ستا د وړو وړو سلګو نه ځار سم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدشاه

د هغه مي يوازي درې ورځي مخکي يوه صحنه په زړه سوه چي زه پر موټر سايکل بآزار ته تلم دى په لاره کي ولاړ وو ورته ودريدلم او عصمت الله ته مي وويل راځه تر يو ځايه پوري به دي ورسوم هغه راته په ډير خندرويه لهجه وويل تاته دي خداى خير درکړي زه پر پښو ځم زه ورته ټينګ سوم تر بازاره مي راوړ هلته يې ډيره بخښنه راڅخه وغوښتل او په ډير ادب سره يې رخصت کړم .خو اوس زه په يو غټ سالون کي ناست يم ټول سالون د خلکو ډک دى او لانور هم راروان دى ټول چپ ناست دي يوازي ملاصاحب په زوره زوره خبري کوي مخامخ دوه عکسونه چي په ښکلو ګلونو کي پوښل سوي دي پراته دي هغه د عصمت عکسونه دي هغه نن په دې نړى کي نسته مخامخ يې پلار راته ناست دى په يو لوى څادر کي يې ځان پيچلى دى او ورو ورو يې اوښکي له سترګ بهيږي نور ډيرى کسان هم ژاړي .
عصمت زما د ډير وخت ملګرى وو د قران پاک حافظ وو يوازي دوې مياشتي مخکي يې واده وکړ او ما ته به يې په خندا کي داسي ويل (( نور نو ماته د شپې ست مه کوه )) لوى څښتن د ښکلو اخلاقو تر څنګ په يوه ډيره زړه راکښونکې ځوانۍ هم پوښلى وو .
عصمت په هغه ناځوانه ځآنمرګي بريد کي شهيد سو چي يوازي لمونځ کونکي يې نښانه وګرځول .
هغه مهال زه په دفتر کي په کار بوخت وم چي يو داسي درب مي تر غوږ سو چي عيني زړه يې راخبر کړ غالبه ګمان مي دا وو چي زموږ په دفتر کي چاودنه وسوه ټول دباندي راووتلو ځيني ژورناليستان په منډه د خپلو سايلو سره ولاړل يو ګړى وروسته معلومه سوه چي بريد د لښکرګاه په مرکزي جامع جمات کي د والي پر مرستيال حاجي پير محمد اخند زاده تر سره سو چي تر څنګ يې ګڼ شمير نور لمونځ کونکى شهيدان او مسجد يې ژوبل ژوبل کړ د ماپښن د لمانځه لپاره ووتلم څه ګورم چي د عصمت خپلوان ډله ډله کيږي او بې تابه يوې او بلي خواته وارخطا منډي وهي ومي پوښتل څه پيښه ده ؟ څرګنده سوه چي عصمت نسته او ټليفون يې هم کار نه کوي .
مړي او زخميان ټوله د لښکرګاه بيړني (امرجنسي ) روغتون ته ليږدول سوي وه ټولي لاري او چوکونه پوليسو بند کړي وه هيڅوک يې نه پريښودل چي د روغتون لوري ته ولاړ سي هره لار چي به د روغتون لوري ته ګرځيدلې وه ډله خلک به يې په خوله کي ولاړ وه ټولو به ددې انتظار ايستۍ چي کله به پوليس لاره خوشي کړي چي دوى روغتون ته ور سي . .
خدايه ! يو څه بد حالت دى د ټولو زړونه په کوګل کي نه وه هر يوه دا غوښتل چي په مړو او ژوبلو کي وګرځي او د خپل زړه تسلا وکړي خو پوليسو يې مخه نيولې وه .
په دې بله ورځ د څو نورو ملګرو سره د حاجي پير محمد اخندزاده فاتحې ته روان سوم فاتحه په هغه مسجد کي وه چي مرحوم جوړه کړيوه او هم مرحوم ته پکښي د اجل پرښتې راغلې د مسجد دباندي ساتونکو سخته تلاشي کوله دننه مسجد ته ولاړو دمسجد ټول ديوالونه ژوبل ژوبل په لوګو تک تور او د پخوا په لسمه ښکلا يې نه وه پاته د مسجد په منځ کي ودريدلم دهغه زخمو ته مي کتل او داسي مي ورته وويل (( اى مسجده ستا تر هسکو منارو وګرځم ،مسجده ستا د ازانونو هري کليمې ته لوګى لوګى سم ، اى د مسلمانانو ټاټوبې ، افسوس چي زموږ ددين دښمنانو ته هم و نه بخښلې ستا پر وجود يې هم زخمونه جوړ کړل ته څومره با همته يې څومره لوړ جرات لرې چي لا نړيدلى نه يې څرنګه پر دومره زخونو صبر کولاى سې تا په خپلو سترګو وليدل چي لمونځ کونکي پر څه حال وه هغه څوک چي ته يې جوړ کړې هغه هم تا په خپلو سترګو وليدل چي ټوک ټوک سو ، اى سپيڅلې مسجده تا هغه چغي هم واوريدلې (( وي بابا الله لالا وي کاکا الله زما خدايه دا څه وسول )) د هغو سپيڅلو مسلمانانو د وينو بوى اوس هم ستا په وجود کي احساسيږي .
نو اى زما د زړه ټوټې ستا هري بلا ته زه ودريږم اوس درڅه يوه هيله کوم د خداى لپاره اوس په دې زخمي زخمي بدن په دعا پيل وکړه ګوندي ستا دعا د لوى خداى په دربار کي قبوله سي ستا تر دې سپيڅلي نوم قربان سم ، زموږ ټول ولس په داسي حال کي راګير دى چي يوځاى هم ځان په امن کي نه احساسوي خدايه نن ټوله ښار په غم کي راګير دى په ډيرو مسجدو کي د تلاوت او دعا وي اوريدل کيږي په ډلو ډلو خلک ورځي او راځي .
د خداى پار دى ټول خلک په ارامه ژوند کوي دا موږ خداى په کومه ګنا نيولي يو چي د اختر په ورځ هم د فاتحې کمبلي ژاړو .
مسجد راته د راز په ژبه وژړل او ويه ويل ما چي څه ليدلي دي که ما ژبه د انسان غوندي ژبه درلوداى نو ما به دومره ژړلي وا دومره به مي ژړلي واي چي د نړۍ ټول مسجدونه به مي راسره په ژړا کړى واى رشتيا چي افغانان په ډير دردونکي حالت کي ژوند کوي .
پاى



