مطبوعاتي اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ډاکټر اشرف غني دفتر
د کليو د پراختیا وزارت کوڅه دارالامان سړک، کابل
ټېلېفون: 0093772804211
برېښليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.





مطبوعاتي اعلاميه



د بېړني خپراوني لپاره
کابل: ۱۶ ثور، ۱۳۸۸

بسم الله الرحمن الرحيم

"ما د افغانستان له خلكو سره يوه ژمنه كړې اوپر خپله ژمنه ولاړ يم. زما دريځ څرګند او ثابت دی. هيڅكله مې هم د ملت د سرنونشت پر سر معامله نه ده كړې او نه به يې وکړم." ډاكټراشرف غني

ډاكټراشرف غني هغه افواهات ردكړل چې بويه دى دكوم كانديد په ګټه له خپلې نامزدۍ تيرى شوى دى.

زه غوڅ اوڅرګنددريځ لرم. له خپلوخلكوسره مې ژمنه كړې او الحمدلله پرخپله ژمنه کلک ولاړيم. زه د خپل ځان پر وړاندې د ملت اعتماد ته په درنه سترګه ګورم. اوكوښښ كوم، چې د خپلو با دركه خلكو پر وړاندې د ښه خدمت كولو اوحسن نيت په لرلو سره ددې اعتماد وړ اوسم.

په دې وروستيو کې ځينې اوازې خپرې شوي، چې بويه زه د كوم كانديد په ګټه له خپلې ارادې تير يم اوخپله کاندیدي فسخ كوم. مګر زه دا بې بنسټه اوازې ردوم او خپل وياړلي اولس ته ډاډ وركوم، چې زه د نوي افغانستان د جوړيدلو په منظور له يو بشپړ ملي پروګرام په لرلو له نوې هيلې او حرکت سره يو نوي پيل کوم.

افغان ولس او د نوي پيل غوښتونكيو ته په صراحت وايم، چې د ښاغلي كرزي له خوا راته ډير ځله مراجعه شوې، وروستی ځل يو ځل بيا د كورنيوچارو وزير ښاغلى حنيف اتمراو د سيمه ييزو ارګانونو رييس ښاغلى غلام جيلاني پوپل د ښاغلي كرزي په استازيتوب ماته راغلل او د كرزي دا غوښتنه يې ترما راورسوله، چې دده پر وړاندې له خپلې نوماندۍ تېر شم. مګر ما يې غوښتنه رد كړه او په صراحت مې ورته وويل چې زه د خپلو خلكو او هيواد د راتلونكي لپاره يو مؤثر او منظم پروګرام لرم او د دې پروګرامونو د عملي کولو او تحقق لپاره تر وروستي پړاوه هرډول مبارزې ته چمتويم.

ګرانووطنوالو خوېندو او وروڼو!
زه او زما د فكر ټول ملګري په دې باور او عقيده دي، چې حاكميت بايد د خلكو وي؛ راتلونكى نظام بايد په واقعي ډول د افغانستان د مؤمنو خلكو نظام وي او د خلكو د ارادو تمثيل وكړي؛ داسې نظام، چې هر افغان په كې د بيارغونې، د موثر او خدمتګار دولت په ايجاد، د متحرك اقتصاد په جوړونې، د ثبات، امنيت، كار، ښونې او روزنې په غښتلتيا او د ملي هويت په پياوړي کولو كې په وطندوستانه او مسؤولانه توګه شريك او سهيم وي.

په داسې حال كې، چې د برخليك جوړونكو پروګرامونو د پلي كولو لپاره د خپلو خلكو پر يووالي، اتفاق او ملي اجماع ټينګ باور لرم، د چوكۍ او موقف په خاطر هغه ناوړه مصلحت او معاملې كولو ته تيار نه يم. ځكه نه غواړم، چې هغه ونه وڅنډم چې ميوه يې ټوله شوې اوساق يې د وچيدو په حال كې دى. ولسمشرۍ ته د کاندیدلو څخه مې موخه دانه ده، چې امتيازات ترلاسه كړم. بلكې هدف مې دادى، چې د خپلو خلكو لپاره له نوې هيلې او حرکت سره د يو نوي پيل بنسټ کښېږدم.

د اداري فساد، بې پروګرامۍ او نشه يي توكيو پر وړاندې د خپلې نوماندۍ د فسخ كولو معامله يوه سياسي ځانوژنه بولم، چې زه ورته په هيڅ ډول تيار نه يم.

