ډېرو افغانانو به په پاکستان کښې داسې خبرې اورېدلي وي. زمونږ يؤ محترم اؤ مشر ملګرے خو چې داسې خبرې واوري نو سمدستي د امريکې پخواني صدر ريګن ته بد رَد وئيل شروع کړي ځکه چې ريګن به هر وخت دا خبره کوله چې " افغانانو د پاکستان اؤ د امريکا حفاظت کړے دے". خو اوس دا حال دے چې د دغو افغانانو حيثيت د امريکا په نظر کښې د ترهه ګرو دے، پاکستان کښې خو مهاجر دي چې په افغانستان کښې هم د مهاجر نوم ورپورې څلېښ دے.
دا حال صرف د هغو افغانانو دے چې په يوه سپېڅلے جذبه ئې د جهاد اؤ هجرت لپاره قدمونه پورته کړي وو اؤ تر اخره پورې په همدې حال کښې پاتې شول. کومو خلقو کښې چې په دې دواړو نعرو کاروبار کړے ؤ اؤ کوي ئې هغوئ خو په هر حال اؤ هر بدلون کښې د خپل کاروبار لپاره لارې چارې پيدا کوي اؤ خپل کار وباسي. غم صرف د هغو خلقو دے چې جهاد ئې هم وکړو، مهاجر هم شول، خوار و زار اؤ در په در هم شول اؤ اوس چې پاکستان نور د دوئ "بوج" نۀ شي برداشت کولے نو په خپل هېواد کښې هم ځاى نلري. څوک د کونړ په غرونو کښې د ژمي په دې يخو شپو کښې د بې وسۍ په کُومي کښې ژوند کوي اؤ څوک د ننګرهار د حصار شاهي په دشتو کښې په خېمو کښې پراتۀ دي. اؤ څوک چې په کندوز کښې خپلې زمکې اؤ کورونه لري نو هغوئ هم "مهاجر" دي. ايا د مهاجرۍ دا ټکے به دې افغانانو سره لکه د خپل سيوري هر وخت اؤ په هر ځاى کښې ملګرے وي؟؟؟.
په پاکستان کښې پاتې اؤ تر اوسه پورې مېشته افغانانو ته په دې ټکي غور اؤ سوچ پکار دے. کۀ حالات هم په دې ډګر روان وي لکه چې دا اوس دي نو هغه ورځ هم راتلونکې ده چې پاکستان خو هسې هم دا افغانان دلته نۀ پرېږدي، افغانستان به هم ترېنه انکاري شي. خداى (ج) دې نۀ کړي چې داسې وخت راشي خو د حالاتو دا نښې نښانې همداسې وائي چې د "مهاجر" دا ټکے به مونږ دلته هم ورک کړي اؤ هلته هم ورک!!!. يعنې نۀ د دين اؤ نۀ د سادين.
د جدي په تېره شپږمه لکه د هر کله پشان په افغانستان کښې اؤ له افغانستانه د باندې د جدي شپږمه وغندل شوه چې په دغه ورځ شوروي فوځونه افغانستان ته راغلي وو اؤ د ثور په اتمه به هم لکه د هر کله پشان خوشحاليانې وشي چې په دغه ورځ د کابل حکومت د مجاهدينو په لاس ورغلى و. په دې ټول دور کښې افغان مهاجر ته په لاس څۀ ورغلل؟ بس دا چې د تل لپاره "مهاجر" شو!!؟