"طالبانیزم" د "اخوانیزم" د سکی بل مخ او زموږ وطن ته لوی مصیب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کاندیدای اکادمیسین سیستانی

« اخوانيزم» ( د مصر داخوان المسلمين بنيادگرائي ايديولوژي ) پديده زموږ په هيوادکي دشلم قرن د نيمائي څخه را وروسته دهغو افغاني محصيلينو په واسطه چي د تحصيل دپاره مصرته استول سوي وه، راوړل سو. دمصردجامع الازهر دپوهنتون دفارغانو څخه يوهم برهان الدين رباني و چي داخوان المسلمين دغړيتوب ترلاسه کولو وروسته هيواد ته راغي(۱۹۵۹) اوبيا په افغانستان کي د (برادران مسلمان)يا(جمعيت اسلامي) دگوند تهداب کيښود. دي او د ده ملگرو ، خپل فعاليتونه د دموکراسي په لسيزه کي شروع کړل . د دي گوند د وحشت او دهشت اچوني موضع گيري هغه وخت کابليانوته په داګه سو چي دوي دښځو اوانجونو پر مخ داسيد(تيزاب) پاشلو څخه کارواخيست ،يا د چړو په واسطه ئې د ځيني چپي محصلينو نسونه څيري کړل .
د دغي افراطي حرکت نمايندگان زموږ په هيواد کي درباني جمعيت اسلامي، اودحکمتيار دحزب اسلامي او دقاضي وقاد او يونس خالص اسلامي حزبونه دي چي دخپل قدرت په دوران کي (۱۹۹۲- ۱۹۹۶) ئې د وطن بيخ او بنيادي وايست او د قدرت دساتلو ياترلاسه کولوپه خاطر ئې د کابل تاريخي ښارئي په کنډواله بدله کړل . دکابل په ښار کي دخلکو پرمال، او ناموس باندي تيري ،شخصي کورونه اوجايدادونه ، دولتي او ملي تولي شتمني داسي چوراو تالاسوه چي په تاريخ کي ئې ساري نه درلود. نژدي ۶۵زره بيگناه خلک د دوي دخپل منځي جنګونو په نتيجه کې شهيدان سول، او يوخل بيا د افغانستان بيوزله خلک مهاجرت ته اړ سول . ترڅو يوه بله نوي او بيساري افراطي ډله د طالبانو په نامه د دغو وحشي اخوانيانو دمينځه وړلو په خاطر دپاکستان څخه را ايله سوه او دوي وکړاي سول چي په ډير چټکي سره ،دد و کلونو په ترڅ کي درباني او گلبدين ډلي د وطن څخه وتښوي او خپل سياسي او نظامي قدرت دافغانستان پر ۹۵ فيصده خاوره خپره کړي. خو دطالبان دريځ دښځو په مقابل کي دزغم او تحمل وړنه و. دوي پخپل قول او عمل تر اخواني ډلو ډيرزيات صادق اوساده خلک وه، په سياست باندي د دوي سر نه خلاصېده ، خو دپاکستان دنظامي استخباراتو تر اثر لاندي ئې سياسي چاري پرمخ بېوتولې ،خودافغانستان دجامعي دپاره دغه افراطي ډله هم دتحمل وړ نه وه. د طالبانو يوه لويه بد چانسي دا وه چې د دوي دقدرت په وخت کي اسامه بن لادن(دسعودي عربستان مغضوب) افغانستان ته پناه راوړل . بن لادن چي په سياسي لحاظ تر طالبانو ډيري تجربي درلودې، وکړاي سول چي خپلي اغيزي دطالبانو پررهبري ډيري کړي، آن تر دې حده کله چي امريکا د بن لادن د تسليميدو غوښتنه وکړه دوي د هغه دتسليميدو څخه ډده وکړه او په نتيجه کي دسپتمبرحادثه په امريکا کي واقع سواو امريکا ته بهانه پلاس ورغلل چي د طالبانو دنسکورولو دپاره د۳۷ هيوادونو په ګدون پرطالبانو باندي ورودانګي او دوي د افغانستان څخه ايسته کړي .
