دغويي اوومه بايدمطرح وي نه اتمه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

دټول افغان دويب پاڼې دفورم دبحثونوپه برخه کې دپورتنې عنوان لاندې دښاغلی م ٠ ن ٠ غروال يوه انتقادی تبصره زما دليکنې (( دثورداتمې نيټې په پلمه )) خپره شوې چې ليکو ا ل يې دې ته ګوته نيسي

چې ګواکې زماليکنې يوازې اويوازې (( داتمې نيټې واقعاتو ته توجه کړيده اودثورد اوومې نيټې په اړوند څه ندې ويل شوي ))٠دويلووړده چې دا انتقادی تبصره دسترګووړدرنو وطنوالو توجه ځانته راګرزولې اوپرهغې مختلفی تبصرې شوې دي ، دې تبصرو دا تريخ حقيقت جوت کړ چې له بده مرغه زموږ زيات شمير ليکوال اودسياست مينه وال لا تراوسه پورې دهيوادتاريخې پيښواوقضاياوواودهيواداوسنی بهيرته ديوه ګوند يا سياسی ډلې ،دمجاهديا غيرمجاهد،پښتون يا غيرپښتون له دريځه ګوري نه دواقعيتونو پر بنست ،هغه څه چې دتاسف اوانديښنې وړ خبره ده هغوې ددې پرځای چې دافغانې ټولنې واقعيتونه بيان کړی دافغانستان دناورين لاملونه په ګوته اودهغې رښتينۍ انځوروکاږي اوموخه يې دحقيقت موندل وي ددې ياهغې ډلې ثنا اوصفت اودنوروسپکاوۍ ته ملا تړلې ده٠ ددې خبرې ښه ثبوت پرنوموړو تبصرو کې ديوه تن چې دښاغلی غروال دنظر دپلويانو څخه دۍ هغه څرګندونې دي چې دهغه محترم وطنوال دنظرياتو په هکله چې واقعبينانه فکرکوي اوقضاوتونه يې عينی اوپرمنطق اواستدلال ولاړدي وګوروچې دا سې ليکي : (( خدای دې داسې بندکړه لکه زه دې چې بندکړم ،٠٠٠ زه پوه نشوم چې تاسې دمچاهدينو پلوې کوۍ اوکه دکمونستانو اوکه ددواړو ))٠ په پورتنی څرګندونو کې ليدل کيږي چې نوموړی پردې عقيده دۍ چې هرومرو بايد په بحث اومشاجرو کې ددې يا هغې ډلې په ملاتړ کې ودريږي ، هغه چې دمقابل لوری دلوړمنطق اوواقعبينانه دريځ په اړوند دويلو څه نلري اودې ته يې غاړه ايښې ده چې دبې مفهومه بحث دادامې څخه ډډه وکړې هغه پريکړه اوچلندچې دستايلووړدۍ اوهيله ده چې موږټول ددې وطنوال څخه زده کړو کله چې وينو قضاوتونه مې صحيح نه دي اوبرعکس دمقابل لوری منطق قوی اوهغوې واقعيتونه څرنګه چې دی بيانوي هغې ته غاړه کيږدو اوويې منو٠پرنوموړې تبصره باندې دمشاجرواوتبصره څخه معلوميږي چې دښاغلې غروال همفکران پردې باور دۍاوله نورو نه هم غواړي چې هرومروبايددجهادی ډلوڅخه دفاع وشي اودقضاوت معيار يې دجهادې تنظيمونودټولوهڅو اوکړووړوبشپړتاييد وۍ ګواکې چې هغوی دملايکوپه شان هيڅ ډول تيروتنې اوخطاوې ندې کړي ،هغوې بيله استثنی ددرناوی وړ دي اودافغانی ټولنې دغميزې پړه پرنوروواچول شي ٠ دغروال صاحب دتبصرې په هکله بايد ووايم چې زما ليکنه پردې څرخيده چې آيا دغويي د اتمې نيټې پيښه چې هغې ته داسلامې انقلاب بری وايي ددې ارزښت لري چې هغه ديوې له برمه ډکې تاريخې پيښی په توګه ومنل شي اوهغه ديوه سرتاسری ملی جشن په ډول ولمانځل شي ، هدف دا نه و چې هغه دغويي داوومې نيټې سره پرتله شي ٠ که دښاغلی غروال دمنطق پر بنسټ عمل وشي هر ليکوال که کومه تاريخې پيښه څيړی اويا پرهغی بحث کوي لازمه ده چې دهغې نه مخکې پيښواوحالاتو ته هم ځغلنده نظر واچوي چې په هغی صورت کې به يې دمقالې څخه يوه رساله يا کتاب جوړيږي ٠ که څه هم دنوموړې تبصرو څخه ډيروخت تيرشوی دۍخو څرنګه چې موږدددې دوومتضادوتاريخې پيښوپه درشل کې يواړينه مې وګڼله چې پردې هکله لنډه تبصره وکړم ترڅودښاغلی غروال نيوکوته مې ځواب ورکړی وي ٠ زما موخه ددې تبصرو څخه ددې تاريخی پيښواوددې پيښودلارښونکوځواکونواولوبغاړودموخو،هيلو ،تګلارو ،کړووړو،فعاليت اومخ ته پرتوستونزوچې اصلی لاملونه يې دټولنې په وروسته پاتې والې اودپرديوپه لاسوهنوکې ليدل کيږي څيړل نه دي چې هغه ديوې ليکنې دحوصلې څخه وتلی خبره ده اوپرهغې بايد کتابونه وليکل شي اوداليکنه يوازې اويوازې ددې پيښودپيښيدوڅرنګوالی ته ځانګړې شوې ده چې په هغې کې په لنډه توګه دا دواړه پيښی ديوبل سره پرتله کيږي ترڅوددې متضادو پيښودپيښيدوڅرنګوالۍتريوې کچې پورې روښانه شي :