بشپړ باور لرم، چې د افغانستان بيدار ولس به په پوره هوښ او كامل درك دغه لويه پرېكړه كوي. زه ستاسو او ستاسو پر تصميم پوره باور لرم او پوهيږم، چې ستاسې پرېكړه به سمه، روغه او پرځای وي. انشاء الله.
اشرف غني



دفتر داکتر اشرف غنی
کوچۀ وزارت احیا و انکشاف دهات
سرک دارالامان ، کابل
تیلیفون: 0093772804211
ایمیل: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.



اعلامیه مطبوعاتی



کابل: ۱۵ ثور، ۱۳۸۸

بسم الله الرحمن الرحیم

" من به مردم افغانستان تعهد نموده ام وتا انجام نهایی آن ایستاده گی می کنم . موقف من قاطع وروشن است. هرگز با هیچ کسی دربارۀ سرنوشت ملت معامله نکرده ام ودرآینده نیزنخواهم کرد.
داکتر اشرف غنی

داکتر اشرف غنی افواهاتی را که گویا با کدام کاندیدای ریاست جمهوری معامله نموده و از نامزدی خود به نقع کسی خواهد گذشت، بی اساس خواند.

من موقف واضح، روشن وقاطع دارم . به مردم وعده کرده ام والحمدلله به آن پابند هستم. هیچگاه اعتماد ملت نسبت به خود را کم بها نمی دهم، وسعی می کنم با ثبات قدم وحسن خدمت به وطن ومردم، شایستۀ این اعتماد باشم.
درین اواخر افواهاتی پخش گردید که گویا با یک نامزد مشخص معامله واز ارادۀ خود برای نامزد شدن درانتخابات ریاست جمهوری آینده صرف نظر خواهم کرد. من این افواه بی اساس را کاملاً رد می کنم وبه مردم افغانستان اطمینان میدهم که با پیشکش نمودن برنامۀ ملی آغازنو باامید وحرکت نو درکنار مردم ویکجا باآنان به منظور ساختن افغانستان نو خود را نامزد می کنم.
به ملت افغانستان وهواخواهان آغاز نو، تصریح میکنم که تا حال ازجانب آقای کرزی مراجعاتی به اینجانب صورت گرفته است. اخیراً آقای حنیف اتمر، وزیر امور داخله، وآقای غلام جیلانی پوپل، رئیس عمومی ارگانهای محلی، به نماینده گی ازآقای کرزی مراجعه نمودند. یکبار دیگر موقف خویش را با وضاحت به ایشان بیان کردم که برای آیندۀ کشور ومردم برنامۀ منظم و موثردارم ومیخواهم درهمکاری مردم درتحقق این برنامه، کار ومبارزه کنم.
هموطنان ، خواهران و برادران!
تمام مساعی من وهمفکرانم به این نکته متمرکز است که حاکمیت به مردم تعلق بگیرد؛ نظام آیندۀ به مفهوم واقعی طوری مردمی شود که ممثل اراده و تصمیم شما باشد؛ نظامی که هرافغان در بازسازی، ایجاد حاکمیت خدمت گزار، اقتصاد متحرک ، ثبات، امنیت، کار، تعلیم وتربیه وتقویت هویت ملی سهم مسوولانه ووطندوستانه داشته باشد.
درحالیکه به اتحاد، همبسته گی، اتفاق ،همیاری واجماع ملی هموطنان ونخبه گان کشور، برای تحقق برنامۀ های سرنوشت ساز باورعمیق دارم، مصلحت نمیدانم واراده ندارم تا با معمامله برکرسی وموقف، درختی را تکان دهم که میوۀ آن چیده شده است. هدف من از نامزدی به ریاست جمهوری، کسب امتیاز نیست بلکه می خواهم جواز خدمت به مردم وطن را با آغاز نو، امید وحرکت نو بدست آورم. معاملۀ کنار رفتن با بی برنامه گی، ارتشا، فساد ومواد مخدر خود کشی سیاسیست.
يقین کامل دارم که مردم افغانستان تصمیم بزرگ شان را با بیداری کامل وآینده نگری خردمندانه می گیرند. من به شما و تصمیم شما باور عمیق دارم، می دانم که تصمیم شما قطعی ودرست میباشد. انشاءالله
داکتر اشرف غنی