آيا نوې سړه جګړه بيا سره کيږي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دهدایت الله هدایت ليکنه
۱۹/۴ / ۲۰۰۷

د روسيې او امريکا مشرانو خو تر دې نيژدې وختو پوري په خپلومناسباتو کې د ډېرو خوږو خبرو او ښو اړيکو د لرلو يادونه کوله او په ډېرو موارد کې يې پر هغه باندي تظاهر هم کاوه . خود اړيکو تر شا دحالاتو مسير بل رازي شکل نياوه او د ډېرو کتونکو له نظره لا د ډېر پخوا څخه دهغو پر بقا او دوام باندي شک څرګندېده . دغو کتونکو دداسي شېبو انتظار ايسته چې ددې اړيکو پای به ضرور که نور څه نه وي نو حد اقل و يوې لفظي شخړي ته خو به لاره پرانيزي . دډېرو په باور څرنګه چې د دغه اړيکو بنياد د اوله سره د يوه واقعي حسن نيت پر بنا نه وو بناسوی، نو ځکه يې داسي ارزوله چې خامخا به په آخره کې خبره ورانيږي اوان تر دې حده به رارسيږي چې يو ځل بيا ددې هېوادو اړيکي به و يوې بلي سړې جګړې ته را کښېوزي .

همدا تېر نوامبر وو چې د آلمان د ميونيخ په ښار کې امنيتي نړی وال کنفرانس جوړ سو، د کنفرانس بهير داسي شکل وموند چې د امريکا اوروسيې تر مينځ يې دراتلونکو اړيکو دوستانه دوام تر پوښتني لاندي راووست . په دې نړۍ وال امنيتي کنفرانس کې د روسيې جمهور ريئس ولاډيمير پوټين د خپلې رسمي وينا د اورېدو په ترڅ کې دمعمول نه خلاف خپل ټول پخواني ډيپلوماټيک نزاکتونه چې د امريکا اوروسيې داړيکو په چوکاټ کې به يې په رشتيا يا درواغو مراعاتول، هغه يې ايسته وغورځول او د امريکا روان نړۍ وال سياست يې تر جدی او بربنډ ي ضربې لاندي راووست . پوټين په خپله وينا کې په زغرده وويل چې امريکا په هر ځای کې د خپل ملي حدودو څخه دباندي پښې ايږدي او دا کار ډېر خطرناکه دئ . هيڅوک د امنيت احساس نکوي او دا ځکه چې هيڅوک د نړۍ والو قوانينو په سايه کې خپل ځان نسي ساتلای » .

دغي بيانيې د مسکو او واشنګټن په اړيکو کې هغه پټ اړخونه رابرسېره کړه چې د تيرو کلو په اوږدو کې يې لوړي او ژوري ليدلې او دهغوی په مينځ کې يې لاره وهلې وه . په واقعيت کې دغي وينا هغه تر ايرو لاندي سکروټي را وايستلې او هغه څه یې روښانه کړه چې د دواړه هيوادو پر ډيپلو ماټيکي عرصوباندي يې پرده غوړولې وه . د ډېرو څېړونکو له نظره په دغه بیانیه کې پرتې هغه نکتې ددواړو هيوادو دراتلونکي اړيکو و دوام ته ډېر جدي خنډ پېښولاي سي اوکېدای سي ديوې نوي سړې جګړې پرلوري يوه ډیره بدشګونه پيلامه و ګڼل سي . ځينو تحليلګرانو بيا د سپيني ماڼۍ په مقابل کې د کرملين دغه شاني د تقابل سياست، د پوټين دهغه تلاښ ادامه وبلله چې غواړي روسيه يو ځل بيا و خپل پخواني هغه دلاسه تللي قدرت و حالت ته راوګرځوي . پوټين په خپلي نوموړي بيانيې کې دا هم وويل چې « موږ د برلين ددېوال وړنګېدو ته اجازه ورکړه، موږ د وارسا پيمان منحل کړ،موږ شوروي اتحاد له مينځه يووړ او تاسو ( امريکا) موږ ته وعده راکړه چې زموږ د ضُعفه څخه به استفاده نه کوی، خو تاسو څه وکړل؟ هيڅ . موږ مو د ناټو په وسلو کې محاصره کړو .» .
د يوې نيمي لسيزي را پدېخوا يعنی دهغه راهيسي چې شوروي اتحاد و پاشل سو ،په دې وروستيو وختو کې د امريکې او روسيې د اسټراتژيك يووالی او حتی د پوټين او بوش د دوستانه خبرو سره سره د امريکې اوروسيې اړيکي ترټولو ټيټي سطحي ته را رسېدلي دي .

دامريکا د هرالډ ټريبيون ور ځپاڼي لا په هغه لومړنيو ورځو کې وليکل چې د ميونيخ په کنفرانس کې ددې ښکاره لفظي بريد او لغازو مثبته جنبه داوه چې پخوانۍ بدي ورځي، د نړۍ والو بلاکو ايډيالوژيكي مخامختوب،د جاسوسي هڅي او د وسله واله سياليو دوران که نور تېر سوی او د تاريخ جز ګرځېدلی وي ، خو ددې کار منفي اړخ دادئ چې دوهمه سړه جګړه به نه د پخوا په شان بلکه ډېره جدي جګړه وي .

