دبیگناه خلگو دژغورلو په خاطر باید ټول افغانان دکرزی صاحب ځخه ملا تړوکی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

ملگري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله په سلو کې څلوېښتو ته رسېدلې ده
ملگرو ملتونو ويلي چې تېرکال ٢٠٠٨ په افغانستان کې تر ٢٠٠٠ ډېر ولسي وگړي وژل شوي دي د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو په يوه خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چې په تېر زيږديز کال کې د افغان ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچه په سلو کې تر ٣٩ اوښتې وه د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې، وسله والو په تېرکال کې د شاوخوا ٢١١٨ ولسي وگړو د وژل کېدا پړه پر غاړه اخيستې وه، په داسې حال کې چې د امريکايي، ناټو او افغان ځواکونو په بمباريو او عملياتو کې په سلو کې ٣٩ ولسي وگړي وژل شوي وو.
دا ټول هغه ځه دی چه د افغا نستان محترم ولسمشر حا مد کرزی دایتلا فی ځواکونو له لوری دما شو مانو،ښځو،اونورو بیگناه افغانانو دمرگ او ژوبلی په خا طر خپلی ژوری اند یښنی ځو ځلی ځرگندی کړی دی او دافغان ولس په نماینده گی یئ په افغا نستان کی دټولو میشته فوځي ځواکونو ځخه غښتنه کړی ده چه دبیگنا خلگو دوژلو ځخه لاس په سر او ډډه وکړ ي .ان تردی حد دافغا نستان محترم ولسمشر مخکی ولا ړی چه دامر یکا دنوی ولسمشر سره یئ په دوستانه اړیکو کی بد لون را غی او نتجه دا شوه چه دامر یکا ئی مقا ما تو له لوری دافغا نستان حکو مت ته په نړی کی دیوه ضعیف حکو مت خطاب وشو او دحامد کرزی ځخه دانتقام اخستلو په وجه دهغه دمحترمی کورنی په باب امریکائی ورځ پاڼوپه ډول ډول ناوړو تبلغاتو شروع وکړه او یو تعدادضعیفو بهر میشتوافغانانو ته هم ده تبلغ پرا خه زمینه مسا عده شوه داټولو افغا نانو ته معلومه ده چه دنبیل مسکین یار دنگاه پرگرام یوازی دا دوی میا شتی په همدغه ناوړه تبلغاتو با ندی ځرخی او بله کومه خاصه بر نامه نه لری .کرزی صاحب دخپلو افغا نانو دزړه اواز وټول جهان ته دامریکا دظلم اوستم په مقابل کی وچت کړی دی ته مونږ با ید دحق او عدالت اواز ووایو او دمحترم ولسمشر ددغه اواز سره با ید ټول افغا نان همغږی شی دلته لازمه بولم چه دالجزیری دتلویریون خبریال دیوه سوال په مقا بل کی دکرزی صاحب منطقی جواب ولیکم. .
الجزیره: ایا دا پدی مانا نده چی اوس مهال د امریکا او افغانستان دولت تر مینځ شخړه او بحران موجود دی؟
حامد کرزی: هو هو شته، غواړم چی دا موضوع په دری برخو وویشم. اول دا چی زمونږ او د امریکا دولت تر منځ د ملکی/غیر نظامی تلفاتو، د افغانانو پر ګرفتارولو، د شپی پر وخت د کورونود خپلسرو پلټنو او ټولو هغو تلفاتو پر سر چی ددوی لخوا راپیښږی بحران وجود لری. مونږ د هغوی سره پدی اړه خبری کړیدی او موافقی ته رسیدلی یو چی د افغانانو سره باید سلا مشوری اوشی او ددغسی کارونو په برخه کی افغانان باید په تصمیم نیولو کی ونډه واخلی. که چیری دغه خبری په سمه توګه عملی شی نو زه هیله من یم چی افغانان به د ډیر پرمختګ شاهدان اووسی. زه دا هر څه د افغانانو د سوکالۍ، امنیت او خوندیتوب لپاره او د ترهګری پر وړاند د مبارزی په موخه کوم او همداراز د امریکایانو د نفع لپاره او د هغه ښه نیت او پیرزوینی لپاره چی افغانان یی ددوی لپاره لری ترسره کوم .
