پاکستان د القاعدي د واکمنئ څخه وژغورئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



په پاکستان کي د پاکستاني نظامي يونفورم لاندي نړيواله تروريستي شبکه واکمنه شوېده . په هغه هېواد کي ټول کړه وړه د القاعدې په خوښه تر سره کيږي ، که په سيمه کي پاکستانئ ښځينه وزيره وژل کيږي د القاعدې حکم دئ ، که د ځوانانو سرونه غوڅيږي د القاعدې حکم دئ ، که د القاعدې پر خلاف د نشراتو مخنوئ کيږي ، د القاعدې حکم دئ او په دې ډول نور .
نړۍ د همدې ډول کړو وړو د پاې ته رسېدلو په نيت ، افغانستان ته خپل ځواکونه وليږل ، خو ستونزه حل نه شوه ، دا ځکه چي يوازي د القاعدې ټاټوبي بدلون وموند . ابن لادن ، ظواهري او د هغوئ ملګري اوس په پاکستان کي دي . هغوئ په پاکستان کي په هغه پيمانه واکمن دي لکه چي د طالبانو تر نوم لاندي پر افغانستان واکمن وه . اوس د پاکستان د نظاميانو تر نوم لاندي پر هغه هېواد واکمن دي او له هغه ځايه په سيمه او نړۍ کي د ترهګرئ چاري اداره کوي . هره ورځ ځان وژونکي حملې تر سره کوي ، د افغانستان او پاکستان په بيلا بيلو سيمو کي پر ميشتو اولسونوپه اصطلاح د شريعت انفاذ اود خپلو قوانينو د پلي کېدو حکم جاري ساتي . په پاکستان ، سيمه او د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کي د ترهګرو هڅو ناوړه پلانونه جوړوي او پلي کوي يې .
د دې لپاره چي په نړۍ کي د القاعدې د ناوړه پلانونو مخنوئ شوئ وي ، اړينه ده چي نړۍ د پاکستان د خلاصون لپاره پر داسي هر اړخيزه پلان غور وکړي ، چي هم د پاکستان اولس ته ګټور وي او هم سيمه د ترهګري له ويري پاکه شي . هغسي چي د افغانستان د خلاصون لپاره نړيواله پريکړه وشوه ، همداسي پريکړه د پاکستان لپاره هم په کار ده .
په هند ، افغانستان ،ايران او خپله پاکستان کي د همدې ترهګرو ( پاکستاني جنرالانو ) په وسيله امن له منځه تللئ ، د هر ډول تجدد او نوښت مخنوئ کيږي ، پر ازادو خپرونو بنديزونه لګول کيږي ، دروڼ اندو سرونه غوڅيږي . دا کټ مټ هغه څه دي چي په افغانستان کي د طالبانو تر نوم لاندي واکمنئ کي القاعدې تر سره کول . د همدا ډول کړو وړو د مخنوي په نيت ، نړۍ د افغان اولس مرستي ته راودانګل ، اوس د ترهګروهمدا چاري په پاکستان کي د پاکستاني نظاميانو تر نوم لاندي تر سره کيږي ، دا د پاکستاني اولس حق دئ چي د القاعدې له منګلو وژغورل شي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري