د مهربان او بښخونکی لوے خداے په نامه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: انور شاهين خانخېل

په تېرو ورځو کې مې په وحدت ورځپاڼه کې د پښتو د يو ادبی شخصيت او ليکوال ښاغلی روښان يوسفزۍ ورور د (( د صوبې نوم تاريخ څه وائی؟)) تر عنوان لاندې يو مضمون تر سترګو شو. ښاغلی ليکوال يو ښه کوشش کړے دے او چې څه يې ليکلی دی په خلوص، مينې او د خپلو باورونو مطابق يې ليکلی دی. او حقيقت هم دا دے چې پښتنو سره تل د مېرې مور سلوک شوے دے او تل يې په مختلفو طريقو استحصال شوے دے او د يو سازش تر لاندې علم، پوهې او ترقۍ ته نه دی پرېښودل شوی. او حتی چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د صوبې نوم يې هم د پښتنو د پېژندګلو ، پهچان او شناخت په ځاے يو داسې نوم (صوبه سرحد) کېښود چې له پښتنو سره هيڅ سمون نه خوری حال دا چې په کومه صوبه کې چې پنجابۍ ژبې والا خلک اوسيږی د هغې نوم يې ((پنجاب)) کېښود، چې په کومه صوبه کې سندهيان ډېر دی د هغې نوم يې ((سندهـ) کېښود او چې په کومه صوبه کې بلوچ قام اوسيږی د هغې نوم يې ((بلوچستان)) کېښود. خو د پښتنو صوبې سره يې بيا داسې ونکړل او نوم يې ورته ((سرحد)) کېښود. او توجيح يې دا وړاندې کړه چې د دې صوبې سرحد او پوله له افغانستان سره لګېدلې ده نو ځکه يې نوم سرحد غوره کړے شو حال دا چې د نورو صوبو سرحدونه هم له نورو هېوادونو سره لګېدلی دی نو ځکه يې دغه توجيح بالکل بې معنې ده. خو زما په خيال خبره د پولې د لګېدو نه وه بلکې خبره خو يو له پښتنو سره د ظلم، زياتی، بې انصافۍ او د استکباری قوتونو په اشارو پښتانۀ خپلواکۍ او ترقۍ ته د نه پرېښودو وه او بله د ډيورېنډ د کرښې خبره وه چې د دغې کرښې معاهده تر سلو کالو پورې وه نو ځکه يې دې صوبې ته عارضی او موقتی نوم سرحد ورکړو، که څه هم له انګرېزانو سره د سلو کالو د ډيورېنډ د کرښې دغه معاهده يوه غېر فطری او له يو قوم سره سراسری ظلم ؤ خو بيا هم په اسلام کې حتی له کافرانو سره د معاهدو او تړونونو د احترام او خيال ساتلو ډېر تاکيد شوے دے. هغه بيله خبره ده چې کله د دغې معاهدې د ختمېدو وختونه راورسېدل نو عېن هم په هغو وختونو کې دلته د يو سازش تر لاندې په پښتنو کې د طالبانو په نامه يوه ډله جوړه کړې شوه او هغه يې د نورو ډېرو مقصدونو نه علاوه د ډيورېنډ د کرښې د معاهدې د وخت له ختمېدو نه د خلکو د توجه اړول، د هغوی په لاسو يا د هغوی په نامه د اسلام د پاک دين بدنامول، هغوی ته اول د دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ ټرېننګ ورکول، او بيا يې په همدغه نامه په راټينګولو، وژلو، بندی کولو او ذهنی اذيت ورکولو سره د پښتنو قوت ختمول، د ايران د اسلامی جمهوی حکومت چې د زمانې د تقاضو او اجتهادی سسټم مـطابق راغلی په نړۍ کې د يو يواځينی خپلواکه حکومت په مقابله کې په يو فرسوده او وروستی پاتې شکل کې اسلام وړاندې کول او له اسلام نه