دپوهني اولوړوتحصلاتو وزارتواوحکومت ته وړانديز !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دپښتنوحقوقو ته درناوی په هيوادکښي دسولي اوثبات اساسی لامل دی
پدي شپو او ورځوکې په هيوادکښې دننه اوله هيواد نه بهر په مطبوعاتوکې دنوی ښوونيز کال دپيل، دښوونځيو او شاگردانو دشمير ، دلږستونزو او زياتو برياو په هکله تبليغات کيږي .
دا دخوښۍ ځاي دۍ چي پسله څو کلونو توري او وحشت نه ډکي دورې نه وروسته اوس يوځل بيا افغانی ماشومانو دا امکان تر لاسه کړ چي هلک او انجلۍ دواړه يو ځاي ښوونځيو ته ولاړشي . داپداسي شيبوکښې ده چي متاسفانه پاکستان اوپه افغانستان کښي دعلم اوعرفان دغوړيدوبهرنيو اوکورنیو دښمنانو دښوونځيو دسوځلو، شاگردانو اوښوونکودوژلونه ډده نه کوی ،اوپاکستاني چارواکی يي هره ورځ هڅوی چې په افغانستان کي دښوونځيودروازي وتړل شي اودتعليم مخه ونيول سی .
دا يو څرگند حقيقت دۍ چې دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرته د هيواد بيا رغاونه ، دډيموکراسۍ پلي کول او مدني ټولني جوړيدل ناشوني کار دی ، تر څو زموږ هيواد وال دديموکراسۍ او متمدن ژوند په مفهوم او ارزښت دعلم او پوهي په برکت پوه نشي دهغو دلاسته راوړلو لپاره به يې تلاښونه لازمي پايلي ونلري . همدا علت دی په هغو هيوادو کښې چي ولس يې دسواد له نعمت څخه محروم وي دډيموکراسۍ ، اجتماعي عدالت او متمدني ټولني په هکله تلاښونه دهغوډلو له سر سختانه مقاومت سره مخامخ کيږي کوم چي خپلي سياسي او اقتصادي گټي دولسونو په نالوستوب کي لټوي ، هغوي دعقيدو او زړو ناوړ دودونو څخه په پراخه استفادې سره دخپل حاکميت دبقا او پايښت لپاره هڅي کوي ،تعليم او تحصيل دخلکو په منځ کښي ديوه عبث اوکله کله يي د مذهب خلاف کړني په نامه تبليغوي ، ترڅو دنالوستو خلکو په ذهنونو کښي دصنعتي ،علمي او فرهنگي پر مختگ په هکله دنفرت احساس پيدا شي . بدمرغی داده چي زموږ بې چاره ولس پدې نه دی خبرچي په اسلامي هيوادوکښي ښوونځۍ اودعالي تحصيلاتوموسسې شته اوهلته ماشومان اوځوانان (هلکان ،اوانجوني) دواړه په يوه تعمير کښي تعليم اوتحصيل کوی .
زموږ هيواديودهغوهيوادو له جملي څخه دی، کله چي دلته چا دمعارف او تحصيل خبره کړې سمدستي بل چا بياهغه په يوه او بل نامه دکافر په نوم رټلی او دښوونځيو دجوړيدو مخه يې نيولې ده . همداعلت دی چې زموږ دهيواد داو سيد و نکو (( ۸۵ ))په سلو کي نارينه او ” ۹۵ ”په سلو کي ښځي نالوستي پاته شوی دي .
سږکال دپوهني وزارت لخوا داسي تبليغات کيږي چي گواکي نږدې ”پنځه ميليونه ” شاگردان به مکتب ته ځي ،اودښوونيزکال دپيل لپاره ټولی چاري سرته رسېدلی دي ،مگر پدغوتبليغاتوکښي حقيقت او واقيعت ډير لږڅرگنديږي . پدې پوهيږوچي په هيوادکي سوله نشته اوامنيت له لوي گواښ سره مخامخ دی . دالويه ملي ستونزه ده چي په لويه کچه يې بايددولت اوبهرني پلويان يې دحل لاره ولټوی . مگر ددي سره دپوهني اولوړوتحصيلاتوپه برخوکښي هغه دنده چي ډير دسولي په ټيکاوپوري اړه نلري سمه پرمخ نه ده تللې ،که په هيوادکښي دښووني اوروزني کارونه روان وي يعنې ښوونځۍ پرانيستي وي اودلوړوتحصيلاتومؤسسې فعالي وي دغه دنده بايد سرته ورسېږي ،چې هغه ددواړو وزارتونودفعاليت په ساحه کښی دژبودانډول ساتنه اودپښتوژبې سره ددښمنۍ مخ نيول دی .
