پرون د سنګر ملګرې اونن مشترک دښمن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وویلی دی، چی امریکا، افغانستان او پاکستان گډ دښمن لری او هغه القاعده او د هغې متحدان دي، او هغه ویلي دي چی دوي درې واړه دې ته متعهد دي چی د دغه دښمن فعالیتونه به گډوډوي، هغه ته به ماته ورکوي او له منځه به یې وړي.
((دښاغلی اوباما ددغی څرګندونی په جواب کی می دپشتو ژبی هغه ښا یسته متل را په یاد شو چه ویلی دی
(چه کری هغه به ریبی) امریکی،انګلیس اوپاکستان بنیا د ګرایان وروزل مسلح یې کړل او دخبلو کټو په خا طر یې ور څنی استفاده وکړه ،دافغا نستان اوپا کستان دخلګو په سر نوشت با ندی یې مسلط کړل اوس چه یې خپلی کټی په خطر کی ولویدلی هغوی دمشترک دښمن په نا مه یادوی،دغه دری لسیزی چه دافغا نستان خلګ داور په لمبو کی سو څول کییدل او یا تراوسه سو څیږی ولی دمشترک دښمن په نا مه نه یا دیدل ،ایا داهغه مشترکه پروژه نه ده کوم چه مرحومی بینظر بوتو په خپله یوه مصا حبه کی اعتراف وکړی او په ډیر افتخار یې وویل چه (انګلیس ایجاد کړه،امریکا اوسعودی مادی اومالی کمک وکړی مونز یعنی پاکستان نظامی تعلم اوتر بیه ور کړله بالاخره مسلح موکړل اودجنګ میدان ته مو واستول) ایا هغه څوک ول ؟همدغه خلګ نه دی چه نن تاسی ور سره لا س په ګری وان یاستی او دمظلمو افغا نا نو پا کی وینی تر نن پوری بهیږی دا پرون تنها دفراه په ولایت کی د۱۶۰ بیګناه کسانو ووژل شول ددغو مسولیت دچا په غا ړه ده ،مونږ افغانان یو اوبل ته په خبل منڅ کی یوه اوبل ته دجنا یت کار خطاب کؤ او د اصلو جنا یت کارانو به باب پته خوله نا ست یو چه مونږ ته یوازی په خبرو اوکا غذونو باندی بازی راکوی اودیوه اوبل په ضد مو استعمالوی .تر پرون پوری یېچه افغانان وژل دا مشترک دښمن نه ؤ وهغوی ته قهر مانان ویل کیدل نن چه ددی کټی په خطر کی ولویدلی دمشترک دشمن لقب ورکول کیږی))
ښاغلي اوباما پرون د چهارشنبې په ورځ دثور دمیاشتی په ۱۶ نیټه د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي او دپاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره په سپینه ماڼۍ کی وکتل. هغه وویل چی ددوی خبري« فوق العاده گټوري او رغونکي» وې او هغه ددې ستاینه وکړه او ویې ویل چی د افغانستان او پاکستان تر منځ په بیسارې توگه همکاري موجوده ده.
ښاغلي اوباما ددې غونډي نه وروسته خبریالانو ته وویل چی یاغیانو ته ماته ورکول په سیمه کی مثبتي ودي او پرمختگ ته ضرورت لری او همداراز نظامي هلي ځلي او کوششونه غواړی. هغه هوډ وکړ چی امریکا به د افغانستان د آینده ملي انتخاباتو ملاتړ وکړی او په پاکستان کی به د ښونځیو، سړکونو او روغتونونو په جوړیدو کی مرسته وکړی.
د امریکا جمهوررئیس وویل چی دده حکومت به تر خپله وسه هر ډول کوشش وکړی چی د ملکي خلکو ژوند وژغورل سی. هغه دا هم وویل چی ښاغلي کرزي او ښاغلي زرداري دواړو دا ومنل چی دغه درې واړه هیوادونه د یاغیانو له خوا د ډیر سخت او جدي خطر سره مخامخ دي.
