د ناارامو سيمو جگړو ارامې سيمې هم ځپلې دي (رپوټ)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چمتو کوونکى: عبدالهادي حېران

سيد محمد د پېښور ښار څخه د څو کيلو ميترو په واټن د باغبانانو په مېره کې د خښتو د شاوخوا پنځه سوه بټيو څخه په يوه بټۍ کې کار کوي. د هغه خړ رنگه جامې د بټۍ لوگو اوس تورې اړولې دي. مخ يې هم نږدې ده چې د جامو په رنگ تور شي. په لاس کې يې يوه گاډۍ ده چې د لاندې نه پکې خښتې راوباسي او بره يې ډېرى کوي. خو د هرې گاډۍ د راويستلو سره يې د جامو او مخ په څېر زړه هم لدې کاره تورېږي. لامل يې هغه داسې په گوته کوي: "بس هسې لگيا يو جوړوو يې نو، د اخيستلو خو يې څوک نشته."

ريښتيا هم چې سړى د لسگونو زرو خښتو دغو کتارونو ته وگوري نو په زړه کې يې تېره شي چې يا خو د کومې بېخي سترې ودانۍ د جوړولو لپاره په يو ځل خښتې جمع کېږي او يا يې څوک د اخيستلو والا نشته. او حقيقت په دې دويمه خبره کې دى.

د دې حقيقت په اړه چې مې د خښتو د بټۍ د يو مسوول څخه وپوښتل نو د خپل نوم د ښودلو څخه په ډډه کولو سره يې وويل: "زياتره خښتې به هغو ځايونو ته وړل کېدې چې اوس پکې جگړې روانې دي، لکه سوات، قبايلي سيمې، اسلام اباد او د افغانستان ځينې ولايتونه.خو اوس د جگړو له امله هلته خښتې نه ځي"

په حېرانۍ سره مې ترې وپوښتل چې په اسلام اباد کې خو جگړه نشته، نو هغه ځواب راکړ: "هره ورځ چاودنې او گواښونه او وېره ترهه هم يو ډول جگړه ده. خلک نوې ودانۍ نه جوړوي، هر څوک په دې فکر کې دي چې د دې وطن نه پښې سپکې کړي. درې يا څلور کاله د مخه به مونږ خلکو ته خښتې نه شوې پوره کولاى، مگر اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي."

د خښتو د دې بټيو رسمي شمېره مې معلومه نکړاى شوه، خو د يوې بټۍ خاوند وويل چې تر پنځو سوو ډېرې دي. د هغه په وېنا څو کاله وړاندې به د خښتو اخستونکي دومره ډېر وو چې د بټيو خاوندانو به په ښه ډېره مزدورۍ خلک په کار گومارل مگر بيا به هم خښتې نه پوره کېدې. خو اوس وايي چې د مزدورانو څخه په تر پخوا لږ معاش کار اخلي. خو دى يوه هيله بيا هم په زړه کې لري:

"هر څه چې وي مونږ بټۍ نه بندوو. دا بټۍ جوړول دومره اسان کار نه دى. او مونږ ته بل کار زده هم ندى. نو بس خښتې جوړوو او سنبالووو يې، په دې هيله چې يوه ورځ خو به وضعه ښه شي، بيا به په اوسنيو جگړو کې وران شوي کورونه خامخا بېرته جوړېږي نو مونږ به ورته ښې ډېرې خښتې جمع کړې وي."

دا چې دغه ورځ به کله راځي، د هيچا سره يې ځواب نشته. د دې مېرې په بازار کې يو سړى داسې هم شته چې د دې ورځې د راتلو هيڅ تمه نلري. دا سړى هم د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي. دى په دې بازار کې يو دوکان لري چې پخوا به يې پکې د موسيقۍ خو اوس پکې يواځې د حمدونو، نعتونو او ديني تقريرونو کسټونه پلوري. دى وايي چې پخوا يې په دوکان کې ښه سودا کېدله مگر اوس يواځې دوکان ساتي.

