دمينې په نوم د يو چا مال اوعزت ته مه غله کېږئ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې نامه چې چې مینه ورسره لرئ ،د ځينو شهوت پرستو، د جنون په سمندر کې د ګډو او ناپوهو ځوانانو او پېغلو له ګرمو احساساتو استفاده مه کوئ او پيسوته يې مه غله يا غلې کېږئ،هغوی په حقيقي ژوندکې داسې نه وي،هسې لاپې شاپې او غټې غټې باټې درته ولي،له سيند نه درته شوروا اوله غره څخه غوښه جوړه کړي.

 اوتاسې مينه هم ټول تر پنځوس،سل اویا یوسل او پنځوس افغانيو پورې محدوده وي او حتی خپلې مينې ته مو پخپله هم په همدومره کم ارزښت قايل یاست،ځکه په دهمدومره پيسو کارت،ډالۍ او نغدو ته يې هم تمه کوئ.

د تمې،مقصد او مادياتو لپاره مينه مه کوئ.

له هغه چاسره چې مينه لرئ،د مادياتو يعنې،پیسو،کارت،مبایل،زيوراتو او نورو شیانو تمه ورڅخه مه کوئ،هرکله چې مينه په مقصد ولاړه وي ډېره لنډ مهاله کېږي اوکله که چا د خپلې مينې د درناوي په پار احسان درسره وکړ اوکوم څه يې درته ډالۍ کړل،ترهمغه وخته مه محدودېږئ،ځکه چې دمقابل لوري زړه ماتېږي او داد مينې لوی توهين دی.

مينه مه بدناموئ

هرڅوک مو چې په زړه در ننوت،سمدواره يې ځان مالک مه ګڼئ،مینه ډېره سپېڅلې کلمه ده لومړی ارزونه وکړئ چې خبره له کومه قراره ده،بیا دمقابل لوري احساسات مطالعه کړئ،مرام اومقصد يې معلوم کړئ،وروسته له هغې چې وپوهېدئ دواړه سره په هر لحاظ جوړ راځئ بیا ورسره هو وکړئ خو په یاد ولرئ چې دواړه باید رېښتوني اوسئ،کله چې په مينه کې ښکېل شوئ دبدنامولو هڅه يې مه کوئ.

داسې مينه پيل کړئ چې تراخره هماغسې ادامه ورکړئ

هره مينه چې پيل يې په احساساتو او ګرمو ولولو وشي عمر يې کم وي،نوهڅه مه کوئ مينه داسې پيل کړې چې ډېر ګرم اوسئ، دبېلګې په توګه تاسې به لیدلي،اورېدلي او یا هم لوستلي وي چې ځينې مينه کوونکي په لومړيو کې دومره ګرم او یو دبل مئينان شي چې حتی ځانونه یو دبل خوراک،څښاک،پوښاک او هرڅه بولي،خپل ټول وخت پرته له دې چې فکر وکړي یو بل ته وقف کړي،نور دنیایی او اخروي کارونه ورڅخه پاتې وي، تریو وخته دالړئ همداسې دوام کوي خو د وخت په تېرېدو یو یا دواړه اړخونه دومره سره یو له بله ماړه شي چې نور بهانې شروع شي.

ولا نن ملګرو سره فلاني ځای ته ځم،نن دفتر کی ډیر مصروف یم،نن هسې ګنګس يم،سبا داسې ځای ته ځم چې هلته انټرنیټ کار نه کوي  او .....

مقابل لوری بیا ډېرکله داسې وايي، وبخښه کور کې خلک مزاحمت کوي،مېلمانه لرو،انټرنېټ مې ختم دی،درک مې کړه ، دا او دېته ورته بهانې چې رامنځته شي د مينې تارونه هم په ورستېدو راشي او بالاخره له منځه لاړ شي.

په مينه کې دواړه لوري په نظر کې وساتئ

کله مو چې له چاسره مينه پيدا شوه تل له مقابل طرف څخه په تمه کې مه اوسئ،تل پړه اوملامتي مه ورباندې اچوئ،دمثال په ډول،ته ماته وخت نه لري،ته ما نه درک کوې،ته تل ماته همدا یوه بهانه کوې،زه تاته ګران/ ګرانه نه یم،ته نورو خلکو سره اړيکې لرې،ته بل ځای مصروف/ مصروفه يې،ما ستا لپاره دومره قرباني ورکړې،زه ستا لپآره هرڅه ته چمتو يم خوته مې قصه کې نه يې،زه تاته هېڅ ارزښت نلرم.

په مينه کې شرطونه مه ږدئ

په مینه کې عاشق/معشوقې ته داسې مه وايئ که تا زما لپآره داسې وکړل نو زه به پوه / پوهه شم چې ته ماسره په رښتیا هم مینه لرې،که تا زما نوم په خپل لاس وليکه نو درته ګرانه / ګران یم،زه بايد هرو مرو  تا سبا په فلاني ځای کې وګورم، دا او دېته ورته نور شرطونه چې په مینه کې پيدا شول مينه سر خوري.

نوکله چې مينه کوئ لومړی يې تعريف کړئ،بيامقابل لوری چې غواړی زړه ورکړئ یا يې زړه ته ورشئ دمينې د تعريف په فرمول کې واچوئ اوتر مکملې بر رسۍ وروسته اقدام وکړئ.

رفيع الله روشن