. جمهوررئيس اوباما همدغه شان دخبرو په حریان کی و خبريالانو ته وويل : موږ نن ددريو خپلواکو هېوادونو دمشرانوپه توگه چې په يوگډ هدف مو پيوندخوړلي دي ، وکتل چې دالقاعده اودهغي متحدو تندلارو فعاليتونه گډوډ کړو او هغوى ته په افغانستان اوپاکستان کې ماتي ورکړو..ده زياته کړه له القاعده سره مقابله او دنړۍ په نورو سيمو کې دهغي دراتلوونکو اقداماتو دمخنيوي لپاره هلې ځلې دافغانستان اوپاکستان له مشرانوسره زمادکتنې هدف و . په دغه هدف باندې دلاسبري لپاره موږ بايد داسې اقدامات وکړو چې دالقاعده شبکه ونه کړاى شي دامريکـــــــــــــــا، افغانستان اودپاکستان اتباع وگواښوي .بارک اوبامازياته کړه : نږدي يوه مياشت مخکې ما دافغانستان اوپاکستان له مقاماتو او له خپلو نورو دوستانو سره له سلامشورې وروسته نوي ستراتيژۍ تدوين کړه . نوى ستراتيژۍ دا واقعيت منعکسوي چې دپاکستان اوافغانستان او دامريکا امنيت له يوبل سره پيوندخوړلى دىدامريکا جمهوررئيس دغه راز وويل : القاعده او متحدين يې په افغانستان اوپاکستان کې خلک وژنې او ثبات له ستونزو سره مخامخ کوي دغه ډلې هلې ځلې کوي هغه دوه دولتونه چې په دموکراتيک ډول په افغانستان او پاکستان کې جوړشوي دي ، کمزوري کړي . په عين حال کې القاعده په سرحدي سيمو کې له خپلو پټنځايونو څخه دامريکا اودنړۍ دنورو هېوادونو دخلکو پرخلاف دښمنانه اقدامات طرحه کوي .بارک اوباما له تروريزم سره په مبارزه کې دامريکا پياوړې ژمنې ته په اشارې سره زياته کړه په راتلوونکې تگ لورې کې يون به سخت وي . په دي تګ لورې کې به تاوتريخوالې او يولړ په شاتگونه هم موجود وې خو په ډاگه بايد ووايم چې امريکا دالقاعده دځپلو لپاره اوږدمهاله ژمنه کړې ده او دغه راز دافغانستان اوپاکستان له دولتونوسره په ملاتړ کې چې په دموکراتيک ډول انتخاب شوي دي هم کلکه ژمنه لري . دغه ژمنې به ټينگي اوهميشني وي .دامريکا جمهوررئيس دغه راز وويل: خوښ يم چې دافغانستان اوپاکستان مشران په بشپړه توگه دهغو خطرونو په جدي والې چې موږ ورسره مخامخ يو ، خبردي .اوله دغو گواښونو سره دمقابلې لپاره زموږ په ژمنو باندې ټينگارکوي .ده زياته کړه خوښ يم چې موږ ددواړو هېوادونو افغانستان اوپاکستان ترمنځ بې سارو همکاريو ته پراختيا ورکړې ده اودغه راز دامريکا ، افغانستان اوپاکستان ترمنځ مو دغه همکارۍ پراخې کړي دي. چې له شک پرته به ددرې واړو هېوادونو دخلکو په گټه وي . اوموږبايد هغه امنيت او فرصتونو ته پراختيا ورکړو په داسې ډول چې افغانان اوپاکستانيان وکولاى شي ښه ژوند تعقيب کړي .اوباما گډو هدفونو ته درسيدولپاره ددريو هېوادونو افغانستان ، پاکستان اودامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دويمه درې اړخيزه غونډه مهمه وبلله او څرگنده يې کړه دغه غونډي به دبيلابيلومسئلو په باره کې اودغه راز په ټولو دولتي سطحو کې زموږ همکاري همغږي کړي . ددغو هلوځلودپراختيا په باب دمعلوماتو دترلاسه کولو لپاره بايد ووايو چې زموږ ددولت بيلابيل مقامات به له خپلو پاکستاني اوافغاني سيالانوسره په جلاجلا توگه ليدني کتنې وکړي اودغه درې اړخيزې غونډې به په منظم ډول دوام ومومي .