خو دا دواړه ارتجاعي حرکتونه يعني "اخوانيزم" اوهم "طالبانيزم" دبنيادگرائي دسکي دوه مخونه دي .او زموږ په وطن کي خارجي پديدې دي ،نه داخلي . پخوا يعني دشلم قرن د نيمائي څخه هاخوا موږ دغه دواړي ناوړه پديدي پخپل هيوادکي نه درلودې،خو دظاهرشاهي د دموکراسي په لسيزه کي اخوانيزم مخ په غوړيدو شو، او د افغان - شوروي دجگړي په دوران کي د امريکي او سعودي عربستان او نوروهيوادونو په مرسته په منطقه کي په يوه لويه آفت بدله سو. د دي لوي آفت په بطن کي تر ټولو يوه خطرناکه نطفه په جوړيد و سوه ، چي دامريکا او پاکستان دتوجه اومهرباني له برکته "القاعده" ځيني وزيږيد. او دغه نا مبارکه مولود په امريکا کي دسپتمبرد۱۱نټتي دفاجعي سبب سو.
خو دمخه چي دا حادثه په امريکا کي ترسره سي ،يوې بلې منحوسې پديدې د طالبانوپه نامه په پاکستان کي سر راپورته کړ چې تر اخوانيزم ډيره خطرناکه ثابته سوه. دا پديده يوه وهابي- پاکستاني پديده ده چي دپاکستان د استراتيژيکي سياست دتحقق په خاطر يعني دافغانستان ډيورند دکرښي دلانجي دختمولو په منظور او دهند څخه دکشميردغج اخستلو په هدف مينځ ته راغلي ده. په بله عبارت طالبان اوطالبيزم، دپاکستان او دسعودي عربستان د يوځاي کيدوپه نتيجه کي دپاکستان په بطن کي وروزل شو او په تيره لسيزه کي ( ۱۹۹۴) وزيږيد چي اوس په يوه لويه بلا بدله سوئ دي ، چي هم زموږ هيواد او هم په خپله پاکستان اوبيا ټوله جهان ور څخه په عذاب اود خطرسره مخامخ دي .
د بي بي سي دمنځني ختيځ دسياسي مسايلو تحليلگر ،"راجر هاردي" د وهابيت د اصلي هدف دڅيړني دپاره سعودي عربستان ته په ۲۰۰۷ کال کي د دوو مياشتي دپاره سفرکړي و. دي د "لورنس رايت" دخولي څخه چي دالقاعدي په باره کي ديو کتاب په ليکلو سره د"پوليتزر" جايزه تر لاسه کړي دي،وائي:" د وهابيت جوهر، اصالت دي "(جوهر وهابي گري اصالت است.) دده په قول:"دوي( وهابيان) په اصل پسي دي .او دا هغه شي دي چي د دي سبب سوئ دي چي دوي ډيرکلک افراطي عمل وکړي . "(آنها (وهابيها) بدنبال اصل هستند؛ و اين همان چيزي است که باعث مي شود آنها بسيار سختگيرانه عمل کنند.) هاردي علاوه کوي په ۱۹۸۰ لسيزه کي په افغانستان کي د شوروي اتحاد پر ضد جهاديانو ته دسعودي دولت مالي مرستو ،دامريکي اونورو هيوادونومرستوپه نتيجه کې اسلامي بنيادگرايي خپل لوړترين حد ته ورسيده . چي دافغانستان جگړه د دي نطفي د پيداکيدو سبب سو چي وروسته "القاعده" ځيني را وزيږيد.
راجر هاردي دحسن الملکي، دسعودي دولت دښوني او روزني متخصص ،دخولي څخه وائي :" ده ماته وويل:" موږ خپلو شاگردانو ته داسي درس ورکوو،هرڅوک چي د وهابيت سره مخالفت وکړي يا کافر دي، يا د سمي لاري څخه منحرف سوي دي ، بناپردي بايد يا توبه وکاږي او کنه و وژل سي ." ( بي بي سي، ۲۳ سپتمبر ۲۰۰۷)
دپاکستان دتحقيقاتو دموسسي د ارزيابي پراساس، اوس اوس په پاکستان کي تقريباً لس زره ديني مدرسي د ۵ ‎/ ۱ ميليون شاگردانو سره په دي هيوادکي موجودي دي . چي نورهيوادونه لکه كويت او سعودى عربستان هر کال په لسها و ميليونو ډالرد دغو ديني مدرسو په واک کي ورپريږدي. دطالبانو اوسلفى پلوي مشران خپل اصلي قوت د فقيرو او بيوزلو ځوانانو څخه را اخلي . د ملگروملتو دسازمان د رپوت پراساس، فقراو لوږه په شدت سره د پاکستان د ۱۶۰ ميليون نفوس کي مخ په زياتيدو ده .رپوت د دي هيواد د وگړوفقر په سلو کي ۴۰ فيصده ښيئ .(دوشي چي، آريائي سايت)