د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو کرکجن کول او بې دينۍ، سيکولرازم او لېبرل ازم ته غاړه اېښودو ته د افغان ملت جوړول او د نړۍ نورو قومونو ته اسلام په غلط شکل کې پېش کول او بالاخره له دغې ډلې سره د مبارزې په بانه د افغان ملت په ټاټوبی باندې قبضه کول وغېره هم د دغې ډلې يا په دغه نوم باندې د ډلې د جوړولو له مقاصدو څخه وو. او اوس هم که د لر او بر پښتنو کې څه شعور او بيداری او د خپلواکۍ احساس راوچتيږی او د يو انقلابی او صحيح اسلام په لور رجحان او ګروهنه زياتيږی نو کېدې شی امريکه او پاکستانی فوځ او واکمنان د طالبانو د ډلې او القاعدې په نوم بيا يوه بله ډرامه شروع کړی او په دې طريقې سره هغوی بيا د خلکو په څټونو مسلط کړی او .هر څه بيا د يو بدرنګ مخی اسلام په نامه ګز ګونبد کړی
که څه هم په دغو موضوع ګانو ډېر څه ليکل پکار دی خو د بنده اصلی موضوع د ښاغلی روښان يوسفزی صېب د مضمون ((د صوبې نوم تاريخ څه وائی؟)) شننه او څېړنه ده نو په دې لړ کې چې تر څو د صوبې د نوم تعلق دے نو دا خبره بالکل په ځاے، روا او د اصولو مطابق ده چې د صوبې نوم دې داسې وی چې د پښتنو پېژندګلو او شناخت پرې کيږی خو يواځې نوم هم فائده نه کوی لکه بېت المقدس او فلسطين ډېر مقدس نومونه دی خو چې د صهيونېسټ رژيم تر تيری او قبضې لاندې دی نو يواځې ښکلے نوم به يې څه کوو؟ يا که مکه معظمه او مدينه منوره ډېر په زړۀ پورې او سپيڅلی نومونه دی خو چې د امريکې او د هغې د اېجنټانو له کنټرول نه بهر نه دی نو يواځې نوم به يې سټو که څه به يې کوو خو بيا هم که نوم د پښتنو له پېژندګلو سره سمون خوړونکے وی نو حق خبره ده خو چې تر څو د صوبې نوم د (( پښتونخوا)) اېښودلو سوال دے نو زما په خيال دا له (( پښتونخوا)) نوم سره زياتے او ظلم بلکې زۀ به ووايم چې د پښتونخوا د نوم محدودولو يو سازش دے. پښتونخوا د يوې صوبې نوم نه دے بلکې د يوستر، پراخ بنسټه او خپلواکه هېواد او ټاټوبی نوم دے چې د هغې له پراختيا نه څوک هم انکار نه شی کولې بلکې خپله يوسفزی صېب هم د تاريخ په رڼا کې ورته اشاره کړې ده چې احمد شاه بابا او خوشحال خان بابا او نورو پښتنو مشرانو په خپلو ليکنو او شعرونو کې ورته پښتونخوا نوم استعمال کړے دے نو دا خبره بالکل سل په سلو کې صحيح ده چې د هر دور پوهانو او مشرانو دا سيمه په پښتونخوا بللې ده خو د هغو قدرمنو مشرانو له پښتونخوا نه مراد اوسنۍ د سرحد په نوم وړه صوبه نه وه بلکې هغه د يو ډېرې لوئې سيمې تصور دے چې که په هغې باندې د پښتنو د ژبې، پښتون کلتور، پښتون تمدن،پښتون فرهنګ، پښتون سياست او پښتون اسلام واکمنی راغله نو بيا د دغو نړيوالو استحصال کوونکی مستکبرو قوتونو او د هغوی د اېجنټانو ګټې او مفادات له منځه ځی. البته مونږ دومره ويلې شو چې دا صوبه چې په هر نوم باندې وی خو د کوزې (( پښتونخوا)) د جنوبی برخې يوه صوبه يا ولايت يې ګڼلے شو نه چې د پښتونخوا هغه !!!!پراخه تصور په يوه وړه سيمه کې محدود کړو