بارک اوباما زياته کړه په همدې علت دامريکاددولت مقامات دکانگرس له استازو سره په دغو دواړو هېوادونو کې دنويوفرصتونو دبرابرولو اودهغو دپرمختيا په باره کې همکاري کوي .په همدې علت زه وياړم چې په دي بريالي شوي يم چې دتجارتي موافقه ليک دلاسليک کولو لپاره ددواړو هېوادونو افغانستان اوپاکستان سره مرسته وکړو اودغه موافقه ليک به ددوى ترمنځ ددوه اړخيزې سوداگري لپاره ددواړو هېوادونو پولي پرانيزي . جمهوررئيس اوباما دغه راز وويل: موږ بايد په افغانستان کې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړو ځکه وده دنشه يي توکو دقاچاقو په وړاندې ښه انتخاب دي . او موږ دغه راز بايد دملي ازادو اوشفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړو په داسې حال کې چې دټولو افغانانو دحقوقو له تامينولو سره هم مرسته کوو.دامريکا جمهوررئيس زياته کړه دغه راز موږ بايد دسيمه ييزو ارگانونو دځواکمني ملاتړ وکړو اودفساد په وړاندې ودريږو ځکه فساد دودي او پراختيا بهير گډوډ کړي دي. جمهوررئيس اوباما دخپلو خبرو په دوام وويل زه دغه راز څرگندوم چې امريکا به له افغانانو اوله نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي چې دملکي خلکو دقرباني کيدو مخه ونيسي .دامريکا جمهوررئيس وويل په پاکستان کې بايد ددغه هېواد ددموکراتيک اساسي قانون ملاتړ وکړو په عين حال کې بايد له وسله والو ډلوسره په مبارزه کې هم ددغه هېواد له دولت سره مرسته وکړو چې ددغه هېواد ددولت پرخلاف د جدي خطر په توگه بلل کيږي .بارک اوباما دغه راز زياته کړه موږ بايد دهغو کسانو په پرتله چې دپاکستان دويجاړولو لپاره هلې ځلې کوي زيات اقدامات وکړ و اودهغو کسانو ترځنگ و اوسو چې غواړي پاکستان جوړکړي .اوبامازياته کړه :ما تل ويلي دي چې موږ نه شو کولاى له دغوستونزو سره په يوازي توب سره مخامخ شو. اوبايد دضروري اقداماتو په ترسره کولو کې بي پروايي ونه کړو اوله دې سره جوخت بايد له دغو چلنجونوسره دمبارزې لپاره له ضروري منابعو څخه په کار اخيستلو کې غفلت ونه کړو.په همدې علت موږ دسيمې لپاره يوه هراړخيزه ستراتيژۍ په پام کې نيولى ده چې له غيرنظامي او نظامي عواملو څخه جوړيږي . جمهوررئيس اوباما وويل : موږ په افغانستان کې يوويشت زره تنه نوي پوځيان ځاى پرځاى کوو اودافغانستان دامنيتي ځواکونو د روزنې لپاره خپلې هلې ځلې زياتوو. ناټو او زموږ متحدين ددغې ستراتيژۍ داجراکولو لپاره لازمې منابع تامينوي.
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی کرزی او ښاغلی زرداری په هغو پالیسیو کی مهم اومرکزی نقش لری چی دواشنگټن لپاره ډیری اهمیت لری.