ډاکتر خوشحال روهي،پخپل يوه تحقيقي مقاله کي د پاکستان د اهدافو په افشاکولوکي په ډيردقت سره مهمي ټکي ته اشاره کوي او داسي ليکي:«که پخوا به انګرېزانو ( فاټا ) سيمو ته يوازې د افغانستان او روسانو په وړاندې د بفر زون ( حايل سيمې ) په سترګه کتل او له تمدن څخه يې محروم ساتل ، نوجنرال ضياء دغو سيمو ته په افغانستان کې د يوه لاسپوڅي حکومت پر لوري د پل په سترګه کتل او غوښتل يې له يوې خوا د تل لپاره د ډيورنډ له ستونزې څخه ځان بې غمه کړي او له بل لوري افغانستان د هند په وړاندې د ستراتېژيک عمق لپاره وکاروي . په دې مانا چې يو به وروسته پاتې او تحت الحمايه افغانستان او قبايلي سيمې د کشمير په جګړه کې د مجاهدينو بې پايه زيرمې برابرې کړي او بل که اړتيا پېښه شوه لکه ستالين ، چې په دويمه نړيواله جګړه کې يې د جرمني له بريد څخه خپل پوځي درانده صنايع د ختيځ خواته انتقال کړل ، دوي به خپل درانده صنايع افغانستان ته انتقال کړي . "

ډاکترروهي ادامه ورکوي:"ضياءالحق په همدې موخه د افغانستان د خپلواکۍ(دشورويانو) په جګړه کې روڼ اندي او ملتپاله ډلې بې درېغه وټکولې او د خپلې خوښې تنظيمونو ته يې وده ورکړه او بهرنۍ مرستې يې د همدوي تر منځ ووېشلې . همداراز ده د پاکستان د ننه د پښتون نشنلېستانواو پښتونستان داعيې د ځپلو لپاره هم په پښتنو سيمو کې اسلامي ګوندونو ته وده ورکړه . په ۱۹۹۶ کال کې د فاټا په سيمه کې ټولو بالغو کسانو ته د رأيې حق ورکړل شو ، څرنګه چې ملي ـ سياسي ګوندونو د کانديدکېدو حق نه درلود نو تر ټولو زياتې رأيې ملايانواو په ځانګړې توګه د مولانا فضل الرحمن د جميعت العلما ګوند غړو تر لاسه کړې . همداراز په وروستيو ټاکنو کې اسلامي ګوندونه په صوبه سرحد او صوبه بلوچستان کې بر لاسي شول او په صوبه سرحد کې د اسلامي ګوندونو ايتلافي ( متحده مجلس عمل ) حکومت رامنځته شو. د دې تر څنګ که په مرکزي اسامبلۍ کې پخوا اسلامي ګوندونو ټول ټال ۷ کرسۍ درلودې نو دا ځل يې ۱۰ نورې پرې ورزياتې کړې او ۱۷ ته ورسېدې . جميعت العلمأ ، چې د پروېز مشرف د حکومت يوه اساسي ستن اود طالبانو مهم ملاتړي ګوند دي ، تر ۲۰۰۱کال وروسته يې طالبانو ته د آي اس آي په مرسته پراخ پناه ځايونه ورکړل.» (ډاکتر روهي ، په پاکستان کې وروستي بحران او طالبيزم، اسمائي سايت)
اوس هرڅوک په دي پوهيږي چي په قبايلي سيمه کي نن افراطيت او اسلامي بنسټ پالنه دومره پياوړي سوې ده چي نن ورځ آن ۸۰ تر ۹۰ فصيده خلک د شپږواسلامي بنسټپالو گوندونو (جمعيت علماي اسلام (فضل الرحمن)، جمعيت علماي اسلام (سميع الحق)،جماعت اسلامي، جمعيت اهل حديث، حزب اسلامي و حزب تنظيم اسلامي) يعني د(متحده مجلس عمل) پسي روان دي . په دغو گندونو کي دوه ډير سخت دريځ گوندونه(جميعت العلماي اسلامي، اوجمات اسلامي ) دي . خو په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د مولوي فضل الرحمن نفوذ او دمهمند او خيبرپه سيموکي دقاضي حسين احمد نفوذ ډير زښت زيات دي . د دوي ترڅنگ په جنوبي وزيرستان کي د مولوي بيت الله مسود قوت او په باجوړ اوصوات کي دمولانا فضل الله نفوذاوس د يادولو وړدي.. دا څلور واړه افراطي رهبران پښتانه دي او د دوي په يوه غږدسيمي پښتانه خپل سرونه ورکوي . موږ دتلويزيون له لاري ليدلي او وينو چي د دوي دطالبانيزم کارخاني (مذهبي مدرسي) په قبايلي سيمو کي په شدت سره فعالي دي او پکي طالبان او تروريستان روزل کيږي او بيا افغانستان ته صادريږي تر څود افغانستان دخلکو د آرامي اوسوکالي مخه ونيسي.
