دجبهې لومړی قربانيان دکډوالوچارووزير ددادفرسپنتاسره يوځاي قربانی ش

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب اله غمخور

لاتراوسه دشمالي ټلوالي لخوادجوړي شوې ملي جبهې په هکله دڅېړنو،شنلواوپلټنونغرۍ ډيرتود دی چي دپارلماني امکاناتوڅخه په استفادي سره يې وکړاي شول دښاغلی کرزي حکومت له سياسي بهران سره مخامخ کړی . دوي له ايران څخه دافغاني کډوالوپه زورايستلوپه بهانه د مۍ دمياشتي په لسمه استجوابيه غونډه په استيضاحيه واړول .او۱۳۶درايو په ورکولوسره يې دکډوالودچارووزير ښاغلی اکبر اکبرته ځواب ورکړاوهمداډول يې دبهرنيوچارووزيردادفرسپنتاسرنويشت په يوه رايه پوري وتاړه چې دمی په يولسمه نيټه به دپارلمان په غونډه کې و ټاکل شي . ځکه هغه ډله چي ددادفرسپنتا سره مخالفت لري اوداټوله ډرامه دهمدې په خاطر جوړه شوې وه وايي چي هغه يوه رايه يعني يوسل اوپنځويشتمه باطله نده که دمی په يولسمه هغه باطله ونه شميرل شي نوډاکتررنگين دادفرسپنتا هم رخصت بوله .
دمی په نهمه نيټه دافغانستان ولسی جرگې د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا اودکډوالو چارو وزير د ولسي جرگې استماعيه غونډې ته وربللي وه چې له ايران څخه د کډوالو د ډله يېزې جبری شړنې د مخنيوي په اړه د خپلو هڅو په اړونددولسي جرگې وکيلانوسوالوته ځوابونه ووايي . دغووزيرانو په خپلو ځوابو کي ونشوه کولاي چي دوکيلانوقناعت حاصل کړی . ممکن دليل به يې داوچي وزيرانوخپل مشکل ويل اودپارلمان يوشميروکيلانوخولاپخوادي ته تياري نيولې وه چي قناعت به نه کوی .دجبهې پلويان دموقع نه په استفادي سره پردې بريالی شول چې دپارلمان بلي غونډي ته چې (دمی په لسمه ) وه ددوهم ځل لپاره داوزيران دشوراغونډي ته داستيضاح په خاطره راوغواړی . په پرېکړه کې راغلی وه که چيري دوي ونشي کړاي چې دکيلانو سوالوته مثبت ځواب ووايي پارلمان حق لري له دوي نه دباوررايه بيرته واخلی .
دمی په لسمه نيټه دواړه وزيران غونډي ته حاضر شول ترتاوده بحث اوسوال ځواب وروسته دوه صندوقونه چي لاپخوا برابرشوی وه په تالارکې ددغووزيرانوپه هکله دنظر څرگندولوپه خاطرکښېښودل شوه .
يوشميرناخبره وکيلان چي له يوې خوادافغان کډوالوسره دايران حکومت ناوړه سلوک په غوسه کړی وه اوله بلې خوادوزيرانوپه کاروکښي هم يوڅه نيمگړتياوه وهڅېدل چي پدغه حساسوشرايطوکښي ددواړووزيرانو نه خپله داعتماد رايه واخلی . سره لدې چي داکاردافغانستان ددغه پارلمان په دوکلن تاريخ کې لومړي ځل واوداپروسه له يوشميرقانوني نيمگړتياو سره پرمخ ولاړه .
گران هيوادوال خبر دي چې پدې ورستيودوهفتوکې په لس گونه زره افغان کډوال دټولوانساني ،اخلاقي ،اسلامي اونړيوالونورمونوخلاف په زورداسي وايستل شوه چې يوه کورنۍ پردووبرخه هم ويشل شوېده ،څو ورځی وړاندي دنيمروزولايت يوقومی مشرحاجي عبدالله خان دازادی راډيوته وويل : دايران حکومت پر افغان کډوالودومره ظلم اوتيرۍوکړچي په دنيا کي له چاسره ندی شوی ،هغه وويل دوي پېغلي انجوني بيله کوم سرپرسته نيمروزته راواړولې اوس هغوي دلته سرگردانه گرځی اوڅوک يې غم نه خوري .