ورځپاڼه زیاتوی چی دا دواړه جمهوررئیسان په خپل ملک کی د ډیرو خلکو نه خوښیږی او اعتبار پری نه لری. په واشنگټن کی هم دهغوی په هکله همدغه راز فضا موجوده ده. خو سره له دی هم دوی په هغو پالیسیو کی مرکزی نقش لری چی دامریکا دملی امنیت لپاره حیاتی اهمیت لری.
د افغانستان جمهوررئیس حآمدکرزی چی اوه کاله مخکی واشنگټن ته اول ځل د خپل رسمی سفر په ترڅ کی راغلی و نو د ټولو خوښیده.
له هغه وخت نه یی تراوسه پوری ډیر افغانان له ځان نه بیگانه کړیدی، ددی سبب عدم موثریت او داداری فساد تحمل دی. واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا د پوځ دقوماندانانو په دی سبب نه خوښیږی چی ښاغلی کرزی دهغو علمیاتو په برخه کی ډیرښکاره او په لوړ اواز شکایت کوی چی ملکیاتو ته پکی تلفات ور اوړي .
واشنگټن پوست لیکی چی د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری ته اوسنی مشرتوب له خپلی وژل شوی میرمنی بینظیر بهټو نه په میراث ورسیده. هغه له نورو ملکی مشرانو سره په دښمنی اواختلافاتو کی خپل اقتدار کمزوری کړیدی؛ په داسی حال کی چی په پاکستان کی اسلامی تند روان قوی شویدی. ډیر پاکستانیان پر هغه دا پړه اچوی چی امریکا ته ډیر نیژدی دی .
واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا د گټو ساتنه به ښایی ډیره اسانه وای که چیری ښاغلی اوباما په خپلو دری اړخیزو خبرو کی تردی مختلف شریکباڼی لرلی. واقعیت دادی چی داوباما اداره به ښایی په دی دوه کسانو باندی، په اینده کی تریوه وخت پوری چی اټکل یی کیدلی شی متکی وی .
ښاغلی کرزی تراوسه پوری په افغانستان کی د اگست د شلمی نیټی دجمهوری ریاست په انتخاباتوکی ډیر مطلوب او په زړه پوری شخص گڼل کیږی؛ ځکه چی تراوسه پوری بل کوم مشهور مشر دهغه په مقابل کی ځان ندی کاندید کړی .
د ښاغلی زرداری دوره په ٢٠١٣ کی پایته رسیږی. که چیری هغه په داسی توگه له چوکی نه لیری کړی شی چی له اساسی قانون سره به برابره نه وی، نو د پاکستان غیرمصئون او حساس حالات به نور هم پسی خراب شی .
واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا چارواکیو په دی غور کړیدی او په دی فشار اچوی چی په حکومتی نظام کی د صدراعظم لپاره یوه چوکۍ منځته راولی چی ډیره به قوی وی او د ښاغلی کرزی یوشمیر وظایف به په غاړه واخلی .
همدارنگه واشنگټن پر ښاغلی زرداری باندی فشار اچوی چی د پاکستان له پخوانی صدر اعظم نواز شریف سره خپل اختلافات په یووالی او اتحآد بدل کاندی. ورځپاڼه لیکی چی که دا ستراتیژی کامیابی هم شی نو ښاغلی اوباما به دیته ضرورت ولری چی داسی لاری چاری پیدا کاندی چی له دواړو جمهوررو رئیسانو سره په موثره توگه کار وکړی .
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی اوباما له ښاغلی کرزی سره په دی ډول په ښه توگه په همکاری پیل کولی شی چی دافغانستان دمشر هغه اندیښنه باندی ځان پوه کړی چی هغه یی دملکیانو د تلفاتو په باب لری او داومنی چی دهغه اندیښنی مشروع دی او په خپله اداره کی په دی باندی کار وکړی چی داسی لاری چاری پیدا کاندی چی ملکی تلفات کم کړی، په داسی حال کی چی دامریکا دعسکرو شمیر هم په افغانستان کی زیاتیږی .