دادي شپږ کاله سوه چي طالبان دقبايلي سيمو دمذهبي رهبرانو په فتواګانو اودقبايلي خلکو په ملاتړ اومرسته مسلح کيږي او د آي .اس . اي . په لار ښونه زموږخاوري ته ننوځي او خپل تخريبي عمليات ترسره کوي او بيرته پاکستان ته ورګرځي . د دغو بنسټپالو پښتانه رهبرانوپه لمسون د افغانستان جنوبي اوشرقي سيمو باندي دپشتانه طالبانو اودخارجي ځواکونو دبريدونو او جنګي عملياتو له کبله پرخلکو ژوند په دوږخ بدل شوي دي. که چيري دغه رهبران خپلوپلويانو ته همدا سبا فتوا ورکړي چي بس دي نور نو دا جنګ دافغانستان د اسلامي دولت په مقابل کي يو ناروا جنگ دي،بيله شکه زموږ په وطن کي به دجنګ د اور لمبې پورته نشي، خو د اکار دوي نه کوي، ځکه چي دوي دپاکستان دنظامي استخباراتو(آي .اس. آي.) پخواني اجنتان دي او د دغي جهنمي سازمان څخه بي حسابه گټي ترلاسه کوي او په بدل کي موږ ته دجاهل افراطي طالبانو په ذريعه ، ځاني،مالي،اقتصادي،اجمتاعي، کلتوري او سياسي تاوانونه رسوي، مګر موږ دهغوي پرسر خپل ملي امنيت ،سياسي ثبات ،اقتصادي توان، فرهنگي او تعليمي شتمني له لاسه ورکړې ده .
په تاسف سره بايد ووايم چي طالبان ټول هغه افراطي ډلي دي چي دپاکستان په قبايلي سيمو کي د ديوبند په مدرسو کي ډيرسخت دريځه سلفيان روزل کيږي او د اسلامي شريعت دتحقق په پلمه په خشونت او قهرلاس پوري کوي او دخپل محدود او متحجرفهم څخه هاخوااجازه نه ورکوي چي څوک لاس دپښې څخه خطا کړي .په قبايلي سيموکي .طالبان ټول پښتانه دي . او دپاکستان د قبايلي سيمو څخه زموږسرحدي پښتنوسيمي ته را ننوځي . او خپل تخريبي عمليات ترسره کوي او بيرته پاکستان ته ورگرځي .خو داثابته ده چي د دوي سره د پښتنولي او افغانيت هيڅ احساس نسته ، او که واي نو ولي زموږ دوطن د پښتنو آرامه ژوند تباه کوي؟ ولي زموږ مکتبونه سوځوي؟ ولي معلمان وژني؟ ولي دتعليم او تحصيل او دعلم دښمنان دي؟ زموږ اولادونه خو په مکتب کي سواد او علم زده کوي،ترڅو پخپل ښه او بد پوه سي، او په آينده کي دخپل هيواد په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي فعاليتونو کي ونډه واخلي او هيواد ته خدمت وکړي اوله دي لاري نه دخپل شخصي ژوند دهوسايني له پاره امکانات ترلاسه کړي،نوولي دوي زموږ اولادونه د تعليم او سواد له نعمته محروم او بي برخي کوي؟ دا ټول په دي خاطر زموږ پرخلکوباندي تطبيقيږي چي پاکستان نه غواړي زموږ اولادونه په خپل وطن کي دعصري علومواو نني تکنالوژي امکاناتو څخه برخمن سي، د پاکستان نظامي استخبارات(آي .اس. اي) دناپوه طالبانو په ذريعه زموږ مکتوبونو ته اور وراچوي، دښوونځيو دروازي تړي او معلمان، علما اودقومي مشران وژني تر څوزموږ اولادونه له بي سواده پاته سي او دعصري علوموڅخه برخمن نشي. د دوي په نظر عصري مکتبونه دالحاد او کفر ځاي دي اود انسان دپاره صرف دشريعت زده کړه کفايت کوي. خو دوي په خپل دغه ډول کړو وړوغواړي زموز وطن بيرته ۱۴۰۰ کال په شا وغورځوي.