مگر په پهندو چوک کې مې بيا همداسې يو بل دوکان وليدۀ چې د سړک په غاړه د نور بازار نه يو څه ليرې و. دلته د دوکان مخې ته څلور ځلمي هلکان ناست وو چې په خوږ اواز يې يو نعت وايه او دوکاندار ترې هغه ثبتوۀ. دوکاندار حميدالله د خپلې دوکاندارۍ څخه خوشحاله معلومېدۀ. هغه وويل:

"مخکې به زما دوکان ته څوک نه راتلل خو اوس چې په بازار کې د موسيقي پلورونکو زياتره دوکانونه بند شوي دي نو د ديني کسټونو بازار ښه شوى دى. زه پخپله هم ديني زده کړې کوم او له څو کلونو راهيسې دا دوکان کوم. زه پخپله ډېر قاريان او نعت ويونکي پېژنم. هغوى راولم، دلته ترې کسټونه ثبتوم او په خلکو يې پلورم."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې نعت ويونکو ته څومره حق الزحمه ورکوي، حميدالله په خندا سره وويل: "کله کله يو څه ورکړم، خو زياتره وخت هيڅ هم نه ورکوم. ډېر ځوانان داسې دي چې يواځې په کسټ کې يې غږ ثبتولو ته خوشحالېږي، او نور هيڅ نه غواړي."

د پښتونخوا په سيمه کې د وروستيو نااراميو له امله هسې خو ډېر کارونه اغېزمن شوي دي خو تر ټولو زيات زيان د موسيقۍ او هنر سره اړوندو کارونو ته رسېدلى دى. د ډرامو يو هنرمند چې اوس د لاهور په ښار کې ژوند کوي، څو ورځې وړاندې يوې راديو سره د مرکې پر مهال وويل: "پښتونخوا کې په ډرامو او فيلمونو کې کار کول داسې دي لکه سړى چې د بارودو په ډېري ناست وي او سگرټ څښي."

اشاره يې دې ته وه چې خطر ډېر دى. دا خطر په ځينو سندرغاړو او هنرمندانو تېر شوى دى، ځينې ترې وتلي دي او ځينې ترې د وتلو په حال کې دي. په گرده پښتونخوا کې د موسيقي پلورونکو دوکانونه او مارکېټونه يا خو په بمونو الوځول شوي دي او يا د سخت دريځو د دړکو له امله خلکو په خپله تړلي دي او نور کارونه يې پکې پېل کړي دي. په غټو ښارونو کې چې کوم دوکانونه اوس هم پاتې دي، د هغوى کار د روانو جگړو او ناامنيو له امله په ټپه ولاړ دى.

نشتراباد د پېښور د ښار هغه مارکېټ دى چې زياتره دوکانونه يې د موسيقۍ او ډرامو پلورونکو دي. د دې بازار يو دوکاندار چې غواړي نوم يې ښکاره نشي، وايي: "پخوا به ډېر زيات کسټونه سوات او نورو سيمو ته وړل کېدل. اوس چې هلته د کسټ پلورونکو دوکانونه بند شوي دي نو زمونږ دوکانونو ته ډېر کم خلک راځي. کار مو په ټپه ولاړ دى."

ښکاره خبره ده چې کله د هنر اخيستونکي نه وي نو هنرمندان هم په خېټو پورې گټې خو نشي تړلى. نو زياتره سندرغاړو او هنرمندانو اوس د دې مېدان څخه لاره بدلول پېل کړې دي. دا لړۍ لا څو کاله وړاندې هغه وخت پېل شوه چې په پښتونخوا کې د شپږو ديني گوندونو د اتحاديې حکومت راغى. د دغه حکومت لومړنى گذار په هنر و. هماغه وخت د پښتو مشهور سندرغاړي گلزار عالم د هنر نړۍ ته په مخه ښه وويل او يو ځاى بل ځاى د نورو کارونو په لټون شو. هغه څه موده وړاندې د موسيقۍ نړۍ ته بېرته راغى خو په داسې وخت کې چې د دغې نړۍ ډېر نور اوسېدونکي هم کډه په سر په يوه او بله خوا روان شوي وو. له دغه وخت راوروسته د پښتو ډرامو يو طنزيه کارکوونکى او څو نڅا کوونکې په سوات کې وژل شوې دي. يو شمېر نور تښتول شوي دي او د برخليک په اړه يې تراوسه هيڅ درک نشته. د پښتو يو بل مشهور سندرغاړي هارون باچا په امريکا کې د خپلې کورنۍ سره پناه واخيستله. په يو بل سندرغاړي سردار يوسفزي باندې مرگونى بريد وشو چې هغه پکې بچ شو خو يو ملگرى يې ووژل شو. مشهور ټوقمار ميراوس د يو مذهبي گوند لخوا په تبليغ ولېږل شو او د ډرامو او فيلمونو يو بل طنزيه او "جانانه" هنرمند عالم زېب مجاهد هم له څو ورځو تښتول کېدو او بيا راخوشې کېدو وروسته اعلان وکړ چې نور نو د هنر نړۍ پرېږدي او د الله په لار کې ځي.