تر څو چې د صوبې د نوم په هکله د پښتو او پښتنو په نامه د سياسی ګوندونو د دريځ سوال دے نو زما په خيال چې دا ټول د مغربی ، محلاتی او د کرسۍ د سياست اثر دے او يوه ټائم پاسی او د پښتو او پښتنو له نوم نه ناوړه استفاده ده حال دا چې کله هم چرته د صوبې د نوم د بدلولو د امکان وخت راغلے دے نو دغو سياسی ګوندونو پرې غوږونه کاڼۀ کړی او شونډې يې ګنډلی دی خو چې کله د دغه نوم د بدلولو څه امکان نه وی بلکې په داسې وخت کې چې نن اصلی مسئله د ډيورېنډ د کرښې د معاهدې د ختمېدو او د بره او کوزې پښتونخوا د پښتنو د يووالی، وحدت او منظم کولولپاره د هلو ځلو وخت دے نو په داسې وخت کې د صوبې د نوم په هکله غوبل جوړول او بيا د پښتونخوا غوندې مقدس نوم په محدوده توګه استعالول څه معنا لری؟
که دغه سياسی ډلې له پښتو، پښتنو او پښتونخوا سره وفادار وی نو بيا دې لږ تر لږه له ځانه خو پښتو شروع کړی، خپل ځان، خپل ماحول، خپل ګوند او خپل پلويان خو دې په صحيح معنو پښتانه کړی. ما د پښتو او پښتنو په نامه سياست کوونکی يو ګوند انټرنټی وېباڼه خلاصه کړه نو حېران شوم چې هغه وېبپاڼه په انګرېزۍ ژبه کې وه او يو ځاے يې اردو برخه هم ليکلې وه خو هغه چې مې ووهله نو هلته يې هم په انګرېزۍ کې يواځې دا ليکلی وو چې (( دا پاڼه د جوړېدو په حال کې ده)) او ډېر مې لټون وکړو چې چرته پښتو به پکې پېدا کړم خو هيڅ مې و نه موندۀ حتی د اردو د برخې غوندې دا يوه جمله مې هم پکې و نه ليده چې څه اميد خو مې پېدا شوے وې، ښه دغه شان يو دوست چې د دغه ګوند يو فعال غړے دے راته ويل چې يو ځل دخپل پوښتون ګوند مشر ته د يو کار په غرض ورغلم چې يو پښتون وزير په نامه راته يو سفارښتی ليک راکړی نو وائی هغه پښتون مشر راته ليک په انګرېزۍ کې وليکلو، همدا رنګ د يو قام او ملت پېژندګلو په بازارونو او لارو کوڅو کې د دوکانونو او مختلفو موسسو او دفترونو له ليکل شويو بوډونو او تابلوګانو نه هم کيږی نو که دغه سياسی ګوندونه د پښتو او پښتنو لپاره مخلص وی نو لږ تر لږه خو دې لکه د سندهيانو غوندې غېرت ځان کې راولی او خپلو پلويانو ته دې حکم ورکړی چې په خپلو دوکانونو، دفترونو، کورونو او د کاروبار په مرکزونو دې په پښتو کې بوډونه او تابلوګان ولګوی او د سرحد په ځاے دې ورباندې له پښتنو سره سمون خوړونکې د صوبې نوم چې هر څه يې خوښ وی وليکی او داسې نور بې شمېره کارونه دی چې دغه سياسی ګوندونه يې په عملی توګه د پښتو او پښتونولۍ د ارزوګانو او ارمانونو په خلاف تر سره کوی او دا ټول د مغربی طرز سياست او له امريکې سره د تعلقاتو او امريکه او د هغې انډيوالان او نوکران د خپل برخليک ټاکونکی ګڼلو نتيجه ده چې د دغو سياسی ګوندونو دغو فعلونو ته خوبه يا د پښتنو پام نه وی يا به د هغه غفلت نتيجه وی چې دښمنانو او همدغو پښتنو مشران پکې پېدا کړے دے او يا به يې پرې هسې ځانونه کاڼه کړی وی او يواځې د خپلو لارو کوڅو او لختيو جوړولو او د .روزګار او نوکريو پېدا کولو په سياست باندې به ګزاره کوی