دابه ومنوچې د افغانستان د اساسي قانون د(( ٩٢ ))مادې له مخې ولسي جرگه کولاى شي د کابينې غړي استيضاح کړي او له هغوى نه ورکړل شوی صلاحيتونه بيرته واخلي . مگر هلته ديوه وزيرداستيضاح شرايط اوپدې هکله دپرېکړي شکلونه واضح ليکل شوی دی چې هغه پدي پرېکړه کښي ترپښولاندي شوه .
لومړی خو داوزيران دکوم داسي جرم اوعمل له مخې چې په هغه کښي دي يوازي دوي ملامت وي نه دي راغوښتل شوي ،ټوله نړی پدي خبره شوه چي ايراني اخوندانوپسله هغه چي ددوي لخوا افغانستان ته رالېږل شوي وسله ددولت له مخالفينوسره ونيول شوه دفشاردوسيلې په توگه دانساني کرامت خلاف افغانان چې دوي ورته بې اسناده کډوال وايي په زور له مختلفوسيمونه راټول اوپه يوه هفته کښي يې تر ((۵۰))زره زيات افغانان له هيوادنه وايستل،ښاغلی سپنتا په غونډه کې ددوي دايستلونورلاملونه هم وړاندي کړل . دوي په خپل دغه کرغېړن اوضد اسلامی حرکت سره دخپلي څېرې نه هغه پرده پورته کړه کوم چې تل به يې ويل افغانان زموږورونه دي ،موږدهغوي سره ژبني ،مذهبي اوکلتوري اړيکې لرو.
دادي دايراني اخوندانودوستانه اړيکې اوله افغانانوسره ددوي اسلامي خواخوږی ؟
ايراني چارواکوتل دپاکستان پشان په افغانستان کې لاسوهنه کړې او غواړي دافغانستان په راتلونکی کښې مطرح هيوادوي .دپارلمان دغه پريکړه دايران نفوذ اوپه افغانستان کې دسياسي بهران در اپيداکونکو دتلا ښونو بهترينه بېلگه ده .
که په ارامواعصابوله ايران څخه دافغاني کډوالوپه زور ايستلومسله وڅېړل شي لاندي پايلوته رسېږو :
۱ / دايوه مياشت کيږي چې ایران وايي زه هغه افغان کډوال چې ددوي سره ثبت ندي له خپل هيوادنه باسم ،داسمه ده چې دبهرنيوچارووزيربه دخپلي دندي له مخي په وروستی سفرکې دامسله له ايراني چارواکوسره شريکه کړې وي اوله هغوي نه به يې غوښتې وي چې ددې ستونزي دحل لپاره له حوصلې اوگاونډيتوب له احساس اومسؤليت نه کارواخلی . خوهغه لاترکابله نه ورارسېدلی چې ايران دخپل شوم پلان پلي کول پيل کړه .داپدي معناوه چي ايران په خوله يوڅه وايي اوپه عمل کي بل څه کوي . مگرپارلمان کله چې وزيرانوته جواب ورکړ ،پدغه غونډه کې دايران سره داړيکوپه هکله هيڅ ډول پرېګړه ونشوه .
۲/ کله چې ايراني چارواکوله خپل هيوادنه دافغان کډوالو په زور ايستلوسره امريکاته وښودل چې موږ ستاسوترحمايي لاندي هيواداوحکومت باندي داسي فشارونه هم راوستلاي شو،ولې ټوله نړيواله ټولنه چوپ پاته شول ؟ يوازي دمهاجرينوداداري ،اوڅوخيرخواه ايراني پوهانوغبرگون خودامشکل نشي حل کولاي ؟ولي دملگروملتوسازمان ،داسلامي هيوادودکنفرانس غړي هيوادونه دبشرنړيوال سازمانونه دايران ددغه عمل په مقابل کې چوپه خوله پاته شول ؟
دتاسف اوشرم ځاي خودادی چي په هيوادکي دننه سياسي گوندواوله هيوادنه بهرټولوافغانانواوفرهنگی ټولنودايران ددغه بېشرمانه اوغيرانسانی عمل ننداره چيانوپه څير هيڅ ونه ويل . وطن اوهيوادوالوته خدمت يوازي په سياسي مناسبتودغونډوپه جوړولونه خلاصه کيږې ،په بهر کې اوسېدونکی افغانان دنده لري دهيوادحالات هرلحظه وڅاری اودهغوحرکتوپه مقابل کي چې دولس په گټه ندي کلک غبرگون ښکاره کړی ،دادی فرهنگي خدمت . داکاربايد له ايراني روڼ اندواوهغوي له فرهنگی ټولنوزده شي.