متاسفانه طالبان نه يوازي د علم ،فرهنگ،هنر او تمدن سره دشمني لري او د وطن تاريخي آثار دتوپ او توپک په وسيله له مينځه وړي، بلکي د علمي موسساتو او صحي مرکزونو اوحتي دپاخه او ډمبر سړکونو په مقابل کي هم خپل ضديت او دښمني شيي.دبيلگي په توگه دجنوري په ۲۲ ويشتمه نيټه کي دوي دگرشک په ولسوالي کي هغه موټرانو ته اور ور واچول چي شگې او جغلې راوړلې او ددوو موټر وانانوسرونه ور پرې کړل.(بي بي سي ۲۲جنوري)
اوس غربي هيوادونه غواړي دا وران خاوره او داغم ځپلي خلک له وراني او بيسوادي او ناپوهئ څخه نجات ورکړي . غربي هيوادونه زموږسره کومکونه کوي او په دي پوه سوي دي چي فقر او بيسوادي ترټولو مرضونو لوي مرض اود دهشت اچوني او تروريزم اصلي عامل دي، نو دوي غواړي دغه مرض زموږ له هيواد څخه ايسته کړي. دوي اوس خپل انساني لاسونه را اوږده کړي دي، چي موږ ته شفاخاني اوصحي کلينيکونه را جوړ کړي او داکتران وروزي اوزموږ ناروغان او بي درمل خلکوته دوا او درمل برابره کړي او زموږ بيوزله خلک له ناروغئ او بدبختي څخه راخلاص کړي، پرسندونو باندي بندونه اود تجارت او مواصلاتو دپاره سړکونه جوړ کړي او طبيعي زيرمي او منابع په کار واچوي ترڅو دبزگرانو اوبيکار خلکوته کار برابر سي،او داسي نور. خو دطالبانو په نظر زموږ خلک اوزموږ بچيان دښه ژوند لياقت نلري. او هغه مسلمانان چي دکافرانو مرستي ترلاسه کوي، هغوي هم کافران دي خو پاکستان هرڅومره مرستي چي دامريکااو نورهيوادوڅخه ترلاسه کوي، خير دي کافرکيږ ي نه.
ښاغلي داکټر سراجي يوه په زړه پوري مقاله په افغان- جرمن آنلاين کي لري چي زما خورا خوښ سو ، دلته دوه پراگرافه رانقل وم .
«طالب جانه!
ستا په راتگ(کفن کش اوبچه کفن کش) کيسه رښتيا سوه. تا داسي کارونه وکړ چي دپښتون نوم، فرهنگ او شوکت دي له خاوروسره برابرکړ،او لوړه شمله دي ورته په ځمکه را وويشته.لمړي تا خپله وژنه، سوځنه، دښونځي بندونه، وراني دپښتون دکورنه راپيل کړ.بيائي دافغان په کورکي دورونو ميشتوقومونوترمينځ دنفاق اور بل کړ..دانجوني شونځي دي وتړلي،ښځينه کارکونکي دي په کور کښينولي. دافغانستان تاريخي آثار چي د ددي خاوري دتيرونسلونو، دپرتمين تاريخ او وياړ نښه وه، به توپو ويشتل. په شلمه پيړي کي دي وحشت او غضب توره دوره را وسته. زموږ ملي عنعنوپرخلاف دي پرښځولاس پورته کړ. دخلکولاڅه چي حتي دماشومانو له خولي دي خندا او خوشي واخيسته. وطن دي په لوي زندان بدل کړ او په دي توگه دي دپوهي، فرهنگ او پښتونولي ضد خپله توره څيره وشووله .
داکتر سراجي خپلي ليکني ته داسي ادامه ورکوي:
طالب جانه!
.تاسره نه د وطن (مور) مينه سته او نه له قام سره زړه سوئ . ته نه دخپل وطن له تاريخ نه خبر ئي او نه دپښتونولي ماهيت څخه . ته دبل په لاس جوړشوي(مصنوعي نانځکه )ئي. چي هغه هرخه درته وائي،ته ئي ورسره کوي. اوس دي هم دتوپک خوله وپښتون ته نيولي او هره ورځ دپښتون بچي د وينو په څشلو خپله تنده ماتوي. تا دپښتون قام دفزيکي او معنوي نابودي ته ملا تړلي ده. ښونځي سوځي،ښونکي ،علما، او دقوم مشران وژني، او بيادجهاد نوم ورباندي ږدي.