په هر حال د صوبې د نوم په هکله زما بنده خيال دا دے چې تر څو دا صوبه د پاکستان د حکومت په کنټرول کې وی نود نوم بدلولو اختيار ورته حاصل دے ځکه چې د اردو يو متل دے چې چا سره سوباړے وی مېښه د هغۀ وی خو بيا هم پکار دی چې داسې نوم کېښودے شی چې د پښتون ملت پېژنګلی، پهچان او شناخت ولری خو د پښتونخوا د تاريخی او ځمکنی پس منظر له لحاظه دا نوم په يوې صوبې نه دی محدودول پکار دا خو داسې شول چې څوک دا مطالبه وکړی چې د قيصه خوانۍ بازار نوم دې پېښور کېښودے شی. نو ضروری خبره ده چې په لوے پېښور کې د يو بازار نوم پېښور کېښودے شی نو د هغه لوے پېښور نوم خو له منځه لاړ کنه. او نتيجه به يې داسې وی لکه د انګرېز په لاس د هندوستان تقسيم چې خېر دے هر څومره ځمکه چې راته بيلوې او هر ځاے کې چې وی که .يوه برخه يې په اما وی او بله په کما وی خو چې زۀ پرې څو ورځې حکومت وکړم
بله خبره د پاکستان د فوځی واکمن له خوا د دې صوبې لپاره د ((خېبر)) د نوم وړانديز دے نو خېبر له پښتنو سره سره د اسلام له نظره هم د قدر وړ نوم دے خو د پښتونخوا د نوم په اپوټه بيا دا نوم يوې محدودې سيمې سره تړلے دے او بله دا چې د خېبر نوم دوه ډوله تصورات لری لکه څنګه چې د بېت المقدس او فلسطين نوم دوه ډوله تصور لری يعنې يو اسلامی او د ټولو اولوالعزم پېغمبرانو عليهم السلام تصور دے او بل د اسرائيلو تصور دے دغه شان د خېبر نوم هم دوه ډوله تصور لری. هڅې خو اصل خېبر منځنی ختيځ کې دے خو د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره د افغان ملت د ډېرې مينې په وجه دلته هم ډېر ځايونه د هغوی په نسبت نومولی شوی دی لکه په مزار شريف کې د شاه ولايت مآب حضرت علی کرم الله وجهه زيارت مبارک، په لنډی کوتل سيمه کې مشهور تاريخی جومات ((علی مسجد)) د چارسدې په مقبره کې تر پېړيو پېړيو يو قبر ته د حضرت علی (ک) د قبر مبارک نسبت ورکول دغه شان په پښتونخوا کې موجوده تاريخی درې ته د خېبر نوم ورکول او داسې د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې له هغوی سره منسوبې نورې ډېرې نښې نښانې شته چې له هغو نه له اسلام، د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی له پاک خاندان سره د پښتنو د مينې ښودنه .کوی
. د اصل خېبر په هکله په اسلامی تاريخ کې راځی چې کله له مسلمانانو سره د يهودو په جنګ کې د خداے ګران رسول (ص) غوښتل چې د يهودو له قبضې نه د خېبر سيمه او قلا ازاده کړی نو اول يې د وړومبی خليفه حضرت ابوبکر (رض) او بيا د دويم خليفه حضرت عمر (رض) په قوماندانۍ کې اسلامی لښکر ولېږۀ خو هغو شخصيتونو د خپل وس مطابق د ډېر کوشش باوجود څه کاميابی حاصله نه کړه او بېرته راستانۀ شول اخېر د خداے ګران رسول (ص) اعلان وفرمايلو چې: ((سبا به د اسلام دا بېرغ هغه چا ته ورکووم چې هغه له خداے او رسول (ص) سره مينه لری او خداے او