نیلسن ماندیلا د بري په ورځ څه وویل؟

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن: عبدالملک پرهیز

درنو لوستونکو دغه متن مې د محترم نصیر جواد له پاڼې پښتو ته ژباړلی

.... ما و بښل تاسې يې هم و بښئ.

نيلسن ماندیلا چې د جنوبي افریقې سیاسي مبارز ؤ ، وروسته ۲۷ کالونو له بند څځه خلاص شو ، له زندان څخه د خلاصېدو په پیل کې يې د خپل هیواد تورپوستکو ته وینا وکړه.

هغه د بشپړبري په څپو کې خلکو ته په خطاب کې وویل:

 

ای خلکو!

چا په زندان کې زیات وخت تېر کړی؟ ټولو په یو غږ وویل : ماندیلا، نیلسن ماندیلا!

څوک تر هر چا زیات تحقیر او شکنجه  شوی دی؟ ماندیلا، نیلسن ماندیلا!

چا زیات وخت په یو کسیزه خونه کې یوازې وخت تېر کړی؟ ماندیلا، نیلسن ماندیلا!

اوس په ټول ډګر چوپتیا خوره شوې وه، نیلسن ماندیلا به اوس څه وايي؟ نیلسن ماندیلا خلکو ته وکتل، د توران پرګنې ولاړې وې، ددوی په منځ کې ان یو سپین کس شتون نه درلود ټول له ولولو او انرژۍ څپڅپانده ول، ټول د «برید او د لس ګونه تحقیرونود غچ اخیستلو د امر په تمه ول »

نلسن ماندیلا وویل:

ای خلکو!

ما و بښل. ما ټول وبښل، تاسې يې هم وبښئ. موږ غواړو ژوند وکړو، غواړو پرمختیا وکړو، غواړو زموږ د اولادونو بېګه و اوسو. غواړو راتلونکې جوړه کړو. موږ د کينو دپاره وخت نه لرو! موږ ورورولي غواړو. موږ له هماغه کسانو سره ورورولي غواړو چې موږ يې انسان نه بللو.

 

موږ ستر یو، هغوی ته زموږ ځواب مینه ده. زموږ ځواب دادی چې د یو بل تر څنګ و درېږو. ځکه موږ ستر یو. په دغه ورځ ټول توران په ګډا شول، په دې ورځ تورانو کینې له زړونو و ایستل. په دې ورځ تورانو هغه څوک وپېژانده چې ډېر ستر ؤ. هغه څوک چې نوې خبرې يې درلودې. داسې لارښود چې نړۍ يې حیرانه کړه. داسې لارښود چې ستر ؤ او په سترتیا پوهېده. له کینې، له دښمنۍ او لویۍ سره يې اړخ نه لګاوه.

نلسون ماندیلا په تاریخ کې تل پاتې شو. نه يې د چا تندی پر خاورو وسولوه! نه يې بې ځایه خپل لاس موټی او د چا پر خوله يې وواهه! نه پر چا قهر شو. نه يې څوک  پرمخ په څپېړه وواهه. نه يې د غچ اخیستلو امر وکړ. بلکې هغه نړۍ ته انسانیت وښود.

نیلسن ماندیلا د تل دپاره ژوندی پاتې شو. کله چې هغه د جنوبي افریقې د ولسمشر په توګه غوره شو ، نوموړي ان هغه قاضي وبښه چې پر ده يې د ټول عمر د زندان پریکړه کړې وه، هغه يې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وبللو.

.