زه دا نه وايم چې په ټول هيواد کښي د ( ( ۷۱۳۷ )) ښو ونځيوله جملي نه تر (( شپږ زره او اته سوه)) زياتي ښوونځي په کنډوالو تبديلي شوي او تر اوسه ئې ډير لږشمير جوړي شوي دي يا دهيوادپه ډيرو سيمو کښي د شاگردانو لپاره دښوونځۍ معمولي تعمير نشته ، شاگردان په يخنۍ اوددوبي په سوځېدنکې گرميوکښي دبهرنيانوپه خيراتي خيموکي پر مځکه درس وايي ،کتابونه ،تخته او تباشيردرک نلري،ميز او چوکۍ خو دټولو هير دي او په زياتو ځايو کښي يې لا پيژني هم نه . په سلو کې اتيا دمسلکي ښوونکو کمښت دښوونکودمعاش لږوالي دی ، څوک دښوونکی دندي ته زړه نه ښه کوی . دلابراتواراو نورو درسي وسايلو دنشتوالي مسله چي په اوسني عصرکي دښوونيزي پروسې اوزده کړي لپاره لازم او اړين توکی دي که څه ووايم ټول به راباندي په قهر شي . ولي حقيت خو دادۍ چي داهرڅه ډير ساده برابرېداي شي ، پدې شرط که څوک ددي ټاټوبي دراتلونکي سره مينه ولري او په صداقت سره ددغي ملي ستونزي دله منځه وړلو لپاره مټي راونغاړي . نږدې شپږ کاله کيږي چې زموږ هيواد ته بهرنې ډالرونه يو په بل پسې سېل غوندي رارواندي ، هر بهرنۍ ميلمه چي افغانستان ته راځي نو هرومرويې په بکس ډالر له ځانه سره را اخيستي وي ،زماددې ويناپخلی دهر بهرنی چارواکی دسفرپه هغه خبرکښې موندلاي شی کوم چي دهربهرني جگپوړي ميلمه دراتگ په وخت کښي دکابل راډيو او تلويزيون له لاري خپرېږي . هغه دچا خبره اوس ټول د ډالرو خبري کوي ؛
مگر ښوونځۍ او دعالي تحصيلاتو موسسې مو په شرموونکی اوزړه بوږنوونکي حالت کې قرار لري .
واېې پخوانيو چارواکو به ډير خپله اخيستل خو يوڅه به يې ولس ته هم ورکول ، فکر کيږي چي اوس دا دود بدلون موندلۍ او چارواکي ټول ځانته اخلي اولس ته هيڅ نه ورکوی!
دپوهنی محترم وزير صاحب!
هغه ماشوم چي ددرس ويلو په وخت کي پر بټي بيابان ناست وي دقلم ،چوکۍ،ميز ،کتاب او توري تختي درک نه وي څه به زده کړي؟
هغه ښوونکی چي دکميا،رياضي، فزيک ،بيالوژي ،تاريخ اوجغرافيې درس شاگردانو ته وايي ددرس ورکولو په وخت کښي دڅه نه استفاده وکړي؟ بېله دغو اړينو موادو کېداي شي يوماشوم يوڅه زده کړی؟ داډول په اصطلاح هوايي درسونه به کومه پايده ولري ؟
دښووني او روزني وزارت بايد خپل ټول مالي اومادي امکانات اوبهرنۍ مرستي دښوونيزو چارود ښه سمبال تيالپاره پکارواچوي، دمسلکي استادانو او معلمينوروزلو ته زياته توجه اودهغوي دورځنيزو ستونزو دحل لپاره داړينولاروچارولټول ستاسو ښاغلی وزير ملي دنده بولم ،ستاسونه ترنوروزموږهيله اواميدډير دی سره لدې چي ستاسوپه مقابل کښي دستونزوپيداکولوته موهم پاملرنه شته اوداټکی موله نظره ندي غورځولی .
