د خیبر لاره د تلو اودر اتلو دی په کابل اوپیښورکی افغان یودی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)



function noRightClick() {

if (event.button==2) {

alert('??????? . ???? ???? ?? ???? ???? ??? ????')

}

}

document.onmousedown=noRightClick



دټولنوپیژندنواودانتروپولوجستانود کارپوهانوپه قول :انسان له هغه وخته چی دطبیعت دناتاری په ضد اودخپل ژوند د بقا اود سمون د پاره په مبارزه لاس پوری کړی اود خپل درک ،تفکر اوپوهاوی له مخی دیولړ لمړنیو تولیدی افزارو اود وسایلو په جوړولو اولاسته راوړلو سره په کار شروع کړی اود حیوانی نړی څخه انسانی نړی ته پښی سپکی کړی ، نو مخکی د مخکی اجتماعی ژوند ته مخه کړی او دنوروسره د یوموټی کیدو د احساس په لرلوسره په ټولنی جوړونی باندی لاس پوری کړی ، نوپه همدی بنیاد سره ویلی شو چی ټولنه اوبیا په ځانګړی ډول سره انسانی اجتماعی ټولنه عبارت له هغه ټولنی څخه دی کوم چی یو ډله انسانان هغو چی سره ګډی مشترکات لکه ژبه،کلتور،مادی اومعنوی فرهنګ ،دودونه ،رواجونه ،باورونه ،رنګ ،نژاد اوخون شریکی لرلی د ځمکی پر سرپه یوټاکلی جغرافیوی ساحه کی سره میشته شوی اوپه دی او یا په هغی نوم اوهویت سره ځان نوروته ورپیژندلی دی ، د خپل او دخپل د تیرونسلونود تجربواوپه میراث راپاتی کارنامی اولاسته راوړنی څخه له دی نه چی خپل همنوع ته ضرر ونه رسوی او یا د هغه سره مرسته وکړی نویولړ قوانین او مقررات سره راوضع کړی اود هغه پخپل لاس جوړ کړل شوی قوانینو څخه ،ساتنه ، څارنه او متابعت کړی اوخپل اجتماعی ژوند ته دوام ورکړی ، اوله خپل تکوین او میشته کیدو څخه تر اوسه نسل په نسل ټاکلی تاریخی پړاونه وهلي اوطبیعت دخپل ګټو د لاسته راوړلو په وجهه ترخپل کنترول لاندی راوستلی او دغه مبارزه لاتراوسه خپل مزلونه وهی اولاپسی د طبیعت د قوانینو په کشفولو اوتسخیرولو کی نه ستړی کیدونکی قدمونه اوچتوی . نود همدی سریزی په نظر کی نیولو سره افغانی ټولنه هم کوم چی پنځه زره کلن تاریخ لری د یوځانګړی باطور اولس په بڼه په یو ټاکلی جغرافیوی ساحه کی دګډی مشترکاتو په لرلو سره په شمال کی له آمودریا په سهیلی ختیځ کی تر اټک او په ولویدیځ کی تر مشهده پوری سره میشته شو په داسی یوه وچه کی چی د هغه هر یوه لویشته دغیرت اوحماسو زانګواوددفاع ګرم سنګر دی هغه وچه چی ځمونږ نیکونو او پلرونه دنړی هرنامتو یرغلګرته له مقدونی سکندر نه نیولی تر چلتارپوشو جاهلو عربانو ،مغلو ، انګریزی ښکیلاکګرواو روسی متجاوزوسرکاری حزبی دولتی نه ماتیدونکی لښکرو ته هسی ماتی ورکړی اویایی په ګونډه کړی چی اوس ( بلدوزرکارهولبروک) د امریکی استازی افغانستان او پاکستان ته پخپل یوه خبری ناسته کی داسی څرکندونه کوی چی امریکا د ویتنام په جګړه کی هم داسی