ګیتس وایې:زه له خپلی دندی څخه هیڅ خوند نه اخلم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د امریکا دفاع وزیررابرټ ګېټس په یوه تلویزیوني مرکه کې ، چی دمی دمیاشتی په۱۶ نیټه خپره شوه،دجګړې لپاره له هیواده لیری د ځوانوعسکرولیږل،ځورونکی وباله .
ګیتس سي بي سي تلویزیون ته وویل : حقیقت دا دی چې د جګړې په وخت کې دجنګ(دفاع) وزارت دردوونکی دی .
ګیتس پوښتنه وکړه : کله چې د والټرریډ طبي مرکز ته ځم او په جګړه کې ټپیان شوي ځوانان اوځوانې نجونې وینم نوڅرنګه کیدای شي چې څوک دې داسي دنده خوښه کړي؟
والټرریډ د امریکا په پایتخت کې یوپوځي روغتون دی چې اکثره ټپي شوي پوځیان پکې درمل کېږي .
د امریکا دفاع وزیر وویل هرعسکر چې ماد جګړې لپاره لېږلی ، یوه ثانیه نه شم هېرولی، زه له خپلې دندې هیڅ خوند نه اخلم .
ګېټس په ۲۰۰۶ ع کال د امریکا د مخکیني ولسمشرجورج ډبلیو بوش له لوري دفاع وزیروټاکل شو اود روان کال په پیل کې ولسمشراوباما هم په داسي حال کې ترې وغوښتل چې خپلې وظیفې ته دوام ورکړي چې اوباما افغانستان ته د زرګونو نورو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې وه .
ګېټس په دې باب چې ولې یې ومنله چې دوه پرله پسې دورې د امریکا دفاع وزیر پاتې شي ، وویل چې ده احساس کاوه چې له پوځ سره ژمنې لري .اوبل دا چې دا یې مسوولیت دی .
ګېټس چې پخوا د سي آی اې ريیس وو، یو وخت د امریکا پردفاع وزارت اوکانګریس انتقادونه کول چې په افغانستان اوعراق کې عسکرو ته د فوري اړتیا پرځای ، د سړې جګړې د زمانې د وسلو پرلویو سیستمونو تمرکز لري .
د امریکا دفاع وزیرد سي بي ایس تلویزیون د دې پوښتنې په باب چې د دفاع وزیر په توګه د بوش او اوباما جمهوري ریاستونه څرنګه پرتله کوي ، وویل : بوش ژمن او لېوال وو چې ژر پرېکړه وکړي اوعملي یې کړي .
ګېټس زیاته کړه : ترکومه ځایه پورې چې له اوباما سره ارتباط لري ، هغه مصمم ، صریح او په عین حال کې ارام دی .
ګېټس روانه میاشت افغانستان ته لاړ او امریکا ته له ستنېدو سمدستي وروسته یې په افغانستان کې د امریکايي اوناټو ځواکونوعمومي قومندان ډیویډ مکرنین برطرفه کړ .
هغه وویل چې اوس ، چې په افغانستان کې چې د وسله والوسخت دریځو حملې مخ پرزیاتېدو دي ، د جګړې لپاره نوي فکرته اړتیا ده .
ګېټس همداراز وویل چې اوس لا ډېر وخت دی چې ووايي امریکايي پوځیان به کله له افغانستانه ووځي خودامریکايي ځواکونو وتل له دې سره ښايي ډېرارتباط ولري چې څومره ژر افغان امنیتي ځواکونه روزل کېږي همدا راز د امریکا دفاع وزیررابرټ ګېټس دمی په۱۴ نیټه وویل چې په افغانستان کې دامریکايي اوناټو ځواکونو دعمومي قومندان د برطرفه کولو په باب د ده پرېکړه له دې سره تړلې نه وه چې هغه بیا بیا افغانستان ته د نوروځواکوږنو د ورلېږلو غوښتنه کوله .
ګېټس په یوه خبري غونډه کې وویل : یوقومندان باید هیڅکله د خپلې غوښتنې په باب فشار احساس نه کړي بلکې باید تل په ډاګه ووايي چې څه یې پکار دي .