دمعلمانو او استادانو دژونددسطحي لوړتيا ته پاملرنه ،په ښوونيزو چاروکښي دپراخ گډون او هر اړخيزه هلو ځلو دسرته رسولو په خاطر دهغوي هڅونه به دهيواد دښونيزې پروسې پرمخ بيولوکښي حياتي ارزښت ولري . که ښوونکی خوشحاله او راضي نه وي ، دژوند له ستونزو سره لاس او گريوان وي ،څنگه کيداي شي اميد ولرو چي ددي هيواد راتلونکۍ نسل دي لکه څنگه چي دوخت او زمان غوښتنه ده تر بيه شي ؟ اوزموږ هيواد دي دمسلکی کدرونوڅښتن شي؟
له بده مرغه زموږ مورنۍ ټاټوبۍ دقدرت او واک تږو داسي تيکه تيکه اوپارچه پارچه کړۍ چي هرڅه پکښي اوس يوه سوژه ده او پر يو وړه خبر کتاب ليکل کيږي ،ځکه په کلونو کلونو ډيرو زياتو واکدارو په اوبوکې لوټه ايښې او پر تير شوې دي .
پدي وړانديز کي زما موخه يوه بله مسله وه چې ددغو ورځو په تبليغاتو کښي يې زما پاملرنه ځانته واړوله : هغه دکابل په ښاراودهيوادپه يوشميرنوروسيموکښې دپښتو ژبوماشومانولپاره دښوونځيوپرانيستل دی .
زه ستاسودغه تکل ته دقدرپه سترگه کتلوسره دا دافغانستان داساسي قانون د ۱۶ او 43 ما دو دپلي کولوبېلگه بولم ،پدې ماده کښي دهيواد ټولو ماشومانوته په مورنۍ ژبه دلومړنيوزده کړووحق ورکړه شوی دی ،که څه هم داسي حق په پخوانيواساسي قانونوکښې ورکړه شوی و مگر له بده مرغه د((۸۰)) کالونه زياتې مودې راپدې خواه ندی پلی شوی . لويه غميزه خوداده چې دپښتنوپه وطن کښي دوي په درې ژبه تعليم اوتحصل کولوته مجبور شوي دي .
دايوتريخ حقيقت دی چي دافغانستان په تاريخ کښي ددې هيواددهغووگړوسره چي دشميراوقربانی په کچه سيال نلري نه تنهاجبرشوی بلکه کله ناکله ايران پلوو ته په مختلفو وختوکښي ياحوصله شوې اوياوخت ورکړه شوی چي په پښتو اوپښتنو ملنډی ووهې .
بايد تکرار په ډاگه کړم چې دري ،ازبکی ،ترکمنی ،پشه يې اونوروي ژبې زموږپه هيوادکښي داوسېدونکوژبې دي اوراته دخپل هيواد دفرهنگی اوعلمي افتخاراتوپه کچه گراني دي ،پردغوژبو تېری اودهغوسپکاوی هم راته دمنلو وړنه دی ،مگر متاسفانه يوشمير ايران پلوه په دوامداره توگه تلاښ کوی چي پشتودمعارف له بهير نه ليري شي ،ترڅو دايرانی اخوندانوداکرغېړنه ارزوچي زموږپه هيوادکښي دپښتو کمبله ټوله شي سرته ورسېږې اودادلږکيودژبودټېکدارانوپوسيله لږه کی قومونه دپښتنوپه مقابل کښې راوپاروی .

زه ديوافغان په توگه حق لرم وړانديز وکړم چي :
۱ / په لومړی گام کښي ولسمشر ،حکومت اوبياستاسوښاغلی دپوهني وزير اودلوړوتحصيلاتووزير دنده بولم چي هيوادپه ښوونيزاوتحصيلې برخه کښي دقومونودشمير په اندازه اوپه سيمه کښي داوسېدونکوپه کچه تعليمي اوتحصيلي چاري سمبال کړی په باميان کښي دپشتوژبې مکتب اوپه خوست کي ددري ژبې مکتب جوړول دافغان ماشومانوسره ستر ه ملي جفاده .
۲ / تر کومه ځايه چي زه معلومات لرم زموږکتابتونو،ښوونځيواوپوهنتونوته له ايران څخه کتابونه راوړل کيږي اوپدې هکله ايراني اخوندان دخپلوکرغېړنوفرهنگي موخودپلې کولوپه خاطر په خاصه علاقه اوبې ساري توگه مرستی کوی .
