د وطن راتلونکې و ټولو افغانانوته ږغ کوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجمل نور

دامريکا مطبوعات د عراق او افغانستان د جګړو په هکله عجيبه او نادره تحليلونه خپروي چې د تأمل وړدي . يعني وروسته ددې دومره جګړو او مړو او په زرهاوه ميليارډه ډالرو مصرف اوس وايې چې دغه دواړه جنګونه کېدای سي چې هم و ګټل سي او يا دا چې وباېلل سي !! څوک نه پوهيږي چې د وضعي دا شاني يو انځور ورکول څه مانا ورکوي ؟ آيا دا که ديوې خوا پخپله د ورکي لاري تورتم ښيئ چې د بې ګناه انسانانو د تباهۍ لامل ګرځېدلی دی او په پای کې د ترپانو سرونه ځيني را وزي ! خو د بلي خوا د داسي يو ناڅرګنده تحليل سره په لوی لاس زموږ خوار او د بلاوو و مخته پروت مظلوم ملت ته دغه ها د کابليانو په اصطلاح پيام وايې چې تاسو مو‌ په دې موده کې ديوه سره په نخود سياه پسې روان کړي واست او دا موږ يو چې په دې ډول خپلي نخشې در باندي عملي کوو ؟!





هغوی د جګړې د باېللو د پاره د زياتو نورو عواملو تر څنګ دلته په افغانستان کې د حکومت د بې کفايتۍ مسئله هم مطرح کوي او دا پړه پر افغانانو اچوي چې ګواکي چنداني اهليت يې ندی ښودلی، خو دا نه وايې چې دا لاسپوڅی اجير حکومت ددې شپږو کالو په تېرېدو سره ولي بې کفايته وو او دی او ولي د ارګ ماڼۍ لا تر اوسه د يوې جنګي کلا څخه نده راوتلې؟





دبې کفايتۍ خبره که مطرح کيږي نو دغه بې کفايتي خو پخپله د امريکايی يرغلګرو دراتلونکې پروژو د تطبیق يوه برخه ده چې کرار کرار يې و غوښتله بلاربه يې کړي . يعني امريکا پخپله نه غوښتله او نه غواړي دغه بې کفايت حکومت د کفايت خاوند سي . شپږ کاله يې زموږ د ولس د مخکښانو څخه هغه تاريخي فرصتونه واخیستل چې بايد د وطن د ملي ګټو او ملي حاکميت په خاطر يې پر يوې ملي اجنداء باندي راغونډ کړي وای . یعني هغوی د چپ نه را نيولې بيا پخپله د همدې امريکايانو او ناټويي کورني ملاتړکونکو څخه د يوه سره په سمتي،ژبني او قومي ناندريوپسې روان کړل او هر يوه ته يې د بهشت موعود وعدې ورکړلې . زموږ خلک خو ړانده ندي چې دحکومت په دننه کې نور حکومتونه جوړ دي او په سپينه ورځ يوه اوبل ته دمکۍ ورکوي . دا حکومتونه وسله واله ډلي لري چې بايد بې وسلې شوي وای خو لا تر اوسه پوري تر ملي اردو ډيري پياوړي او يک لوخته پاتې دي . د ارګ په څو قدمي کې پر يوه جنايی عمل باندي راکټ لانچري اوټانکونه را ايستل کيږي او د شمال د ولايتو د تجزيې اخطارونه ورکوي . ددې سره دغه ژبني، قومي، سمتي، ديني او مذهبي اوسانې او تحريکات چې په لوی لاس د امريکايي، انګريزي، الماني رسنيو او نوروايراني دولت پلوه راډيوګانو او ګوډاګيانو لخوا لکه بي بي سي، دالمان ږغ او د هغوی کورني اجيرانو لخوا را پورته کيږي او دايراني، روسي او پاکستاني نوکران و هغوی ته پکه وهي کله پښتو او پښتانه سپک کړي، کله پر دري ژبه باندي د ايران فرهنګي يرغل ته لاره هواره کړي او لږه کي وړونه قومونه د مورنۍ ژبي په نامه پر دې ولس باندي په بې شرمانه او مزورانه توګه راو پاروي ، کله پارلماني جنګسالاران په امريکايي ډالري معاشو يو اوبل ته ببرکي او کله بيا د ولايت واليان د خپل کاري صلاحيت نه د باندي ځان ددولت د بهرني پاليسيو جوړونکي وګڼي خارجي سفرونه او مصاحبې وکړي ،ځان د پلرو په ګډ هيواد کې ګني د يوه جلا دولت دو ياند په حيث ځان ظاهر او وايې چي که کرزی داسي و نکړي داسي به سي، او که يې داسي وکړه نو هاسي . تاسو و خدای يو چا په دې پښته پښتانه کې داسي خرلو ډګلی ليدلی دی چې د امريکا او ناټويی قواوو په موجوديت کې دي و داسي يوې انارشۍ ته لاره خلاصه پرېښودل سي او هغه ته دي بيا د ډيموکراسي نوم هم ورکول سي . آيا دغه شاني شرم آوره هلي ځلي پخپله د حکومت د تضعيف کېدو د پاره د يوې مخکې تر مخي پراخي جوړي سوې پروژې لومړني ګامونه ندي چې همدغه امريکايان او انګرېزان يې غواړي دخپلو راتلونکو اهدافو د تطبيق د پاره و هغه ته لاره خلاصه کړي .