د پښتو ډرامو او فيلمونو نور ډېر کارکوونکي يا خو کار پرېږدي، يا له پاکستانه بهر ځي او يا لا د مخه لاهور او اسلام اباد ته رسېدلي دي. په پېښور او مردان کې د موسيقي پلورونکو د مارکېټونو د بندېدو تر څنگ سېنماگانې هم ورو ورو نړول کېږي او پر ځاى يې پلازې او نور مارکېټونه جوړېږي. په سېنماگانو کې د فيلمونو کتونکو شمېره له هغې وروسته صفر ته راښکته شوه چې په ورځپاڼو او راډيوگانو د نامعلومو کسانو لخوا ورکړل شوي د ځانمرگيو بريدونو اخطارونه خپاره شول.

په دې توگه داسې ښکاري چې د پښتنو په سيمه د هنر نړۍ بېخي د مرگ په حالت کې ده. او دا ترې معلومېږي چې په دې توگه نه يواځې هنرته زيان رسېږي بلکې ډېر اقتصادي زيانونه هم ورسره تړلي دي.

په اقتصادي زيانونو کې يو تر ټولو غټ زيان د سېلگرۍ دى. په پښتونخوا کې ډېرې داسې سيمې شته چې څو کاله وړاندې ورته د بهرنيو هېوادونو او د پاکستان د سترو ښارونو څخه ډلې ډلې خلک راتلل او د سېلگرۍ صنعت ته يې وده ورکوله. د دغو سيمو څخه د ټولو په اول سر کې د سوات سيمه وه چې خلکو د "کوچني سويزرلېنډ" او "د ځمکې په سر جنت" په نومونو يادوله. خو د تېرو دوو کالو راهيسې هلته داسې جگړه روانه ده چې خپل اصلي اوسېدونکي يې نورو سيمو ته کډه په سر دي. په خپله سوات کې خو هر چا ته معلومه ده چې ټولې تعليمي او کاروباري چارې په ټپه درېدلې دي خو د دغې ناامنۍ اغېز تر نسبتاً ارامو سيمو مردان، پېښور، نوښار، او ان تر کراچۍ رسېدلى دى. په بهرنۍ نړۍ او ان د پاکستان په غټو ښارونو کې د خلکو ذهنونو ته دا خبره لويدلې ده چې د پښتنو سيمو ته ورتگ د مرگ خولې ته ورتگ دى. نو سېلگري اوس پېښور او نسبتاً ارامو سيمو ته هم د تللو څخه ډډه کوي.

د دې تر څنگ د باجوړ، مومندو ايجنسۍ، وزيرستان، سوات، او اورکزۍ ايجنسۍ د جگړو له امله په لسگونو زره خلک بې ځايه شوي دي چې هغوى هم دې ښارونو ته او ان تر کراچۍ پورې رسېدلي دي. په دومره لوي شمېر کې دې ښارونو ته د خلکو راتگ دلته د وړاندې څخه د مېشتو هغو خلکو چې د کرايې په کورونو کې ژوند کوي ډېر مشکلات پېدا کړي دي. اوس په دې ښارونو کې د کرايې کورونه نه پېدا کېږي، د مزدورانو د زياتېدو له امله د عادي مزدوريانو نرخونه کم شوي دي او د خوړونکو د زياتېدو له امله د خوراکي شيانو بيې لوړې شوې دي. او هسې هم چې په يو ځاى کې د حد نه زيات بيروبار شي نو د گډوډۍ ستونځې راپېدا کېږي.

او بيا چې ستونځې داسې وي چې حکومت هم ترې سترگې پټوي، يا يې د حل لارې چارې نشي لټولاى، نو بيا خو وضعه ډېره خرابه شي. او همدغه خرابى هغه څه دي چې اوس يې د پښتونخوا په ارامو سيمو کې خلکو ته ورو ورو احساس کېږي.