ددې ټکی په پوهېدوسره چي دتاريخ په اوږدوکښي زموږپه ښوونځيو کښي کوم کتابونه لوستل کېده ،هغه بايد دوباره احيا شي .ايراني کتابونه زموږ دهيوادلپاره دزهرواوفرهنگی تيری معنی اومفهوم لری .همدا دايراني چارواکوتلاښونه وه اودی چي اوس دپښتنوپه هيوادکښي دپښتوپرخلاف ليکنی ،تبليغات اوپه بدوالفاظويادول دايران پلواودهغوي دنوکرانووورځنيزکار گرځېدلی دی ددې کار لپاره اوس اوسپه داخل اوخارج کښي دايران په پيسوتلويزيونی اوراډيويي پروگرامونه خپرېږي ،آن تردي کچې چي وايي فارسي ژبه بايدپرټول هيوادمسلطه وي ، دوي ځکه فارسي کليمه استعمالوي چي ايران ورته ددری دکليمې داستعمال اجازه نه ورکوی . داچي دوي به دغه افغان دښمنه موخوته ورسيږي يانه دابله مسله ده .
مگرترکومه ځايه چي پښتانه ددې ټاټوبی لوي اکثريت جوړوي دولتي ارگانونه دهغه جملې دپوهني اولوړوتحصيلاتو وزارتونه ملي دنده لري چي په لويه کچه په تعليمی اوتحصيلي مؤسسوکښي دافغانستان دلوي اکثريت ژبه يعني پښتو رواج پيداکړی . ايرانيان اوايران پلوه کولاي شي په ايران کښي دفارسي دنجات او رواج لپاره کاروکړي نه دلته په افغانستان کښي .
۳/ له ټولوپښتوژبونه مې غوښتنه داده چي دايران دفرهنگی ښکيلاک گر تلاښ په مقابل کښي دغبرگون په توگه په بله ژبه دليکنواوتبصيرونه ډډه وکړی . داځکه چې همدا اوس ايران پلوه يودليل وړاندي کوی هغه داچي ددوي وايي چې په اصطلاح په فارسي ژبه ډير خلک خبري کوي . داطلسم بايد مات شي .داچي پخوا پښتنوپه دري ژبه هرڅه ليکل اوويل پايله داشوه چې اوس ايران اونوروپښتو دښمنودپښتوژبې له منځه وړلوته مټي رانغښتی دی . که په پښتوژبه ليکنې ونشي ،کتابونه ونه ليکل شي اوله بهرنيوژبوپښتوته علمي ،ادبي اونورومعلوماتونه ونه ژباړل شي ،طبعي ده چې دپښتودښمنوارمان به دپښتنوعالمانواوپوهانودبېغوری په پايله کښی پوره اودعلمي مؤسسوڅخه به پښتو ورکه شي . که ژبه ورکه شوه کلتورورپسي روان دي اودادواړه دپښتنودورکولوبېلگه ده .
بله ژبه زده کول که لوي کمال دی خپله ژبه هېرول بي کمالي ده
۴/ همدا اوس موږنه پوهېږودکوم ډاراوستونزي له مخې دهيوادپه تعليمي اوتحصېلي ساحه کښې پښتوژبې ته خپل اساسي اواصلی حق ورکولوپروسه گوډه غوندي اوپه ډيره مرموزه اوبې ځايه احتياط پرمخ درومی ؟ داخبره ستر خيانت اوسرټمبگی ده کله چي پښتانه دپښتوژبې درواج خبري کوي بهرني اجنټان اوايران پلوه سمدستي ملي يووالی ،دموکراسی اومدني ټولنې جوړېدل په خطر کښي وينې اوپښتانه دپدې ملامتوي . تاريخي حقيقت خودادی هرچاچي کړی دپښتنوسره يې داجفاکړې چي اوس دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره بايد په مختلفونومونو ونومول شی ، اوايران داواک ترلاسه کړی چي دلته درې ژبه هم ورکه شی اوله پښتوسره خوددوي تاريخي دښمنی ده .
ماته ديوه پښتانه په توگه ددي خبري يادول عارمعلوميږي چي وايي داساسي قانون په ۱۶ ماده کښي پښتورسمی ژبه بلل شوېده ؛داځکه چي بېله دغې کليمې دليکلواوپدي هيوادکې دپښتنوحق ته درناوی نه کولوسره به ددولت جوړول ډيري ناوړې پايلي ولري ،حتا ويلاي شم ناممکن کاردی ،هردولت اوقانون مکلف دی چی پښتواوپشتنوته درناوی وکړی .