دکډوالووزير وايي ماله حکومت نه دپيسو غوبښتنه وکړه ،مگر پيسې چارانکړې . تاسوفکروکړی کيداي شي يووزير په خالي لاسودپنځوسوزروسرگردانه کډوالوسره مرسته وکړي ؟ ايادادوزير گناه ده ؟که دا حالت پريوبل هيوبادراغلی واي په هغه هيوادکې به دايوملې غميزه اوملي بهران اعلان شوي واي ، ددي ستونزی دحل لپاره به دولت په ټول قوت اوطاقت لاس په کار شوی واي .مگر دلته ټول دولت اوددولت مشردحواد ثو ننداره کول .
له يوې خواتر اوسه افغان کډوال دنيمروزپه سوځېدونکودښتو کې پراته دي دبلې خواپارلمان ددي پرځاي چې دمسلې اساسي دحل لاره پيدا کړی اوددغوکډوالوسره دعاجلومرستوپه هکله بحث وشي يوشمير يې خپلې سياسي موخي سرته رسوي اوغواړی سپنتاديوسياسي رقيب په توگه له صحنې وباسي .
۳ / ديوسلسله معلوماتوله مخې دهمدي مسلې په اړه دافغانستان جمهوررئيس دايران جهوررئيس احمدي نژادته ځانگړی ليک ولېږه ،جالبه ده چې تر اوسه احمدي نژاددومره وخت پيدانکړچي ديوه داسي ملک چي دوي دهغه سره ددوستی اوخواخوږی نغارې وهي لېږل شوی ليک ولولی . ولي ښاغلی کرزي دايران سفيرراونه غوښت اودهغه نه ېې دلېږل شوی ليک ځواب مطالبه ونه کړه؟ زه نه پوهيږم چي احمدي نژادبه په کوموسترگوافگانستان ته سفر کوي اوياښاغلی کرزی به هغه ته دکوم شخص په توگه خطاب کوي ؟لعنت پرداسي دوستی .
حقيقت دادی چې ايراني اخوندانو پدغه کارڅونښانه وويشتل :
الف :امريکااواروپاته يې ددغه پافشار راوستلوپوسېله څرگنده کړه چې دوي داسي هم کولاي شي .
ب : غواړي دافغانستان حکومت پدي راضي کړي چي دايران پټي اوښکاره غوښتني بيله قيداوشرط نه ومني .
ث : پدې کار سره يې ښاغلی کرزی اودهغه بهرنيو پلويانوته دافغانستان په پارلمان کي خپل اعتباراونوفوذننداري ته وړاندي کړ .
ج : د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا وويل چې که هغه د گاونډي هيواد ايران سره په ځينو برخو کې جوړ جاړي ته غاړه ايښې واى نو نه به افغان کډوال په زوره له ايرانه شړل شوي واى او نه به هغه د استيضاح لپاره چا وربللى واى . هغه وويل: ((د ايران د اټومي بټيو لانجه، د هريرود او دسلما بند پرېمانه اوبه، او د امنيتي همکاريو د قرار داد د نه لاسليک کولو په سر د خپل گاونډي هيواد تر سخت فشار لاندې وم، چې نه د بهرنيو چارو اوسنى وزير او نه هم بل يو افغان دا حق ځان ته ورکړي چې د دغه هيواد د اوبو د زيرمو په سر د نورو سره معاملې ته زړه ښه کړي . په دقيقه توگه همدغه مسايل وو چې په زرگونه افغان کډوال په زور او جبر له ايرانه وشړل شول او په پايله کې يې زما برخليک د استيضاح د غونډې سره وتاړه. )) BBC
ايرانی چارواکووغوښتل دافغانستان دبهرنيوچارووزيرته څرگنده کړی که ددوي غوښتني ومنه مني دوي کولاي شي دخپلوامکاناتو نه په استفادې سره داسي جنجالونه ورته پيداکړی چې پايله يې استيضاح اودهغه نه دپارلمان لخواداعتماددرايي دوباره اخيستل وي .
