له فرهنګي يرغل سره دخرم مبارزه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوپل وردګ

لكه څرنګه چې كتل كيږي په دې لنډووختونوكې دپرديو هېوادونو فرهنګي يرغل ديوشمېرخرڅ شوي افغانانو په واسطه دهېواد په كچه زور اخيستى چې ددغه يرغل پروړاندې دزورورې مبارزې اړتياليدل كيږي.كه چېرته دغه مبارزه په مسلكي ډول دهېواد داساسي قانون په رڼا كې وڅېړل شي نو په ګوته كيږې چې په دې برخه كې يو شمېر توپك سالاران د ٌتاجيكي اوروسي بادارانو لخواهڅول كيږي چې د پښتوټكو په لري كولو كي جدي اقدامات وكړي.او دايران اوتاجكستان فرهنګ او ژبه زمونږ خاورې ته راوړي لكه څرنګه چې همدا اوس راوړل شوې هم ده.ددې ناوړه كار تر شا هغه لاسونه كاركوي كوم چې دافغانستان په ورانولو كې له دېرش كاله را هيسې مټې را نغاړلي دي.په دې برخه دپرديو فرهنګونو راوړل چې ديوشمېر كسانوپه واسطه دايران لخوا ورته پيسي مرستي او كاري سفرونه او فرهنګي غونډې په لاره اچول كيږي يادولى شو چې په دې كړۍ كې بصير بابي اخګر مامون او سميع حامد شامل دي او هغوي ته رسمي دنده سپارل شوي چې په كال يو ځلې ايران اوتاجكستان ته سفرونه وكړي تر څوله هغه هېوادونو څخه پردي الفاظ را دننه كړي. په دې لړ كې دښاغلي خرم لومړى قانوني اقدام ډېر دستاينې وړ دى كه چېرته دغه كسانوته وخت وركړل شي هغوي دافغانستان نوم هم بدلوي.په دې برخه كې ديوه دايم الخمر ليكوال اوفرهنګ پوه زرياب هڅونې هم له ستركو څخه پټې نه دي دغه فرهنګ پوه تل هڅه كړي چې دهيواد ملي هويت اوملي ترمينالوژي دايران په ګټه بدل كړي او دايران اونورو پرديو هېوادنو دخوښې سرسم هغه توري اوالفاظ دلته وكاروي چې لا تر اوسه افغانان له هغه سره اشنايي نه لري.دزرياب په څېر يوشمېر نورې څېرې هم شته چې په دې برخه كې منډې ترړې كوي.داچې ولي دغه بيګانه پرستان په داسې اعمال لاس پورې كوي دافغانستان ملت ته معلومه ده رهنورد زريابد پردى مفكورې په لرلو سره سره اوس غواړي چې زمونږ پر هېواد باندې دايران سره لاس يو كړي او دفرهنګې يرغل په عملي كولو كې هغوي ته لارې چارې وښيي.له ډېرې مودې راهيسې زرياب دافغانانو دفرهنګ پر خلاف ليكنې او ورسره جوخت په خپلو تقريرونوكې ملت دې ته هڅولى چې پردي فرهنګ ومني.دښاغلي خرم له ورستي اقدام څخه دا معلومه شوه چې دولت اوس دې ته پام شو چې فرهنګي جګړه خپلې رېښې وغځولې او نور بايد ددې موضو پروړاندې چپتيا غوره نشي.كه چېرته ايراني غلامانوته وخت وركړل شي او دهغوى مخه ونه نيول شي نو هغوي شايد ملي سرود او دافغانستان جنډه به هم بدله كړي.داچې په مزارشريف كې يوتن خبريال ملي تارمينالوژي ته دسپكاوى او دپرديو الفاظودويلو په تور سزا اورل شوې ده دافغانستان دقوانينوپر بسټ يوغوره عمل دى.په كلي ډول زه ديوه افغان ژورناليست په توګه دښاغلي خرم دغه اقدام پر ځاى بولم.ددې ترڅنك دموضوع په هكله يوشمېر كارپوهان خپل نظريا ت دقانون په رڼا كې بيان كړي دي. ولي يوشمېر نور كسان دكارپوه په څېره كې درهنورد زرياب او ورسره دملګرو اقدام يي ستايلې ده. چې دهغوى ستاينه مسلكي اړخ نلري بلكه دناپوهۍ له وجې ترسره شوي دي.په همدې حال كې دپرديو الفاظو راواردول له اوس څخه نه بلكه له دېرش كلنې جګړې له پيل څخه تردې دمه دوام لري چې په دې برخه كې رهنورد زرياب او ورسره ملګري يې مسول ګڼل كيږي چې بايد هغوي ته دقانون په رڼا كې درس وركړل شي.بله موضوع په هدې لړكي درسنيو غير قانوني نشرات او په هېواد كې دملي تارمينالوژى نه رعايت او په خپلو خپرونوكې يواړخيز چال چلند يادولى شو په تېره بيا دطلوع تلويزيون يادوم چې تر ډېره بريده دطلوع په خپرونو كې دزرياب له فرهنګ څخه كار اخستل كيږي.زمونږپه هېواد كې داسې نومونه شته چې هغه له شپېتو كالونوڅخه را هيسې په منل شوي توري اوملي تارمينالوژي بدل شوي دي لكه پوهنتون،ستره محكمه، اوداسې نورې برخې دي چې هغه كې دبدلېدو رابدلېدو امكان نشته او بېا دايراني الفاظو په بدل كې.چې په دې برخه كې يوژوندى مثال هم شته چې يوتن هېواد وال كومه ورځ تاكسي موټر ته يې ويلي وچې دي دانشګاه ته ورسوه ټاكسي چلونكى سپرلى يې بولي وو دملا لۍ زېژنتو روغتون يا زايشګاه ته كته كړى وو.تاسې فكروكړۍ چې دانشګاه څرنګه تارمينالوژي ده چې لا تر اوسه خلك دهغه له نوم سره بلد نه دي .په همدې ډول داسې نور بهرني تورې او الفاظ دي چې يوا زې د زرياب په فرهنګ كې موجوددي چې هغه په هېڅ ډول دافغانانو دمنلو وړ نه دي.نو په كارده چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې برخه ډېر جدي او هراړخيز اقدامات ترسره كړي تر څو دپرديو لاس پوڅو فرهنګيانو لپاره يوافغاني درس وي.
شمشاد ټلويزيون خبريال

پوپل وردګ