زه پوهیږم چی دغی خبرو د واشنګټن غوسه راپارولی ده او علت یی هغه ګنګوسی دی کومی چی په انګلیسی او امریکایی میډیا کی زما او زما د دولت پرخلاف خپری شویدی. خو زه باید خپله لاره تعقیب کړم، زه باید د ملکی تلفاتو او د افغانانو د ځورونی او ګرفتاری د ختمولو لپاره کمپاین وکړم ځکه چی مونږ هم یو مقتدر قوم یو، افغانان د خپل دولت څخه غواړی چی ددوی حفاظت وکړی او ددوی لپاره په هر میدان ودریږی .
د ملکی تلفاتو په هکله زه باید یو بل څیز هم ووایم هغه دا چی ددی ځای کورنۍ د نوری نړۍ د کورنیو په شان دی او زمونږ ماشومان مونږ ته هومره ارزښتناک دی څومره چی نوری نړۍ ته دی .
د امریکا د ولسمشریزو ټولټاکنو پر مهال ما ولسمشر اوباما، د هغه معاون جوبایډن او د دوی حریفان ساناتور مکین او سارا پیلن و لیدل چی د آمریکایی کورنیو، ماشومانو او ښځو سره د انتخابی منشور په ډول وعدی کولی خو په عین مهال زمونږ ماشومان او ښځی په امریکایی بمباریو کی وژل کیدلی، نو زه فکر کوم چی زما امریکایی ملګری باید و پوهیږی چی مونږ هم احساسات او ج‌ذبات لرو، مونږ په دغسی پیښو خواشینی کیږو او مونږ حق لرو چی د خپل ځان څخه دفاع وکړو .
د مخدره توکو قاچاق
د مخدره توکو دولت د سوال په رابطه زه باید ووایم چی آغلی کلنټن یو ډیر ښه شخصیت دی، زه د هغی ډیر عزت کوم او ما ورسره پخوا هم کار کړیدی، هغه په حالاتو ښه خبره ده او دغه ؛د مخدره توکو دولت؛ خبره هغی ته خلکو ناسمه منسوب کړیده. افغانستان د مخدره توکو دولت ندی ځکه چی دولت د هغو پیسو نه چی د مخدره مواده څخه تولید کیږی هیڅ ګټه نه پورته کوی. که چیری افغانستان د مخدره توکو عاید درلودلای نو اوس به د نړۍ د شتمنو او بډای هیوادو څخه وای ځکه چی د مخدره توکو کلنۍ عاید د پنځوسو څخه تر سلو ملیاردو ډالرو پوری اټکل شویدی. تاسو فکر وکړی که چیری افغانستان دومره پیسی درلودلی نو اوس به دومره بی وزله نه ؤ او نه به یی د نړیوالو مرستی ته اړتیا درلوده. افغانستان د نړۍ تر ټولو بی وزله هیواد دی، زمونږ کلنۍ دولتی عاید په مشکله یو ملیارد ډالرو ته رسیږی نو څنګه مونږ د مخدره توکو د دولت خطاب کیږی پداسی حال چی مونږ د نړۍ بیوزله ترین او په مالی لحاظ کمزورترین قوم یو؟ او څنګه مونږ د مخدره توګو دولت په نوم یادیدلی شو پداسی حال کی چی مونږ د نوری نړۍ مرسته ته اړتیا لرو؟
مونږ د خپلو دوستانو سره د اړیکو درناوی کوو او غواړو چی دغه اړیکی په اینده کی هم په یو بل ته په درنښت او احترام پر مخ ولاړی شی او هیله لرو چی زمونږ دوستان به د عامه تحفظ به هکله زمونږ موقف درک کړی . .
کله چې اوباما انتخابات و ګټل او د امريکې د نوي او د موکرات جهور رئيس په توګه يې لوړه وکړه چې د امريکی خلکو او دولت ته به په بشپړ اخلاص کارکوی او له اوسنی حالت څخه به يی را باسی، دغه خبرې ددغه واقعيت څرګندوی دي چې امريکا په نړېواله کچه او په تېره بيا په عراق، افغانستان او منځنی ختيځ کې ډېرې ستونزي لري. لږ وروسته يې د افغانستان او پاکستان د چارو په اړه يو زوړمامور ريچارد هالبروک چې ددوی په حواله د ورته ستونزو په حل کولوکی تجربه لری، وګومارلو، تر څو ستونزی او لاملونه يی و ارزوی او حل لاره يې مشخصه کړی اود همدغه ماموريت د پيل لپاره يی هم په سرکی پاکستان او بيا دادي افغانستان ته سفر وکړ .
په دی اړه د امريکي دبهرنيو چارو وزېرې هيلاري کلينتون هم وړمه ورځ وويل چې د امريکی نوی حکومت غواړی له اسلامی هېوادونو سره خپلی اړيکې پراخې او ښی کړی .
اوس د هالبروک د ماموريت پيل او سيمي ته د سفر او نويو ارزونو تر څنګ، څرنګه ارزول هم مطرح دي، په دی توګه چې ريچارد هالبروک بايد په بشپړه توګه په نوی تفکر او ډيالوګ او د خبرو په نوی لحن دغه ماموريت پيل کړی او په ياد ولري چې د افغانستان ستونزه يواځی د افغانستان نه، بلکې په لومړی قدم کې له اروپا څخه د امريکی په مشرۍ د ټولی ناټو او ځينو نورو هېوادونو دنړيوالی ستونزې په توګه مطرح ده .
هالبروک بايد ترټولو وړاندې له ځانه و پوښتی چې امريکا ولی په تېرو اووکلونوکې د تروريزم پرضد مبارزه کې بر يالۍ نه شوه او اوس چې په دي اړه ستراتيژی کې د بيا کتنې او بدلون خبره مطرح ده، بايد په يوه مهمه مسئله کې د ناکامۍ د احساس له منځه د خپلی ناکامۍ د لاملونو په معلومولو سره د از موينې دويم چانس لپاره تياری ونيول شي او دغه تياري بايد په ريښتيا هم تياری وی او په تش دپلوماتيک ژست او پخوانيو تشريفاتي خبرو وخت تېر نه شي .
په منځنی ختيځ کې امريکا په ډېرو هېوادونوکې پوځي هډې لري او ددغو پوځي هډو شتون بايد منطقی او عقلانی وی او له واقعيتونو سره تړاو ولري او خلک او ولسونه هم پوه شی چې استقلال ته يې ګواښ نه شته او هم دغه پوځي شتون يو ټاکلی پوځي ماموريت دي چې بايد ټاکلی هدف پيل او پای ولري .
تر اوسه د پاکستان په اړه د امريکا دريځ ټولوته د پوښتنې ځای و چی څرنګه هغوی او ناټو د پاکستان د حکومت پر تروريستی هڅو سترګې پټوي او دتروريزم له ماتی وروسته بيا هم نه يواځې په افغانستان، بلکې آن ترهند پورېي خپلې هڅې ګړندۍ کړی او اوس دغه انديښنې هم شته چې که د يو اتومی بمب لرونکی هېواد د مداخلو په ترڅ کې دلته په افغانستان او هلته په پاکستان او هند کې نا امنۍ همداسې زياتی شی، په هغه صورت کې به ستونزه د اتومي قدرت هېوادونو ترمنځ هم پراخه شی اود جنوبی آسيا ټول انسانان به وينی غړپوی دداسې يو حالت پروړاندې مبارزه، نه يواځې د امريکی او ناټو، بلکی د ټول بشريت دنده ده او بايد د پاکستان پر وړاندې د امريکې او ناټو دريځ باالکل واوړي او تسامح، تساهل او وخت ورکول او د نور و ګټو پالل، له دې وروسته د توجيه کېدلو نه دي. داشان بيا کتنه کولای شي په عمل کې هم ثابته کړی چې رښتيا هم امريکا غواړي د جورج بوش اشتباه‏ګانی تکرار نه کړی او په سياست کې لږ څه د مبارزې مالګه مرچ ور زيات کړی. وخت او شرايط همدا غواړي او افغانان او د پاکستان او هند ولسونه د همداسې يوې بيا کتنې انتظار باسي او امريکې ته د خپل ډېر عمر پاللي او نازولي هېواد په اړه نوی دريځ نيول آسان دي .