سره لدې چي دسپنتاپه هکله درايودشميرمسله بلې غونډي ته پاته شول ياويل کيږي چې ممکن هغه پر خپل ځاي پاته شي ،مگر داکوزه اوس ماته شول دادفر سپنتااوس پدي پوه شوچي دده حريفان هغه پرقراره نه پرېږدي . دښاغلي سپنتااوشمالي ټلوالي پخواهم چندان مناسبات نه وه،خوکله چې هغه دعبداله عبداله پرځاي وټاکل شواوددوي څوکسان يې له کاره کوښه کړل دامناسبات نور هم ترخه شول ،خوداوړوخواوپه يوه ديپلوماسی کښي يودبل سره اړيکې ساتلې . ولي هغه وخت چې په پارلمان کې دځان بخښني پرېکړه دپارلماني منشورترنامه لاندي اعلان شوه دادفرسپنتادژورنالستانوپه ځواب کې وويل چې : د جنگي مجرمينو بخښنه له ژبې اوښتل دي .هغه پريکړه يې له حقوقي ځواکه بې برخې اومحض د زورد ښودو يوه ننداره وبلل .هغه وړاندي وويل ،(( افغانستان د داسې ځانگړو نړيوالو تړونونو د امضا کوونکو هيوادونو له ډلې دى چې ارزښت يې له داخلي حقوقو لوړ بلل کيږي . له دغو تړونونو سره مخالفت له بغاوت پرته بله معنى نه لري . په اصل کې موږ له حقوقي اړخه له دغو تړونونو سره د مخالفت حق نه لرو . د نړيوالو حقوقو په ډگر کې د رو واندا ، بالکان ، ختيځ تيمور او سوويلي افريقا تجروبو ته په کتو سره د بشري او جنگي جنايتونو په گډون ځينې جنايتونه داسې دي چه له لويه سره د بخښنې په مقوله کې شامليدى نه شي . يوازې هغه څوک د بخښنې دا ډول وړانديز مخې ته کولى شي چې په حقوقو نه پوهيږي . )) BBC
موږبه چغې وهلې چې ايران خپلې گټې لري هغوي هم زموږپرخاوره خېټه اچولې اوغواړي زموږله طبعې زيرمونه دځان په گټه استفاده وکړي ، ايران پلوه اودهغوي نوکرانوبه ويل موږدايران سره په دوستی وياړو،شپه اوورځ يې همدا اوسهم تلاش دادی چي داوطن په دواړولاسودفرهنگي دوستی ،ژبنی اومذهبي اړيکوترنامه لاندي ايرانی اخوندانوته تسليم کړی .
ښاغلی کرزی دجمهوررئيس په توگه حق لري دغه غوښتني چې له سپنتانه ايراني چارواکوکړي په نړيواله کچه دهغه سپيناوی وکړي اوايراني چارواکوته داسي خوله ماتونکی ځواب ورکړه شي چې نادرافشاريې يوځل بياورپيادشي.
