د بیټ نیکه دعا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غښتلی افغان

همدا اوس مې په « ټول افغان» کی په یوه زیري سترګې روښانه شوې هغه داچې دوه نوي پښتو، ویبلاګونه پر لیکه شول ؛درنو چلونکو ته یې دزړه له کومي مبارکی وایم او ددې کار په تر سره کولو کې ورته لا ډیری او سترې بریاوې غواړم . افغاني کلتور، ژبی او ادب ته د خدمت هر پل د قدر او ستایني وړ دی .
ما یوازې په یوه سطحی نظرپه ټول افغان کی د ۴۰ په نښه شو ویبلاګونو شمیر وکړ ،خوددقیق شمیر معلومول یې د زیاتوالي له کبله ، ناممکن بریښي .خوکه د نظر او صلا حیت خاوندان ددغو ویبلاکونو او ویبپاڼو د موثریت او مفیدیت کره کتنه او بررسي وکړي نو ایا نتیجه به یی همغسی چې انتظار یی کیږی ؛په زړه پوری وی ؟
دلته ماته د بیټ نیکه دعا پوره شوې ښکاري خو را ځۍ یو ځل له دا خپل ویبلاګ نه راووځۍاو د درویش دریادلي په نامه ویبلاک اویادخاوران په نامه ویبپاڼي اودنوروپه اصطلاح«افغانستاني» فاشیستانو پاڼو ته سر ور دننه کړۍ ؛د افغانستان کلتور ،ژبی ،تاریخ او ویاړونو ته له ښګنځلو،سپکو سپورواو تو طیو له لوستلو نه وروسته ، د میوند د اتلی ناری ته په غور غوږ کیږدي چی« بی ننګۍ ته مو ساتی» او که نه !
دښاغلي کاندید اکادمیسین سیستاني ،ښاغلی انجنیر معروفي،ښاغلی نوري،ښاغلی غمخور او څو تنو نورو نه پرته چا په خپل تاریخ ،خپل وطن ،خپل کلتور او خپله ژبه ننګ وکړ او ددی وطن دښمنو په ځواب کې یی څه ولیکل ؟!که پخواني وختونه وو نو مونږ عامه وګړو به خپل د تورې زور بیا هم ټولو ته ورښودلی وو خو ټول پوهیږو چې او س د قلم او دانترنیت داستدلال اوډګر وخت دی ؛نو ودې سوځي هغه دکتورا ګانې او پر طمطراقه استادي ګانې چې ځانونه د هرې شړومبو مچ کوای شی خو د خپل کلتور ددفاع ،ننګ او غیرت ونلری ؛پاک او محوه دې شی هغه ویبلاګونه چې يوازی د ځان د شهرت لپاره چلیږي او وطن یې هیر وي .
زمونږ په دومره ډیرو لیکوالو ،شاعرانو ،د ویبلاکونو اوویبپاڼو چلوونکو باندی د پښتو د ستر شاعرښاغلي ر حمت شاه سایل دا شعر ډیر دقیق صدق کوی چې:


په ملا تړ وه ،په لښکر نه وه سا یله چې د ننګ میدان ته را غی نو د شمیر شو
که دعا د بیټ نیکه وه خو پوره شوه خو پښتون چې څومره ډیر شو دومره زیر شو


په درناوی