پاکستان ترهګرو ته په درېو جبهو کې اړتیا لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

پاکستان چې کوم تاریخ نه لري ، شپېته کاله وړاندې د انګریزي ښکېلاک په چلوټه کې لکه اسرایل چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په موخه جوړ شول ، زموږ پر سیمه د دایمي کړکېچ لپاره راوزیږول شو .
پاکستان د جغرافیوي ځمکې له مخې ، یو پیوندي هېواد دئ . د لوېدیځ ، شمال او سویل برخې يي له تاریخي افغانستان څخه د افغانانو له ارادي پرته جلا شوي او پاتې برخې يي له لوی هند څخه قیچي شوي دي . دا هېواد په خپل جعلي لنډ ګنډ تاریخ کې د لوېدیځ په تېره بیا د انګریز او امریکا په ملاتړ او مرستو ژوندې دئ او اوس هم له دغو مرستو پرته عمر نه لري .
دا هېواد په ختیځ کې هند او لوېدیځ کې افغانستان سره په دایمي کړکېچ کې ښکېل دئ . خو له دغو دواړو هېوادو څخه زیاته ستونځه ، د کور په دننه له خپل ولس په تېره بیا له پښتنو اوبلوڅو سره لري. په دې توګه پاکستان د خپل زیږېدون راهېسې ، په دریواړه برخو کې له تلپاتې کړکېچ او شرغوبل سره لاس و ګریوان دئ .
همدارنګه پاکستان ، د لوېدیځ ګټو ته د زیات او یواړخیز لومړیتوب په وجه ، د سیمې له نورو هېوادو سره هم د ښې ګوزارې ریکاټ نه لري.
د پاکستان جغرافیوي ناانډوله پریوته ( موقعیت ) د هند د لوي پوځي ځواک په وړاندې د پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کړئ . له دې کبله پاکستان تل ، افغانستان ته د ستراتیژیک ژورغالي ( عمق ) پتوګه اړتیا لري . پاکستان هڅه کوي لږ تر لږه په کابل کې داسې حکومت واکمن وي ، چې د لوېدیځ برید له لوري يي زړه لګېدلئ او ډادمن وي .
پاکستان په ۸۰ ومو او ۹۰ ومو کلونو کې ، له افغانستان سره په نااعلان شوې جګړه کې ، له بېلا بېلو هېوادو څخه د رابلل شویو بدماشانو ، ډاکوانو او داړه مارانو څخه چې هغه مهال لوېدیځ او پاکستان د مجاهدو جنګیالیو په نوم یادول ، یوه ښه پایله ترلاسه کړه . دغه وړیا او ارزانه پروني مجاهدین چې نن يي ترهګر بولي د پاکستان د اردو یوه نارسمي برخه شوه او په حقیقت کې اوس د پاکستان د اردو ښې لاس جوړوي .
پاکستان دغه نارسمي اردو یا ترهګر چې هغې کې القاعده ، عرب ، ازبک ، تاجیک ، چیچنیان او نور ګډون لري ، په یادشویو دریواړه جبهو کې جنګوي . لومړئ دوی ته له نورو هېوادو څخه پاکستان ته ، د راتګ لارې برابروي . بیا دوی ته پوځي روزنه ورکوي . روسته يي په وسلو سمبالوي او د ډیورند د تپل شوې کرښې څخه دې غاړه د افغانستان په لور يي رااړوي چې کابل کې ترې افغان حکومت ، د افغانانو د سوکالۍ لپاره ګام پورته نه کړي او یا افغانان ترې د ارام ژوند څکه ونه کړي .
همدارنګه پاکستان په دغو ترهګرو او بنسټپالو سره ، په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د ملي خپلواکې یا پښتونستان غورځنګ ځپي . لکه ټولو ته ښکاره ده ، د پاکستان دولتمشر اصف زرداري ، ملي عوامي پارټۍ او پښتنو ته وعده ورکړې وه ، له دې روسته به د سوبه سرحد نوم چې د انګریزي ښکېلاک پاتېشونئ دئ ، په رسمي توګه د پښتونخوا په نوم اړوي . خو په پښتونستان کې د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ ، د ترهګرو او بنسټپالو په روستي جوړ شوي شرغوبل کې ، نه یوازې دا چې د پښتنو دا هیله پوره نه شوه ، بلکې د هغې پرځای يي کوز پښتانه په یوه لویه خونړۍ جګړه کې ورښکېل کړه . ددې جګړې د نورو ناخوالو سربېره ، یوازې په څو ورځو کې دوه ملیونه پښتانه له خپل ځايي ټاټوبي څخه وکوچېدل چې له افغانانو روسته دا په نړۍ کې د کډوالو دوېیم ستر ناورین ګڼل کېدلئ شي.