بې کفايته دولت، جنګي جنايت کاران، مافيايی لويه شبکه، وسله واله باغي ډلي، د مخدره موادو د نړۍ وال مارکيټ اجنټان، سل ګوندونه داټوله يې يو ځای زموږ په هيواد کې سره ايله کړي دي هغوی ته وايي تاسي خپل کار کوی او موږ به د جوړ سووطالبانو او القاعدې سره چې د سازماندهۍ او کنټرول واښکی يې زموږ په لاس کې دی خپل کار کوو خو په پای کې بيارا ته وايي چې دالوبه ښايي هم و ګټل سي او يا هم و باېلودل سي !!!





افغانان دلته بايد د خپل وطن د ملي ګټو،ملي يو والی او د خپل ملي حاکميت د ساتني، خپلواکۍ او د خپل وطن د ارضي تماميت څخه دد فاع او ساتلو د پاره په هوښياری او تدبير سره يو ګډ او مسؤلانه دريځ غوره کړي او د خپل هيواد و خپلواک مستقبل ته چې د هري خوانه د مارانو سرونه ورته را پوته سوي دي اوغمجن مالويږي په خپل انسجام او يو والي سره په مسؤلانه توګه خپل ږغ را پورته او غم يې وخوري . دا وطن مو په داشاني اوسانو، په دې سلو معاشخوره ګوندو، په دې لاسپوڅي او ډالر خور ه د جنګي جنايت کارانو په شورا، په دې بې شماره مفتنه اوشراچونکو تلوېزيوني چينلو د افغانستان غوندي سنتي هيواد په دغه شاني غربي دیموکراسۍ زموږ دجنګ وهلي ټولني دردونه نه شي دوا کولای . په داسي شيطاني بازيو دا وطن په لوی لاس ولا نوري تباهۍ ته ټيل وهل کيږي . امريکا غواړي د خپل سيمه ایزه هدفو او ګټو په خاطر ټوله سیمه د اور په لمبو کې وسوځوي او ولسونه يې په نخود سياه پسې روان کړي . اوس يې دادی دلته په دانشکده او پوهنتون کې پخپل ځان کې اخته کړي يو او دواړو خواوو ته وعدې ورکوي چې د يو او بل سر ه ښه سم سره ولويږي ، او سبا به دوی زموږ هيواد او سیمه د خپلو ګټو د تأمين د پاره په يوه واقعي دوږخ باندي اړوي .



زموږ د ګډ وطن راتلونکې و ټولو افغانانوته ږغ کوي چې د وطن و ملي مسئلو ته بايد مسؤلانه، افغاني او يو موټی عمل وسي او پرې نږدي د ملت سپېڅلي احساسات د پردو په دسيسو جريحه داره او هغوی بيا ګټه ترېنه واخلي .







اجمل نور