رسول (ص) له هغۀ سره مينه لری، هغه کرار دے هغه غېر فرار دے او خداے پاک به د هغۀ په لاس فتح حاصلوی)) له دې اعلان نه پس چې کله سبا شو نو هر چا دا خواهش لرۀ چې هغه بختور کس به زۀ يم خو د خداے ګران رسول (ص) د ټولو د توقعاتو په خلاف شېر د خداے حضرت علی کرم الله وجهه ته بېرغ ورکړ او بيا خداے پاک د هغۀ په لاس د خېبر سيمه او هغه قلا فتح کړه او داسې يې فتح کړه چې واقعات يې د اسلام او پښتو په تاريخ کې خلک د پت، غېرت، مړانې او بهادرۍ په قيصو کې د مثال په توګه بيانوی. نو يو د خېبر د نوم دغه تصور دے او بل د يهودو او په موجوده وختونوکې د غاصب اسرائيلی رژيم تصور دے.نو که د حکمرانانو د ((خېبر)) په هکله تصور هغه د اسرائيلو تصور وی لکه څنګه چې اسرائيل کوشش کوی چې د خپلو اېجنټانو په ذريعه دا تبليغات او پروپېګنډې زياتې کړی چې پښتانۀ (( آريايان)) نه بلکې يهوديان دی يا د پښتو د يو ټی وی چېنل چې چلوونکی او مشران يې غېر پښتانۀ او د پاکستان واکمنان دی (او خبر نه يو چې پردې شا ته څوک دی) (( خېبر )) نوم اېښودل نو بيا دې د پښتنو خداے مل شی او که نه د صوبې د خېبر نوم له اېښودو نه د واکمنانو تصور هغه اسلامی خېبر وی نو بيا به مونږ ډېر خوشبخته يو خو له امريکې او اسرائيلو سره زمونږ د واکمنانو او سياسی او مذهبی ليډرانو د پټو او ښکاره او مستقيمو او غېرو مستقيمو روابطو په موجودګۍ کې مونږ د دومره خوشبختۍ او نېکمرغۍ هيله نه شو کولې. خو البته يوه خبره شته او هغه دا چې نن مونږ له يو داسې برخليک ټاکونکی دور سره مخامخ يو چې ټول باطل قوتونه د حق او حقيقت په خلاف يو شوی دی او په هر ډګر او هر مېدان کې يې د حق او حقيقت په خلاف سازشونو، مکرونو، ساز بازونو او حتی د جنګونو اعلان کړے دے خو بل طرف ته د قران مجيد د ايت مبارک مطابق چې فرمائی:و َمَكَرُواْ و َمَكَرَاللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ (سورۀ آل عمران ٥٤ ايت) د دغو قوتونو مکرونه د خداے پاک په ارداې او حکمت سره ختمېدونکی دی او د حمزه بابا (رح) د پېشګوئۍ مطابق چې دغه شيطانی او استحصال کوونکے ظالم قوت به له دغو مظلومو ، بې وزلو او چخڼې شويو کسانو په لاس نابود کيږی او د خوشحالۍ خبره دا ده چې حمزه بابا (رح) وائی چې مونږ د دې معرکې او مبارزې لپاره د پاکستان په کنټرول کې د پښتونخوا سيمه غوره کړې ده ( د تفصيل لپاره د بابا کتاب تسخير کائنات وګورئ)
نو زۀ په ډېر احترام او درناوی او عاجزۍ سره په خاصه توګه له پښتنو ليکوالانو نه غوښتنه کوم چې د خداے لپاره دې د ځينو سياسی مصلحتونو لپاره تاريخی حقيقتونه نه ګډوډوی او چې څه حقيقت دے هغه دې بيانوی. او د ظلم، استحصال، بې عدالتۍ په خلاف د حق او حقيقت په دې فافله کې دې په تګ سره خپله ونډه ولری هغه قافله چې د .پښو کشار يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اورېدې شی
د پښتنو د يووالی، پېوستون او خپلواکۍ په هيله
انور شاهين خانخېل