مشرف وائي چي "قبايل"(پښتانه)قاتلان اوترهگر دي.خو تا دا په عمل کي نړيوالوته ښيي چي څوک يي او دکوم فرهنگ خاوندئي؟ دکړو وړو دي معلوميږي چه ته پښتون نه ئي، خو څه وکړو چي دپښتون دشمنان ستا نوم دپښتون سره يو بولي او په دي توگه ستا ټول غير انساني، غير اسلامي او غير افغاني کړونه په پښتون قوم پوري تپي.» افغان- جرمن۱۸ جنوري)

خو دلته د داکټر سراجي په تائيد دا ټکي ديادولو بولم چي همدا اوس د ډيورنددکرښي په دواړو خوا سيموکي فقط طالبان جنگي او تروريستي عمليات ترسره کوي .او هرڅومره خلک چي دډيورند کرښي په هاخوا او ديخوا يعني په پاکستان او هم په افغانستان کي وژل کيږ ي،دا ټول پښتانه دي. په دي خاطرنن په بين المللي سطح کي پشتون قام د تروريستانو په نامه پيژندل کيږ ي .دپاکستان داوسني حکومت داستراتيژي يوه مهمه برخه قبايلي پشتانه بدنام کول دي چي د دوي دځپلو دپاره بايد يوه پلمه ولري . بين المللي جامعه هم د تروريستانو په دمينځوړلو کي توافق نظر لري او دپاکستان دحکومت څخه حمايت کوي خو دا دپښتنوتعليم يافته او په اصطلاح روشنفکران دي چي د پاکستان او دغرب په دي سياست چنداني سر نه په خلاصوي او دخپل قام دژغورلو دپاره کوم اساسي چاره پسي نه گرځي اوخان ته حرکت نه ورکوي. چي دسړي د نا اميدي سبب کيږ ي.

زموږ په هيواد کي تيرکال شپږ نيم زره (۶۵۰۰) ملکي او دولتي خلک د طالبانو او ايتلافي قوتونو په بمونو،ګولي او انتحاري عملياتوپه وجه په قتل رسيدلي دي. چي په دي حساب هره ورخ ۲۰نفرزموږ دخلکو څخه مړه سوي دي. ښايي په دغه اندازه ژوبله هم خلکو ته آوښتې وي. اټکل کيږي چي په تيره شپږو کلونو کي نژدي شل زره افغانان وژل سوي وي. خو په دي جگړو کي ۴۰۰ تنه امريکائي سرتيري هم خپل ژوند له لاسه ورکړي دي او له دي کبله د دوي چيغه اسمان ته ختلي دي، خکه د دوی په وينو کي دموکراسي جريان لري خودافغانان په وينه کي اوبه ياتروريزم ،.همدي وجه ده چی زموږ دحکومت او دخلک ږغ نه پورته کيږي..سږ کال خوتر پروسکال هم زياتي انتحاري عمليات په کندهار، کابل،هلمند، کنر، ،پکتيکا ، خوست، بغلان ، کندُز اونورسيموکي تر سره سوي دي چي يوتعدادبيگناه خلک خپل ژونددلاسه ورکړي دي . که دا جګړه لس کاله نورهم دوام وکړي ، خداي پوهيږي چي څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي؟
ښاغلي هاري دپاکستان پراوضاع باندي ډيري شي ليکني کوي او پخپل يوه ليکنه کي داسي ليکي :" پاکستان تل کوښښ کړى دى چي په افغانستان کي يو منحطه، وروسته پاتي، او مذهبي ډله حاکمه وي. داسي ډلي چي د عصري علومو مخالفي وي، مکتب وسوځي او معلم شهيد کړي، او لنډه داچي د افغانستان د سياسي استقلال او برم اډانې وراني او ويجاړي کړي د جهاد په دوران کي، دپاکستان سره پدې تاريخي شرارت کي امريکا هم دخيله وه. سي .اې .ې او اې.ايس.اې په گډه او اخوت د افغاني مذهبي ډلو ملاتړ کاوه چي بالاخره يې رباني، حکمتيار، ملاعمر ، بن لادن، مسعود او سياف وږيږول. ."( بينوا سايت)
يوه عجيبه خبره داده چي د باړه په قبايلي سيمه کي دلښکر اسلام ترنامه لاندي،يوه افراطي ډله دمنگل باغ په مشري خلکو ته امر کړي دي چي اسلامي کالي واغوندي اوهره کورني خپل هغه قبرونه چي په زينتي ډبروسمبال کړي وي، بايد د يوي هفتي په ترڅ کي وران کړي او کنه نو لس زره کلدار به جريمه شي. همدارنگه ټول خلک مجبور دي چي دلمونځ دأداکولو دپاره په پنځه وختونو کي مسجد ته حاضروي او هرڅوک چي حاضر نه وي، غيرحاضر سي ، دغيرحاضرانو څخه به پر هروخت جريمه واخيستل سي.
