ولي دي ياغي باغي ايراني ګوډاګی کسرمعاش کړ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

دکابل پرس بريښنايي پاڼه مي راواړوله اوسترګي مي په لاندي سرليک ولګېدې:

کابل پرس: خبري،اتتقادي وتحليلي

(برای برکناری و اخراج کريم خرم از وزارت ا طلاعات و فرهنگ امضا کنيد)!

يک شخصيت فرهنگی مناسب، دلسوز و ملی بايد وزير باشد ! شنبه 16 فوريه

زماپه اند دکابل پرس دلسوز به (رهين) وي.

نوتردغه سرليک لاندي يې څو شميرلي اوتي بوتي ليکلي دي ،چي ټولي يې دحيرانتياوړدي خويوې خبري يې زه هېښ کړم هغه دا:(..... سياست مغرضانه ی وزارت فرهنگ در اين زمينه به بهانه ی توسعه ی زبان پشتو صورت می گيرد، درحاليکه کاملا نتايج عکس داشته است وادامه ی اين سياست می تواند به انزوای زبان پشتو ميان فارسی زبانان بيانجامد.)

ايا د اساسي قانون پلي کېدل سياست مغرضانه دی؟

بل داچي: څه وخت بيا ايراني غلا ما نوخپلي ژبي په پښتو ويلو پڅي کړې وې چي نن يې په انزوا تهديدوي.

موږبايددژوندپه ټولوچاروکي دسيالوملکونوپه ليکه کي وږه په وږه ودرېږو، نوددې کارله پاره لازمه ده چي له هرډول مذهبي،منطقوي،قومي،ژبني اوفرهنګي تعصبواودوښمنيوڅخه لاس په سرشواوپه وروري ،وطنداري،سوله اومشوره سره دسيالوملکونودغلامي کړۍ له غاړي وايستله شي. په هغه ژبه خبري وکړو،وليکواو واورو چي موراوپلارموخبري پرې کړي وي، بل داچي پېژند ګلوي مو پري وشي،ياني داسي خبري وکړوچي اورېدونکی مو وپېژني چي دا افغان دی نه دکوم بل ملک، اوهم مودهيواد دقانون درناوی کړی وي.

ځيني متعصبين ،دافغانستان دملي يووالي دوښمنان ،ډله ايزي رسنې په دننه او دباندي کي دپرديوپه لمسون دافغانستان سياسي اوامنيتي اوضاع خړپړوي، مذهبي، فر هنګي،قومي، ژبني د تعصب تخمونه شيندي،او دافغانستان اساسي قانون ترپښولاندکوي . اودتعصب خپرولو پړی (رسۍ )يې په غاړه ،دغلامي کړۍ یې په غوږوکې اچولي اوپه خپلوملي اوفرهنګي وياړنو باندي ملنډي وهي او بې احترامي يې کوي،آن تردې چي قوم ،ژبي اود درناوي وړ علمي،سيا سي او تاريخي شخصيتونوته سپکي سپوري ،کنځلي،تحقير،توهين اواهانت کوي .ترڅوپه دغو کړوخپل باداران خوشاله کړي .

داعمل په حقوقي لحاظ جرم دی اومجرم بايد مجازات شي!

وايي چي :( دمنطق بېوسي ښکنځلي دي ) که څوک اسلامي عقيده، افغاني تربيه ، اسلامي اخلاق اوافغاني وجدان ولري داډول عمل هرګز نه کوي.

محترم خرم دقانون پلي کېدل غواړي او دپردي فرهنګ ديرغل مخه نيسي، نود غو متعصبينوته لکه (دمار دغارپه خوله کې چې شنشوبی راشين شوی وي.)
دغه متعصبين خوله خپلو بادارانو څخه پسې اومعاشونه اخلي نودغه ډول تبليغاتوته ښه پوره وخت لري.دوښمنۍ تازه کوي، دملي يووالي خنډګرزي اودخپلوبادرانوددوښمنانه هدفونو دپوره کولوله پاره هلي ځلي کوي .
نورنوددغومتعصبينو اودپردي فرهنګ دنوکرانومخه بايد ونيوله شي ،ترڅو داکړېدلی ملت نور دوی له کړاو، ځورولو اهانت څخه خلاص شي.
زموږ ګران پوه ، بااستعداده،خوږژبي،خوځنده، زړور، صا دق،پاکنفسه، بې تعصبه،خپل مسلک ته ژمن ،دفوقالعاده افغاني عالي اخلاقو،صفاتواوتربيي خاوندان ژورناليستان هيڅکله په خپله ږيره نه توف کوي .
دلرواوبروپښتنودري ژبه ښه زده ده ، پرې ګرانه ده اوپرې وياړي . ،که په مجلس کي شل کسه پښتانه وي اويونفر دري ويونکی وي داشل کسه دهغه يوه نفر دري ويونکي ددرناوي اود دري ژبي دګرانښت له پاره په دري خبري کوي.
پښتانه ماشومان اوتنکي ځوانان له ډېرو لیروکليوڅخه راغلي،راځي اوپه ښارونو کي خپلي زدکړي په دري ژبه بشپړوي ، هڅ شکايت يې نه دی کړی. ولي که بل لوري ته ځيني متعصبين وګورودپښتو ژبي يومضمون په ښوونځيوکي زيات بولي،نه يې لولي،نه يې زده کوي،آن تردې دپښتوژبي ښونکي نه يوازچي درناوی نه کوي بلکي دوښمني ورسره کوي .
آياڅوک به فاشيست وي؟
محترم خرم خوقانون پلی کړی دی ، يو دقانون سرغړونکي مامورته يې يوه وړوکي انظباطي جزا ورکړي ده.
هآی وهوی يې ترآسمانه رسېدلی!
محترم خرم صاحب خودچاپه سر ميخونه نه دي ورټکوهلي،څوک يی په مړني نه دي نڅولي، دچاپه کوريې داړه نه ده اچولي،دملي موزيم تاريخي اثار يې نه دي چورکړي، ښارونه يې نه دي چنګيزي کړي ،دکابل دپوهنتون اودعامي کتاب خانې دکومي ژبي کتابونه خويې په بخاريو کي نه دي سوځلي،دچاغوږونه اوپزي يې خويې نه دي غوڅي کړي،تجاوزيې نه دی کړی اودچاکوريې نه دی ورا ن کړی.
هغه چا چي داټول کارونه يې کړي دي ،همهغه خلک خرم صاحب ته وايي:
ولي دي يوياغي باغي ايراني ګوډاګی مامورکسرمعاش کړی دی ؟



عبدالسلام اندړ