ددې ناورین په رامنځ ته کېدو سره ، د پنجاب غوا بیا لنګه شوه . نړۍ ته به د خیرات لمن غوړوي او د بې ننګۍ په کچکول کې به راټول شوئ خیرات ، د بېوزله او بېوسه پښتنو کډوالو پرځای ، بیا په سیمه کې د اتومي وسلو د سیالۍ لپاره لګوي .
خو د پنجابۍ واکمنانو ټوله کیسه دلته نه خلاصیږي . دوی د ترهګرو په مټ ، پښتانه له خپلو ملي مشرانو څخه هم بې برخې کوي . دا مشران له هند او افغانستان سره د تړاو په تور نوم بدي کوي او د سیکولر په نوم يي له منځه وړي . روستیو کې خو دوی په ګډه سره ، د پښتنو د مادي او فرهنګي بشپړې وراکاوۍ لپاره مټې رابډوهلي دي . د پښتنو دوکانونه ، هټۍ او هوټلونه سوځوي . د سوداګرۍ وسیلې او لارې يي تړي او ختموي . د باباګانو ، غازیانو او اتلانو زیارتونه يي ړنګوي . د راډیوتلویزیون ، سینما او د ولسي هنر کارکوونکي او هنرمندان يي له پښتونخوا شړي ، له هنره يي منکروي او یا يي وژني .
خو په بله جبهه کې هم پنجابي واکمن د کشمیر پر سر هند سره ، د ترهګرو د وړیا او ارزانه متاع څخه زیاته ګټه پورته کوي . که پنجاب ته د لوېدیځ د پراخې ټنډې مرستې نه وي او یا د افغانانو او نن سبا د کوزې پښتونخوا د کډوالو د خیرات پیسې نه وي او یا د عربي او عجمي بدماشانو او ډاکوانو ملاتړ نه وي ، پنجابئ پوځ د هند د ځواکمن پوځ پر وړاندې لکه ماشئ د پیل په مخکې د یوه ټکر ، وس په ځان کې نه ویني .
دا چې پنجابئ بګیل جنرال مشرف د مۍ د میاشتې په ۱۷ مه ، د سي . ان . ان جالپاڼې سره په مرکه کې وايي : افغانستان ترهګر روزي او پښتونخوا ته يي لیږي څونه خندنۍ ادعا ده . خو دغه فکربایللي او حالاتو وارختا کړي جنرال خپله هغه خبره چې یو کال مخکې يي رسنیو ته کړې وه چې ترهګر په پاکستان کې روزل کیږي او افغانستان ته لیږل کیږي ، اوس له یاده باسي .
افغانستان خپله څه دپاسه دېرش کاله د هغو ترهګرو بلهاري او قرباني دي چې پاکستان يي ورته کله د مجاهد جنګیالي او کله د طالب په نوم روزي او رااستوي . افغانستان داسې موخې لکه پنجاب نه لري چې د هغو د لاس ته راوړلو لپاره ترهګرو ته اړتیا ولري .
د پنجابي واکمنانو د چلوټو او څو مخیو په حال برابر ، خوشحال بابا څه ښه ویلي دي :
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا **** څه ښه یاردئ ، ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې
سیمه کې د شوونیستي او ملیتاریستي موخو او په یادشویو دریواړو جبهو کې د پنجاب اردو ، په یوازې ځان د مقابلې او جګړې ځواک نه لري نو ځکه د خپلې اردو په څنګ کې تل باید د ترهګرو په ملاتړ ډډه ولګوي .
مرادزئ
د سختو لغتونو ماناوې :
شیون = ژړا ، فریاد ، افسوس ، غم
موخه = هدف ، مقصد ، مرام