امريکا اوس بر الا په ختيځه اروپا، قفقاز ، مينځني آسيا او مینځني ختیځ کې د خپل نفوذ دپراخېدو او ددې سيمو د طبيعي زېرمود لاندي کولو دپاره بېړني ګامونه پورته کوي . په دې لړ کې دواړه هيوادونه په سيمه کې د خپلو پوځې اډو او سټراټېژيکي توغنديو و ځای پر ځای کولو ته دلومړيتوب حق ورکوي اود د ې پروژې وعملي کېدو ته لاره هواره وي . د بوش ددولت تازه پرېکړه چې د پولينډ او چک په هيوادو کې به خپل د باليسټيکي توغنديو دفاعي سيسټمونه نصبوي ،نو سمدستي د ماسکو دسخت غبرګون سر مخامخ سوه . روسيې دغه اقدام بر الا يو دښمنانه عمل و ګاڼه او هغه يې و خپل ملي امنيت ته ديوه تهديد په حيث وباله . ددواړو هيوادو لوړ کچي مقاماتو په دې اړه ډېري توندي خبري تا و بالا کړې چې دسړې جګړې د ختمېدو راوروسته يې ساری نه وو ليدل سوی . د روسيې د نوستي خبری آژانس په خپل يوه تازه تحليل کې دروسيې د پوځي جنرال يوري باليووسكي له قوله خبرداری ورکړ چې "که واشنګټن په ختيځه اروپا کې د توغنديو دفاعی سيسټم ځای پر ځای کړي نو دروسيې مينځ واټنه او لنډ واټنه سټراټيژيکي اټومي توغندۍ به هم دغه سيسټم تر بريد لاندي را ولي" . هغه ويلي دي چې "موږ نه غواړو چې تر تهديد لاندي و اوسو او خپل ملي امنيت په خطر کې واچوو" .

ددې نه علاوه امريکا د اوکراين او ګرجستان سره د ناټود نيژدې او خوږو اړيکو د ټينګېدواو پراختيا خبره داسي لانجمنه کړېده چې روسيه نه غواړي پر هغه باندي سترګي پټي کړي . روسيه دغه دواړه هيوادونه چې د پخواني شوروي اتحاد دبقاياوو څخه شمېرل کيږي هغه دخپل نفوذ سيمي او د خپلي تاريخي حوزې جز یې ګڼلي دي .

د بلي خوا امريکا بيا وسوريې، وينزويلا او تر ټولو مهم و ايران ته د روسيې لخوا د پوځي وسلو د خرڅلاو معاملې د ځان لپاره ددښمنۍ يو عمل ګڼي او هغه نه زغمي . همدا څه موده مخکي وه چې روسيې د ايرانه سره د او نيم سوو ميليو ډالرو وسلوسودا وکړه چې په هغه کې داسي وسلې هم سته چې امريکائي بمب غورځونکي طيارې تربريد لاندي را وستلای سي . د روسيې د ټانک ضد وسلې چې پر سوريې باندي پلورل سوي دي او تير کال په لبنان کې د اسرائيلو سره د جګړې و ميدان ته یې لاره پیدا کړه اسرائيلو ته يې خورا درانه تلفات واړول . اسرائيلو هم پرهغه باندي کلک اعتراض و کړ!

ټروريزم او د اټومي وسلو پراختيا هم داسي ستونزي دي چې ددواړو هيوادو د تقابل باعث ګرځي . سره لدې چې د امريکا او روسيې تر مينځ د جګړې د کېدو احتمال تر هر وخت لږ لېدل کيږي خو پورتني فاکټونه هغه بڅرکي دي چې د وسلې د استعمال بېره او احتمالي خطرونه نه نفې کوي .

په همدې اړه په ميونيخ کې د پو ټين خبري بيا د وينسټون چرچيل د کال ۱۹۴۶ د بيانيې سره پرتله سوې چې په هغه کې چرچيل د « اوسپنيزي پردې » لغت کارولی وو. د پوټين ددغې بيانيې محتوی او پر خپل حريف باندي د هغه برالا بريد او را وروسته بيا نور عملي ګامونه په نړۍ واله عرصه کې د روسيې د تازه تکبر نښانه وگڼل سوه چې و خپل پخواني او اوسني حريف ته يې ټانټې و چيچلې . دغه تکبر وکولای سو چې د پېښو و مسير ته بل رازي شکل ورکړي . نن د کرملين پوټين د خپل سرشاره انرژۍ زېرمو او دهغوی نرخ سرمسته کړی دئ ، نوموړی د همدې موهبت له برکته په مينځني ختيځ، آسيا او اروپا کې قاطع نقش لوبوي او په دې سيمو کې يې بر آلا د امريکا ګټي تر خپل سيوري لاندي راوستي دي .