ستونزو سره نه وه مخامخ شوی لکه چی اوس په افغانستان کی سره مخامخ دی . دا دنړی هغه یواځنی سرکش متکبر اوانسان وژونکی ځواک دی چی د نړی هر آزادی غوښتونکی انسان اواولسونه په ماکیاولستی حیلو او تجاوز سره له مینځه وړی او هر چیری چی د آزادی اوعدالت آواز لوړ شوی دوی د هغه آواز دچپولو د پاره ټاکونه ایستلی اوپر اولوسونو باندی له ځمکی اوله آسمانه تیری کړی دی لکه چی ځمونږ په هیواد کی د خپل څوتنو دګوتی په شماربی فرهنګو ،حریصو ،لوټمارو چپاولګرو،چوپړو ، بی آدبو ، سپین سترګو ، وطن فروشو ،نامسلمانو ، بیګانه پرستو تالی څټو په کمک سره تیری وکړ اوځمونږ اولس یی په اور کیښنولی داهغه بی ننګ تالی څټی دی چی دپنجاب ،انګریز اودامریکی دحاکمانو څخه تنخواه اوراشن تر لاسه کوی نوپه همدی بنیاد سره دنړی د څه کم څلویښتو پانګوالی هیوادونوځانونه کوربه کړی اود افغان داولس پت ،عزت ، سرلوړی او ټول افتخارات په ډالرو ، کلدارو،ریالو اوانګریزی سترلنګ پونډ باندی خرڅ اولا لګیا دی خرڅوی اود افغان پر اولس باندی میچنی ګرځوی اوځانته په شیر پور اودوبی کی قصرونه جوړوی اود ددی وطن ټول شتمنی اودار ونداریی لوټ او د غربی هیوادونو په بانکونو کی وسپمول اولا لګیا دی سپموی یی . دغه بی ننګه اوبی شرمه ډلی ټپلی چی نن په ناولی ابا اوقبا سره د وزارتونو اولوړو چوکیو کی ناست دی اوپه ټکی هم ڼه پوهیږی یوځلی سر ځپل ګریوان ته ونکړل کوم چی دپروسه کال په ټول ټاکنو کی څومره درغلی وکړل او په څه نامردی اوبی شرمی سره بیا د قدرت په څوکی کی لنګر واچول او خپل تیر کړونو بیا له سره پیل اود اختلاس اودفساد لمن لاپسی خپور کړ پرځای دی چی باید وویل شی : سرلوړی اوافتخار دی ځمونږ پر اولس وی چی د ټول ټاکنی له بهیر څخه مخ واړول او خپل کرکه دی بی ننګو سپین سترګو ته په ډاګه کړل . د شرم اود ننګ ځای دلته دی چی دا پاګل سوړسوک خواره د افغانانو د اولسونو پرهغه تاریخی دښمن باندی ځان اوس ساتی کوم چی ځمونږ اولس اوسکنی ورونه دډیورند دتحمیلی کرښی په را ایستلو سره له مونږه نه جدا کړ ،هغه انګریزی دښمن چی لاتراوسه د انتقام بټی یی نه دی لا سوړ شوی اود نړی د ټولو بین المللی نافذه قوانینو په خلاف پر افغان اولس له اسمانه بمونه غورځوی او په خمکه کی د ټانک په ګولی داولسونو کورونه ورانوی مګر ځمونږ طالب ملا دغه سپک سرو په پیسو سره جیبونه ډکوی او اولس یی خوښی کړی چی له یوی مخی تباه شی . ګرنووطنوالو : له تاسو څخه هم موګیلی کیږی اوهغه داچی تاسی ولی دا تالی څټی نه پیژني دا دهمغو غدارانو او دانګریزی نوکرانو ځامن دی کوم چی د امانی ځلانده دوری او حاکمیت دانګریز په لمسون رانسکورکړل ، دا د همغو تالی څټو ذلیل اوبی ننګ ټبراواهل دی چی د اسلام اوددین په جامه کی پرافغانی وطنپالو باندی دکفر ټاپی وهلی ، دا دهمغو کڼوسیان دی چی په چل اوتذویر سره شکرانی ټولولی اود تور استعمار دپاره خوشخدمتی او جاسوسی کوله داهمغه پیران ،حضرتان او چړیان دی چی د خپلی مردارو خیټو د ارضاع دپاره دانګریزانو په دروازوکی چوپړی کولی . ګرانو وطنوالو یوځلی د خپل تاریخ پوهانو تاریخونه ولولی ، ترڅو چی پوه شی چی دا دهمغو نامردانو سکنی ځامن دی چی د خپل دګټو د ساتلو د پاره د زورمندانو په دربار کی استخاری کولی په ټګی او برګی سره ځان په چله خانوکی اچول اودخپل تربیه شوی ناظرانو ،خلیفه ګانو اونوکرانو په مرسته سره چی دچا نوم غوا یاغویی ، دچا نوم پسه ،دچا نوم چرګ اودچا نوم غنم او جوار وه شکرانی ټولول اومریدان به حیران پاتی کیدل چی ددوی پیر په دی ورتړلی چله خانه کی څنګه پوه شو چی ما ورته پسه په نذر راوړی ، دوی په دی ډول داولس دسادګی اوصداقت څخه ګټه پورته کول تاسی وطنوالو ولی دا ټګماران او ډنډوره چیان ښه نه پیژنی؟ددوی په ابا و قبا تسبح او اوږدی ګیرو باندی مه غولیږی ، دتاسو اصل دښمنان او د کور څرک همدغه خلک دی ، دوی تل درواغ ویلی او اوس هم درواغ وایی ، دوی هیڅکله جهادنه دی کړی دوی داصیلو اوخدای بښلی جهادیانو نه یواځی چی پر وینو یی تجارت کړی بلکه دهغو کونډی هم په عربانو باندی پلورلی دی، دوی افغانان نه دی دوی د انګریز دنوکرانو نوکر دی ،دوی په اسلام آباد کی دخلکو دمال دلټولو مدرسی لوستلی دی ، ځما دی غاړه خلاصه وی،هغه څه چی ریښتیا او حقیقت وه ما تاسو ته بربنډ کړ ، که غواړی چی ددی تورتم اوله دی بی وزلی څخه ځان خلاص کړی نو یواځنی لاره یی دادی چی ددوی د ملا تړ څخه لاس واخلی اوخپل بچیانو ته د دوی اود دوی د نیکونو اودپلرونو شجری اوسوابق روښانه کړی ، ترڅو دوی اود دوی پیروان په ټولنه کی بی اعتباره شی ، مونږ اوتاسی الحمد ا لله ټول مسلمانان یاستو خدای مو یو اورسول مو برحق دی دا مو د خپلو مسلمانو مور او پلار څخه زده کړی ، دوی په واقیعت کی د خدای او د رسول له لاری اغوښتی دی چی د هغه ژوندی مثال یو هم دهغو قسم خوړل په کعبه اود کابل دښکلی ښار ورانول او د(۶۰) زرو بی ګناه افغانان وژنه دی دا دافغان داولس پیژندل شوی قاتلان دی د دوی پسی لمونځ نه کیږی . بیاهم اختیار موخپل دی ؟ افغانی روشنفکرانو ، پوهانو ، ژورنالستانو چپه ا وراسته اندیښمنو ځما مخاطب تاسی یاستي غوږونه مو خلاص کړی وطن او اولس دکندی په درشل کی ولاړ دی ،له درانه خوبه راویښ شی ، نور د هغو پیرانو ، حضرتانو ، خرڅ شوی مذهبی پیشوایانو مداحی اوثناخوانی مه کویی ، نور افغانی اولس په ګروپونو ،په رنګونو ، قومونو ، ژبو ، اوپه تورو اوسپینو سره مه ویشی ،قلمونه مو تیره کړی ،اولس را بیدار کړی هغوی ته دهغو غلیمان ور وپیژنی پخپلو مینځو کی د وطن د سمسورتیا د پاره اړیکی ټینګی کړی ، د اولسونو