- دغويي داوومې نيټې پيښه چې حکومتې تحميلی ضدپوځې پاڅون وچې د ا، خ،د ،ګ پوځي غړوپيل اود١٢ ګړيووروسته يې حکومتی مقاومت مات اوواک ترلاسه کړ٠داپاڅون ځکه تحميلی حرکت اواجباری غبرګون و چې دنوموړی ګوند مشرتابه پدې نامه زندانی شوی ووچې ګواکې امنيت يې اخلال کړی اوسربيره پرهغې دوخت دچارواکولخوادنوموړی ګوندخلاف دنوروګواښونو خبردارې هم ورکول کيده٠ دګوندمشرتابه پدې نامه دامنيت په اخلالولوتورن وچې دخپل يوه شهيدملګری دجنازې په مراسموکې يې ګډون کړی واودحکومت څخه يې دخپل ترورشوې ملګری دعاملينودنيولواودسياسی فعالينودژوندتضمين غوښتی وو٠



- دغويي اتمه ديوه خاينانه جوړجاړی له امله پيښه شوه چې دهغې له کبله دملګروملتوشپژکلنې دسولې هڅې چې ديوه پراخ بنسټه حکومت دجوړيدو اوپه هيواد کې دتلپاتی سولې اوټيکاوپه موخه ترسره شوې وې اودعملې کيدو وروستنی پړاوونو ته رسيدلې وې خنثی شوې ، هيواديې دکړکيچ بل ،خوخورا خونړلې اوخطرناک پړاو ته ورټيل واهه چې پايله يې دهيواد دټولو مادی اومعنوې ارزښتونواواقتصادی بنسټونو له منځه تلل اوبشپړې انارشۍ اوبربريت واکمنيدل شول٠



- دثور داوومې نيټې لوبغاړو له څوارلسوکلونوسوله ييزې سياسی مبارزی وروسته اجبارادخپلې بقا اوپايښت لپاره وسلې ته لاس واچاوه چې پدې څوارلس کلوکې يې دلوبغاړوپه کړووړواوپه فعاليت کې داسې بيلګې نشته چې هغوې په تشدد،زورزياتۍ ،خرابکارانه اعمالواودولتې ضدهڅوتورن شوې وي ،يا دجنايي تعقيب اوڅارنې لاندې وي ،په هيوادکې پټ يادهيواد څخه تيښتې ته اړشوي وي٠



- دثور داتمې نيټې کليدې څيرې اولوبغاړ ی څه دپاسه اتلس کاله دمختلفوحکومتونوپرضد په کودتايي اوتخريبی اعمالو ،دولتی اوملی ضدهڅواوتروريستی فعاليتونوتورن وواو دقانونی څارنی له ډاره په هيوادکې پټ اويابهرته تښتيدلی وواوله بهرڅخه يې دپرديوپه لمسون اودهغوی دهراړخيزه ملاتړسره په هيوادکې دټيکاواوسولی داخلالولوخلاف عملياتولارښونه کوله ٠



-دغويي پراوومه نيټه چې دوسله والی لارې دولتی قدرت بدلون وموند پاڅون کونکو اونويوقدرت ته رسيدلوواکدارانودې ته موقع ورنکړه چې ګډوډی ، لوټماری اودعامه شتمنيوچوراوچپاول چې پداسې بيړنيوحالاتو کې ډير پيښيږي په هيواد کې يپښ شي ،نظم يې وساته ،هغه يې لا ټينګ اوډاډمن کړ اوپه حالاتويي بشپړکنترو ل درلود چې خلکو ددې دولتې تغييرله امله انديښنې پيدانکړلې ٠



