد متو نو د برخى پرا ختيا په را تلونكو پنځو كلو نو كى د زيږيدنى په وخت كى په سلو كى دپنځلسو د ميندو د مړينى كمښت تر پنځه كلني دكښته عمر د ماشو ما نو كتلوى معافيت او تر يو كلنى د كښته د ماشو ما نو په سلو كى شل د مړينى كمښت را منځته كيږى . په دغه سكتور كى له ۱۳۸۷ كال څخه تر ۱۳۹۱ كلو نو پورى به ملى بود جه په سلو كى له څلور اعشاريه نهو څخه په سلو كى شپږو اعشاريه څلورو ته زيا ته شى او وبه لګيږى.
۷ / دټولنيز مصئو نيت سكتور: په دغى موده كى په په دغه سكتور كى ملى بو دجه په سلو كى له د وو اعشاريه پنځو څخه په سلو كى څلورو اعشاريه دوو ته زيا ته شى او و به لګيږى .
۸ / د خصوصى سكتور : د اقتصاد او پرا ختيا اداره ددى سكتور ارزښت د اقتصاد د خصوصى سكتور د پرمختيا اود ما لى عا مه چارو په اداره كى د ملى بود جى په سلو كى دوه اعشاريه نهه ،دى برخى ته بيله شوى ده . دباختر اطلاعاتي اژانس
که چيري همدا راتلونکي حکومت داطرحه پلې کړی اودبهرنيانو مالي اومادي مرستي حيف اوميل نشي زموږ دهيوادوالوډيري ستونزي به حل شي .
مشوره او هيله مي داده چې دولتي اړونده چارواکي خپلو ملي مسوليتونو اودندوته ديوه خواخوږي افغان په توگه پام را واړوی له ټولوهغو کارونه لاس په سرشي کوم چي ناوړه پايلي لري اوزموږ دزورېدلي ولس دنا ارامی اوخوابدۍ لامل گرځی . راشی همدا(( شپېته ميليونه ډالره ))هم دښوونې اوروزنې لپاره مصرف کړو ترڅو دنالوستوب کمبله له هيوانه ټوله اوخلک مودهرڅه په ارزښت پوه شي . زماپه باوردمعارف پراختيابه دټولوراپېښو شوو پرابلمونواوپر خپل وخت دسرشمېرنې لپاره دحل په لورلار پرانيزي .
هر وخت چي سوله او امنيت تامين سو هغه وخت به په خوښی اوخپله اراده دسرشمېرنې لپاره مټی رانغاړو،اوس ئي وخت ندی . ومن الله التوفيق
....................................................................
دليکنې لپاره دلاندي منابعوڅخه استفاده شوېده :
۱ / درويتر خبري اژانس
۲ / بي بي سي . 03.03.2008
۳ / دآزادی تراډيو گردی ميز خپرونه
۴ / دټول افغان ،لرابرافغانستان ،تانداوغورځنگ ويب پاڼو کي پدې اړوندخپاره شوی مطالب .
۵/ خبرگزاري صداي افغان ۲۰۰۸.اول مارچ
۶/ دافغانستان ملي تلوزيون خبري سرويس
۷ / دامريکا ږغ راديوپښتو خپرونه
۸ / آزادی راديو۲۰۰۸ .۲۸ فبروري
۹ / باخترا ژانس ويب پانه
۱۰ / داريانا افغانستان تلويزيون خبري پروگرام
۱۱ / دالمان ږغ راډيو دري ويب پاڼه 2008-04-08
۱۲ / اميد وطن ويب پانه
۱۳ / دويچه ويله : داپريل اوله
۱۴ / المان ړغ راډيو
۱۵ / خبر گزاري صداي افغان ويب پاڼه ۲ اپريل
۱۶ / دريانوستی خبري اژانس ،دوري ۱۴مه
۱۷ / ايران ځان که نړی غولوي ،دحبيب لله غمخور ليکنه