جنرال مکرنین څه کم یوکال دمخه د امریکا د تېرولسمشرجورج ډبلیو بوش له لوري په افغانستان کې دامریکااوناټو د ځواکونو عمومي قومندان وټاکل شو . هغه په تېر یوکال کې د افغانستان ډېرو سیمو ته سفرونه وکړل او هڅه یې وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له افغان قومي مشرانو اوسپین ږیرو سره خبرې او سلامشورې وکړي .
مکرنین په یوه وروستۍ غونډه کې ،چې په کندهارکې یې له سپین ږیرو اوقومي مشرانو سره لرله ، له هغوی څخه د تېرو تېروتنو په خاطربخښنه وغوښته او ویې ویل چې دی پخپله نن سبا قرآنکریم لولي
ګېټس د تیری دوشنبې په ورځ د مکرنین برطرفي اعلان کړه او ویې ویل چې دی نوی مشرغواړي چې د بارک اوباما نوې ستراتیژي تطبیق کړای شي
د امریکا دفاع وزیرهمداراز وویل چې تېرکال یې افغانستان ته زیات خواکونه ونه لېږلی شوای ځکه چې امریکايي سرتېري په عراق کې مصروف ول خو سږکال به ډېر پوځیان افغانستان ته واستولی شي .
نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې دمی دمیا شتی په ۱۴ ګڼه کې د ډگر جنرال سټانلی مکرېستل په باب، چې په افغانستان کې د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی په لاندی ډول تبصره ګړی ده .
ورځپاڼې په هغو مسلو تبصره کړي چې په افغانستان کې د هغه په مسوولیتونو او د کار په ډول پورې اړه لری .
دنیوېارک ټاېمز ورځپاڼې لېکی چې ډگرجنرال ستانلی مکرېستل چې ډېر بادسپلېنه نظامی منصبداردی، دی به په افغانستان کېدامرېکا نوی قوماندان وي .
دی معمولا د ورځې ېو وخت ډوډی خوري ددې لپاره چې لټ اوتنبل نشی. د جنرال مکرېستل په باب داخبره مشهوره ده چې ېوڅو ساعته خوب کوی او کله چې کار ته ځی او یا ورڅخه راځی په دې وخت کې هغه کتابونه اوری چې په اواز باندی ثبت شوي وي .
جنرال مکرېستل، پنځه کالهپه عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و. داستخباراتو چارواکی وايي، ده د ترورېستانو د ژوند په باب ډیر زیات معلومات لرل او څومره چې ممکنه وه هغومره ېې ووژل .
د هغه نېژدی همکاران او دوستان هغه جنگېالی عالم بولي. هغه له سېاستمدارانو او دېپلوماتانو سره پهاسانی سره په مجالسوکې برخه اخلی. برېد جنرال وېلېم ناش دهغه په باب ووېل چې ستانلی مکرېستل، په ونه لوړ، هوښېار، محتاط او سرسخته عسکر دی .
نېوېارک ټاېمز لېکی که چېرې دامرېکا د مشرانو جرگه د جنرال مکرېستل مقرری تائېد کړی لکه څنگه چې توقع ده نو دی به د جنرال ډېوېډ مکېرنن ځای ونېسی. د اوباما ادارې دغه بدلون داسی توضېح کړېدی چېد افغانستان پهلړزنده جگړه کې ېو تخلېقی بدلون راسی .
همداکار جنرال مکرېستل په خپله ٣٣ کلنه وظېفه کې سرته رسولی دی. په دې کې هغه خدمتونه هم شامل دی چې په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٨ په کلونو کې ېې د خاصو عملېاتو دقوماندان په توگه اجرا کړېدی. د امرېکا ددفاع وزارت د خاصو عملېاتو د قوماندانۍ له موجودېت نه تر ډېرو کلونو پورېانکار کاوه .
نېوېارک ټاېمز لېکی چې جنرال مکرېستل دامرېکا د استخباراتو، او فډرالی پولیسو سره په گډ کار کې د هغوی ستاېنه تر لاسه کړېده. د امرېکا د استخباراتو یو چارواکی چې په افغانستان کې ېې مخفې جنگونه او عملېات کول وايي چې دی په استخباراتو پوهېږی، په مخفې عملېاتو پوهېږی او د همکاری او شراکت په ارزښت پوه دی

پآی رحمت اله روان