دبله طرفه د امریکې د واشنګټن پوست مشهوري ورځپاڼۍ په خپله ورستی ګڼه کې د امریکې د پوځ د لوی درستیز مایک مولن له قوله یوه مقاله خپره کړي ده. مولن په دغه مطلب کې د افغانستان د حالاتو په اړه څرګندوني کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان جګړه یوه نازک پړاو ته رسیدلي چې باید په خورا دقت پکې ګامونه پورته کړای شي. د ورځپاڼي په حواله "مایک مولین" ویلي مونږ کولای شو افغانستان ته زیات پوځیان واستوو، د طالبانو او القاعدې مشران ووژنو، د مخدره توکو قاچاقبر له مینځه یوسو خو که چیرته د افغانانو باور او اعتماد جلب نه کړای شو او د افغانانو په ذهنونو کې ځای پیدا نه کړو نو دا به ستونزمنه خبره وی چې په افغانستان کې بریالي شو. د سیمې او افغانستان د چارو دغه تجربه کار جنرال په داسي حال کې دغه څرګندوني کړي چې په دې ورستیو کې د کابل او واشنګټن تر منځ هم اړیکي ترینګلي شوي دي. افغان دولت د امریکايي ځواکونو له خوا د شپې د خپل سرو عملیاتو ، د ولسي وګړو مرګ ژوبله او د ولسي افغانانو نیول او بندی کول هغه څه بولي چې په افغان دولت او نړیوالو متحدینو یې د خلکو باور کم کړی دی او د هرې ورځي په تیریدو د حکومت او ملت تر منځ د واټن د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي. واشنګټن پوست له مولن څخه په نکل لیکي: (( که زمونږ سرتیري په افغانستان کې حتی د هغه افغان کس د سر خیال هم و نه ساتي چې مونږ یې مسولیت نه لرو او د جګړو پر مهال ورته ځیان اوړي نو د یو افغان ضایعه کیدل به زمونږ موخو ته د رسیدو لپاره د کلونو پر ځای مایشتي میاشتي وخت ونیسي.جنرال مولن وایې په افغانستان کې پر مونږ د ولسي افغانانو نه باور زمونږ د ناکامی مفهوم لري او مونږ ته ده چې باید د ولسي افغانانو اعتبار او زړونه خپل کړو .
جنرال مولن ورځپاڼي ته ویلي چې په افغانستان کې باید تولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو ته جدي پاملرنه وشي که نه نو افغانستان به ډیر ژر یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله واوړي .
د ورځپاڼي په باور چې افغانستان او پاکستان د یوه ګډ دښمن پر ضد جګړه کوي او د سیمې لپاره باید د واشنګټن په نوي ستراتیژۍ کې د سیمې ټول هیوادونو ته ونډه ورکړل شي دا ځکه چې یوازي افغانستان او پاکستان په یوازي سر هیڅ هم نه شي کولای. دغه امریکايي جنرال له واشنګټن پوست ورځپاڼي سره په خپله دغه مرکه کې تر هر بل ځه د ولسي افغانانو د سر خوندي توب مهم بللی او له خپلو سرتیرو یې غوښتي چې د عراق د ابوغریب زندان له بندیانو سره د امریکايي سرتیرو بد سلوک لا هم د دې لامل دی چې ډير جنګیالي د عراقي دولت د دښمنانو په لیکو کې ور ګډ شي .
پا ی رحمت اله روان