دښځو او انجونو په ملاتړ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالصمد ازهر
يکشنبه د اکتوبر لسمه د افغانستان له ښځو او دوشنبه د اکتوبر يوولسمه د نړۍ له نجونو د ملاتړ ورځې وې.
د نجونو له زده کړې او د ښځو له کار سره د طالبانو د دښمنۍ لويه پلمه د جنسي بدکاريو مخنيوی دی. زه دا پوښتنه د دوی مخې ته ږدم چې آيا پوهه او کار بدکاري زياتوي او که ناپوهي

او وزګاري؟
زما خو عقيده دا ده څوک چې تحصيل او کار نه لري د ناپوهۍ له کبله له جنسي ښويېدو او د احتياج له کبله د بدکارۍ ګړنګ ته د لوېدو له خطر سره زيات مخ دی نسبت هغه چا ته چې پوهه لري او د حلال کار له لارې يې اقتصادي اړتياوې پوره کيږي.
زمونږ په هيواد کې چې بې له مافيايي غلو نه، نيږدې ټول وطنوال سختې اقتصادي ستونزې لري او د اشرف غني په اعتراف د فقر کچه تر نوي سلنې اووښتې ده، د مصرفي توکو، زده کړې، روغتيا او خدماتو د لوړو بيو په نظر کې نيولو سره، يواځې د نارينه و د کار ټيټ عايد هېڅ کله هم د کورنۍ د بېړنيو ضرورتونو د پوره کولو ځواب نه شي ويلی. زمونږ د ټولنې بله ستره ستونزه دا ده چې د نيمې پېړۍ جګړو له امله د کونډو، يتيمانو او معلولانو شمېر هم زښته زيات دی، چې د داسې کورنيو د ژوندي پاتې کېدو دروند بار ګرد سره د ښځو تر غاړې دی. که دا ښځې له کوره بهر کار ته نه پرېښودل کېږي نو ښکاره پايله يې دا ده چې يا به مري او يا به د خپلو بچيانو او تر غاړې معلولانو د ژوند ژغورلو په موخه ځان خرڅولو ته اړ کېږي.
د ښځو زده کړه او کار نه يواځې د دوی د کورنيو ځانګړې اړتياوې پوره کوي، بلکه د هيواد ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي ودې او پراختيا کې هم ستر رول لوبوي. پخوانيو تجربو ښودلې ده چې په ټولنه کې د ښځو آزاده برخه اخيستنه، په لنډ وخت کې د نارينه و د ناروا احساس پارېدلو کچه زياته راټيټوي او ان له منځه يې وړي.
طالبانو ته په کار ده ښځو ته د زده کړې، کار او سياسي - ټولنيزو حقونو په ورکړه کې ناغېړي پرېږدي. دا د ټولنې له هر اړخيزې ودې، د اخلاق او معنويت له لوړوالي، د مليونونو ښځو د رضايت له جلبولواو پخپله د طالبانو د رژيم له ګرانښت او د دوی له مشروعِت سره ستره مرسته کوي.
و ما علينا الّاالبلاغ
۱۲ / ۱۰ / ۲۰۲۱
۲۰ / ۰۷ / ۱۴۰۰