سترګی تاسو خواته کږی دی په دوه ورځنی بی بنیاد مقامونو اورتبو پسی مه ګرځی یودبل پرضد ډلی او ټپلی مه جوړوی پخپل تلویزینونو، لیکونو ،اثارو،اشعارو، مصاحبو ،راپورتاژونو اوپه داخلی او خارجی میدیا کی بی اتفاقی ته لمن مه وهی د ملی وحدت د پاره هڅه اواند وکړی اوخپل وجدانی دندی او ملی رسالت سرته ورسوی . یوځل بیا تاسومفتخوارو،بیکارو ،لټو ،نیمګړو ،بی خبرو ، واعظانو ،نیمچه ملایانو ، چړیانو ،طالبانوبی علمو ملایانو ته وایم چی دا خوار اولس له دوزخونو اوعذابونو څخه مه ډاروی اوپرهر چا باندی د کفر اوالحاد ټاپه مه لګوی ،ولی سر مو ګریوانه ته نه کوی ، د تاسی په شان بل کوم بی روزګارډلی په ټولنه کی وجود لری ؟ولی کارنه کوی اویوه ګوله ډودی دخولو په تویولو سره حلال لاس ته نه راوړی ، ډیر اسان کسب مو غوره کړی : سپین جامی اغوندی ، تسبیح موپه لاس ، سترګی رانجه کړی داونی تر یخ سیوری لاندی یو ډده پروت اوکله چی منبر ته پورته شی نو د خدای درحمت اودکرم نه چی پخبلو بندګانو باندی لری یوه کلیمه هم نه وا یی فقط ټا په مو په لاس او دهر وطنپال په اوچله کی دالحاد مهر لګویی اود حضرت مصطفی (ص) له اومته څخه یی باسي ، تاسی له خپله ځانه پوښتنی وکړی چی تاسی څه وکړ؟ په کعبه مو قسم وخوړ اوکله چی بیا د نواز شریف کور کی موجلسه وکړ او کله هم چی په قدرت ورسیدلی کعبه موهیر شو رسی په ملا بوجی په اوږو اوټوپک مو په لاس مخونه مو په فلسطینی دستمالنو پوښلی پاچی مو بډ وهلی د چا مو مال لوټ کړل دچا مو پرناموس تجاوز وکړل ، بیت المال مو چورکړل افغانی کونډی مو په عربانو خرڅ کړل،ځانته موپه شیرپور اودوبی کی قصرونه جوړ کړل ،خپل بچیان مو کمبرج ، اکسفورد ، هارورد يونیورسټیو ته دتحصیل د پاره ولیږل ،اوس هره جمعه اود هفتی په اخرکی دخپل دوهم اودریم نکاحی او صیغی ښځو دملاقات ډباره دوبی ته سفرونه کویی ، تاسی خو مخکی دیوه خنک حلوا پر سر مخکی دماښام د لمانځه څخه زر زر لمونځونه کول چی حلوا سوړ نشی اوسره مو جنګونه کول له پلار مو هم څه میراٍث نه وه پاتی دا تاسی دا پیسی د کومه کړل ، هوکی د نواز شریف په خبرو مو وکړ دافغانستان داردو ټانکونه ،جنګی الوتکی موخرڅ کړل، حتا ستاسی پیشوا ملا ربانی دوزیر محمد اکبرخان ټمانچه خاین حمید ګل ته تحفه ورکړل او له هغه څخه په ډیر بی ننګی اومرداره خوله وغوښتل چی کابل ته راشی او هغه ته اردو جوړ کړی ، دا خو هغه خبری دی چی خلک تری خبر دی ، خدازده چی د پردی تر شا به څه نوری خبری وی چی تر اوسه پټ پاتی دی ، غوږونه مو خلاص کړی نور نو اولس ته تحمل نه دی پاتی نن وی که سبا سر به مو له تنی حتماً جدا کیږی څه چی مو کرلی هغه به حتماً ریبي ، دخلکو قهر دخدای قهر دی .

د دوبی لاره د تلو اود راتلودی په دوبی او په کابل کی خاین یودی
*******
پای