- دغويي پر اتمه نيټه کله چې دهغې لوبغاړې پر ښارونو ورننوتل هرې ډلې دخپل واک اواقتداراودولکې لاندې سيمودپراختيا په موخه ديوبل پر ضدوسلې وکارولې چې په ښارونواوپه تيره په پلازميينه کې بشپړه انارشی ،چوراوچپاول اودخلکو پرعزت تيرې خپله کرغيړنه سيوره وغوړوله ، کابل په کنډواله واوښت اود٦٥ زرو ژونديې ترې واخيست اوپه لسګونوزره کسان اړشول چې کابل پريږدي اونوروسيموته کډه شي چې پدې توګه دپاکستانې پوځيانواوواکدارانوانوهغه هيله چې کابل بايدوسوزيږې ترسره شوه٠ پدې وخت کې ددولتی ،ملی اوخلکودشتمنيودلوټولو کچه اوهغه انارشی اووحشت چې پر هيواد واکمن شوې وددې څخه يې تصور کيدای شي چې کله دغويي پر اتمه نويو واکدارانودپخوانی حکومت څخه دواک دانتقال مراسم ترسره کول دپخوانی حکومت دلومړی وزير( صدراعظم ) دسپرلی موټر دصدارت دانګړڅخه غلا شو٠



- دغويي داوومې نيټی دبدلون لوبغاړې يوازې اويوازې د ا،خ،د،ګ پوځيان وو ، بيله دې چې دبل چا ، کومې ډلې اوپرديوملاتړورسره وي اويادهغوې دپريکړې څخه خبر وي دواکدارانوپرضدپاڅون وکړ په لنډوخت اوپه لږوځانی اومالی تلفاتوسره دولتی مقاومت مات اوواک ترلاسه کړ٠



- دغويي داتمې نيټی په بدلون کې نه يوازې اووه ګونواواته ګونوتنظيمونو برخه لرله بلکه دپخوانی حکومت ځينوقومی مليشواودمشرتابه ځينوکليدی څيروپرته چې د کرملن سره يي ټينګې اړيکې لرلې نورو بهرنيوډلوچې عرب اوعجم پکې ليدل کيدل هم دسترګووړبرخه لرله٠



- دغويي داوومې نيټې پاڅون کونکو( پوځيانو ) دبری وروسته ډيرژرپه پلازميينه ( کابل )کې دنوی حکومت جوړولوته لاره هواره اوواک يې ملکی حکومت ته وروسپاره٠



- دغويي داتمی نيټې اتلانودواک دنيولوپه درشل کې په پاکستان کې دسعودی شيخانواوپاکستانی جنرالانو په سلا مشورو خپل حکومت جوړاو کابل ته را انتقال کړ٠



دا هغه څه وو چې ما وغوښتل ښاغلی غروال ته دهغې دانتقادې تبصرې په اړوند وړاندې کړم اوقضاوت درنو لوستونکو ته پريږدم ترڅوهغوی ووايي چې دغويي اوومه بايد مطرح وي که اتمه ! بل داچې آيا دغويي اتمه نيټه ددې وړتيالري چې هغه دملی جشن په څير ونمانځل شي که نه؟ ٠دخپلې دی ليکنې په پای کې يو ځل غواړم بيا خپله پخوانۍ خبره تکرارکړم چې دغويي اتمه نيټه دهغې دناوړه پايلوله کبله ددې وړتيا نلري چې دملی جشن په توګه ونمانځل شي او يوازې اويوازې دزمري ( اسد ) اته ويشتمه نيټه ده چې دخپلواک افغانستان دملی جشن ځانګړتيا لري داځکه چې زموږدنيکونواوپلرونودميړانې اووطنپالنې له برکته پرته له دې چې په هغې کې خاينانه معاملې شوي وي يا دپرديوملاتړاواغيزپکې وي څرنګه چې دغويي داتمې نيټی په پيښيدوکې خاينانه معاملې وشوې اودپرديوڅرګندلاس پکې موجودوانګريزی ښکيلاکګردې ته اړکړل تر څودسرلوړی باتور افغان ولس اوافغانستان خپلواکی ددې هيواد درښتينی بچی غازی امان اله په مشرۍ په رسميت وپيژني ٠



په درنښت



د١٣٨٦ لمريزکا ل دغويی پنځمه