د اوو هیوادو ډله يا G7

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دودیال

درې ورځې مخکې په انګلستان کې د (G7 ) غونډه وه چې د افغانستان په اړه یې هم بحثونه لرل. زموږ زیاتره هیوادوال چې دې وختونو کې خبرونه تعقیبوي

، دوی د هیواد دننه داسې وانګیرله چې دا کوم نظامی تړون یا سیاسی سازمان دی. ومو غوښتل د دغه ګروپ پیژندنه په لنډّ توګه وشی:
دا هغه اووه صنعتي هېوادونه دي، چې دسعر د مارکېټ او نورو اقتصادی، تجاری او مهمومسایلوپه هکله د تصميم نيولو لپاره سره يو ځاى شوي دي. په پېل کې په دې ډله کې د نړۍ پينځه لوى صنعتي هېوادونه ( جاپان ، دامريکې متحده ايالات، فرانسه ، المان او انګلستان ) شامل وو، وروسته بيا په ١٩٨٦ م . کې ايټاليا او کاناډا هم ورسره شول. په ١٩٩٧ م. کې روسیه هم له دې ګروپ ( ډلې ) سره يو ځاى شوه، خو بشپړ غړيتوب يې ترلاسه نه کړ. يو مهال له دوی سره د روسیی په یوځای کیدو سره د G8 ( Group of eight ) په نوم يادېده . ځینی وخت G8 اوځینې وخت G7 هغه هېوادونه وو/دي، چې پرمختللي او صنعتي اقتصاد يې درلود. روسيې د ٢٠١٤ کال د مارچ له ٢٤ مې نېټې څخه دکريميا د شخړې له امله G8 سره ستونزه پېدا کړې ده. د کريميا يا اوکراين شخړې له امله يې نور د دغې ډلې غونډو کې ګډون ونه کړ، خو فرانسه، جرمني ، ايټاليا، جاپان، انګلستان او دامريکې متحده ايالات يې اوس هم غړي دي. کله چې په ١٩٧٦ م.کې لا کاناډا ورسره نه وه، يوځاى شوې، د G6 يا Group of six په نوم يادېده، په دې ګروپ کې روسيه یواځی له ١٩٩٨ څخه تر ٢٠١٤ م. کال پورې فعاله پاتې وه. بالعموم دغه ګروپ هېوادونه په کال کې څو ځله خپلو منځو کې د ماليې د وزيرانو په کچه غونډې دايروي چې د اسعارودبیو ، سوداګرۍ او صنعتي توليد په هکله خبرې کوي. په ځینو غوونډو کی صدراعظمانو هم ګډون کړی دی. مهمه غونډه يې په ٢٠٠٧ م .کال کې په کاناډا کې وه، چې دنړيوالو کړکېچونو اود اقتصادي بحرانو په هکله سره وغږېدل . دوى په دې غونډه کې له مالي مسايلو پرته د امنیتی مسایلو په هکله هم بحث وکړ، حال دا چې نورې غونډې يې عمدتاً د دوى خپلې اقتصادي مسئلې دي. په اوسنی نړیوال لوی کلی کې ډیر مسایل سره تړل شوي دي، سیاسی موضوعات تقریباً هرڅه کې شامل دي، نو دا چې دوی د منطقوی بدلونو او د سیاسی، اجتماعی، ساینسی– تکنالوژیکی او نورو مسایلو په اړه هم بحثونه کوی، دا یوه طبیعی خبره ده.