د زیاتو عسکرو موجودیت ښایی دهوایی بمباریو ضرورت کم کړی؛ رپوټ وایی چی هوایی بمباری د زیاتو تلفاتو سبب کیږی. دامریکا حکومت چی دافغانستان لپاره په زرگونو عسکر تربیه کوی د حکومت لپاره ډیر ملکی کدرونه هم روزلی شی .
واشنگټن پوست لیکی چی ښاغلی زرداری به ډیره هڅه وکړی چی داسی نظآمی اواقتصادی مرسته وغواړی چی سخت ضرورت ورته موجود دی. داوباما اداری له کانگریس نه غوښتنه کړیده چی په بیړه باندی څلور سوه ملیونه ډالره دپاکستان د نظآمی وسایلولپاره منظؤر کړی چی د پاکستان پوځ وکړلی شی چی د طالبانو خلاف تهاجمی عملیاتو ته دوام ورکړی .
داوباما اداره داهم غواړی چی په پاکستان کی هرکال یواعشاریه پنځه بلیونه ډالره د ښوونځیو او نورو ملکی مدنی ادارو په انکشاف کی ولگوی .
دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی امریکا یی چارواکی په یوه مشر هم چندان اعتبارنلری اوددی خبری د پټولو هڅه یی هم نده کړی. ډیر افغانان او پاکستانیان هم همداسی فکرکوی . خو ورځپاڼه لیکی که چیری د طآلبانو دماتولولپاره کومه هیله موجوده وی نو ښاغلی اوباما ته پکاردی چی یوه داسی لاره پیدا کاندی چی له دواړو مشرانو سره کار وکړی. او په دی کی له ملاتړ او فشار دواړو نه کار واخلی چی هغوی دخپلو هیوادونو د مصون کولو لپاره کاروکړی .
نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما په دی برخه کی دکانگریس ملاتړ ته هم ضرورت لری. په کانگریس کی دده د خپل گوند غړی ورځ په ورځ بی حوصلی کیږی. د بودجی د کومیټی رئیس ډیویډی اوبی وایی چی دی به سپینی ماڼی ته یوکال وخت ورکړی چی دوی ته نتایج څرگند کړی .
هغه زیاته کړه چی موږ په دی موافق یو چی پخوانی جمهوررئیس جورج بش او ډیر وخت اوپیسی د پاکستان د پخوانی جمهوررئیس پرویز مشرف په مستعد کولو مصرف کړلی او ترکمی اندازی پوریی له ښاغلی کرزی سره مرسته وکړه پکارده چی حساب او کتاب موجود وی. او ښاغلی اوباما ته هم وخت او فرصت ورکړل شی چی خپل پلان له دغو دواړو هیوادونو سره په معامله کولو کی د دسیمی دستونزی د حل لپاره وازمویی .
نیویارک ټایمز لیکی چی پکارده کانگریس په بیړه باندی دمرستو دوه برخو په منظورولو کی اقدام وکړی. یو خو د عراق او افغانستان لپاره پراختیایی او اضافی بودجه ده چی څلورسوملیونه ډالره یی دنظامی لگښتونو لپاره ده او بله برخه یی ٥٠٠ ملیونه ډالره ده چی دپاکستان لپاره داقتصادی مرستی برابرولولپاره ده. همدارنگه د ٩٨٠ ملیونه ډالره په افغانستان کی د انکشاف د راوستلو لپاره لگول کیږی .
دمرستو دویمه غوښتنه د پاکستان لپاره ده چی د پنځو کلونو په موده کی به اوه نیم بلیونه ډالره پاکستان ته ورکول کیږی. پخوابه دامریکا مرستی پاکستان ته زیاتره په نظامی برخه کی وی خواوس به په پاکستان کی د ژوند د ښه کولو اوپرمختگ لپاره هم استعمال شی Rahmatullah Rawan