دافغانستان د پاره د اوباما د ټیم (نوی واقعبینانه اوریالیستیک) کړنلاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : لانترای نور (له مونشن ) سرچینی : ګاردین ( اتم د فبروری کال ۲۰۰۹) ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

داوباما د اوسنی اداری ننی نوی ستراتیژیک مبارزه د افغانستان د جګړی د پاره د جورج بوش د خود خواهی اود هیلو دوروستی پیمانی او اندازی تله دیوڅه بدلون سره مخه شوی ، چی د تجربی لرونکی رسمی کارپوهانو اودیپلوماتانو له خوا د (نوی ریالیستیک) کړنلاری په نوم نومول شوی دی .
داوباما ځانګړی استاذی ریچارد هول بروک ، د افغانستان لپاره جنرال جیمس جون دسپینی ماڼی دملی امنیت سلا کار مشاور او جنرال داوید پتروس دافغانستان دباندنی دنظامی قوتونو نوی قوماندان ، ټول په ګډه سره خپل اندیښنی داسی څرګند کړل : چی د امریکی دمتحده ایالاتود جمهور ریس پالیسي د طالبانو اود القاعدی په اړین هدف ته درسیدو دپاره باید چی د کافی منابعو اوسرچینو څخه کوم چی هغوی تر فشار او کنترول لاندی راوستل شی تری ګټه پورته شي .
د امریکی دنوی اداری دجمهور ریس مرستیال جوبایدن دخپل حکومت د اصلی او رغنده خارجی پالیسی په اړین کوم چی په مونشن کی د امنیت په جوړ شوی کانفرانس کی پخپل وینا سره رابللو ګډون کونکو ته وړاندی کړ داسی وویل : دافغانستان د وضع په اړه ځمونږ له سره کتنی په ستراتیژی پالیسی کی کوم چی اوس د ماهرانو له خوا په واشنګټن کی تر غور لاندی دی ، او مونږ په دی ډاده یو چی مونږ خپل روښانه اهدافو ته بی له کوم شک هرومرو رسیږو .
د یادونی وړمطلب دادی چی د امریکی د ټیم دخبرو په اجندا کی دافغانستان ددموکراسی پرجوړونی باندی څه یادونه نه وه شوی اود هغه په عوض د امنیت دبرقراره ولو اود طالبانو د پرمختګ دمخنیوی په هکله د افغانستان په دننه کی زیات ټینګار شوی وه یو ماهر اروپایی سیاست پوه د اوبا ما د ټیم سره په مرکه کی وویل چی د اوباما هدف او غوښتنه باید معتدل وی ، همدارنګه د ناتو یو رسمی سلا کار وویل : چی د واشنګټن نوښت دافغانستان په اړه ډیر زیات واقعبینی خواته اړول شوی ، هغه زیاته کړ چی ننی افغانستان ته ددموکراسی د ضرورت په پرتله د امنیت او مصونیت موضوع ډیر اړین بریښی چی باید تر سره شی ، نوی پالیسی نه یواځی زړونه او فکرونه په لاس راوړی بلکه دزړونو اوفکرونو سره جوخت ګیډی او معده هم په ارامش راولی ،همدارنګه په کابل کی د یو بل سیاست پوه له خوا داسی یادونه وشو چی دغه نوی ستراتیژیک پالیسی یو واقعبینانه او روښانه پالیسی دی چی باید دهغه په پلی کولو کی هڅه اواند وشي .
په پای کی د اوباما ټیم او د ناتو رهبران د افغان د یو جامع له سره کتنه پر ستراتیژی باندی هغه وخت چی د متحده ایالاتو جمهور ریس د اپریل په میاشت دناتو په غونډه کی کوم چی په فرانسه او جرمنی کی به دایره شي یوجوړ جاړی ته سره ورسیدل .