داسي ښکاري چي اوس طالباني اسلام د قبايلي سيمي څخه موږ ته را صادريږي او زموږ خلک مجبوربه وي چي د دغو بيسواد اومتحجرو ډلوترحکم لاندي ژوند وکړي. زموږ اولادونه بايد عصري مکتبونو ته ولاړ نشي، د عصري اومډرن ژوندون څخه بايد بي برخي وي،زموږښځي دکورونوڅخه ونه وزي او کار ونکړي،اوزموږ انجوني بايد مطلقاً بيسواده پاته سي. اوپه دي ډول دافغانستان نيم بدن عاطل او دکار او تعليم څخه محروم اوبه تر ټولو هيوادونو يو وروسته پاتي هيواد وي .تردي حده چي د يوې گولې ډوډي دپاره به پاکستانيانولاس ته محتاج وي، د ژوند ټوله ضروريات بايد دخارج څخه را وارد کړي او يوازني شيئ چي کولاي شي صادرکړي ، هغه به تروريزم وي. آيا تردغسي شرايطو لاندي ژوند کول تر دوژخ بد تر نه دي ؟

د ډاکتر خوشحال روهي په قول، دپاکستان په قبايلي سيموکي اوس "مذهبي او ترهګرو ډلو په ډېرو سيمو کې هڅې پيل کړې ، چې قانون پخپل لاس کې واخلي او موازي حکومت رامنځته کړي . په نتيجه کې په ډېرو سيمو کې د قانون واکمني له منځه تللې اود بېلابېلو ملېشو ، اورپکو ډلو او ياهم مذهبي پوليسو واکمني منځته راغلې او د صوبه سرحد په ځينو سيمو کې خبره بېخي د انارشۍ تر کچې رسېدلې . همدااوس په ټانک ، د ادم خېلو دره او دېره اسماعيل خان کې طالب ډوله ملېشې واکمنې شوي او د مومند اېجنسۍ او پېښور ترمنځ سيمو پر سر مبارزه روانه ده . په شمالي وزيرستان ، جنوبي وزيرستان او باجوړ کې خو د طالبانو بشپړه واکمني چلېږي او تقريباً هره ورځ يو څوک بهرنيو ځواکو نواو يا د پاکستان حکومت ته دجاسوسۍ په تور ځړېدلي او يا يې سر پرې شوي وي .
د مذهبي ډلو ګواښونه ان تر پېښوره هم رسېدلي دي .په بنو کې طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې او پر هغو خلکو يې ۵۰۰۰کلدارې جريمه لګولې ، چې څوک پر نڅا ، موزيک اورېدلو ، تلويزيون کتلو او يا په موبايل کې د موزيک پر کښته کولو ونيول شي . د راپورونو له مخې د بنو د پوليسو آمر هم له دغې کمېټې څخه ملاتړ کړي او ويلي يې دي ، چې پوليس به له دغه کمېټې سره د فساد په ورکولو کې مرسته وکړي . په مردان کې د ښوونځيو نجونو ، تر ګواښل کېدو وروسته د حجاب اغوستل پيل کړي او سلمانيان د ږيرو له خريلو څخه منع شوي . په پېښور ، کوهاټ او دره ادم خېل کې د سي ډي او وېډيو يو شمېر هټۍ الوزول شوي او په لکي مروت کې د يو شمېر سندرغاړو سرونه او برېتونه خريل شوي دي . په صوبه سرحد کې حکومت په ښکاره د همدغو طالبانو دفاع کوي او غواړي په خپله هم طالبي نظام پلي کړي . څه موده وړاندې په صوبه سرحد کې د متحده مجلس عمل حکومت د شريعت د نفاذ يوه لايحه پخپل پارلمان کې پاس کړه او مرکزي پارلمان ته يې واستوله او دا ګواښ يې هم ورسره وکړ ، چې که لايحه رد هم شي دوي به يې پخپله صوبه کې خامخا پلې کوي . د متحده مجلس عمل حکومت ويلي ، چې پر موزيک او نڅا به بنديز ولګول شي ."(داکتر روهي، اسمائي سايت)

طالبان په افغانستان کي د يو داسي اسلامي حکومت د مينخ ته راوړلوپه خاطر خپلي انتحاري عملياتو ته شدت ورکړي دي ،چي اوس په قبايلي سيمو کي ددوي امر ونهي چليږي .خو زموږ په هيوادکي تر اوسه هغه دوره دخلکود اذهان څخه نه ده هير سوي چي په ټوله هيواد کي فقط يو اخبار د«شريعت اخبار»په نامه خپريده او يو راډيو د«شريعت راډيو»په نامه صرف د ۶ ساعتو دپاره خپري دلي او افغانستان ديو( بي صوت اوبي صورت) هيواد په نامه په نړي کي شهرت موندلي و..دادي اوس په افغانستان کي دعلماو دشورا ، غواړي د پاکستان دطالبانو په تقليد، اسلامي شريعت په افغانستان کي پلي کړي . په شونځيو کي ملايان مقرر کول ، اوپرتلويزيوني نشراتو کي په غيرمنطقي پلموبنديزلگول، دا پيغام دځانه سره لري چي ډيرژر دخلکوپر ږره او کالي ،هم بنديز لوگول کيژي او خلک کرارکراربه د ټلويزيون ، سينما ،موزيک او انترنت له مزايا څخه بي برخي شي.