هغه وخت چې دملي جبهې دجوړيدومسله راپيداشول کله چي ښاغلی کرزی دجبهې په جوړيدوسره مخالفت څرگندکړاوپه هغه کې يې دبهرنيانودلاس لروخبره وکړه دبهرنيوچارووزارت داومنل چې دوي پدي هکله يوسلسله معلوماتونه راټول کړی اوښاغلي کرزی ته يې ورکړي دي .دغه کاردجبهې دجوړونکوغوسه دهغه په مقابل کي نوره هم راوپارول ،زمان دشمالی ټلوالي په گټه شو،دلته دايران غوښتني اوددافرسپنتا منفي ځواب اوهلته دايراني اخوندانو لخوادافغان کډوالوپه زورايستلومسله . دسپنتامخالفينوته دا امکان پيداکړ چي پدي بهانه يې لهسياسي صحني ايستلوپه تکل کي شي .که چيري دپردې شاته فشارونه شمالي ټلواله ياپه بله اصطلاح دملي جبهې مشران پدي مجبورکړي چي ددادفرسپنتاپه اړوندورکړه شوې يوباطله رايه همداسي باطله وشميري اوهغه پرخپله چوکی پاته شی بياهم دادښاغلی کرزی ،سپنتااوددوي بهرنيوپلويانولپاره يولوي چلنج دي .
حقيقت دادی چې پدې مسله کې په څودليله نه يوازي دبهرنيوچارواوکډوالووزيران مسول دي بلکه داټول سيسټم له حکومته ترپارلمانه اوجمهوررئيسه مسؤل دي .
دليلونه :
اول : افغانستان دکډوالومسله يوه نړيواله مسله اوپرابلم دي بايدپه نړيواله کچه دهغې دحل لاري چاري سنجول شوي واي .
دوهم : شپرکاله تيرشوه همداکسان اوډلي ټپلې دی چې په اداره او پارلمان کښي واک لري ،دوي ولې ونشوه کولاي چې دټولوافغانانودابرومندانه راستنېدولپاره امکانات برابرکړی،اويادڼړيوالوپه مرسته په پاکستان اوايران داومني ترڅوپه افغانستان کې دکډوالودارستنېدوشرايط برابرنشي دوي په همدغوهيوادوکې داوسېدوحق لري اودکډوالونړيوال سازمان بايد له ټولوسره مالي اومادي مرستي وکړی . داله منطقوليري خبرده چې وايي اوس ولي بهرته ځي ؟ همدا اوس په هيوادکې دارام اوسيدو شرايط ددولت اودولت نه دخوابدخواترمنځ جگړې له کبله نشته ،هرڅوک غواړي دخپل عزت اوفاميل دژوندي ساتلولپاره دامن سيموته ولاړشي .
دريم : اداري فصاددکليمې په عام مفهوم ،په دولت کې دننه مخالفي ډلوکړنی ،دهيروئينوپټو اوښکاره سوداگروچال چلند،وزگارتوب ،بې کوريواويولړنورو هغوستونزوچي پر افغانانو يې ژوند حرام کړي ددې لامل گرځيدلی چې دوي يوځل بياوطن پرېردې . پدي خاطر بايد پارلمان ټول حکومت داستيضاح غوندی ته راوغواړی اوله پورته نه ترکښته دټولونه داعتمادرايه واخلی،اوپارلمان ته بايدولس ځواب ورکړی .بهتره به داوي چې دملگروملتودسازمان ترمشري لاندي دغه اوسني سياسي ناانډول توب اودپخواازمويل شوو تنظيمواوقوماندان سالارودواک دترلاسه کولوپر سرسياليوته دپاي ټکی کښېښودل شي اودولس په خوښه اوحقيقي اراده داسي يوحکومت جوړ شي چې دولس ورسره رضا اوخوښه وي .
دپارلمان دسالمواوهغووکيلانوڅخه چې په دسيسوکې ندی ښکيل غوښتنه کووچې دملي گټودساتلواوخپلې ملي دندي دسرته رسيدوپه خاطر دغوبې ځايه سياليوته خاتمه ورکړی ،دهغوچي دپردوپه لمسون اوهغوي دگټودساتلولپاره هڅی کوي دهڅونواوغولونوقرباني نشي . شاغلي کرزي ديوجمهوررئيس په توگه ملي دنده لري په هيواد کې دحوادثوننداره پرېږدي ،له ايراني چارواکونه دافغانانوسره ددغه ډول غيرانساني اوظالمانه کړنوپوښتنه وکړی اوپه پارلمان کې د سياسي نندارواوسياليوچي پايله يې ملي بې ثباتی ده مخه ونيسي .