له هغه ځایه چی اوباما یو پرګمتیک اومصلحت ګرا سړی دی ، هغه په دی پوهیږی چی د ننی نړی د موضوعاتو سره څه باید وکړی ، لکه هغسی چی جونس یادونه وکړ،هغه همدارنګه وویل چی د افغانستان دجګړی په اړه د مختلفو ککړو خواو دهم اهنګی او د یوغږی پاتیوالی دی چی دا پخپله یولوی ستونزی جوړ کړی دی،نوپه دی بنیاد په نوی طرح شوی پالیسی کی دککړو اړخونو په ګډه مرسته اود نظامی قوتونو د ظرفیت په لوړولو او د پولیسو په روزنه او د مخدره موادو د مافیا سره پر جګړه باند زیات ټینګار شوی دی .
دناتو قوماندان جنرال جون کرا دوک وویل : چی په افغانستان کی ایتلافی قوتونه باید چی خپل فشار او حمله د اوپیوم اود هیروین په کارتلونو باندی زیات کړی ،نو ددی موضوع د پلی کولو دپاره به په دی نژدی څو ورځو کی د ناتو د غړو هیوادو تر مینځ مرکه اومنازعه به وشی او دهغه دپلی کولو لاری به وموندل شي ،له بلی خوا څخه پترویس خپل خواښینی او نوکه په کلکه سره داسی وړاندی کړ اوهغه داچی امریکا د خپل اروپایی ایتلاف څخه دا هیله درلود اولری چی د ناتو اروپای غړی افغانستان ته باید اضافی سپاهیان ولیږی چی لا تر اوسه نه دی عملی شوی اودا دی ددی اونی په پای کی هم غړو هیوادونه خپل وعدی لا نه دی پرځای کړی ،چی دا خپله د اعتراض وړ مطلب دی .
د بریتانیا ددفاع وزیر جان هوټن هغه یواځنی د اروپایی هیواد استاذی وه چی ا فغانستان ته د اضافی سپاهیانو دلیږولو په اړین د ناتو پراروپایی هیوادونو باندی غږ کړ چی هرومرو باید افغانستان ته اضافی سپاهیان ولیږل شی او دابه ډیر ښه وی چی د ناتوداروپایی غړی هیوادونه اضافی سپاهیان بی له دی چی تری وغوښتل شی په دواطلبانه ډول سره ولیږی، هغه همدارنګه د اروپایی دغړو هیوادونو په کړنلاره باندی سخته نوکه وکړ چی ولی باید د جګړی ټول بار پر امریکا باندی واچول شی اودا دشرم ځای دی چی مونږ تل د امریکی څخه دا سی غوښتنه ولرو ، هغه همدارنګه د ناتو پر بریوکراسی باندی سخته انتقاد او نوکه وکړ اوداسی استدلال وکړ چی ناتو باید د طالبانو په ضد عملیات کی خپل چمتوالی تل راښکاره کړی اودا خپل تلپاتی دنده وبولی ، دا کوم ګمراهی او انحراف نه دی ، دا په واقیعت کی د راتلونکی اختلافاتو یو مثال او نمونه دی چی باید په نظر کی ونیول شی ،هغه وویل چی زه باور نه لرم چی ددی موضوع دپاره چمتوالی ولرو . ناتو باید چی د افغان د جګړی په اړه د (جګړی دوخت ذهنیت) را وښیی ، په عوض ددی چی دسولی دوخت کلتور د مینځ ته راوړو دپاره عقدی او کرکه مینځ ته راوړی .
پتریوس دبریتانیا ددفاع وزیر هوټن نیوکه کوم چی دناتو د نه پریکړی په اړه وکړ خپل رضایت ښکاره ا ودهغه نیوکه تاید کړ اود ډار پرپیغام باندی چی امریکا باید په افغانستان کی خپل نظامی قوتونو شمیر دوه چند یعنی (۶۰۰۰۰) ته ورسوی خپل ملاحظات څرګند کړ .
هول بروک په افغانستان کی دیو چټک بدلون د میځ ته راتلو په اړین داسی وویل : مونږ ته د ملکی ، نظامی اود ناکافی منابعو له پلوه لوی ستونزی په ارث رسیدلی اومونږ باید پردی ځان وپوهوو چی په افغانستان کی زمونږهدف څه شی دی .
Guardian .co.uk @ guardian News and media limited 2009

په درناوی (دوکتور مل)