دغه اساسي ټکی ته په نظر کي نيولوسره اړينه بولم چي په ښوونځيوکښې دمورنی ژبې درناوی وشي ، په هره سيمه کې دهغې سيمې داوسېدونکوپه ژبه دتعليم اوتحصيل امکانات برابرشي . په ځانگړې توگه دغه ټکی دکابل مزارشريف ،کندز،هرات په ښاروکي دزياتي پاملرني وړدی ،ددغه ډول بې ثباته اوغيري عملي په اصطلاح ريفورم ياکه په بله ژبه ووايم پښتوته په ښوونځيو کښې حق ورکول خلکواوماشومانوته په راتلونکی کښې نوري ناوړې پېښي له ځان سره لري ،چي بل وخت به پردغه پايلواوپيښومفصل بحث وکړو. اوس لدي امله چي پدي پنځوکلوکښي دپاکستاني او ايراني ظالمودولتي چارواکودنارواکړنوڅخه پوزې ته راغلی مجبور شول وطن ته راشی او اوس دستونزواوکړاونونه ډک ژوند سبا کوی ،دوي به داومنې مگر زياته پرېشانې يې دماشومانوپه هکله ده ،دبېلگې په توگه همدا اوس دکابل ښار داوسېدونکوشمير ترڅلورميليونواوړی که دقيقه څېړنه وشي نږدې نيمايي پښتو ژبې مجبورشوی دژوند ددوام لپاره په کابل کښې پاته شي . په لومړی گام کې دپوهنې وزارت دنده لري چي دکابل ښار په ټولوناحيوکښې يوه ليسه په پښتوژبه فعاله کړي .
دلوړوتحصيلاتووزارت اوله دوي سره دولت اوولسمشر دنده لري نور په هيوادکښي دايران دفرهنگی اوژبنی ستم کمبله ټوله اوپښتنوته خپل حق ورکړه شي ،يعني داچې پښتوژبۍ ځوان په هيڅ ډول اودليل څوک په بله ژبه وتعليم اوتحصيل ته نشي مجبوره ولاي . لږه کی بايد لږ اولوي قوم لوي حق ولري . داپښتانه دي چې برخې وېشې نه نور بيگانه پرسته .
۵/ دولت اودعالي تحصيلاتووزارت مکلفيت لري دهغو ځوانانولپاره چي په پښتوژبه يې تعليم کړی اودکانکورپه آزموينه کې بريالي شوی په پښتوژبه دتحصيل امکانات برابر کړی . داکوم انصاف ،عدالت دی چي يوپشتون زلمی دي دبلې ژبې په زده کولواوپه هغه ژبه تحصيل کولواړيستل کيږي؟؟؟
پدې هيله چې ولسمشر دغې ملې ستونزي ته جدي پاملرنه وکړی اوپښتوژبی ځوانان په جبراوياداسي شرايطوپه راوستلوچي بله چاره نه ونلري دبلې ژبې په زده کولومجبور نکړی . اوخپله هم تلاښ وکړی په پښتوخبري وکړی اوځانته پښتوژبې ژباړونکی ډير ژرپيداکړی .
۶/ ټولوته څرگنده ده چي دهيوادټولي چاري دبهرنيوهيوادودمرستوپر اساس پرمخ بيول کيږي ،اوس پدې دبهرنیو هيواودوچارواکی پوهېدلی چي (( په زورکلي نه کيږي )) اودافغانستان سره په فرهنگی چاروکښي دزياتومرستوليوال دي .که په پښتوژبه کتابونه نه وي ؟ په هيوادکښي دننه اوله هيوادنه بهردټولوامکاناتوڅخه بايد استفاده وشی هرڅومره ژرچي کيږي دښوونځيواوعالی تحصيلاتودمؤسسولپاره کتابونه اماده شي .
دابايددهرچاپه يادوی چي پښتواوپښتنوته په سپکاوی سره هرچارواکی خپل سرخوړلی دی .
دپښتوژبې دسترشاعر حمزۀباباپه دوه بيته يې پاي ته رسوم
وايي اغيارچې ددوزخ ژبه ده زه به جنت ته دپښتوسره ځم