د سپرغۍ د بريښنا پاڼې د خواخوږي پيغام!

د سپرغۍ بريښنا پاڼه د هلمند ولايت په جامع جومات کې د ځانمرګي بريد د ټولو شّهيدانو پاک روح ته دعا کوی او د هغوۍ داغ ليدلو کورنيو ته له لوې خدای څخه د صبر او حوصلې هيله کوي. ددې غم لړې پيښې ټولو ټپيانو ته له لوی خدايه څخه د ډير ژر رغيدنې هيله کوي.

د سپرغۍ ويبپاڼه د خدای پر کور باندي، چيرې چې د خدای ريښتني بندګان خپل خدای ته د عبادت دپاره راټوليږي، هر ډول بريد او تیری د اسلام ددين خلاف او يو ډير کرغړن عمل بولي اود هغې سازمان ورکوونکو او تر سره کوونکو ته د خدای لعنت استوي. زموږ د هيواد او خلکو دښمنان او د دين او مذهب دغه سوداګران د ديرشو کالونو را په ديخوا د پرديو په لمسون زموږ د وطن پر علمي، ديني، کلتوري او اقتصادي بنسټونو لکه ښوونځيو، روغتونونو، پلونو، لويولارو، د بريښنا پر بندونو، فابريکو او داسې نورو بريدونه کوي، ښوونکي، زده کونکي، ددين عالمان، داکتران، انجينران، ژورنالستان، شاعران او نور بې ګناه خلک چې هيواد او خلکو ته له خدمت پرته بله هيله آرزو نه لري په ډيرې بې رحمۍ سره وژني. اد هيواد او خلکو د سعادت دښمنانو په دغه غم لړلې دوره کې په زرګونو بې ګناه هيواد وال شهيدان او په زرګونو يې د غم او وير پر ټغر کينولي. نن زموږ هيواد د ميليونو معيوبينو او بې سر پرسته ماشومانو ددردونو او کړاونو شاهد دی. او ددغه ناورين لړې لا تر ننه روانه ده.

موږ د ددغه جنايتونو او ترهګريو ټولو سازمان ورکوونکو ته لعنت وايو او له دوي غواړو څو خپل ناولي لاسونه زموږ د ګران هیواد له پاکې لمنې څخه لنډ کړي.

د سپرغۍ ويبپاڼه