دجنوري دمياشتي په ۲۳ مه يو ځوان ژورناليست (پرويز کامبخش)چي د بلخ دپوهنتون دژورناليزم دپوهنځي محصل دي، دابتدائي محکمي له خوا (د علماء دشورا په سپارشتنه) په اعدام محکوم سو. د ده گناه څه و؟ ايا دبشرحقوق ئي ترپښولاندي کړي دي؟ نه، ايا په جنگي جناياتو متهم دي؟ نه. ايا دخلقوپرناموس تير ي کړي دي؟ نه. ايا کوم ملي خيانت ترسره کړي دي؟ نه. ايا خپل له دين څخه يې انکار کړي دي؟ نه. که يې له دين څخه انکارهم کړي وي، پس له توبي څخه بخښل کيږي، خو دغه ځوان تر اوسه په پورتني گناهونو او جرمونو په يوه کي هم نه دي متهم او ورباندي نه ده ثابته سوي.. آيا ديوانسان ژوند په اساني سره اخيستنه، د موکراسي ده که سوټئ کراسي؟ معلومي.ي چي دغسي چلند سوټئ کراسي ده چي ښائي طالبان هم تراوسه په دغسي صغيره گناه چاته داعدام حکم صادر کړي نه وي.!دپرويزکورنۍ او ملگري وايې چې د محاکمې بهير غير عادلانه وؤ ځکه نوموړي ته دا اجازه نه وه ورکړل سوي چې مدافع وکيل ولري.په ورته وخت کي دخبريالانو نړيوال فدراسيون (اي، اف، جي) ويلې چې دپرويز محاکمه آزاده نده تر سره سوي او په دې سربيره هغه ته دا حق نه وؤ ورکړ سوي چې مدافع وکيل ولري. دپرويزکامبخش په اړه داعدام دحکم خبر تيره ورځ او نن سهار په ټولو غربي مطبوعاتو کې په پراخه کچه خپور سو او نړيوال عکس العملونه يې را وپارول. دخبريالانو دملاتړ يو شمير په هيوادکي دننه او نړيوالو ټولنو کي دبلخ دمحکمې دغه حکم غندنه وکړه.دمحکمې دې پريکړي ته په لومړي سر کې د بي سرحدوخبريالانو نړيوالي ټولنې او داروپا داتحاديي نماينده او په کابل کي دملگرو ملتونو نماينده (يونيما) قهرجن غبرگون ښودلي او دجمهور رئيس څخه دکامبخش دخوشي کيدو غوښتنه يې کړي دي.

د دوطن نامتو روحاني عالم (ايت الله محسني ) د آلمان د ږغ راديو سره په مرکه کي په دي اړه وويل: چي« يوه ديني ضد ليکنه يا کتاب درلودل، د بي ديني دليل نسي کيدلاي. او حتي داسي يوه ليکنه نوروته ورکول هم داعدام دجزا دپاره دليل کيداي نسي. خود دويمي اتهام په صورت کي محکمه متهم ته داعدام نه پرته يوجزا ورکولاي شي..»(دويچه ويله)

خوموږ بايدپه دي پوه شو چي طالبانيزم او اخوانيزم په خپل سرشت کي يوتربل په کمه نه دي او زموږد وطن دپاره دواړړ لوي مصيبتونه راوړي دي .په دغه سبب دادي ديرش کاله وسوه چي جګړه ،ورانئ او انسان وژنه زموږ په وطن کي را روانه ده . .موږ بايد په دي پوه سو چي تر څو دغه دواړه شوم اومخرب پديدي زموږ په ملک او په منطقه کي په سياست کي مداخله وکري اوسياست د دين څخه جلا نسي،د منطقي خلک دارام ژوند مخ به ونه ويني او افغانستان هميش دترقي او انکشاف له گړندي کاروان څخه پر شا پاته او ديووروسته پاتي هيواد په حيث دايم خپل گاونډي هيوادونو ته به محتاج وي......پاي ۲۵/ ۱/ ۲۰۰۸