د مونيخ د کنفرانس څخه يوه اونۍ وروسته پوټين د لومړي ځل دپاره د سعودي عربستان په ګډون د مينځني ختيځ ځينو هيوادو ته سفر وکړ. نوموړي په قطر کې چې په نړۍ کې د ګازو د عمده وو توليدونکو هيوادوڅخه دی د «ګازي اوپک» د جوړېدو طرحه وړاندي کړه. ددې طرحي تطبيق به و روسيې ته دا امکان ورکړي چې د اروپا او امريکا سياست او نرخونه دواړه تر کنټرول لاندي راولي . د امريکا او کاناډا د مطالعو د انسټيټيوټ مدير«سرګيي روګوف» وايي چې« دغه کا ربه جداً موږ و يوې نوي سړې جګړې ته را کښېباسي اودا ځکه چې دواړه خواوي و يوه اوبل ته د خيانت احساس کوي » هغه وايي چې «همدا اوس دواړه هيوادونه په اقتصاد، سياست، نظامی ګري او تر ټولو مهمه د ارزښتونو پر سر د يو ه اوبل سره اختلاف لري . د ارزښتونو مسئله يوه ډېره پراخه ساحه احتوا کوي . روسيه د نړۍ والو لانجو و حل ته د څو اړخيزه لارو و اصل ته تمايل لري او په دغه کار سره يې امريکا عملاً و دېواله ته درولې ده ، حال دا چې د بوش د پخپل سري سياست اوسر ټمبه ګۍ په وجه خپل هيواد يې په نړۍ کې تجريد کړی او د امريکا په هکله يې د کرکي احساس راپارولی دی .
دبوش اداره چې و خپلو ګټوته درسېدو او د پخپل سر چلند په خاطر دنړۍ والو معاهدو په نه رعايت سره مشهوره سوې ده ، دولسونو په زړو کې يې ټوله نوموړي الزامات بې اعتبار کړي دي . روسيې دداسي مينځته راغلي وضعي نه لويه استفاده کړېده او په دې توانېدلی دی چې ددې سيمي د هيوادو او د اسلامي نړۍ خواخوږی او همکاري د خپل ځان دبيا مطرح کولو په خاطر را جلب او دهغه څخه لويه سیاسي ګټه پورته کړي .

په روسيه کې د پوټين نسل په داسي يوه هيواد کې لوی سوی دی چې يو وخت پخپله يو " ځبر ځواک" وو ، هغوی چې د هر چا تر لارښووني لاندي راځي نو پر ځان او خپل هيواد يې دا نه لوريږي چې د پردو لخوا دي بې اعتنايي او سپکاوی ورته وسي . ډېر کتونکي اوس په دې باور دي چې هغه هيواد چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو سره سم د پاېپاکه انحلال سره مخامخ وو ، اوس دادئ بيا د خپلو بې حسابه طبيعي زيرمو او لوی پوځي پوټنشيل په درلودلو سره پر خپل ځان باندي باور پيدا کوی او د امريکا سر ه ډغري وهي .

امريکا او لوېديځ خو به په رشتيا یو ستر پوځي ځواک وي او لوړ اقتصادي ظرفيت به هم ولري خو دروسيې غوندي هيوادو سره د پوځي مخامختوب کفايت په ځان کې نه ويني دا ځکه چې پښې يې د نړۍ په ډېرو لانجمنو سيمو کې بندي اود نړۍ په ولسونو کې یې اعتبار هم باېللی دی . نو اوس داسي تلاښ کوي چې د روسيې په ګډون په ډېرو نورو ښکېلو هيوادو کې و ناخوښه حکومتو ته د کم خرڅه ډالرو په زور کورنۍ ستونځي پيدا کړي ، حکومتونه يې دډيموکراسۍ په نامه د نارنجي ، بخملي او نورو رنګارنګه انقلابو په وسيله راچپه کړي او د خپلي خوښی حکومتونه پکښې نصب کړي تر څونفتي او ګازي زېرمي یې و زبېښي . خو د تیرو دريو لسيزو پيښو وښودله چې دغه دسیاسي بې ثباتيولوبي او را وروسته په ټولنو کې د دولتو چپه کول او د بخملي غوندي انقلابو تر نامه لاندي ملي درز اچوني او فتنې ایجادول څومره لویه انساني فاجعه راوړي ، دداسي لارو نه که څوک اود اوږدمهاله ګټو او ثبات توقع لري نو هغه ته رسېدل ناشونۍ برېښي . ولسونه او دغه پرمختللي ټولني اوس په دې پوهيږي چې ددې هڅو او رنګارنګه انقلابو تر شا کوم هدفونه پراته دي ،ځکه نو دغه شاني طرحي خامي پروژې دي چې دلا زیات کړکېچ او تشنج منبع ګرځېدلای سي . د ډيموکراټيکو اصولو رعايت او د ټولنيز عدالت د تأمين نه بغير په هيوادو کې د استعماري هڅو پای به بيرته پر پو ځي ډیکټاټوريو باندي ختميږي . ډېر کارپوهان په دې نظر دي چې دداسي پروسې سره که په مسؤليت او د خپل صلاحيت په چوکاټ کې چلند ونسي نو کېدای سي چې پخپله نوري سړې جګړې راوزېږوي او بیرته یې پر تودو جګړو باندي را واړوي .
پای